د محمد ظاهر شاه منتقدان وايي، د هغه اوږده واکمني ونه توانېده افغانستان تلپاتې پرمختګ ته ورسوي او ګڼ مهم تاریخي فرصتونه له لاسه ووتل. خو پلویان یې باور لري چې هغه د احتیاط او بېطرفۍ په سیاست سره افغانستان د نړۍ د تاریخ په یوه خورا حساس پړاو کې د سترو قدرتونو له سیالیو او سیمهییزو شخړو څخه خوندي وساته.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ پخوانی وزیر، د روم د شورا غړی او د بن په کنفرانس کې د ظاهر شاه د دفتر استازی ډاکټر سید مخدوم رهین افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې د وروستي افغان پاچا د شخصیت، بهرنۍ پالیسۍ، د حکومتولۍ طریقې او شخصي ژوند په اړه خپلې خاطرې او ارزونې شریکې کړې دي.
یو مدبر پاچا
مخدوم رهین وايي، محمد ظاهر شاه د افغانستان له «تر ټولو مدبرو» پاچاهانو څخه و؛ یو عالم او هوښیار مشر چې د ده په باور، افغانانو یې د پوهې او تدبیر ارزښت په سمه توګه ونه پېژاند.
رهین وايي: «پاچا عالم او هوښیار انسان و، خو خلکو یې د پوهې او حکمت قدر ونه کړ».
د هغه په وینا، ظاهر شاه پر داسې هېواد واکمني کوله چې اقتصادي ستونزې یې ډېرې وې، خو هڅه یې دا وه چې افغانستان، له ټولو محدودیتونو سره سره، نړۍ ته د یو باعزته او دروند هېواد په توګه وروپېژني.
د ختیځ او لوېدیځ ترمنځ د بېطرفۍ سیاست
رهین وايي، د ظاهر شاه د واکمنۍ یوه مهمه ځانګړنه دا وه چې افغانستان یې د نړیوالو سیالیو ترمنځ بېطرفه وساته.
د هغه په وینا، ظاهر شاه د کورنیو چارو ترڅنګ په بهرنۍ پالیسۍ کې هم هڅه کوله د سترو قدرتونو ترمنځ انډول وساتي. هغه وايي: «سره له دې چې د ختیځ او لوېدیځ ترمنځ نړیوالې ترینګلتیاوې روانې وې، د افغانستان بېطرفه سیاست وساتل شو».
رهین زیاتوي، ظاهر شاه د بهرنیو فشارونو پر وړاندې هم ودرېد. د بېلګې په توګه، کله چې شوروي اتحاد غوښتل افغانستان د کیوبا کمونیستي حکومت په رسمیت وپېژني، ظاهر شاه دا غوښتنه ونه منله.
هغه همدارنګه وايي، ظاهر شاه هېڅکله حاضر نه شو چې د ځینو عربي هېوادونو په غوښتنه د «فارس خلیج» نوم بدل کړي او یا هم د لوېدیځ ګاونډي د فشار له امله له عربي نړۍ سره خپلې اړیکې محدودې کړي.
د رهین په باور، دا توازن د ۱۳۵۲ لمریز کال له کودتا وروسته له منځه ولاړ او افغانستان د سیاسي او امنیتي بحرانونو اوږدې دورې ته داخل شو.
له پاکستان او هند سره د اړیکو انډول
رهین د جمهوري نظام د تشریفاتو د یوه مشر خاطره هم بیانوي چې د ظاهر شاه د سیمهییز سیاست حساسیت څرګندوي.
د هغه په وینا، کله چې د پاکستان سفیر د پاچا لیدو ته ورغلی و، ظاهر شاه د تشریفاتو له مشر وغوښتل چې په غونډه کې پاتې شي.
رهین وايي، وروسته ظاهر شاه ورته ویلي وو، که ته په غونډه کې نه وای، ښايي د پاکستان سفیر د هند په اړه خبرې کړې وای، خو ستا حضور هغه له دې کاره راوګرځاوه. پاچا ورته په ټوکه ویلي وو: «هغه فکر کاوه ته د ملي امنیت کس یې».
له محدودو امکاناتو سره رغنیزې چارې
رهین وايي، د ظاهر شاه په دوره کې، سره له دې چې مالي سرچینې محدودې وې، ګڼې رغنیزې پروژې عملي شوې.
د هغه په وینا، د افغانستان ډېری عواید هغه مهال د قرهقلو، لاجوردو او وچو مېوو له صادراتو ترلاسه کېدل، خو له همدې محدودو امکاناتو سره د برېښنا بندونه، ښوونځي او نور عامه تاسیسات جوړ شول.
رهین زیاتوي، په هغه وخت کې ښوونځي ان لرې پرتو سیمو ته هم وغځېدل.
د ډیموکراسۍ لسیزه؛ د استبداد په منځ کې یو ټاپو
مخدوم رهین د ۱۳۴۰مې لسیزې اساسي قانون د افغانستان د ډیموکراسۍ له مهمو پړاوونو څخه ګڼي.
هغه وايي: «افغانستان د ډیموکراسۍ یو ټاپو و، حال دا چې شاوخوا یې ټول استبدادي نظامونه واکمن وو. په شمال کې شوروي اتحاد، په چین کې د ماو حکومت او په ایران کې د ساواک امنیتي نظام موجود و».
د هغه په باور، د افغانستان د ډیموکراسۍ لسیزه یو بېساری او تاریخي پړاو و، چې سیاسي او ټولنیز چاپېریال یې له درنو، بااخلاقه او ساده خلکو ډک و.
ساده ژوند او د تجمل رد
رهین د ظاهر شاه شخصي ژوند ډېر ساده بولي او وايي، په ژوند کې یې هېڅ ډول تجمل نه و.
د هغه په وینا، د ظاهر شاه سیاسي مخالفانو، په ځانګړي ډول د افغانستان د خلق ډیموکراتیک ګوند غړو، د هغه د شخصي ژوند په اړه منفي تبلیغات کول، خو حقیقت دا و چې د پاچا تر ټولو ساده تفریح کاریزمیر ته تلل، د ګلانو او سبزیو پالنه او له بزګرانو سره خبرې کول وو.
رهین وايي، ظاهر شاه د روم د تبعید پر مهال هم په یوه عادي کور کې اوسېده، سهار به ګرځېده او کفترو ته به یې دانې شیندلې.
د بښنې غوښتونکی او د اعدام مخالف
رهین د ظاهر شاه د اعدامونو د کمولو هڅې هم یادوي.
هغه یوه کیسه بیانوي چې له مخې یې، ظاهر شاه د یوه وژل شوي کس د کورنۍ رضایت ترلاسه کولو لپاره خپله د هغوی کور ته ورغلی و او غوښتنه یې ترې کړې وه چې قاتل وبښي.
د رهین په وینا، د مقتول کورنۍ د پاچا له لیدنې وروسته رضایت ورکړ.
په روم کې د ترور ناکامه هڅه
رهین د ایټالیا د تبعید پر مهال پر ظاهر شاه د ترور د یوې ناکامې هڅې یادونه هم کوي.
د هغه په وینا، یوه کس چې ځان یې خبریال معرفي کړی و، د ډالۍ د راوړلو په پلمه پاچا ته ورغی او بیا یې په چاړه برید پرې وکړ، خو چاړه د ظاهر شاه د سینې په جیب کې د سګرټو له فلزي بکس سره ولګېده او ژوند یې وژغورل شو.
رهین وايي، بریدګر ونیول شو، خو د دې برید د انګېزې او اصلي لاملونو په اړه نور معلومات خپاره نه شول.
هغه د ایټالیا د هغه وخت د کورنیو چارو وزیر له قوله وايي: «سګرټ د هر چا لپاره زیان لري، خو د افغانستان د پاچا لپاره ګټور تمام شول»، ځکه د بریدګر چاړه د سګرټو له فلزي بکس سره ولګېده او د پاچا ژوند یې وژغوره.
سره له دې، ظاهر شاه د سیاسي ملاحظاتو او شخصي غوښتنې له امله هېڅکله اجازه ورنه کړه چې د دې برید جزییات او اصلي لاملونه رسنیز شي.
«امریکا زبرځواک دی، خو بداخلاقه زبرځواک»
رهین په ۲۰۰۳ کال کې، د عراق پر وړاندې د امریکا د برید پر مهال، په کابل کې له ظاهر شاه سره خپله لیدنه هم یادوي.
هغه وايي: «یوه ورځ مې پاچا ولید، ډېر خپه او اندېښمن و. و مې پوښت، څه خبره ده؟ ویې ویل، راغلي وو چې د عراق پر وړاندې د امریکا برید تایید کړم».
رهین وايي، کله چې یې ورته وویل: «امریکا یو زبرځواک دی»، ظاهر شاه ځواب ورکړ: «هو، زبرځواک دی، خو بداخلاقه زبرځواک.» او له دې خبرې وروسته له خونې ووت.
په بغداد کې د فارسي ژبې دفاع
رهین د عزیزالدین خان پوپلزي له قوله بله خاطره هم بیانوي.
د هغه په وینا، پوپلزي د بغداد د خطاطۍ په یوه نندارتون کې د افغانستان استازیتوب کاوه او خپله وینا یې په فارسي ژبه چمتو کړې وه، خو د ایران او عراق د سیاسي اختلافاتو له امله صدام حسین په فارسي ژبه د وینا اجازه نه ورکوله.
رهین وايي، پوپلزي موضوع له ظاهر شاه سره شریکه کړه او پاچا ورته وویل چې بېرته کابل ته ستون شي.
د هغه په وینا، کله چې صدام حسین له دې پرېکړې خبر شو، بیا یې اجازه ورکړه چې د افغانستان استازی خپله وینا په فارسي ژبه وړاندې کړي.
محمد ظاهر شاه د ۱۳۸۶ لمریز کال د زمري په لومړۍ نېټه په کابل کې ومړ. هغه له ۱۹۳۳ څخه تر ۱۹۷۳ کال پورې د افغانستان پاچا و، او د محمد داوود خان له کودتا وروسته یې نږدې درې لسیزې په تبعید کې تېرې کړې.