سپاه پاسداران وايي په اردن کې یې د امریکا د توغنديو او تېلو زېرمې په نښه کړې

د سپاه پاسداران د عامه اړیکو څانګې په یوه بیان کې ویلي، چې ایراني ځواکونو د امریکا د بریدونو په ځواب کې د اردن په شهزاده حسن هوايي اډه کې په توغندیزو او ډرون بریدونو کې د امریکا د توغنديو او د تېلو زېرمې په نښه کړې دي.
