• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

اسپانیې د فرانسې لوبډلې ته په ماتې ورکولو د فيفا نړيوال جام پایلوبې ته لاره ومونده

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۰۶ GMT+۱

د ۲۰۲۶ کال د فیفا د فوټبال نړیوال جام په لومړۍ نيمه پایلوبه کې د اسپانیې لوبډلې د فرانسې لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته لاره ومونده. اسپانیا به په پایلوبه کې د انګلستان او ارجنټينا تر منځ د سیالۍ له ګټونکي سره مخ شي.

د امریکا په ډیلاس ميدان کې د فیفا نړیوال جام په لومړۍ نيمه پایلوبه کې اسپانیې د فرانسې پر وړاندې د صفر- ۲ پایلې په توپیر بریا ترلاسه کړه. د اسپانیې له لوري د لوبې په ۲۴مه دقیقه کې اویارزابال پر پینالټي لومړی ګول ترسره کړ.

له هغه وروسته دویم ګول پیډرو پورو په ۵۸مه دقیقه کې وواهه.

د ۲۰۲۶ کال د فیفا د فوټبال نړیوال جام دويمه نيمه پایلوبه د ارجنټينا او انګلستان ترمنځ د راتلونکې چهارشنبې په ورځ ترسره شي.

د نړيوال جام پای لوبه به د جولای په ۲۰مه ترسره شي.

ترویج لرونکی

تښتونه که کورنی تاوتریخوالی؛ د شاپور حسنزوی د کورنۍ د تري تم کېدو تر شا څه کیسه ده؟
۱

تښتونه که کورنی تاوتریخوالی؛ د شاپور حسنزوی د کورنۍ د تري تم کېدو تر شا څه کیسه ده؟

۲

طالبانو پر کونړ سیند د برېښنا بند لپاره د پنځو سیمو د سروې بشپړولو خبر ور کړی

۳

ندا محمد ندیم د تحصیلي ادارو پر اصلاح او پرمختګ ټینګار کړی

۴

طالبانو د اسلام‌اباد غونډې اعلامیه رد کړه؛ غربي فرمایشونه نه منو

۵

جېسوال: د کابل او ډیلي ترمنځ د هوايي دهلېز له لارې سوداګري عادي روانه ده

•
•
•

نور کیسې

په شپږیزه لیګ کې؛ بند امیر لوبډلې د حشمت شهیدي په لوبډلمشرۍ پرله‌پسې ۸ لوبې وبایللې

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۴۶ GMT+۱
100%

په شپږیزه لیګ کې د بند امیر ښامارانو لوبډلې لوبیز سفر پای ته ورسېد او د حشمت شهیدي په لوبډلمشرۍ یې په پرله‌پسې توګه اته لوبې بایلودې.

په شپږیزه کرېکټ لیګ کې شلمه لوبه نن د بندامیر ښاماران او مس عینک لوبډلو ترمنځ وشوه. د لوبې پچه د مس عینک لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پریکړه وکړه.

د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د مس عینک لوبډلې د رحمن الله ګربز د ۱۰۲ منډو په مټ د حشمت شهیدي په لوبډل‌مشرۍ د بند امیر ښامارانو لوبډلې ته د ۲۰۲۳ منډو هدف وټاکه.

د لوبې په دویمه پاڼۍ کې د بند امیر ښاماران لوبډلې ټول لوبغاړي د لوبې په ۱۷،۳ اورونو کې وسوځیدل او لوبه یې د ۸۵ منډو په توپیر وبایلله.

که څه هم دا د شپږیزې لیګ د ګروپي لوبو او د دواړو لوبډلو وروستۍ لوبه وه، خو د حشمت شهيدي په لوبډمشرۍ د بند امیر ښامارانو لوبډلې په شپږیزه لیګ کې د پرله‌پسې ۸ لوبو بایللو ریکارډ جوړ کړ.

د سپین غر پړانګان لوبډله د ۱۳ نمرو په لرلو سره د شپږیزې لیګ تر ټولو مخکښه لوبډله ده او ورپسې د امو نهنګانو لوبډله بیا د ۱۱ نمرو په لرلو سره په دویم مقام کې ځای لري.

تمه ده د یادو دواړو لوبډلو ترمنځ پایلوبه سبا وشي.

کرکټ نړیوالې شورا د افغان ښځینه کرکټ لوبغاړو د پرمختیايي پروګرام د دوام ملاتړ کړی

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۲۲ GMT+۱
100%

د کرکټ نړیوالې شورا (ای‌سي‌سي) د افغان ښځینه کرکټ لوبغاړو لپاره د پرمختیايي پروګرام د دوام ملاتړ کړی او د دې موخې لپاره یې ځانګړی کاري ډله بیا فعاله کړی، څو تر ۲۰۳۰ کال پورې د دغې لوبډلې د رسمي سیالیو لپاره د ګډون یوه منظمه او دوامداره نقشه برابره کړي.

ای‌سي‌سي تېره اوونۍ د سکاټلنډ په اډینبورګ ښار کې په خپلې کلنۍ غونډه کې پرېکړه وکړه چې د افغان ښځینه کرکټ لوبغاړو د ملاتړ پروګرام ته دوام ورکړي. د شورا په وینا، ځانګړي کاري ډلې ته دنده سپارل شوې چې تر ۲۰۳۰ کال پورې د دغو لوبغاړو د رسمي نړیوالو سیالیو لپاره د ګډون زمینه برابره کړي.

د کرکټ نړیوالې شورا بورډ په دې کاري ډله کې د خپلې خپلواکې مشرې روز ریواز او د اجرایوي کمېټې د غړې ساره کین په ګډون نوي غړي هم شامل کړي دي. دغه غړي به د هند، اسټرالیا او انګلستان د کرکټ بورډونو له استازو سره په ګډه د پروګرام څارنه کوي، څو د افغان کډوالو ښځینه کرکټ لوبغاړو وړتیاوې لوړې، استازیتوب یې پیاوړی او د لوبو مناسب فرصتونه ورته برابر شي.

د افغان کډوالو ښځینه لوبغاړو له ډلې ناهیده ساپۍ او فیروزه افغان د ای‌سي‌سي د دې پرېکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دغه ګام دوی ته دا هیله ورکوي چې یو ځل بیا د یوې ګډې لوبډلې په توګه سره راټولې او په نړیوالو سیالیو کې برخه واخلي.

د دوی په وینا، په تېر یوه کال کې هند او انګلستان ته د روزنیزو سفرونو او په خپلو استوګنځایونو کې د مسلکي روزونکو تر لارښوونې لاندې تمرینونو د دوی په پرمختګ کې مهم رول لوبولی او تر ۲۰۳۰ کال پورې د ای‌سي‌سي رسمي سیالیو ته د لار موندلو هدف ورته روښانه شوی دی.

اوس مهال دغه افغان ښځینه کرکټ لوبغاړې په اسټرالیا، انګلستان او کاناډا کې ژوند کوي. د ای‌سي‌سي د نوي پلان له مخې به دوی په خپلو استوګنو هېوادونو کې د فزیکي چمتووالي، فزیوتراپۍ او مسلکي روزونکو تر څارنې لاندې خپلو تمرینونو ته دوام ورکړي.

په ویرجینیا کې مېشتو افغانانو د شاپور ځدراڼ یاد غونډه او د فاتحې مراسم ترسره کړل

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۷:۲۶ GMT+۱
100%

په ویرجینیا کې د افغان ټولنې غړو او د کرېکټ مینه‌والو د افغانستان د کرېکټ ملي‌ لوبډلې د پخواني لوبغاړي شاپور ځدراڼ د فاتحې مراسم او د هغه یاد غونډه ترسره کړه. په غونډه کې د ځدراڼ لوبیز ژوند، خاطرې، د هغه یادونه او پر شخصي ژوند خبرې وشوې.

په غونډه کې د افغانستان په کرېکټ کې د شاپور ځدراڼ هڅې، خدمت او لاسته راوړنې هم یادې شوې او هغه یې د افغانستان د کرېکټ په تاریخ کې مهم شخصیت وباله. د شاپور ځدراڼ په فاتحې او یاد غونډه کې یوشمېر مېرمنو هم برخه اخیستې وه.

ویناوالو د شاپور ځدراڼ پر شخصي‌ ژوند هم بحث وکړ او هغه یې «زړه سواند، مهربان، هڅاند، مسوولیت منونکی او د نویو ځوانو کرېکټ لوبغاړو لپاره یوه الګو یاده کړه».

د افغانستان ترڅنګ په امریکا او اروپا کې مېشتو افغانانو هم د شاپور ځدراڼ د فاتحې مراسم ترسره کړي او د هغه پر لوبیز او شخصي‌ ژوند یې بحثونه کړي دي.

100%
100%
100%

د بامیان دوه غرختونکي د شاه فولادي د ۵۱۴۰ مترو لوړې څوکې سر ته ورسېدل

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۳۸ GMT+۱
100%

په بامیان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د بدني روزنې او ورزش امریت اعلان کړی، چې د دغه ولایت دوه غرختونکي مرتضی نجفي او سید محمد طاهري د شاه فولادي د ۵۱۴۰ مترو لوړې څوکې ته په بریالیتوب سره ورسېدل. دغه دواړه ورزشکاران له راستنېدو وروسته د ورزشي مسوولینو له‌خوا وستایل شول.

د راپور له مخې؛ دغه دواړو لوبغاړو د چنګاښ میاشتې په ۱۹مه او ۲۰مه د دوه ورځني پروګرام په جریان کې د شاه فولادي تر ټولو لوړې څوکې ته وختل. دواړه وزرشکاران د مسوولینو له‌خوا وستایل شول او وهڅول شول.

سید محمد طاهري د افغانستان د سکي ملي لوبډلې او مرتضی نجفي د افغانستان د غرختنې د ملي لوبډلې غړی دی. په بامیان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د بدني روزنې او ورزش امریت ویلي، چې د دغه غر ختنې موخه د غرختنې کلتور دودول، په طبیعت کې ورزشي فعالیتونو ته د ځوانانو هڅول او د شاه فولادي څوکه د افغانستان د غرختنې له مهمو وړتیاوو او جاذبو معرفي کول دي.

100%

افغان رزمي لوبغاړي فرید بشارت خپل امریکایي سیال ته ماتې ورکړه

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۵:۱۰ GMT+۱
100%

د افغانستان د ګډو رزمي لوبو (MMA) لوبغاړي فرید بشارت د امریکا جان ګارزا ته ماتې ورکړه او د نه ماتېدو ریکارډ یې وساته. هغه له دې سره د خپل مسلکي ژوند شپاړسمه پرله‌پسې بریا ثبت کړه.

دغه سیالي د امریکا د لاس‌وېګاس په ښار کې د UFC Fight Night 329 سیالیو په ترڅ کې ترسره شوه، چې پکې افغان او امریکایي لوبغاړي یو د بل پر وړاندې ودرېدل. په پایله کې فرید بشارت تر خپل امریکایي سیال جان ګارزا غوره لوبه وړاندې کړه او د قاضیانو په متفقې پرېکړې ګټونکی اعلان شو.

بشارت دا بریا په داسې حال کې ترلاسه کړه چې تر دې وړاندې یې هم د مسلکي سیالیو په ډګر کې ۱۵ پرله‌پسې بریاوې ثبت کړې وې. له دې بریا سره نوموړي خپل د نه ماتې ریکارډ وساته او د مسلکي مبارزو شمېر یې ۱۶ پرله‌پسې بریاوو ته ورساوه.

۲۸ کلن فرید بشارت، چې د افغانستان له مخکښو UFC مبارزینو څخه ګڼل کېږي.

بلخوا د بشارت په دې بریا سره یې سیال جان ګارزا په خپل مسلکي ژوند کې دویمه ماتې تجربه کړه.

د معلوماتو له مخې دا لوبه د UFC له سازمان سره د د بشارت د اوسني قرارداد وروستۍ مبارزه وه. تر اوسه څرګنده نه ده چې سازمان به له نوموړي سره نوی قرارداد تمدید کړي که نه.