• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ستاسو روایت

د هرات اوسېدونکی: طالبان په استوګنیزو ښارګوټو کې د ودانیزو چارو اجازه نه ورکوي

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۰۱ GMT+۱

د هرات یو اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته په یوه لېږلي غږیز پیغام کې ویلي، چې له قانوني اسنادو سره، سره طالبان د هرات په استوګنیزو ښارګوټو کې د دوی پر خپلو ځمکو د ودانیزو چارو اجازه نه‌ورکوي.

نوموړي زیاته کړې، په ډېرو ښارګوټو کې د ودانیو جوړولو چارې هم نیمایي پاتې دي او له ناروښانه وضعیت سره مخ دي. د هرات دغه اوسېدونکي‌ د اندېښنې په څرګندولو سره وایي، طالبان د ځمکو د غصب په نوم په ډېرو ښارګوټو کې د ودانیو د جوړېدو اجازه نه‌ورکوي.
دغه کس دا هم ویلي، ډېری خلک پر ځمکو د کورونو تر جوړېدو وروسته د هغه د پیر او پلور قانوني کاروبار کوي چې د طالبانو دغه اقدام یې اندېښنې زیاتې کړې او کارونه یې ټکني کړي دي. د هغه په خبره؛ په ښارونو او ښارګوټو کې ودانیزې چارې د ښار او ټولنې د ښکلا لامل کېږي، چې طالبان یې په لوی لاس مخه نیسي.

وړاندې د طالبانو د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت‌الله بارکزي ویلي و، د ودانیو جوړولو د نوي حکم له مخې هېڅوک حق نه‌لري چې له درېیو پوړونو لوړه ودانۍ جوړه کړي. د هغه په وینا؛ دغه درې پوړونه به له زېرزمینۍ پرته وي.

ډېر لیدل شوي

ملګري ملتونه: داعش خراسان ډلې بې‌پیلوټه الوتکو ته لاسرسی موندلی دی
۱

ملګري ملتونه: داعش خراسان ډلې بې‌پیلوټه الوتکو ته لاسرسی موندلی دی

۲

یو شمېر هېوادوال: طالبان له نړۍوالو د مرستو ترلاسه کولو لپاره پر نشو شکمن کسان هم نیسي

۳

ملګري ملتونه: په افغانستان کې په یوه کال کې تر ۷۰۰ ډېر روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي

۴

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده

۵

د جرمني ځانګړي استازي د افغان ښځو د ملاتړ او له طالبانو سره د «تخنیکي تعامل» غوښتنه وکړه