• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

راپور: د اقلیم بدلون، ځنګلونو وهل او کمزوري مدیریت د افغانستان د سیلابونو زیانونه زیات کړي

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۵:۴۴ GMT+۱

فوکس ان افریقا په نوم ویبپاڼې خپل راپور کې لیکلي چې د اقلیم بدلون، پراخه ځنګل‌وهل او د سېلابونو د مخنیوي د بنسټیزو پروژو نشتوالي د افغانستان په ختیځ کې وروستي سېلابونه لا مرګوني کړي دي.

راپور وايي، د موسمي سختو بارانونو له امله په نورستان، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې ناڅاپي سېلابونو لسګونه کسان مړه او ټپیان کړي، سلګونه نور ورک دي او کورونه، پلونه، بازارونه او کرنیزې ځمکې یې ویجاړې کړې دي.

د راپور له مخې، په نورستان کې د سېلابونو له امله د پارون ښار مرکزي بازار نږدې په بشپړه توګه له منځه تللی او د اوبو رسولو شبکې هم زیانمنې شوې، چې ګڼې کورنۍ یې د څښاک له پاکو اوبو بې‌برخې کړې دي.

راپور زیاتوي، افغانستان د اقلیم بدلون له اغېزو سره تر ټولو زیان‌من هېوادونو کې شمېرل کېږي، خو د ځنګلونو وهل، د استنادي دېوالونو، ویالو او د اوبو د مهار د پروژو نشتوالی د دې لامل شوی چې هر ځل سخت بارانونه په لویو ناورینونو واوړي.

د راپور په وینا، د طالبانو حکومت د چاپېریال ساتنې او د طبیعي پېښو د مخنیوي لپاره اغېزمنې تګلارې نه دي عملي کړې او د بیړنیو حالاتو لپاره هم کافي چمتووالی نه لري.

راپور خبرداری ورکوي چې سېلابونو یوازې کورونه نه دي ویجاړ کړي، بلکې کرنیزې ځمکې او حاصلات یې هم له منځه وړي، چې دا به د خوړو د کمښت او لوږې خطر نور هم زیات کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ادارې او د خوړو نړیوال پروګرام هم مخکې د افغانستان لپاره د بشري مرستو د بودجې د کمېدو په اړه خبرداری ورکړی و. راپور وايي، د طالبانو له لوري د ښځو پر زده‌کړو او کار محدودیتونو د نړیوالو پرمختیايي مرستو کچه راټیټه کړې او ډېری مرستې یوازې بیړنیو حالاتو ته ځانګړې شوې دي.

د راپور له مخې، ښځې د دغو طبیعي پېښو تر ټولو ډېر زیان ویني، ځکه د مرستو ترلاسه کولو او خوندي ځایونو ته د رسېدو پر وړاندې له ګڼو ټولنیزو او اداري خنډونو سره مخ دي او ډېری ښځینه‌سرپرستې کورنۍ مرستو ته په اسانۍ لاسرسی نه لري.

ډېر لیدل شوي

له پاکستان نه د ستنېدو اندېښنه؛ د ښځینه افغان محصلانو د زده‌کړو هیلې له ګواښ سره مخ دي
۱

له پاکستان نه د ستنېدو اندېښنه؛ د ښځینه افغان محصلانو د زده‌کړو هیلې له ګواښ سره مخ دي

۲
ځانګړی

د طالبانو د کلیو پراختیا او بیارغونې وزیر د خپل زوی په ګډون ۱۸ خپلوان په ادارو کې ګومارلي

۳

د امریکا یوې محکمې د افغان کډوالو کورنیو په ګټه پرېکړه وکړه

۴

طالبانو په خوست کې ۱۵۱ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه

۵

طالبانو د مخالفو وسله‌والو د بریدونو له پراخېدو وروسته د نویو جنګیالیو د جذب بهیر پیل کړی

•
•
•

نور کیسې

پرله‌پسې اقلیمي بدلونونو د افغانستان په شمال کې د بزګرانو فصلونه زیانمن کړي

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۵:۲۴ GMT+۱
100%

۵۶ کلن بزګر عبدالحمید له ۱۸ کلونو راهیسې په مرکزي بغلان کې خپله څلور جریبه ځمکه کري. هغه وايي، « «بارانونه په ناسم وخت کې وشول. لومړی یې د غنمو فصل خراب کړ، بیا یې رومیان، خټکي او هندواڼې زیانمنې کړې».

د افغانستان په شمال کې وچو او تږو کرنیزو ځمکو کې د اقلیمي بدلون جدي اغېزې د بزګرانو ژوند سخت کړی دی.

لوړه تودوخه، بې‌وخته بارانونه، سختې ږلۍ او ناڅاپي هوايي بدلونونه د حاصلاتو د کمېدو لامل شوي او کلیوالي ټولنې یې له سخت اقتصادي فشار سره مخ کړې دي.

۵۶ کلن بزګر عبدالحمید له ۱۸ کلونو راهیسې په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې خپله څلور جریبه ځمکه کري. هغه وايي، سږ کال یې حاصلات نږدې له منځه تللي دي.

هغه شینهوا اژانس ته ویلي: «بارانونه په ناسم وخت کې وشول. لومړی یې د غنمو فصل خراب کړ، بیا یې رومیان، خټکي او هندواڼې زیانمنې کړې».

د نوموړي په وینا، بې‌وخته بارانونو یوازې فصلونه نه دي خراب کړي، بلکې نوې ناروغۍ او افتونه یې هم زیات کړي دي.

هغه وايي، پخوا یوازې له چینجیو سره ستونزه وه، خو اوس د ډېر باران له امله مچان او د خاورې بېلابېل چینجي هم پیدا شوي دي.

عبدالحمید وايي، تېر کال یې له حاصلاتو شاوخوا ۴۵۰زره افغانۍ عاید ترلاسه کړی و، خو سږ کال یې تر اوسه یوازې د ۳۰زره افغانیو په ارزښت محصولات پلورلي دي.

د بغلان د خنجان ولسوالۍ یو بل بزګر غلام محی‌الدین وايي چې د تودوخې زیاتوالي د غنمو او وریژو حاصلات کم کړي دي. هغه وايي، د ده ۱۲ کسیزه کورنۍ د همدې ځمکې له عاید څخه ژوند کوي.

په ګاونډي کندز ولایت کې هم بزګران ورته ستونزې لري. عزیزالله، چې د خان‌اباد ولسوالۍ اوسېدونکی دی، وايي چې بې‌وخته بارانونو د خټکیو فصل خراب کړی دی.

هغه وايي، تېر کال یې له څلورو جریبو ځمکې شاوخوا ۳۰۰زره افغانۍ عاید ترلاسه کړی و، خو سږ کال دا اندازه نږدې ۲۰۰زره افغانیو ته راټیټه شوې ده.

د کندز ښار په څنډو کې یو بل بزګر بازمحمد وايي، سختې ګرمۍ د سبزیجاتو او خټکیو فصلونه زیانمن کړي دي. هغه وايي، په ګرمو موسمونو کې چینجي پیدا کېږي او خټکي، رومیان، بامیه او نور سبزیجات له منځه وړي.

افغانستان چې د نفوس لویه برخه یې د کرنې له لارې ژوند کوي، د اقلیمي بدلون له امله له جدي خطر سره مخ دی. وچکالي او د اوبو کمښت لا هم د هېواد له تر ټولو لویو ستونزو څخه دي او د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د خلکو پر لویه برخه اغېز لري.

له بلې خوا، کله چې بارانونه راشي، ناڅاپي سېلابونه هم فصلونو ته پراخ زیان رسوي. د افغانستان د طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د معلوماتو له مخې، یوازې په تېرو درېیو میاشتو کې له ۳۲زرو جریبو ډېره کرنیزه ځمکه زیانمنه شوې ده.

راپور وايي، افغان بزګران له نورو ستونزو لکه د عصري وسایلو کمښت، زاړه کرنیز میتودونه، خراب سړکونه، د سړو خونو نشتوالی او د اقلیم له بدلون سره د مقاومت لرونکو تخمونو کمښت سره هم مخ دي.

وچکالۍ د ارغستان د انارو باغونه له‌منځه وړي؛ بزګران وايي نور د باغونو د ساتلو وس نه‌لري

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۵۱ GMT+۱
100%

د کندهار د ارغستان ولسوالۍ یوشمېر اوسېدونکي او بڼوال وایي، پرله‌پسې وچکالۍ، د ځمکې لاندې اوبو ښکته کېدل او د کاریزونو وچېدو د انارو سلګونه جریبه باغونه له ګواښ سره مخ کړي چې له امله یې ګڼ خلک د خپلو باغونو پرې کولو او له سیمې څخه کډه کېدو ته اړ شوي دي.

ارغستان چې کلونه یې د لوړ کیفیت انارو له امله په هېواد او بهر کې نوم درلود نن د سختې وچکالۍ له امله له یوه ناورین سره مخ دی. هغه ولسوالي چې پخوا به یې په هر کلي کې شنه بڼونه، روان کارېزونه او د انارو ډک باغونه لیدل کېدل؛ اوس په ډېرو سیمو کې وچې ونې، شاړې ځمکې او تش کورونه تر سترګو کېږي.

ځايي خلک وایي، په تېرو څو کلونو کې د بارانونو کمښت او د ځمکې لاندې د اوبو کچې پرله‌پسې ټیټېدو د باغدارۍ دودیز سیستم له سخت ناورین سره مخ کړی دی. د دوی په خبره؛ ډېری کاریزونه وچ شوي او هغه ژورې برمې چې مخکې یې اوبه ورکولې اوس د پخوا په شان حاصل نه‌لري.

د ارغستان د مرکز یو بڼوال سید احمد وایي: «پخوا به مو له یوه باغ څخه د ټول کال لګښتونه برابرول؛ خو اوس د اوبو د نشتوالي له امله ونې وچې شوې دي. هغه باغ چې لسګونه کاله مو پاللی وو، اوس یې په خپلو لاسونو پرې کوو ځکه نور یې د ساتنې توان نه‌لر‌و».

نوموړی زیاتوي، هرکال لسګونه بڼوال خپلې وچې شوې ونې وهي او ځینې یې خپلې ځمکې پرېږدي او نورو سیمو ته ځي ځکه نور د باغونو ساتنه ورته اقتصادي ګټه نه‌لري.

100%
کندهار کې سلګونه کلونه پخواني‌ د انارو باغونه اوس د وچکالۍ له کبله له‌منځه ځي

د یادې ولسوالۍ یو بل بزګر الله داد وایي: «کله چې اوبه نه وي، نه باغ ساتل کېږي نه نوره کرنه کېږي؛ نو موږ مجبور شو چې ونې پرې کړو، اوس ډېری ځوانان د کار لپاره کندهار ښار یا نورو هېوادونو ته ځي؛ ځکه دلته د ژوند خوند نور نه‌شته».

د ارغستان اوسېدونکي وایي، وچکالۍ یوازې باغونه نه‌دي زیانمن کړي؛ بلکې د خلکو ټولنیز ژوند یې هم اغېزمن کړی دی. د دوی په خبره؛ هغه کورنۍ چې پخوا یې یوازې د انارو یا نورو کرنیزو توکو له اړخه ژوند مخې ته وړلو اوس د بې‌وزلۍ له امله خپلې مېنې پرېږدي.

د خلکو په خبره؛ د اوبو کمښت یوازې د اقلیمي بدلون پایله نه ده؛ بلکې د ځمکې لاندې د اوبو بې‌رویه استخراج، د ژورو برمو زیاتوالی او د اوبو د مدیریت نشتوالی هم ستونزه نوره پسې ژوره کړې ده.

د کرنې برخې ځینې متخصصان هم وایي، که د اوبو د مدیریت لپاره عملي ګامونه وانخیستل شي؛ نو د ارغستان د انارو پاتې باغونه به هم له جدي ګواښ سره مخ شي. د ارغستان خلک له طالبانو غوښتنه کوي، چې د «لوړې بند» پروژه عملي کړي، د اوبو د زېرمه کولو لپاره نوي بندونه جوړ کړي، د څاڅکي اوبو لګولو سیستمونه عام کړي او د وچکالۍ له امله زیانمنو شویو بڼوالو سره بیړنۍ مرستې وکړي.

د دوی په خبره؛ که دغه ستونزه پر خپل حال پرېښودل شي، ارغستان به په یوه سپېره سیمه بدل شي او هلته به څوک پاتې نه‌شي. دوی ټینګار کوي، چې د اوبو د سرچینو ساتنه، د باراني اوبو راټولول او د عصري اوبو لګولو دودول د دغه بحران د کمولو مهمې لارې دي.

100%

اروپا کې د تودوخې څپې؛ د روغتیا نړیوال سازمان د روغتونونو د چمتووالي غوښتنه کوي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۴۲ GMT+۱
100%

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیواېچ‌او) وايي، په اروپا کې د اقلیمي بدلون او تودوخې له امله روغتیايي سیستمونه له زیاتېدونکي فشار سره مخ دي. دغه سازمان له اروپايي هېوادونو غوښتي چې روغتونونه او روغتیايي خدمتونه د سختې ګرمۍ پر وړاندې لا چمتو او مقاوم کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۵مه) په یوه نوي لارښود کې ویلي، اروپا د نړۍ تر ټولو چټک تودېدونکې وچه ده او د تودوخې درجه پکې د نړۍ د منځنۍ کچې په پرتله نږدې دوه برابره لوړېږي.

د سازمان د معلوماتو له مخې، یوازې د روان اوړي په ترڅ کې د پنځو هېوادونو معلومات ښيي چې د سختې ګرمۍ له امله نږدې ۱۰ زره اضافي مړینې ثبت شوې دي.

په اروپا کې د روغتیا نړیوال سازمان سیمه‌ییز رییس هانس کلوګه ویلي: «زموږ سیمه په نړۍ کې تر ټولو چټکه تودېدونکې سیمه ده. یوازې په تېرو څلورو کلونو کې د تودوخې له امله له ۲۰۰ زرو څخه ډېر کسان مړه شوي او په تېرو ۲۰ کلونو کې د تودوخې اړوند مړینې ۳۰ سلنه زیاتې شوې دي.»

نوموړي ټینګار کړی: «د تودوخې له امله مړینې حتمي نه دي، موږ پوهېږو چې څنګه د خلکو ساتنه وکړو: ټولنو ته پر وخت خبرداری ورکړو، ښارونه ساړه کړو، اوبو او سیوري ته لاسرسی برابر کړو، له تر ټولو زیان‌منو کسانو سره اړیکه ونیسو او د تودوخې له لوړېدو مخکې روغتیايي سیستمونه چمتو کړو.»

دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د تودوخې څپې روغتونونه له جدي ستونزو سره مخ کولای شي، په ځانګړي ډول هغه روغتیايي مرکزونه چې د لوړې تودوخې لپاره نه وي جوړ شوي. د سختې ګرمۍ له امله د ناروغانو د بسترېدو کچه لوړېږي او د روغتونونو برېښنا، د سړولو سیستمونه، کمپیوټرونه او نور تخنیکي خدمات له ستونزو سره مخ کېدای شي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د ښارونو جوړښتي بڼه هم د تودوخې ستونزه لا زیاتوي، ځکه ښاري سیمې د شاوخوا کلیوالو او نیمه ښاري سیمو په پرتله ډېره تودوخه ساتي.

د سازمان په نوي لارښود کې د هېوادونو او سیمه‌ییزو ادارو لپاره اته اساسي برخې مشخصې شوې دي چې پکې د تودوخې د خبرداري سیستمونه، د زیان‌منو وګړو ساتنه، عامه پوهاوی، د روغتیايي سیستمونو پیاوړتیا، د تودوخې د اغېزو کمول، څارنه، ارزونه او د راتلونکو اقداماتو لپاره له تجربو زده‌کړه شامل دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د اروپا په بېلابېلو هېوادونو کې د روغتیايي مرکزونو د چمتووالي ارزونې او روزنې هم ترسره شوې دي، څو د سختې ګرمۍ او نورو اقلیمي ګواښونو پر وړاندې د روغتیايي سیستمونو مقاومت پیاوړی شي.

دغه سازمان ټینګار کړی چې د اقلیمي بدلون له امله د تودوخې څپې به په راتلونکو کلونو کې لا سختې شي، خو د وختي خبرداریو، د خلکو د ساتنې او د روغتیايي سیستمونو د مخکېني چمتووالي له لارې د تودوخې له امله د ډېرو مړینو مخه نیول کېدای شي.

له سپېدارو تر پستې؛ افغانان د زرغون افغانستان لپاره ونې کري

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۱۶ GMT+۱
100%

په افغانستان کې، چې د څو لسیزو جګړو له امله یې پراخ ځنګلونه له منځه تللي، اوس په بېلابېلو سیمو کې د ونو د کرلو او د ځنګلونو د بیا راژوندي کولو هڅې چټکې شوې دي.

ځايي اوسېدونکي او چاپېریالي کارپوهان وايي، خلک یو ځل بیا د ونو اقتصادي او چاپېریالي ارزښت ته متوجه شوي دي.

د تخار ولایت د چهارباغ کلي مشر غلام علي پویا وايي، پخوا د دوی په سیمه کې د پستې پراخ ځنګلونه موجود وو، خو د جګړو او کورنیو شخړو پر مهال پرې کېدل او هېڅ چت یې د مخنیوي توان نه درلود.

د کارپوهانو په وینا، د ۱۹۷۹م کال د شوروي یرغل څخه د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ تر پای پورې د افغانستان شاوخوا نیمايي ځنګلونه له منځه ولاړل.

په ختیځو ولایتونو کې لرګي پاکستان ته قاچاق کېدل او په مرکزي او شمالي سیمو کې خلک د سون توکو لپاره ونې پرې کولې.

سره له دې، د وروستیو دوو لسیزو په ترڅ کې د ځنګلونو د له منځه تلو بهیر تر یوه بریده ورو شوی دی. د افغانستان د ملي احصایې او معلوماتو ادارې د شمېرو له مخې، له ۲۰۱۱م کال راهیسې په هېواد کې د ځنګلونو پوښښ ۳۵ سلنه زیات شوی، خو لا هم په ۲۰۲۵م کال کې یوازې ۲،۵ سلنه خاوره په ځنګلونو پوښل شوې ده.

په چهارباغ کې د اغا خان پرمختیايي شبکې په مالي ملاتړ د شاوخوا یو مربع کیلومتره په اندازه کوچنی ځنګل جوړ شوی، چې سپېدار، پاولونیا، انار او خرمالو ونې پکې کرل شوې دي. دغه ځنګل د یوې کروندګرې، بس بیګم احمدي، پر ځمکه جوړ شوی، خو د کلي ټولو شاوخوا ۳۵۰ کورنیو ته هم د استفادې لپاره پرانیستی دی.

بس بیګم احمدي وايي، د دغو ونو په شتون کې یې چاپېریال شین شوی او پاکه هوا تنفس کوي. نوموړې هیله لري، په راتلونکې کې د مېوو او کورنیو مرباوو له پلورلو هم عاید ترلاسه کړي.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې د اقلیم بدلون مشر روح الله امین وايي، حکومت موخه ټاکلې چې د ۲۰۲۳ او ۲۰۳۰ کلونو ترمنځ ۲۰۰ میلیونه ونې کېنوي. د هغه په وینا، تېر کال د اته میلیونه ونو د کرلو هدف ټاکل شوی و، خو په پای کې ۱۷ میلیونه ونې کېنول شوې.

هغه زیاتوي، د روان کال لپاره د نهو میلیونه ونو د کرلو هدف ټاکل شوی، خو د اوبو کمښت، د څارویو له خوا د نیالګیو زیانمنېدل او د اقلیم بدلون لا هم سترې ننګونې دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان هم د ځايي ټولنو په همکارۍ د ۲۰۱۹م کال راهیسې شاوخوا پنځه میلیونه ونې کرلې دي.

ځايي اوسېدونکي وايي، د ونو له زیاتېدو سره نه یوازې چاپېریال شین شوی، بلکې هغه مرغان هم بېرته راستانه شوي چې کلونه یې په سیمه کې څرک نه لګېده.

د چهارباغ د کلي مشر غلام علي پویا وايي: «که غواړئ مرغان بېرته راستانه شي، د قفس پر ځای د خپل کور ترڅنګ ونه وکرئ.»