• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بنکاک په یوه کلب کې د اور لګېدنې له امله ۲۷ کسان مړه شوي

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۵۳ GMT+۱تازه شوی: ۲۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۲۵ GMT+۱

د تایلنډ په پلازمېنه بنکاک کې د یوه کلب د اور لګېدنې په پېښه کې لږ تر لږه ۲۷ کسان مړه او ۷۳ نور ټپیان شوي دي. پولیسو ویلي چې د پېښې اصلي لامل د برښنا شارټي کېدای شي خو دوی د کلب د مالک د غفلت په اړه څېړنې پیل کړې دي.

سرچینو او عیني شاهدانو رویټرز ته ویلي چې دا پېښه د یکشنبې په نیمه شپه شوې او د تایلنډ پولیسو د پېښې په اړه جدي څېړنې پیل کړې دي څو د کلب د مسوولینو احتمالي غفلت او د بېړني وتلو د لارو د بندښت موضوع وڅېړي.

د بنکاک د روغتیايي چارواکو په وینا، په دې خونړۍ پېښه کې ۷۳ کسان ټپیان شوي چې د ۲۵ هغو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.

د تایلنډ د ملي پولیسو مشر کیتیرات فانپیت رسنیو ته وویل چې د دوی لومړنۍ ارزونې ښيي چې د کلب د مالک غفلت د دې ناورین اصلي لامل کېدای شي او په دې اړه پلټنې روانې دي.

د تایلنډ لومړي وزیر انوتین چارنویرکول چې د پېښې له ځای څخه یې لیدنه کړې، وویل چې ډېری قربانیانو د ودانۍ شاتنۍ برخې او تشنابونو ته پناه وړې وه ځکه چې په کلب کې د بېړنيو حالاتو د لارو هېڅ کومه روښانه نښه نه وه.

ترویج لرونکی

هند د افغانانو لپاره د ۱۰۰۰ انلاین تحصیلي بورسونو نوملیکنه پیلوي
۱

هند د افغانانو لپاره د ۱۰۰۰ انلاین تحصیلي بورسونو نوملیکنه پیلوي

۲

امرالله صالح: په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو نښې لیدل کېږي

۳

د نجونو زده‌کړو پلوی ګوښه شوی چارواکی له ۹ میاشتو وروسته د طالبانو یوې غونډه کې راڅرګند شو

۴
شننه

د جمعه خان فاتح قضیه او د هبت‌الله د ځواک او هیبت ازموینه

۵

طالبانو د شرکتونو، روغتونونو او افرادو پر عوایدو د مالیاتو کمولو اعلان کړی

•
•
•

نور کیسې

د مسکو د بریدونو دوام؛ روسیې د اوکراین پر بندرونو برید وکړ

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۸:۱۳ GMT+۱
100%

د روسیې دفاع وزارت اعلان کړی، چې د دغه هېواد پوځ د دوشنبې په سهار د اوکراین د اودېسا ښار بندري تاسیسات په نښه کړي دي. دغه وزارت ویلي، په بریدونو کې لرې واټن وېشتونکې وسلې او بې‌پیلوته الوتکې کارول شوې دي.

په اعلامیه کې ټینګار شوی، د «چرنومورسک» سیمې بندري زېربناوې چې د پوځي تجهیزاتو، سون توکو او غوړیو د تخلیې او زېرمه کولو لپاره کارېدې؛ د دغه بریدونو موخې وې او وېشتل شوې دي.

روسي پوځي چارواکو ادعا کړې، چې د دوی ځواکونه د دښمن د هوايي او توغندیزو دفاعي سیستمونو له تېرېدو وروسته کولی شي په کییف او د اوکراین د خاورې په ټولو برخو کې هر هدف له‌منځه یوسي.

په همدې حال کې رویټرز خبري اژانس کرملېن ته له نږدې درېیو سرچینو په حواله لیکلي و، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له اوکراین سره د سولې د خبرو وړاندیزونه رد کړي دي. شاوخوا دوو سرچینو ویلي، چې ښايي پوتین په راتلونکو میاشتو کې له اوکراین سره جګړه نوره هم سخته کړي.

هغه سرچینې چې نه یې غوښتل نومونه یې څرګند شي ویلي، د اوکراین وروستیو ډرون بریدونو د روسیې د تېلو پر تصفیه‌ خونو او بندرونو د ولسمشر پوتین هوډ لا پیاوړی کړی، چې جګړې ته دوام ورکړي.

د ټایلند په یوه شپني کلپ کې د اورلګېدنې له امله ۲۷ کسان مړه او ۲۲ نور ټپیان شوي

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۵۲ GMT+۱
100%

د ټایلند د پلازمېنې بانکوک په یوه مشهور شپني کلپ کې د اورلګېدنې له امله ۲۷ کسان مړه او ۲۲ نور سخت ټپيان شوي دي. د دغه هېواد د چارواکو په وینا، دغه پېښه د یکشنبې په نیمه شپه رامنځته شوې ده.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې، د دغه هېواد د لومړي انوتین چارنویرکول د دوشنبې په ورځ د پېښې له ځای څخه د لیدنې پر مهال ویلي:«موږ ۲۷ جسدونه ترلاسه کړي او نور روغتون ته لېږدول شوي دي. دا اورلګېدنه د یکشنبې په شپه پر ۱۱:۵۷ بجو رامنځته شوې وه».

د بانکوک د ښاري ادارې د افتونو د مخنیوي او کمولو د څانګې رییس سوریاچای راویوان بیا د ټپیانو شمېر ۶۳ تنه ښودلی او زیاته کړې یې ده، چې په ټپیانو کې د ۲۲ کسانو روغتیايي حالت ډېر نازک دی.

ایرانی چارواکی: د امریکا د بریدونو د احتمالي زیانونو ارزونه په اتو ښارونو کې روانه ده

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۴۸ GMT+۱
100%

د ایران د خوزستان ولایت د والي امنیتي او انتظامي مرستیال ولي‌الله حیاتي، ویلي چې د دوشنبې سهار وختي د امریکا د بریدونو پر مهال د دغه ولایت په اتو ښارونو کې یو شمېر سیمې په نښه شوې او د احتمالي زیانونو ارزونه لا هم دوام لري.

حیاتي د ایران دولتي خبري اژانس (ایرنا) ته ویلي، چې د اهواز، امیدیه، ماهشهر، بهبهان، دزفول، اندیمشک، آبادان او د شادګان شاوخوا سیمې د امریکايي توغندیو هدف ګرځېدلې دي.

هغه زیاته کړې، په اهواز کې د ښار له محدوده بهر دوه ځایونه لګېدلي او هغه راپورونه یې رد کړي چې ګواکې د اهواز هوايي ډګر په نښه شوی دی.

د نوموړي په وینا، په اندیمشک کې یو ځای، په بهبهان او دزفول کې څو سیمې، په امیدیه او ماهشهر کې څلور ځایونه او همدارنګه په آبادان او د شادګان په شاوخوا کې یو شمېر نورې سیمې هم د بریدونو هدف ګرځېدلې دي.

د خوزستان د والي امنیتي مرستیال ویلي، اړوندې ادارې د احتمالي زیانونو د ارزونې او د زیانمنو سیمو د څېړنې په حال کې دي او د لومړنیو ارزونو له بشپړېدو وروسته به نور جزییات هم له رسنیو سره شریک شي.

اسوشیټډ پرېس: امریکايي ځواکونو د سپاه پاسداران پوځي اهداف په نښه کړي

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۱۴ GMT+۱
100%

سوشیټډ پرېس خبري اژانس د یوه امریکايي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې امریکایي ځواکونو په خپلو وروستیو بریدونو کې د ایران د سپاه پاسداران اړوند توغندیز سیسټمونه، د هوايي دفاع تجهیزات او پوځي بېړۍ په نښه کړې دي.

د راپور له مخې، دغه امریکايي چارواکي ویلي چې د بریدونو اصلي موخه د سپاه پاسداران هغه پوځي وړتیاوې وې چې د توغندیو، هوايي دفاع او سمندري عملیاتو لپاره کارول کېږي.

تر اوسه امریکايي چارواکو د بریدونو د ځای، د زیانونو د کچې او یا د احتمالي مرګ‌ژوبلې په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي.

د ایران له لوري هم د دغو بریدونو په اړه رسمي غبرګون نه دی څرګند شوی.

دا راپور داسې مهال خپرېږي چې په سیمه کې د امریکا او ایران ترمنځ پوځي او امنیتي کړکېچ لا هم دوام لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي د پراخېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

سېنټکام: امریکايي ځواکونو پر ايران نور بريدونه هم کړي دي

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۳۵ GMT+۱
100%

د امریکایي ځواکونو مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) ويلي، د ايران پر وخت د مازدیګر په ۵ بجو، د امریکا د مرکزي قوماندانۍ ځواکونو پر ایراني نظام بریدونه پیل کړي دي.

سېنټکام د يوې خبر پاڼې په خپرولو سره وويل، دا بریدونه د دې لپاره پيل کړل شوي چې د ايران لخوا د «هرمز په تنګي کې پر ملکي بېړيو چلوونکو او سوداګریزو بېړیو باندې په ازاده توګه» کوم بريدونه کيږي، د هغې وړتيا راکمه کړل شي.

د خبر پاڼې له مخې، دغه بريدونه د اعلی سر قوماندان پر لارښوونه ترسره کړل شوي دي.

له دې وړاندې د امریکا مرکزي قومندانۍ د ایران پر وخت د یکشنبې په سهار وختي په روانه اونۍ کې پر ایران درېیم پړاو بریدونو خبر ورکړی و.

دغې قومندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي و، دغه بریدونه وروسته له هغې پیل شول چې د ایران سپاه پاسداران په هرمز تنګي کې د قبرس بیرغ لرونکې بېړۍ په نښه کړه.