د خیبر پښتونخوا شاوخوا ۸۰ سلنه سوداګري په تورخم پورې تړلې ده؛ خو د تورخم لارې تر تړل کېدو نږدې ۱۱ میاشتې تېرېږي، چې له امله یې د دغه ایالت ګڼ کاروبارونه سخت اغېزمن شوي دي. په پېښور کې د چایو سوداګري هم د دغه بندښت له امله له جدي ستونزو سره مخ شوې ده.
په پېښور کې د چایو سوداګر واحد ګل له افغانستان انټرنشنل پښتو سره په خبرو کې ویلي، چې له تېرو ۳۱ کلونو راهیسې د چایو په سوداګرۍ بوخت دی؛ خو د تورخم لارې تړل کېدو او د اوسني کړکېچ له امله یې کاروبار سخت زیانمن شوی دی. د هغه په وینا، په پېښور او ټوله پښتونخوا کې لویې فابریکې او صنعتونه کم دي له همدې امله د سیمې ډېری خلک په سوداګرۍ او ورته کاروباري فعالیتونو خپل ژوند چلوي. واحد ګل وویل، چې له تېرو څو لسیزو راهیسې له خیبر پښتونخوا سره ناسم چلند کېږي. نوموړي زیاته کړې، دغه صوبه له یوې خوا له امنیتي ستونزو سره مخ ده او له بلې خوا یې د سوداګرۍ لویه برخه له افغانستان سره پر ځمکني ترانسپورټ او تورخم لارې ولاړه ده. هغه وایي، چې د تورخم له تړل کېدو سره نه د پاکستان مالونه افغانستان ته رسېږي او نه له افغانستان نه پاکستان ته سوداګریز توکي راځي چې له امله یې د ده په ګډون د ګڼو سوداګرو کاروبارونه د سقوط له ګواښ سره مخ شوي دي.
واحد ګل وویل، پخوا به یې په یوه ورځ له سهاره تر ماښامه پورې شاوخوا ۵۰ تر ۸۰ کیلوګرامه چای پلورل؛ خو اوس تر ماښامه په هټۍ کې د سودا په تمه ناست وي. د نوموړي په وینا، که افغان کډوال په پاکستان کې پاتې کېږي او که خپل هېواد ته ستنېږي دا جلا موضوع ده؛ خو سوداګري او کاروبار باید ونه تړل شي.
واحد ګل وویل. چې د تورخم لارې له تړل کېدو سره افغان سوداګر او عام خلک هم له ستونزو سره مخ دي او په پاکستان کې سوداګر هم له سخت اقتصادي فشار سره لاس او ګرېوان دي.
هغه زیاته کړه، د دوی پخوانۍ پانګه په کاروبار کې ختمه شوې او اوس اړ دي چې په پور مال وپېري؛ خو د کاروبار د نشتوالي له امله همدغه پورونه هم پر وخت نهشي ورکولی.
نوموړي وویل، چې سوداګر د خپلو کورونو د لګښتونو، د ماشومانو د اړتیاوو او د ورځني ژوند د لګښټونو برابرولو مسوولیت لري؛ که کاروبار او عاید نه وي، نو سوداګر به څنګه وکولای شي خپل کورني لګښتونه پوره کړي؟
د تورخم بندښت او د بیو لوړوالی
سوداګر عظیم الله افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې د چایو د سوداګرۍ دوه لارې وې. یوه دا چې چای په قانوني ډول واردېده او بله دا چې د ټرانزیټي سوداګرۍ له لارې افغانستان ته لېږدول کېده. د هغه په وینا، د افغانستان لپاره د ټرانزیټي سوداګرۍ له بندېدو سره یو اغېز دا و چې په قانوني ډول د وارد شويو چایو پلور زیات شو؛ خو لوی زیان یې دا دی چې د چایو بیې دومره لوړې شوې چې د بېوزلو او منځني قشر د پېرلو توان یې اغېزمن کړی دی.
عظیم الله وویل، چې د تورخم د اوږدې مودې بندېدو په افغانستان کې د پاکستاني چایو بازار هم سخت اغېزمن کړی دی؛ مخکې به پاکستاني سوداګرو چای واردول او افغانستان ته به یې لېږل خو اوس افغان سوداګر له هند څخه په مستقیم ډول چای واردوي. د هغه په وینا، که څه هم افغانستان ته د هندي چایو لېږد نسبتا ډېر وخت نیسي؛ خو افغان سوداګرو بدیله لار پیدا کړې ده. هغه وویل، چې د دغه بدلون له امله یوازې سوداګرو ته نه بلکې ځايي مزدورانو او هټۍوالو ته هم زیان اوښتی دی؛ ځکه افغانستان ته د چایو له سوداګرۍ سره د ګڼ شمېر خلکو روزګار تړلی و.
د هغه په وینا، د تورخم بندښت او د سوداګرۍ په برخه کې د خنډونو له امله له پېښور نه مردان، نوښار، اېبټاباد او نورو سیمو ته هم د چایو لېږد اغېزمن شوی دی. هغه وویل، هغه کس چې مخکې به یې یو کیلو چای اخیست اوس اړ دی چې یوازې یو پاو چای وپېري؛ له دغه وضعیت څخه تر ټولو ډېر عام خلک اغېزمن شوي دي.
عظیم الله وویل، چې په قانوني ډول وارد شوي مالونه هم د ګمرکي چارواکو له بېلابېلو اعتراضونو سره مخ کېږي. هغه ادعا وکړه، چې کله ناکله له سوداګرو څخه په لاره کې هم د پیسو غوښتنه کېږي.
هغه وویل، چې د دغه وضعیت اصلي زیان په پای کې عامو خلکو او سوداګرو ته رسېږي؛ که د یوه سوداګر مال ګمرک یا محکمې ته ولاړ شي، نو کېدای شي څو میاشتې هلته پاتې شي چې له امله یې د مال د خوسا کېدو وېره هم شته.
دغه سوداګر وایي، چې په قانوني ډول کاروبار کوونکي سوداګر له پرلهپسې ستونزو سره مخ دي او له همدې امله لوی سوداګر اړ کېږي چې خپل کاروبار نورو سیمو ته ولېږدوي. د هغه په وینا، ځینې سوداګر لاهور، اسلاماباد او نورو سیمو ته کډه کوي؛ ځکه هلته د کاروبار لپاره نسبتا ښه شرایط برابر دي.
احسان بادشاه وايي، پخوا به په بازار کې د پېرودونکو ګڼه ګوڼه ډېره وه؛ خو اوس وضعیت بدل شوی او په بازار کې د پېرودونکو شمېر نږدې صفر ته رسېدلی دی. د نوموړي په وینا، د کاروبار د کمښت له امله د هټۍوالو لپاره د خپل روزګار دوام هم ډېر ستونزمن شوی دی.
هغه وویل، کله چې کاروبار ښه و د دوکان کرایه او نور لګښتونه به یې په اسانۍ ورکول؛ خو اوس د عاید د نشتوالي له امله د دوکان کرایه او نور ضروري لګښتونه هم نهشي پوره کولی. احسان بادشاه زیاته کړه، چې له تېرو ۲۶ کلونو راهیسې یې په همدې کاروبار کې کار کړی؛ خو د اوسنیو شرایطو په څېر وضعیت یې تر دې مخکې هېڅکله نهدی لیدلی.
د هغه په وینا، په تېرو کلونو کې به که تورخم د کومې ستونزې له امله بند شو نو له یوې اونۍ یا لسو ورځو وروسته به بېرته پرانیستل شو او سوداګریز فعالیتونه به هم عادي حالت ته وګرځېدل؛ خو اوس تورخم شاوخوا ۱۱ میاشتې کېږي چې په دوامداره توګه تړلی دی چې له امله یې د سیمې سوداګري سخته زیانمنه شوې ده.
نوموړي وویل، د کاروبار د خرابېدو له امله اړ شوی چې په خپل دوکان کې کار کوونکي یوشمېر مزدوران هم له دندو لرې کړي؛ ځکه د کاروبار د نشتوالي له امله د هغوی تنخوا او نور لګښتونه ورکول ورته ممکن نه وو.
هغه وویل، اوس د خپل کور او هټۍ کرایه هم نهشي پوره کولی نو په داسې حالت کې د مزدورانو لګښتونه څنګه برابر کړي. احسان بادشاه د پاکستان له حکومته غوښتنه وکړه، چې تورخم دې ژر تر ژره پرانیستل شي.
د افغانستان د تېر جمهوري نظام لوی درستیز جنرال هبتالله علیزی وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د طالبانو پر وړاندې جګړه کړې او د جمهوري نظام سقوط د دې لپاره نه و چې پوځیانو له جګړې ډډه کړې وه.
یونېسف ویلي، دمګړۍ په افغانستان کې څه باندې ۲ اعشاریه ۴ میلیونه نجونې د زدهکړو له دوامه محرومې شوي او تر ۲۰۳۰ کال پورې به دغه شمېر ۴ میلیونو ته ورسېږي.
یونېسف وېره څرګنده کړې، چې د دې حالت دوام په جبري توګه د ودونو تر څنګ په کم عمرۍ کې د نجونو د ودولو لپاره لاره پرانېزي چې د هغوی پر روغتیایي او رواني وضعیت بدې اغېزې لرلی شي.
د دغه سازمان د اټکل له مخې، د دې بندیز له امله به هر کال ۱۶۰۰ میندې د ولادت پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړي او تر ۳۵۰۰ زیات نوي زیږېدلي ماشومان به مړه شي.
د یونېسف اجراییوي مشرې کاتریل رسل ویلي، «پوهنه په ژوند کې یوازې فرصتونه نه برابروي، بلکې نجونې له کم عمره ودونو، خوارځواکۍ او نورو روغتیايي ستونزو څخه هم ساتي».
د دغې ادارې په وینا، ډېرې کورنۍ د فقر او همداراز د زدهکړو یا د کار نشتوالي له امله د کوچنیو لوڼو ودول د ژوند د بقا لاره بولي. ملګرو ملتونو ویلي، چې دې کار د ښځو او ماشومانو پر روغتیا خورا ناوړه اغېزه کړې ده.
د یادې ادارې د اټکل له مخې، په روان ۲۰۲۶ کاله کې به په افغانستان کې د کم عمره مېندو د امېندوارۍ کچه ۴۵ سلنه ډېره شي او د مېندو د مړینې ګواښ به تر ۵۰ سلنې هم لوړ شي.
دغه اداره زیاتوي، هغه نجونې چې له زدهکړو پاتې کېږي، ډېری یې د جبري ودونو او تر واده وروسته په همدې کوچنیوالي کې د امېندوارۍ له ګواښ سره مخ کېږي.