یونېسف ویلي، دمګړۍ په افغانستان کې څه باندې ۲ اعشاریه ۴ میلیونه نجونې د زدهکړو له دوامه محرومې شوي او تر ۲۰۳۰ کال پورې به دغه شمېر ۴ میلیونو ته ورسېږي.
یونېسف وېره څرګنده کړې، چې د دې حالت دوام په جبري توګه د ودونو تر څنګ په کم عمرۍ کې د نجونو د ودولو لپاره لاره پرانېزي چې د هغوی پر روغتیایي او رواني وضعیت بدې اغېزې لرلی شي.
د دغه سازمان د اټکل له مخې، د دې بندیز له امله به هر کال ۱۶۰۰ میندې د ولادت پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړي او تر ۳۵۰۰ زیات نوي زیږېدلي ماشومان به مړه شي.
د یونېسف اجراییوي مشرې کاتریل رسل ویلي، «پوهنه په ژوند کې یوازې فرصتونه نه برابروي، بلکې نجونې له کم عمره ودونو، خوارځواکۍ او نورو روغتیايي ستونزو څخه هم ساتي».
د دغې ادارې په وینا، ډېرې کورنۍ د فقر او همداراز د زدهکړو یا د کار نشتوالي له امله د کوچنیو لوڼو ودول د ژوند د بقا لاره بولي. ملګرو ملتونو ویلي، چې دې کار د ښځو او ماشومانو پر روغتیا خورا ناوړه اغېزه کړې ده.
د یادې ادارې د اټکل له مخې، په روان ۲۰۲۶ کاله کې به په افغانستان کې د کم عمره مېندو د امېندوارۍ کچه ۴۵ سلنه ډېره شي او د مېندو د مړینې ګواښ به تر ۵۰ سلنې هم لوړ شي.
دغه اداره زیاتوي، هغه نجونې چې له زدهکړو پاتې کېږي، ډېری یې د جبري ودونو او تر واده وروسته په همدې کوچنیوالي کې د امېندوارۍ له ګواښ سره مخ کېږي.
یورېشیا ریویو په یوه تحلیلي مقاله کې وایي، د طالبانو له واکمنۍ پنځه کاله وروسته له هم افغانستان له سیاسي انزوا، ټولنیزو محدودیتونو او د بشري حقونو له اندېښنو سره مخ دی او د ښځو او نجونو پر زدهکړو او کار محدودیتونه د طالبانو د حکومت د نړیوال مشروعیت پر وړاندې له اساسي خنډونو دي.
سرور د ښځو او نجونو پر زدهکړو، کار، تګ راتګ او په عامه ژوند کې پر ګډون محدودیتونو ته په اشارې ویلي چې دا محدودیتونه یوازې د بشري حقونو موضوع نه ده، بلکې د افغانستان د راتلونکي اقتصادي، ټولنیز او سیاسي پرمختګ لپاره هم جدي ستونزه ده.
هغې ویلي: «یو هېواد هغه مهال اقتصادي، ټولنیز او سیاسي پرمختګ نه شي کولی چې د نفوس نیمایي برخه یې په بشپړ ډول له ملي ژوند څخه له ګډون کولو منع وي.»
سرور زیاتوي چې د طالبانو محدودیتونه د ښځو له حقونو ور هاخوا هم غځېدلي او د خبریالانو، د بشري حقونو د مدافعانو او مدني ټولنې پر فعالیتونو فشارونه د حسابورکونې بهیر کمزوری کړی دی.
د مقالې له مخې، د طالبانو د حکومت بله مهمه ستونزه د سیاسي جوړښت غیر ټولشموله والی دی. نوموړې وايي، طالبان د پراخ سیاسي بهیر له لارې نه، بلکې د پوځي ځواک له لارې واک ته رسېدلي او د هېواد سیاسي واک لا هم د طالبانو د مشرتابه په لاس کې متمرکز دی.
سرور ټینګار کړی چې «د خاورې کنټرول له مشروعیت سره یو شی نه دی» او مشروع حکومت باید د خلکو استازیتوب، اساسي حقونه، حسابورکونه او په عامه چارو کې د ګډون زمینه برابره کړي.
نوموړې د کاناډا او اسټرالیا دریځونو ته په اشارې ویلي، دغه هېوادونه د طالبانو له نړیوال عادي کېدو سره د بشري حقونو او ټولشموله حکومتولۍ موضوع تړلې بولي او د طالبانو پر ځینو چارواکو یې بندیزونه او د سفر محدودیتونه هم ساتلي دي.
سرور همداراز د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د ترهګرو ډلو فعالیتونه او د افغانستان د خاورې د احتمالي استفادې موضوع لا هم د نړیوالې ټولنې لپاره د اندېښنې وړ ده.
هغې خبرداری ورکړی چې د افغانستان ناامني یوازې کورنۍ پایلې نه لري، بلکې د کډوالۍ، نشهیي توکو، ترهګرۍ او پولو د باندې وسلهوالو فعالیتونو له لارې پر پاکستان، ایران، د منځنۍ اسیا هېوادونو او نورو سیمو هم اغېز کولی شي.
خو سرور ټینګار کوي چې یوازې نړیواله انزوا د افغانستان ستونزې نه شي حلولی او نړیواله ټولنه باید له یوه لوري پر طالبانو د بشري حقونو په برخه کې فشار وساتي او له بلې خوا ډاډ ترلاسه کړي چې بشري مرستې افغانانو ته رسېږي.
د نوموړې په باور، د طالبانو پر وړاندې اساسي پوښتنه دا ده چې ایا دغه ډله کولای شي له «زور پر بنسټ واکمنۍ» څخه داسې حکومتولۍ ته واوړي چې پر مشروعیت ولاړه وي.
سرور ویلي: «امنیت له ازادۍ پرته نازک دی، ثبات له ټولشمولیت پرته لنډمهالی دی او حاکمیت له حسابورکونې پرته د تلپاتې سولې ضمانت نه شي کولی.»
نوموړې په پای کې لیکلي چې که طالبان د افغانستان لپاره نړیواله پېژندنه او دوامداره راتلونکی غواړي، باید د ټولو افغانانو حقونه خوندي، د سیاسي ګډون زمینه برابره او د افغانستان خاوره د ترهګرۍ د مرکز له ګرځېدو څخه خوندي کړي.
سوداګر عظیم وویل، د لارې تر تړل کېدو مخکې به یې هره میاشت شاوخوا ۸۰زره چرګوړي افغانستان ته صادرول؛ خو د ځمکنۍ لارې له بندښت وروسته دغه کاروبار نږدې په بشپړه توګه په ټپه درېدلی دی، د لارې تر بندښت وروسته شاوخوا ۸۰زره چرګوړي لهمنځه تللي چې له امله یې سوداګرو ته دروند مالي زیان واوښت.
د چرګانو فارم لرونکي هم له ستونزو سره مخ دي
که څه هم د ډیورنډ کرښې د تړل کېدو له امله په پاکستان کې د چرګانو غوښه اوس د پخوا پرتله په ټیټه بیه پلورل کېږي؛ خو د چرګانو فارم لرونکي او د دغه صنعت نور کارکوونکي له اوسني وضعیت ناخوښه دي.
د پېښور د چرګانو د یوه فارم مالک محمد سلیم افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې افغانستان ته د چرګوړو د لېږد بندېدو د چرګانو د تولید ټوله لړۍ اغېزمنه کړې ده. د چرګوړو د غوښتنې کمېدو له امله ګڼ کاروباریان اړ شوي چې خپل تولید کم یا په ځینو مواردو کې په بشپړه توګه ودروي.
د نوموړي په وینا، مخکې به د دوی تولید د پاکستان او افغانستان په دوو بېلابېلو بازارونو کې وېشل کېده؛ خو اوس چې چرګوړي افغانستان ته نه ځي د تولید ډېره برخه یوازې په پاکستاني بازار کې پاتې کېږي او کورنی بازار دومره تقاضا نهلري.
محمد سلیم وویل، د دغه صنعت له ستونزو یوازې سوداګر نهدي اغېزمن شوي؛ بلکې فارم لرونکي، د دوی کارکوونکي، موټر چلوونکي، هټۍوال او زرګونه نور کسان هم له دغه کاروبار سره تړلي دي.
هغه له حکومته وغوښتل، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګریزې لارې بېرته پرانیستل شي؛ څو د چرګانو په ګډون د نورو توکو سوداګري هم عادي حالت ته وګرځي.
د چرګانو ټېټې بیې
د پېښور د چرګانو یو پلورونکي احسان افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو لارو تړل کېدو له امله په پاکستان کې د چرګانو عرضه زیاته شوې او په پایله کې یې بیې د پام وړ ټیټې شوې دي.
د دغه صنعت فعالان وايي، که څه هم د چرګانو د بیو له کمښت څخه عامه خلکو ته ګټه رسېږي؛ خو د اوږدې مودې لپاره ټیټې بیې د فارم لرونکو او سوداګرو لپاره د زیان لامل ګرځي، ځکه چې د چرګانو د خوراک، درملو، برېښنا، کارګرو او نورو تولیدي لګښتونو کچه لا هم لوړه ده.
دوی ټینګار کوي، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو لارو پرانیستل به نه یوازې د دغه صنعت ستونزې راکمې کړي؛ بلکې له دغه صنعت سره د تړلو زرګونه کسانو کاروبارونه او روزګارونه به هم بېرته فعال کړي.