وال سټریټ ژورنال: ایران غواړي د هرمز تنګي نفوذ پراخه کړي

د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، ایران د هرمز تنګي پر سر د خپل نفوذ او کنټرول د پیاوړتیا هڅه کوي او دا موضوع د بندیزونو د کمېدو په پرتله ستراتیژیک لومړیتوب ګڼي.

د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، ایران د هرمز تنګي پر سر د خپل نفوذ او کنټرول د پیاوړتیا هڅه کوي او دا موضوع د بندیزونو د کمېدو په پرتله ستراتیژیک لومړیتوب ګڼي.
راپور زیاتوي چې تهران ځان د وروستۍ جګړې بریالی ګڼي او باور لري چې د هرمز تنګي د کنټرول او د فارس خلیج پر اقتصاد د نفوذ له لارې به وکولای شي په منځني ختیځ کې نوی سیمهییز نظم رامنځته کړي.
د ایران د پارلمان د ملي امنیت کمېسیون مشر ابراهیم عزیزي ویلي، «د هرمز تنګي نوی نظم باید د ایران پر محور ومنل شي.» د ایران د پارلمان ریس محمدباقر قالیباف هم ویلي، «هرمز تنګی به یوازې د ایران د ترتیباتو له مخې پرانیستی وي، نه د امریکا د ګواښونو له لارې.»
راپور خبرداری ورکوي چې دغه تګلاره ښايي د سیمې لپاره له دوامدارو تاوتریخوالو، د نړیوالو انرژۍ بازارونو له بېثباتۍ او د فارس خلیج پر هېوادونو د احتمالي نویو بریدونو له خطر سره مل وي.
د کارنیګي په نوم د سولې نړیوال بنسټ د ایران د چارو شنونکي کریم سجادپور د راپور له مخې ویلي، ایران له جګړې دا پایله اخیستې چې امتیازات د فشار او زور له لارې ترلاسه کېدای شي، د ګاونډیو هېوادونو پر ضد د اقداماتو، د هرمز تنګي د ګواښ او د نفتو د بیو د لوړولو په وسیله.
د راپور له مخې، تهران د فارس خلیج د نفتو شتمن هېوادونه د خپل طبیعي نفوذ ساحه ګڼي او هڅه کوي د هرمز تنګي د کنټرول په بنسټ په سیمه کې خپل نفوذ لا بنسټیز کړي. راپور زیاتوي چې د خلیج هېوادونه نه یوازې د نفتو او ګازو د صادراتو، بلکې د ګڼو نورو حیاتي توکو د لېږد لپاره هم پر هرمز تنګي تکیه لري.
راپور همداراز یادونه کوي چې د ایران د مذهبي مشر علي خامنهیي د جنازې په مراسمو کې د سعودي عربستان، قطر او عمان چارواکو ګډون د تهران او د خلیج د ځینو هېوادونو د اړیکو د بدلېدونکي وضعیت یوه نښه بلل شوې ده.
.