د کابل یو اوسېدونکی: طالبانو پلچرخي زندان کې بندیانو ته د کورنیو له لوري ډوډۍ وړل منع کړي

د کابل یوه اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته په یوه رالېږلي پیغام کې ادعا کړې، چې طالبانو په دې وروستیو کې د کورنیو له لوري په پلچرخي زندان کې خپلو بندیانو ته د ډوډۍ وړل منع کړي دي. یاد کس مدعي شوی، چې طالبان هم ټوله ورځ کې یوازې یوه ډوډۍ بندیانو ته ورکوي، چې په وینا یې، کافي نهده
د کابل یوه اوسېدونکي چې ۱۸ کلن ورور یې له څو کلونو راهیسې په پلچرخي زندان کې بندي دی، افغانستان انټرنشنل- پښتو ته په یوه رالېږلي پیغام کې ویلي، په دې وروستیو کې د طالبانو له لوري پر زندانیانو هر ډول فشار او په ځانګړې توګه روحي او رواني فشارونه ډېر شوي دي.
هغه ادعا کړې، طالبانو «ان زندانیانو ته د ډوډۍ وړل هم منع کړي دي. او دوی هم په ټوله ورځ کې یو ځلي او هغه هم یوه ډوډۍ ورکوي».
دغه کس د خپل ورور د جرم د څرنګوالي او همداراز د بند مودې د څومرهوالي په تړاو څه وضاحت نهدی ورکړی، خو زیاته کړې یې ده: «ورور مې لا ماشوم وو، چې هغوی [طالبانو] بندي کړ. اوس یې رواني ستونزې پیدا کړي دي».
هغه همداراز څرګنده کړې، چې یو عادي انسان باید په ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۳ ځلي خوراک وکړي او که په کافي اندازه یو ځل هم وي، ښه ده، نه یوازې یوه ډوډۍ.
نوموړي په ډاګه کړې: «دا پر زندانیانو ظلم دی او هم یې د کورنیو زړونه سوري سوري کوي».
د یادونې وړ ده، چې دا یوازې د کابل د یوه اوسېدونکي روایت دی او افغانستان انټرنشنل- پښتو یې په خپلواکه توګه نه تاییدوي.
