د افغانستان د ۱۷ کلنو کمعمره فوټبال لیګ سیالۍ په کابل کې پیل شوې

د افغانستان د ۱۷ کلنو کمعمره فوټبال لیګ سیالۍ، د ۱۰ لوبډلو په ګډون، نن (شنبه د زمري ۳مه) په کابل ښار کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې پیل شوې.

د افغانستان د ۱۷ کلنو کمعمره فوټبال لیګ سیالۍ، د ۱۰ لوبډلو په ګډون، نن (شنبه د زمري ۳مه) په کابل ښار کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې پیل شوې.
د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ادارې د شنبې په ورځ (د زمري ۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغو سیالیو په لومړۍ ورځ دوه لوبې ترسره شوې. په لومړۍ لوبه کې د فراه ابومسلم او د فاریاب خراسان لوبډلو یو ـ یو مساوي پایله خپله کړه.
په دویمه لوبه کې د کندهار اتفاق خانزاده لوبډلې د کابل د ځوانان پیروزي لوبډلې ته ۲ د یو پر وړاندې پایلې سره ماتې ورکړه.
د فراه ابومسلم او فاریاب خراسان تر منځ د لوبې له پای ته رسېدو وروسته، د ابومسلم لوبډلې لوبغاړی طالب حسین رحیمي د لوبې د غوره لوبغاړي په توګه وټاکل شو او همدارنګه، د کندهار د اتفاق خانزاده لوبډلې لوبغاړي نبيالله خوشحال هم د کابل د ځوانان پیروزي پر وړاندې لوبه کې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.
د سږني لیګ په سیالیو کې د فراه ابومسلم، د فاریاب خراسان، د کندهار اتفاق خانزاده، د کابل ځوانان پیروزي، ارمان اېفسي، د کندهار عینو مېنې، د فاریاب سرسبز یاشلر، د هرات طوفان هریرود، د کابل استقلال او د هرات سرخپوشان خوافي لوبډلې برخه لري.