د کابل اوسېدونکی: پلازمېنه د اوبو له بېساري کمښت سره مخ ده

د کابل د خېرخانې سیمې یوه اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته د یوې ويډيو په لېږلو سره ویلي، چې یاده سیمه د اوبو له سخت کمښت سره مخ ده. د نوموړي په خبره؛ هره ورځ د سیمې اوسېدونکي د اوبو ترلاسه کولو لپاره په اوږدو کتارونو کې ولاړ وي.
دغه اوسېدونکي ویلي: «د سیمې خلک هره ورځ د سهار له پنځو بجو راهیسې د اوبو ترلاسه کولو لپاره په اوږدو کتارونو کې انتظار باسي. په دې برخه کې د خلکو ستونزې ورځ تر بلې زیاتېږي».
تر دې وړاندې د مرسي کورپس مرستندویه ادارې خبرداری ورکړی و، کابل د نړۍ د لومړنۍ داسې پلازمېنې د بدلېدو له ګواښ سره مخ دی چې ښايي تر ۲۰۳۰کال پورې یې د اوبو سرچینې په بشپړه توګه وچې شي.
د کابل ښار د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي وایي، چې له تېرو ۴ کلونو راهیسې د څښاک اوبو له سخت کمښت سره مخ دي او ډېر مهال د اوبو راوړلو لپاره اوږده مزلونه کوي؛ خو طالبان بیا وایي، کابل ته د شاتوت بند او پنجشېر سیند څخه د اوبو رسولو پلان لري چې یو څه وخت ته اړتیا لري.
د نفوسو چټک زیاتوالی، وچکالي، اقلیمي بدلون او د ځمکې لاندې اوبو بېځایه اېستل د دې لامل شوي، چې د ښار په ګڼو سیمو کې د اوبو کچه ښکته شي او زرګونه کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته له محدود لاسرسي سره مخ شي.
