• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ستاسو روایت

ایران کې افغان کډوال: د ښوونځيو د لوړو فیسونو له امله مې ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې شوي

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۱۶ GMT+۱

د ایران له اصفهان نه یو افغان کډوال افغانستان انټرنشنل ته په لېږلي غږیز پیغام کې ویلي، چې په ښوونځيو کې لوړو فیسونو یې ماشومان له زده‌کړو د بې‌برخې کېدو له ګواښ سره مخ کړي. هغه زیاته کړې، چې د کډوالۍ په نوم کار نه‌شي موندلی او ژوند یې ورځ تر بلې له کړاو سره مخ کېږي.

دغه افغان کډوال زیاته کړې، چې په ښوونځي کې د زده‌کوونکو فیس خورا لوړ دی او دوی یې د ورکړې توان نه‌لري. دغه کډوال ویلي، چې له تېرو څلورو ورځو څخه په کور کې د خوړو لپاره هم څه نه‌لري.

هغه وایي، د مزدورۍ له عاید سره نه‌شي کولی د خپلې لور د ښوونځي لوړ فیس ورکړي او له همدې امله یې لور د زده‌کړو له دوام څخه د بې‌برخې کېدو له ګواښ سره مخ شوې ده. نوموړي ویلي: «کډوالو ته کار نه‌شته، ښوونځي لوړ فیسونه اخلي او لور مې د همدې کبله له زده‌کړو بې‌برخې ده. موږ له افغانستان نه راغلي یو او دلته هم له بدبختۍ سره مخ یو».
ورته مهال ایران د ۱۴۰۶ ښوونیز کال لپاره د بهرنیو وګړو په ځانګړي ډول د کډوالو ماشومانو د نوم‌لیکنې شرایط اعلان کړي. د دغه هېواد د پوهنې وزارت یوه چارواکي محمد سلیمي ویلي، د افغانانو په ګډون کډوال زده‌کوونکي باید لومړی له کفالت دفترونو یا د بهرنیو وګړو له ادارې پېژندلیک ترلاسه کړي.

ډېر لیدل شوي

ملګري ملتونه: داعش خراسان ډلې بې‌پیلوټه الوتکو ته لاسرسی موندلی دی
۱

ملګري ملتونه: داعش خراسان ډلې بې‌پیلوټه الوتکو ته لاسرسی موندلی دی

۲

سراج حقاني: زموږ کړنې د شریعت سره برابرې نه دي

۳

د جنت ته تګ په نوم د ماشومانو د مړینې قضیه؛ د مذهبي ډلې مشر په ۲۰۰ کاله بند محکوم شو

۴

یو شمېر هېوادوال: طالبان له نړۍوالو د مرستو ترلاسه کولو لپاره پر نشو شکمن کسان هم نیسي

۵

د انګلینډ او ویلز کرېکټ بورډ د افغانستان غوره لیګ د تمویل په اړه اندېښنه څرګنده کړې