• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
کلتور او ټولنه

په برلین کې د افغانستان د ترکمني کلتور ورځ ونمانځل شوه

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۳۷ GMT+۱

د افغانستان یو شمېر فرهنګپالو، د پوهنتون استادانو، مدني فعالانو او د ترکمنانو د ټولنې غړو د جرمني په برلین ښار کې د لومړي ځل لپاره د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ترکمني کلتور ورځ ونمانځله.

دغه مراسم د یکشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲۱مه، د افغانستان د بېلابېلو قومونو د غړو او مېلمنو په ګډون ترسره شول. د دغې غونډې موخه د ترکمنانو د فرهنګي میراث معرفي کول، د تاریخي او فرهنګي ارزښتونو ساتنه او د افغانستان د قومونو ترمنځ د ګډ ژوند او متقابل درناوي پیاوړتیا بلل شوې ده.

په دې مراسمو کې ویناوالو د افغانستان د فرهنګي تنوع پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل چې د ترکمنانو کلتور د هېواد د ګډ فرهنګي میراث مهمه برخه ده او ساتنه او معرفي یې د خلکو ترمنځ د متقابل پوهاوي او یووالي د پیاوړتیا لامل ګرځي.

ګډونوالو د ترکمنانو د کلتور د ځایگاه، د ټولنیز هویت په جوړولو کې د هغه د رول او راتلونکو نسلونو ته د فرهنګي ارزښتونو د لېږد پر اهمیت بحث او د نظرونو تبادله وکړه.

په مراسمو کې د ترکمني کلتور بېلابېلې برخې، لکه د غالیو اوبدل، لاسي صنایع، دودیزه موسیقي، محلي جامې او د اسونو پالنې دود هم نندارې ته وړاندې شول.

ویناوالو د افغانستان په فرهنګي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې د ترکمنانو ونډه مهمه وبلله او د دې ټولنې د ځوانانو پر زده‌کړو، علمي پرمختګ او د هېواد په پرمختګ کې د فعال ګډون پر اړتیا یې ټینګار وکړ.

د مراسمو جوړوونکو ویلي، د ترکمني کلتور د ورځې نمانځل د افغانستان د فرهنګي تنوع د یوې مهمې برخې د معرفي کولو او د قومونو ترمنځ د متقابل درناوي او همغږۍ د پیاوړتیا لپاره ښه فرصت دی.

ډېر لیدل شوي

افغانستان ته د ایران صادرات لږ تر لږه ۲۵ سلنه کم شوي
۱

افغانستان ته د ایران صادرات لږ تر لږه ۲۵ سلنه کم شوي

۲

جګپوړی امریکایي ډېپلوماټ: موږ فکر نه کاوه چې ۲۰ کاله به په افغانستان کې پاتې شو

۳
معلومات او ټېکنالوژي

د ایفون ۱۸ماډلونه؛ اپل د پاسپورټ په څېر خپل لومړنی تاوېدنکی ایفون هم معرفي کړ

۴

فرمان یوسفزی رانا ثناالله ته؛ د بل کور ته د ډبرو غورځوونکي باید د ګلونو تمه ونه لري

۵

هرات کې د یوه ځوان وژنه؛‌د طالبانو د امنیت امر وايي هر ږیره‌ور او لونګۍ والا طالب ‌نه‌دی

•
•
•

نور خبرونه

د المپ غره په لمنو کې د لرغوني یونان د خدایانو د عبادت دود لا هم ژوندی دی

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۲۰ GMT+۱
100%

د یونان د المپ غره په لمنو کې د مشعلونو رڼا، د لرغونو مذهبي سرودونو غږ او د دودیزو یوناني جامو رنګونه یو ځل بیا د زرګونو کلونو پخوانی تاریخ راژوندی کړ. سلګونه کسان د «پرومیتیا» د ۳۱مې کلنۍ جشنوارې د نمانځنې لپاره راټول شوي و.

«پرومیتیا» هغه مراسم دي چې د لرغوني یونان د دین پیروان یې هر کال د خپلو پخوانیو باورونو د درناوي لپاره ترسره کوي.

ګډونوالو د لرغوني یونان د خلکو په څېر سپینې او دودیزې جامې اغوستې وې، په لاسونو کې یې بل مشعلونه نیولي وو، مذهبي سرودونه یې ویل، اورونه یې بلول او د زیوس، هېرا، پوسایدون او نورو اساطیري خدایانو په نوم یې دعا او عبادت کاوه.

100%

د مراسمو یوه ګډونواله وایي، د الیمپ غر ځکه د دې جشنوارې لپاره ځانګړی ارزښت لري چې د لرغوني یونان خلک طبیعت سپېڅلی ګاڼه او باور یې درلود چې رښتینی معبد د انسان په لاس جوړه شوې ودانۍ نه، بلکې خپله طبیعت دی.

هغې وویل: «دا جشنواره د یوناني هویت او کلتور جشن دی. موږ خپلو خدایانو ته عبادت کوو او طبیعت هم درنوو، ځکه دواړه زموږ د باور برخه دي».

100%

خو د دې جشنوارې تنظیموونکي ټینګار کوي چې دا یوازې د پخوانیو دودونو ننداره یا تاریخي تمثیل نه دی. د ډېرو ګډونوالو لپاره دا ژوندي مذهبي مراسم دي. هغوی باور لري چې د لرغوني یونان خدایان لا هم شتون لري او انسان د دعا، عبادت او طبیعت ته د درناوي له لارې ورسره معنوي اړیکه ټینګولای شي.

د دې جشنوارې ډېری ګډونوال د «هېلېنیزم» او «دودېکاتېېزم» پیروان دي، هغه دین چې د الیمپ د دولسو خدایانو عبادت کوي.

څو خداییز دین له زرګونو کلونو راهیسې د لرغوني یونان د خلکو اصلي باور و، خو د مسیحیت له خپرېدو وروسته یې نفوذ ورو ورو کم شو او نږدې له منځه ولاړ. له اوږدو هڅو وروسته، د یونان حکومت په ۲۰۱۷ کال کې دې دین ته د رسمي پېژندل شوي مذهب حیثیت ورکړ او پیروانو ته یې اجازه ورکړه چې خپل مذهبي مراسم په قانوني ډول ترسره کړي.

یو بل ګډونوال وایي: «موږ یوازې د دولسو خدایانو عبادت نه کوو، بلکې باور لرو چې طبیعت له الهي ځواک ډک دی. موږ ځانونه د طبیعت برخه بولو او هڅه کوو خپل ذهن او روح له خپلو خدایانو سره نږدې کړو».

100%

که څه هم په یونان کې د دې دین د پیروانو شمېر ډېر نه دی، خو د «پرومیتیا» جشنواره هر کال پراخېږي او له یونان سربېره د نورو هېوادونو پیروان هم پکې ګډون کوي.

100%

د دوی لپاره المپ یوازې یو غر نه دی؛ دا د لرغوني یونان د تمدن، کلتور او مذهبي باورونو یو ژوندی سمبول دی، هغه ځای چې د زرګونو کلونو له تېرېدو وروسته هم د پخوانیو خدایانو د عبادت دود پکې ژوندی پاتې دی.