کابل مېشتی: د طالبانو لهخوا د کورونو له لوړو کرایو هیڅ څارنه نهکېږي

د کابل یوه اوسېدونکي په دغه غږیز پیغام کې ویلي، چې په پلازمېنه کې د کورونو کرایې خورا لوړې شوې دي. د هغه په وینا؛ د طالبانو لهخوا د کورونو له لوړو کرایو هیڅ څارنه نهکېږي او دغه چارې پر کورنیو اقتصادي فشارونه لازیات کړي دي.
د کابل دغه اوسېدونکی زیاتوي، چې د کور کرایې ورکولو توان نهلري او طالبان هم د کرایې د څار لپاره هیڅ اقدام نهکوي. نوموړي ویلي: «زه په کابل کې له کورنۍ سره اوسېږم، یو کور چې یوه کوټه او دهلیز ولري کرایه یې ۶زره او دوه کوټیز کور ۱۰زره افغانۍ دی».
د هغه په خبره؛ په کابل کې د طالبانو ښاروالۍ او نورې اړوندې ادارې د کورونو له لوړې کرایې هیڅ ډول څارنه نهکوي.
تر دې وړاندې یوې ښوونکې هم افغانستان انټرنشنل پښتو ته په رالیږلي پیغام کې ویلي و، چې د کورونو د کرایو پرلهپسې لوړېدو د هغې او د ورته نورو کم عاید لرونکو کورنیو ژوند له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ کړی او اوسنی عاید یې د کور کرایې او د کورنۍ د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره بسنه نهکوي.
