• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

د بامیان دوه غرختونکي د شاه فولادي د ۵۱۴۰ مترو لوړې څوکې سر ته ورسېدل

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۳۸ GMT+۱

په بامیان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د بدني روزنې او ورزش امریت اعلان کړی، چې د دغه ولایت دوه غرختونکي مرتضی نجفي او سید محمد طاهري د شاه فولادي د ۵۱۴۰ مترو لوړې څوکې ته په بریالیتوب سره ورسېدل. دغه دواړه ورزشکاران له راستنېدو وروسته د ورزشي مسوولینو له‌خوا وستایل شول.

د راپور له مخې؛ دغه دواړو لوبغاړو د چنګاښ میاشتې په ۱۹مه او ۲۰مه د دوه ورځني پروګرام په جریان کې د شاه فولادي تر ټولو لوړې څوکې ته وختل. دواړه وزرشکاران د مسوولینو له‌خوا وستایل شول او وهڅول شول.

سید محمد طاهري د افغانستان د سکي ملي لوبډلې او مرتضی نجفي د افغانستان د غرختنې د ملي لوبډلې غړی دی. په بامیان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د بدني روزنې او ورزش امریت ویلي، چې د دغه غر ختنې موخه د غرختنې کلتور دودول، په طبیعت کې ورزشي فعالیتونو ته د ځوانانو هڅول او د شاه فولادي څوکه د افغانستان د غرختنې له مهمو وړتیاوو او جاذبو معرفي کول دي.

100%

ترویج لرونکی

تښتونه که کورنی تاوتریخوالی؛ د شاپور حسنزوی د کورنۍ د تري تم کېدو تر شا څه کیسه ده؟
۱

تښتونه که کورنی تاوتریخوالی؛ د شاپور حسنزوی د کورنۍ د تري تم کېدو تر شا څه کیسه ده؟

۲

طالبانو پر کونړ سیند د برېښنا بند لپاره د پنځو سیمو د سروې بشپړولو خبر ور کړی

۳

ندا محمد ندیم د تحصیلي ادارو پر اصلاح او پرمختګ ټینګار کړی

۴

طالبانو د اسلام‌اباد غونډې اعلامیه رد کړه؛ غربي فرمایشونه نه منو

۵

جېسوال: د کابل او ډیلي ترمنځ د هوايي دهلېز له لارې سوداګري عادي روانه ده

•
•
•

نور کیسې

افغان رزمي لوبغاړي فرید بشارت خپل امریکایي سیال ته ماتې ورکړه

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۵:۱۰ GMT+۱
100%

د افغانستان د ګډو رزمي لوبو (MMA) لوبغاړي فرید بشارت د امریکا جان ګارزا ته ماتې ورکړه او د نه ماتېدو ریکارډ یې وساته. هغه له دې سره د خپل مسلکي ژوند شپاړسمه پرله‌پسې بریا ثبت کړه.

دغه سیالي د امریکا د لاس‌وېګاس په ښار کې د UFC Fight Night 329 سیالیو په ترڅ کې ترسره شوه، چې پکې افغان او امریکایي لوبغاړي یو د بل پر وړاندې ودرېدل. په پایله کې فرید بشارت تر خپل امریکایي سیال جان ګارزا غوره لوبه وړاندې کړه او د قاضیانو په متفقې پرېکړې ګټونکی اعلان شو.

بشارت دا بریا په داسې حال کې ترلاسه کړه چې تر دې وړاندې یې هم د مسلکي سیالیو په ډګر کې ۱۵ پرله‌پسې بریاوې ثبت کړې وې. له دې بریا سره نوموړي خپل د نه ماتې ریکارډ وساته او د مسلکي مبارزو شمېر یې ۱۶ پرله‌پسې بریاوو ته ورساوه.

۲۸ کلن فرید بشارت، چې د افغانستان له مخکښو UFC مبارزینو څخه ګڼل کېږي.

بلخوا د بشارت په دې بریا سره یې سیال جان ګارزا په خپل مسلکي ژوند کې دویمه ماتې تجربه کړه.

د معلوماتو له مخې دا لوبه د UFC له سازمان سره د د بشارت د اوسني قرارداد وروستۍ مبارزه وه. تر اوسه څرګنده نه ده چې سازمان به له نوموړي سره نوی قرارداد تمدید کړي که نه.

شپږیزه لیګ؛ امو نهنګانو سپین غر او مس عینک بست ته ماتې ورکړه

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۵۲ GMT+۱
100%

د شپږیزې لیګ په لومړی سیالۍ کې امو نهنګانو د سپین غر بازانو لوبډلې ته د ۸ ویکټو په توپیر او دویمه سیالۍ کې بیا مس عینک اتلانو د بست ساتونکو ته د درې ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

لومړۍ لوبه د امو نهنګانو او سپین غر بازانو لوبډلو ترمنځ تر سره شول او امو نهنګانو د پچې په ګټلو سره لومړی د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

د لوبې په لومړۍ برخه کې سپین غر بازانو د ۷ لوبغاړو په زیان سره امو نهنګانو ته د ۱۶۸ منډو هدف وټاکه.

د لوبې په دوهمه برخه کې امنو نهنګانو لوبډلې ټاکل شوی هدف د لوبې په ۱۷،۲ اورونو کې پوره کړ او سپین غر بازانو ته یې د ۸ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

دویمه لوبه د بست ساتونکو او مس عینک اتلانو ترمنځ تر سره شوه. د لوبې پچه د بست ساتونکو وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پریکړه وکړه.

بست ساتونکو د لوبې په لومړی برخه کې د ۷ لوبغاړو په زیان سره سیالي لوبډلې ته د ۱۷۸ منډو هدف ورکړ. خو د بست ساتونکو له ټاکل شوې هدف څخه دفاع ونه شوای کړای او د مس عینک اتلانو ټاکل شوی هدف د لوبې په وروستي اور کې پوره او لوبه یې د درې ویکټو په توپیر وګټله.

سراج الدین حقاني د غمرازۍ لپاره کابل کې د شاپور ځدراڼ کور ته ورغلی

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۲۳ GMT+۱
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د پخواني لوبغاړي شاپور ځدراڼ د مړینې له امله د هغه کور ته تللی او د نوموړي له کورنۍ سره یې غمرازي کړې او تسلیت یې ویلی دی.

سراج‌الدین حقاني د شاپور ځدراڼ مړینه یوه لویه ضایعه بللې او د هغه له کورنۍ او د ملي لوبډلې له لوبغاړو سره یې همدردي کړې ده.

په کابل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۱۹مه) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې سراج‌الدین حقاني شاپور ځدراڼ یو پیاوړی او پر ولس ګران ځوان وباله. د نوموړي په وینا، حقاني ویلي، چې د دغه ملي لوبغاړي مړینې چې د سختې ناروغۍ او تکلیف سره مل و، ډېر هېوادوال ودردول.

د کابل د امنیه قوماندانۍ د ویاند د معلوماتو له مخې، د لسګونه زره هېوادوالو په ګډون د شاپور ځدراڼ د جنازې او فاتحې مراسم په بشپړ امن او نظم سره ترسره شول. په دغو مراسمو کې د کرېکټ ملي لوبډلې ګڼو لوبغاړو او د هېواد د ورزش مینه والو برخه اخیستې وه.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر په داسې حال کې د هېواد د دغه پخواني ملي لوبغاړي له کورنۍ سره غمرازي ښودلې چې په دې وروستیو کې په هېواد کې د کریکټ او نورو ورزشي رشتو مینه والو او مسوولینو د شاپور ځدراڼ پر مړینه ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

شاپور ځدراڼ څو ورځې وړاندې په هند کې د سرطان ناروغۍ له کبله ومړ او بیا یې جنازه کابل ته ولېږدول او هلته د مرنجان په تپه کې خاورو ته وسپارل شو.

د افغان کډوالو د تکواندو لوبډله د مالیزیا په نړیوالو سیالیو کې ګډون کوي

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۵۲ GMT+۱
100%

په مالیزیا کې د مېشتو افغان کډوالو د تکواندو لوبډله له ۱۵ ورزشکارانو سره د مالیزیا د تکواندو په ۱۸م پړاو نړیوالو سیالیو کې ګډون کوي. افغان ورزشکاران به په څلورو کټګوریو کې د خپلو سیالانو پر وړاندې سیالي وکړي.

د شته معلوماتو پر بنسټ، دا سیالۍ د ۱۲ څخه د زیاتو هېوادونو د تکواندوکارانو ترمنځ د جولای په ۱۱مه او ۱۲مه نېټه په کوالالامپور ښار کې ترسره کېږي.

د افغان کډوالو لوبډله د فهیم‌الله بره‌کي په مشرۍ په دغو سیالیو کې ګډون کړی دی.

په دغو سیالیو کې د ګډون موخه د ورزشکارانو لپاره د نړیوالې تجربې د ترلاسه کولو د فرصت برابرول، د هغوی د تخنیکي کچې لوړول او په مالیزیا کې د مېشتو افغان تکواندوکارانو په منځ کې د غوره استعدادونو پېژندل ښودل شوي دي.

افغان ایلېون لوبډلې د ازبکستان لوبډلې ته په دوستانه لوبه کې د ۱۹۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۲۲ GMT+۱
100%

د افغان ایلېون لوبډلې او د ازبکستان د کرېکټ ملي لوبډلې تر منځ یوازینۍ شل اوریزه دوستانه سیالي نن په خوست کې ترسره شوه او افغان لوبډلې د ازبکستان لوبډلې ته د ۱۹۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د ازبکستان لوبډلې وګټله او د افغان ایلېون لوبډلې په وړاندې یې د توپ اچونې پریکړه وکړه.

د لوبې په لومړی برخه کې افغان ایلېون لوبډلې د حسن عیسی خېل ۱۲۰ او عمران میر ۷۴ منډو په مټ سیالي لوبډلې ته په شل اورونو کې د ۳۲۴ منډو هدف وټاکه.

د لوبې په دوهمه برخه کې د ازبکستان لوبډلې ونه شو کړای ټاکل شوی هدف پوره کړي او افغان لوبډلې د ۱۹۹ منډو په توپیر سیالي لوبډلې ته ماتې ورکړه.