په شپږیزه لیګ کې؛ بند امیر لوبډلې د حشمت شهیدي په لوبډلمشرۍ پرلهپسې ۸ لوبې وبایللې

په شپږیزه لیګ کې د بند امیر ښامارانو لوبډلې لوبیز سفر پای ته ورسېد او د حشمت شهیدي په لوبډلمشرۍ یې په پرلهپسې توګه اته لوبې بایلودې.

په شپږیزه لیګ کې د بند امیر ښامارانو لوبډلې لوبیز سفر پای ته ورسېد او د حشمت شهیدي په لوبډلمشرۍ یې په پرلهپسې توګه اته لوبې بایلودې.
په شپږیزه کرېکټ لیګ کې شلمه لوبه نن د بندامیر ښاماران او مس عینک لوبډلو ترمنځ وشوه. د لوبې پچه د مس عینک لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پریکړه وکړه.
د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د مس عینک لوبډلې د رحمن الله ګربز د ۱۰۲ منډو په مټ د حشمت شهیدي په لوبډلمشرۍ د بند امیر ښامارانو لوبډلې ته د ۲۰۲۳ منډو هدف وټاکه.
د لوبې په دویمه پاڼۍ کې د بند امیر ښاماران لوبډلې ټول لوبغاړي د لوبې په ۱۷،۳ اورونو کې وسوځیدل او لوبه یې د ۸۵ منډو په توپیر وبایلله.
که څه هم دا د شپږیزې لیګ د ګروپي لوبو او د دواړو لوبډلو وروستۍ لوبه وه، خو د حشمت شهيدي په لوبډمشرۍ د بند امیر ښامارانو لوبډلې په شپږیزه لیګ کې د پرلهپسې ۸ لوبو بایللو ریکارډ جوړ کړ.
د سپین غر پړانګان لوبډله د ۱۳ نمرو په لرلو سره د شپږیزې لیګ تر ټولو مخکښه لوبډله ده او ورپسې د امو نهنګانو لوبډله بیا د ۱۱ نمرو په لرلو سره په دویم مقام کې ځای لري.
تمه ده د یادو دواړو لوبډلو ترمنځ پایلوبه سبا وشي.