• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د ایران او منځني ختیځ کړکېچ

ایرانی چارواکی: د امریکا د بریدونو د احتمالي زیانونو ارزونه په اتو ښارونو کې روانه ده

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۴۸ GMT+۱

د ایران د خوزستان ولایت د والي امنیتي او انتظامي مرستیال ولي‌الله حیاتي، ویلي چې د دوشنبې سهار وختي د امریکا د بریدونو پر مهال د دغه ولایت په اتو ښارونو کې یو شمېر سیمې په نښه شوې او د احتمالي زیانونو ارزونه لا هم دوام لري.

حیاتي د ایران دولتي خبري اژانس (ایرنا) ته ویلي، چې د اهواز، امیدیه، ماهشهر، بهبهان، دزفول، اندیمشک، آبادان او د شادګان شاوخوا سیمې د امریکايي توغندیو هدف ګرځېدلې دي.

هغه زیاته کړې، په اهواز کې د ښار له محدوده بهر دوه ځایونه لګېدلي او هغه راپورونه یې رد کړي چې ګواکې د اهواز هوايي ډګر په نښه شوی دی.

د نوموړي په وینا، په اندیمشک کې یو ځای، په بهبهان او دزفول کې څو سیمې، په امیدیه او ماهشهر کې څلور ځایونه او همدارنګه په آبادان او د شادګان په شاوخوا کې یو شمېر نورې سیمې هم د بریدونو هدف ګرځېدلې دي.

د خوزستان د والي امنیتي مرستیال ویلي، اړوندې ادارې د احتمالي زیانونو د ارزونې او د زیانمنو سیمو د څېړنې په حال کې دي او د لومړنیو ارزونو له بشپړېدو وروسته به نور جزییات هم له رسنیو سره شریک شي.

ترویج لرونکی

هند د افغانانو لپاره د ۱۰۰۰ انلاین تحصیلي بورسونو نوملیکنه پیلوي
۱

هند د افغانانو لپاره د ۱۰۰۰ انلاین تحصیلي بورسونو نوملیکنه پیلوي

۲

طالبانو د شرکتونو، روغتونونو او افرادو پر عوایدو د مالیاتو کمولو اعلان کړی

۳

د نجونو زده‌کړو پلوی ګوښه شوی چارواکی له ۹ میاشتو وروسته د طالبانو یوې غونډه کې راڅرګند شو

۴

په هرات کې د طالبانو محدودیتونو بازارونه او اقتصادي فعالیتونه ساړه کړي

۵

طالب ډېپلوماټ: افغانستان داخلي اتحاد او نړۍ سره له ټکره ژغورل غواړي

•
•
•

نور کیسې

اسوشیټډ پرېس: امریکايي ځواکونو د سپاه پاسداران پوځي اهداف په نښه کړي

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۱۴ GMT+۱
اسوشیټډ پرېس: امریکايي ځواکونو د سپاه پاسداران پوځي اهداف په نښه کړي
100%

سوشیټډ پرېس خبري اژانس د یوه امریکايي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې امریکایي ځواکونو په خپلو وروستیو بریدونو کې د ایران د سپاه پاسداران اړوند توغندیز سیسټمونه، د هوايي دفاع تجهیزات او پوځي بېړۍ په نښه کړې دي.

د راپور له مخې، دغه امریکايي چارواکي ویلي چې د بریدونو اصلي موخه د سپاه پاسداران هغه پوځي وړتیاوې وې چې د توغندیو، هوايي دفاع او سمندري عملیاتو لپاره کارول کېږي.

تر اوسه امریکايي چارواکو د بریدونو د ځای، د زیانونو د کچې او یا د احتمالي مرګ‌ژوبلې په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي.

د ایران له لوري هم د دغو بریدونو په اړه رسمي غبرګون نه دی څرګند شوی.

دا راپور داسې مهال خپرېږي چې په سیمه کې د امریکا او ایران ترمنځ پوځي او امنیتي کړکېچ لا هم دوام لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي د پراخېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

سېنټکام: امریکايي ځواکونو پر ايران نور بريدونه هم کړي دي

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۳۵ GMT+۱
سېنټکام: امریکايي ځواکونو پر ايران نور بريدونه هم کړي دي
100%

د امریکایي ځواکونو مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) ويلي، د ايران پر وخت د مازدیګر په ۵ بجو، د امریکا د مرکزي قوماندانۍ ځواکونو پر ایراني نظام بریدونه پیل کړي دي.

سېنټکام د يوې خبر پاڼې په خپرولو سره وويل، دا بریدونه د دې لپاره پيل کړل شوي چې د ايران لخوا د «هرمز په تنګي کې پر ملکي بېړيو چلوونکو او سوداګریزو بېړیو باندې په ازاده توګه» کوم بريدونه کيږي، د هغې وړتيا راکمه کړل شي.

د خبر پاڼې له مخې، دغه بريدونه د اعلی سر قوماندان پر لارښوونه ترسره کړل شوي دي.

له دې وړاندې د امریکا مرکزي قومندانۍ د ایران پر وخت د یکشنبې په سهار وختي په روانه اونۍ کې پر ایران درېیم پړاو بریدونو خبر ورکړی و.

دغې قومندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي و، دغه بریدونه وروسته له هغې پیل شول چې د ایران سپاه پاسداران په هرمز تنګي کې د قبرس بیرغ لرونکې بېړۍ په نښه کړه.

انتونیو ګوترېش: تهران او واشنګټن دې خپل پاتې اختلافونه د ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۰۸ GMT+۱
انتونیو ګوترېش: تهران او واشنګټن دې خپل پاتې اختلافونه د ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي
100%

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټرېش د فارس خلیج په سیمه کې د کړکېچ د زیاتېدو او د پوځي نښتو د بیا پیل په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او له ایران او امریکا یې غوښتي چې ژر تر ژره خبرو ته بېرته راستانه شي.

ګوټرېش د یکشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲۱مه، پر ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې په هرمز تنګي کې پر بېړیو د ایران بریدونه، د ایران پر ضد د امریکا پوځي بریدونه او د تهران له لوري په ګاونډیو هېوادونو کې پر هدفونو ترسره کېدونکي بریدونه باید ودرول شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ټینګار کړی چې د سیمې روان تاوتریخوالی د لا پراخې بې‌ثباتۍ لامل کېدای شي او ټول ښکېل لوري باید له پوځي اقداماتو ډډه وکړي.

ګوټرېش ویلي: «له ایران او امریکا غواړم چې بېړنۍ خبرې اترې بېرته پیل کړي او پاتې اختلافونه د ډیپلوماسۍ او خبرو اترو له لارې حل کړي.»

د هغه په وینا، ډیپلوماسي او سیاسي خبرې د روان کړکېچ د پای ته رسولو او د سیمې د ثبات د ټینګښت تر ټولو اغېزمنه لار ده.

طالبانو په بنګله‌دېش کې د سېلابونو له امله پر اوښتو تلفاتو خواخوږي ښودلې

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۴۵ GMT+۱
طالبانو په بنګله‌دېش کې د سېلابونو له امله پر اوښتو تلفاتو خواخوږي ښودلې
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د بنګله‌دېش په سویل ختیځو سیمو او پلازمېنه ډاکه کې د ورښتونو او ویجاړوونکو سېلابونو له امله د اوښتې مرګ‌ژوبلې په تړاو د بنګله‌دېش له حکومت، ولس او قربانیانو کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

عبدالقهار بلخي د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۱مه) په خپله‌ اېکس‌پاڼه همداراز ټپيانو ته د عاجلې او بشپړې روغتیا او د بې‌ځایه شویو کورنیو لپاره د ژر عادي ژوند د بېرته تامین هیله څرګنده کړې ده.

په بنګله‌دېش کې پرون د موسمي بارانونو، سختو سېلابونو او ځمکې ښوېیدنې له امله ۴۴ کسان مړه شوي او له یو میلیون څخه زیات نور په خپلو سیمو کې بند پاتې شوي وو.

د بنګله‌دېش د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۰مه) اعلان وکړ، چې د دغه هېواد په اوو سویل ختیځو ولسوالیو، چاټوګرام، کوکس بازار، بندر‌بان، رانګامتي، خاګراچاري، مولوي‌بازار او هابيجنګ کې سېلابونو د خلکو عادي ژوند ګډوډ کړی او شاوخوا ۲۶۷ زره او ۹۱۸ کورنۍ یې په خپلو کورونو کې ایسارې کړې دي.

د بنګله‌دېش پوځ او سمندري ځواکونو د کښتیو په وسیله اغېزمنو شویو سیمو ته خواړه، څښاک اوبه، درمل او نور اړین توکي لېږدوي.

د سینټکام پخوانی قوماندان: واشنګټن د اړتیا په صورت کې د هُرمز تنګي د کنټرول توان لري

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۴۹ GMT+۱
د سینټکام پخوانی قوماندان: واشنګټن د اړتیا په صورت کې د هُرمز تنګي د کنټرول توان لري
100%

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) پخواني قوماندان، فرانک میک‌کنزي، ویلي چې که د امریکا ولسمشر پرېکړه وکړي، نو د امریکا پوځ د هُرمز تنګي د کنټرول بشپړ پوځي توان لري.

میک‌کنزي له سي‌بي‌اېس نیوز سره په مرکه کې ویلي، د هرمز تنګي کنټرول به د دې مهمې اوبیزې لارې په تنګو برخو کې د امریکايي سمندري بېړیو ځای پر ځای کولو ته اړتیا ولري. د هغه په وینا، که څه هم د امریکا سمندري ځواک د داسې ماموریت ترسره کولو ته چندان لېوالتیا نه لري، خو د دې کار د ترسره کولو لپاره پوره وړتیا لري.

هغه زیاته کړه، د ایران مشران عموماً د «پوځي ځواک او سخت فشار» پر وړاندې غبرګون ښيي او که د تهران له حکومت څخه د امتیاز ترلاسه کول موخه وي، باید مستقیم او اغېزناک فشار پرې راوستل شي.

د هغه په خبره، دا فشار باید داسې وي چې د ایران د حکومت لپاره حیاتي اهمیت ولري، څو هغوی د خپلې تګلارې په بدلولو فکر وکړي.

د نوموړي څرګندونې داسې مهال کېږي چې په سیمه کې د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچ زیات شوی او د هرمز تنګی، چې د نړۍ د انرژۍ د لېږد له مهمو سمندري لارو څخه ګڼل کېږي، د نړیوالو پام ځان ته اړولی دی.