• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جرمني اوکراین ته د ۵۰ زره بریدګرو ډرونونو د پېرلو لګښت ور کوي

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۲۱ GMT+۱تازه شوی: ۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۴۶ GMT+۱

رویټرز ته یوې سرچینې ویلي، چې جرمني د اوکراین لپاره د ۵۰ زره بریدګرو ډرونونو د پېرلو لګښت ور کوي. د راپور له مخې، د دغه قرارداد ارزښت شاوخوا ۹۰ میلیونه یورو دی او د اوکراین د سکای فال شرکت جوړ شرایک ډرونونه پکې شامل دي.

د رویټرز د راپور له مخې، دغه بریدګر ډرونونه د امریکا د «اوټیریون» شرکت په داسې سافټویر سمبال دي چې د الوتنې په وروستي پړاو کې خوځنده هدفونه په خپلواکه توګه تعقیبوي او پرې برید کوي.

د اوټیریون اجراییه رییس لورېنز مایر د قرارداد کچه تایید کړې او ویلي یې دي چې ارزښت یې شاوخوا ۹۰ میلیونه یورو دی. د هغه په وینا، د ډرونونو یوه برخه لا اوکراین ته سپارل شوې او پاتې به یې د روان کال تر پایه ولېږدول شي.

د «سکایفال» شرکت د جرمني ګډون تایید کړی، خو د قرارداد د جزییاتو له څرګندولو یې ډډه کړې ده. د جرمني او اوکراین دفاع وزارتونو هم په دې اړه له تبصرې کولو ډډه کړې ده.

بریتانیا هم تېره میاشت اعلان کړی و چې د ۷۵۲ میلیونه پونډو د مرستو د کڅوړې په چوکاټ کې به سږ کال اوکراین ته ۱۵۰ زره ډرونونه ورکړي.

ترویج لرونکی

هند د افغانانو لپاره د ۱۰۰۰ انلاین تحصیلي بورسونو نوملیکنه پیلوي
۱

هند د افغانانو لپاره د ۱۰۰۰ انلاین تحصیلي بورسونو نوملیکنه پیلوي

۲

جمعه‌خان فاتح له طالبانو سره د وفادارۍ تر اعلان وروسته درواز ته ستون شو

۳

خالد حنفي ادعا: پخواني حکومت دیني ارزښتونه بدنامول او په بګرام کې یې ښځې بندیانې کړې وې

۴

د ټي‌ټي‌پي شورا غړی: پاکستان د خپلو ناکامیو د پټولو لپاره پر ګاونډيو هېوادونو تورونه لګوي

۵

سمیع سادات: د طالبانو ماتول او د افغانستان د ازادۍ یوازینۍ لاره «جګړه» ده

•
•
•

نور کیسې

زيلېنسکي د اوکراین د لومړۍ وزیرې د بدلولو وړاندیز کړی

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۰۷ GMT+۱
 زيلېنسکي د اوکراین د لومړۍ وزیرې د بدلولو وړاندیز کړی
100%

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي اعلان وکړ چې د دغه هېواد د لومړۍ وزیرې یولیا سوېریډینکو د بدلولو وړاندیز یې کړی دی. نوموړي وویل چې دا پرېکړه په حکومت کې د نوې سیاسي تګلارې د پلي کولو لپاره شوې ده.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د یکشنبې په ورځ د خپلې لومړۍ وزیرې د راتلونکې دندې یا د هغې د ځایناستي په اړه نور جزییات ورنه‌کړل، خو زیاته یې کړه چې د قانون پلي کوونکو ادارو په مشرتابه کې به هم بدلونونه راشي.

د اوکراین د اپوزیسیون یوه استازي یاروسلاف ژلیزنیاک پر ټیلیګرام لیکلي چې اټکل کېږي یولیا سوېریډینکو په واشنګټن کې د اوکراین د نوې سفیرې په توګه وټاکل شي.

د هغه په وینا، د لومړۍ وزیرې په لرې کېدو سره به په کابینه کې پراخ بدلونونه راشي، ځکه د اوکراین د قوانینو له مخې د لومړي وزیر استعفا د ټول حکومت د مستعفي کېدو په مانا ده او دا چاره د پارلمان تایید ته اړتیا لري.

یولیا سوېریډینکو د ۲۰۲۵ کال په جولای میاشت کې د اوکراین د لومړۍ وزیرې په توګه ټاکل شوې وه.

د اوکراین د پارلمان غړي وایي چې د هغې د احتمالي ځایناستو په توګه د انرژۍ وزیر دینیس شمیهال، د دفاع وزیر میخایلو فیدوروف او د نفتو او ګازو د دولتي شرکت مشر سرهي کورتسکي نومونه تر بحث لاندې دي.

د قطر پخوانی امیر شیخ حمد بن خلیفه ال ثاني ومړ

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۷:۲۶ GMT+۱
د قطر پخوانی امیر شیخ حمد بن خلیفه ال ثاني ومړ
100%

قطر دولتي خبري اژانس (قنا) خبر ورکړی چې د دغه هېواد پخوانی امیر شیخ حمد بن خلیفه ال ثاني د یکشنبې سهار د(چنګاښ ۲۱مه) د ۷۴ کلونو په عمر وفات شو.

شیخ حمد له ۱۹۹۵ کال څخه تر ۲۰۱۳ کال پورې د قطر امیر و. نوموړي له ۱۸ کلنې واکمنۍ وروسته د ۲۰۱۳ کال په جون کې له واکه لاس واخیست او د امارت مقام یې خپل زوی شیخ تمیم بن حمد ال ثاني ته وسپاره.

د شیخ حمد د واکمنۍ پر مهال قطر د انرژۍ، رسنیو او اقتصاد په برخو کې پراخې پانګونې وکړې. په همدې دوره کې د الجزیرې خبري شبکې بنسټ کېښودل شو او قطر په نړیواله کچه خپل حضور او پانګونې پراخې کړې.

قطر په ۲۰۲۲ کال کې د فوټبال نړیوال جام کوربه و او په وروستیو کلونو کې یې د افغانستان په ګډون د یو شمېر سیمه‌ییزو او نړیوالو موضوعاتو په تړاو د منځګړي رول هم لوبولی دی.

ایران: د کویټ او بحرین کې مو د امریکا پر پوځي تاسیساتو د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه کړي

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۴۱ GMT+۱
ایران: د کویټ او بحرین کې مو د امریکا پر پوځي تاسیساتو د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه کړي
100%

د ایران سياه پاسداران ځواکونو ویلي، چې په کویټ او بحرین کې د امریکا پر پوځي تاسیساتو د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي. تهران دا اقدام د امریکا د «دوامداره بریدونو» په غبرګون کې بللی او د نورو بریدونو د دوام خبرداری یې ورکړی دی.

د ایران د پوځ د عامه اړیکو د خبرپاڼې له مخې، د ایران پوځ د امریکا پر پوځي مرکزونو د بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو نوې څپه پیل کړې ده.

د ایران پوځ ادعا کړې چې په کویټ کې یې د امریکا د پوځي ځواکونو د «پېټریوت» دفاعي سیستم، د مهماتو زېرمتون او راداري مرکزونه په نښه کړي دي.

د ایران د پوځ په وینا، په یوه بله بېله حمله کې د بحرین په خاوره کې د امریکا د پوځ د مخابراتي سیستم او راداري مرکز هم هدف ګرځول شوی دی.

د ایران پوځ په خبرپاڼه کې ویلي: «د سیمې د ناامنۍ او د دغو اقداماتو پایلې به د امریکا او اسراییلو پر غاړه وي. که دا بریدونه تکرار شي، سختو ځوابونو ته به مخه کړو.»

تر اوسه د امریکا، کویټ او بحرین چارواکو د ایران د دغو ادعاوو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.

وال سټریټ ژورنال: ایران غواړي د هرمز تنګي نفوذ پراخه کړي

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۳۷ GMT+۱
وال سټریټ ژورنال: ایران غواړي د هرمز تنګي نفوذ پراخه کړي
100%

د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، ایران د هرمز تنګي پر سر د خپل نفوذ او کنټرول د پیاوړتیا هڅه کوي او دا موضوع د بندیزونو د کمېدو په پرتله ستراتیژیک لومړیتوب ګڼي.

راپور زیاتوي چې تهران ځان د وروستۍ جګړې بریالی ګڼي او باور لري چې د هرمز تنګي د کنټرول او د فارس خلیج پر اقتصاد د نفوذ له لارې به وکولای شي په منځني ختیځ کې نوی سیمه‌ییز نظم رامنځته کړي.

د ایران د پارلمان د ملي امنیت کمېسیون مشر ابراهیم عزیزي ویلي، «د هرمز تنګي نوی نظم باید د ایران پر محور ومنل شي.» د ایران د پارلمان ریس محمدباقر قالیباف هم ویلي، «هرمز تنګی به یوازې د ایران د ترتیباتو له مخې پرانیستی وي، نه د امریکا د ګواښونو له لارې.»

راپور خبرداری ورکوي چې دغه تګلاره ښايي د سیمې لپاره له دوامدارو تاوتریخوالو، د نړیوالو انرژۍ بازارونو له بې‌ثباتۍ او د فارس خلیج پر هېوادونو د احتمالي نویو بریدونو له خطر سره مل وي.

د کارنیګي په نوم د سولې نړیوال بنسټ د ایران د چارو شنونکي کریم سجادپور د راپور له مخې ویلي، ایران له جګړې دا پایله اخیستې چې امتیازات د فشار او زور له لارې ترلاسه کېدای شي، د ګاونډیو هېوادونو پر ضد د اقداماتو، د هرمز تنګي د ګواښ او د نفتو د بیو د لوړولو په وسیله.

د راپور له مخې، تهران د فارس خلیج د نفتو شتمن هېوادونه د خپل طبیعي نفوذ ساحه ګڼي او هڅه کوي د هرمز تنګي د کنټرول په بنسټ په سیمه کې خپل نفوذ لا بنسټیز کړي. راپور زیاتوي چې د خلیج هېوادونه نه یوازې د نفتو او ګازو د صادراتو، بلکې د ګڼو نورو حیاتي توکو د لېږد لپاره هم پر هرمز تنګي تکیه لري.

راپور همداراز یادونه کوي چې د ایران د مذهبي مشر علي خامنه‌یي د جنازې په مراسمو کې د سعودي عربستان، قطر او عمان چارواکو ګډون د تهران او د خلیج د ځینو هېوادونو د اړیکو د بدلېدونکي وضعیت یوه نښه بلل شوې ده.

.

امریکا: په هرمز تنګي کې پر سوداګریزې بېړۍ د برید وروسته مو پر ایران نوي بریدونه کړي

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۳۳ GMT+۱
امریکا: په هرمز تنګي کې پر سوداګریزې بېړۍ د برید وروسته مو پر ایران نوي بریدونه کړي
100%

د امریکا مرکزي قومندانۍ (سینټکام) ویلي، د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواکونو له لوري د هرمز تنګي له لارې پر روانې قبرسۍ کانټینري بېړۍ تر برید وروسته، امریکايي ځواکونو د ایران پر ضد د روانې اوونۍ درېیم پړاو بریدونه پیل کړي دي.

د امریکا مرکزي قومندانۍ په یوه بیان کې ویلي، چې د امریکا پر وخت د ماښام په ۷:۱۵ بجو یې ځواکونه وروسته له هغې پر ایران د بریدونو درېیم پړاو پیل کړ، چې د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواکونو د هرمز تنګي له لارې پر روانې د قبرس بیرغ لرونکې کانټینري بېړۍ M/V JFS Galaxy برید وکړ.

د سنټکام د معلوماتو له مخې، په دې برید کې د بېړۍ یو ملکي عمله‌غړی ورک شوی او بېړۍ د عرشې د اورلګېدنې او د انجن خونې د پراخ زیان له امله د خپل سفر د دوام وړتیا له لاسه ورکړې ده.

سنټکام ادعا کړې چې ایران تر دې مخکې هم پر سوداګریزو بېړیو د بریدونو مسول بلل شوی و او «د تفاهم یادښت ته د ژمنتیا د ښودلو لپاره یو بل فرصت هم ورکړل شو، خو بیا هم په دې برخه کې پاتې راغی.»

د امریکا مرکزي قومندانۍ زیاته کړې: «متحده ایالات به د هغو بریدیزو وړتیاوو په کمزوري کولو سره، چې ایران یې د ملکي سمندري کارکوونکو او سوداګریزو بېړیو پر ضد کاروي، پر تهران دروند لګښت تحمیل کړي.»

سنټکام ویلي، دغه بریدونه د امریکا د وسله‌والو ځواکونو د اعلی سرقوماندان په امر ترسره کېږي.