په ویرجینیا کې مېشتو افغانانو د شاپور ځدراڼ یاد غونډه او د فاتحې مراسم ترسره کړل

په ویرجینیا کې د افغان ټولنې غړو او د کرېکټ مینهوالو د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د پخواني لوبغاړي شاپور ځدراڼ د فاتحې مراسم او د هغه یاد غونډه ترسره کړه. په غونډه کې د ځدراڼ لوبیز ژوند، خاطرې، د هغه یادونه او پر شخصي ژوند خبرې وشوې.
