کابل مېشتی: طالبان د پوهنې وزارت په دولتي بستونو کې خپل خپلوان ګوماري

د کابل یو اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو د دولتي بستونو لپاره د ګومارنې په بهیر کې پراخ فساد روان دی. د هغه په خبره؛ طالبان د پوهنې وزارت په دولتي بستونو کې خپل خپلوان او ملګري ګوماري.
هغه ویلي، د طالبانو پوهنې وزارت خالي بستونه د عامو خلکو لپاره اعلانوي؛ خو په پای کې بیا په همدغه بستونو کې خپل اړوند کسان او د یادې ډلې د چارواکو خپلوان ګومارل کېږي. هغه د ګومارنې په بهیر کې د شفافیت غوښتنه کړې او پر طالبانو یې نیوکه کړې، چې د کاري فرصتونو په ترلاسه کولو کې تبعیض پالي.
سره له دې چې د طالبانو مشر په خپلو ویناوو کې په وار، وار پر دې ټینګار کړی، چې د کار په برخه کې به انډیوالي نه پالي؛ خو بیاهم د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو وخت ناوخت دغه ډول شکایتونه ترلاسه شوي دي.
په داسې حال کې چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې واک ته طالبانو له رسېدو وروسته په افغانستان کې د بېکارۍ کچه خورا لوړه شوې؛ خو طالبان د یادې ستونزې د حل پرځای په دولتي ادارو کې د خپلو کسانو په ګومارلو بوخت دي.
