په دوحه کې سرچینو ویلي چې قطري چارواکو په پیل کې د طالبانو د پلاوي لپاره د پلازمېنې په یوه هوټل کې د درې ورځني استوګنځي تابیا کړې وه.
د دغو سرچینو په وینا، متقي وروسته د خپلې استوګنې د مودې د غځولو غوښتنه کړې او هممهاله یې هڅه کړې چې د قطر له لومړي وزیر او د بهرنیو چارو له وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني سره رسمي وګوري.
سرچینې وايي چې له پرلهپسې غوښتنو وروسته، د طالبانو د پلاوي د هوټل استوګنه غځول شوې ده.
په کابل کې یوې بلې سرچینې هم ویلي چې متقي هڅه کوي په قطر کې خپل پخوانی د استوګنې جواز یا اقامه هم تمدید کړي.
همدې سرچینې ادعا کړې چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست د سترګو له ستونزې یا ناروغۍ سره مخ دی او غواړي په قطر کې د خپل حضور له فرصته په ګټې اخیستنې طبي معاینات او درملنه وکړي.
تر اوسه قطري چارواکو او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د متقي د استوګنې د غځېدو، له قطري چارواکو سره د لیدنې د هڅو، د اقامې د تمدید او یا هم د طبي معایناتو د راپورونو په اړه څه نه دي ویلي.
قطر په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو راهیسې د دې ډلې له مهمو ډیپلوماتیکو شریکانو شمېرل کیږي.
دوحې په وروستیو کلونو کې د طالبانو د چارواکو، د ملګرو ملتونو د استازو او د بېلابېلو هېوادونو د ډیپلوماتانو د ګڼو غونډو او سلا مشورو کوربه توب کړی دی.
په ورته وخت کې، په دوحه کې د متقي اوږده استوګنه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ځینو کارکوونکو ترمنځ د ټوکو موضوع هم ګرځېدلې ده.
په کابل کې یوې سرچینې ویلي، د وزارت ځینو کارکوونکو په ټوکه ویلي چې «ښايي وزیر صاحب غواړي د قطر د امیر د پلار د څلوېښتي په مراسمو کې هم ګډون وکړي او وروسته کابل ته ستون شي».
د ملګرو ملتونو د سفري بندیزونو اړوند پاڼه کې هم د متقي د سفري بندیز لرې کولو په تړاو هم تراوسه څه نه دي ویل شوي.