د مزارشریف اوسېدونکی: په ۴۳ درجې ګرمۍ کې د برېښنا پرې کېدو له ستونزو سره مخ کړي یو

د مزار شریف یو اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په ۴۳ درجې ګرمۍ کې د برېښنا پرلهپسې پرې کېدو له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. د هغه په خبره؛ دغه وضعیت د ښځو، ماشومانو، سپین ږېرو او نورو لپاره د نه زغملو وړ دی.
