• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

په کابل کې د ۱۲۰ لوبغاړو په ګډون د سوک‌وهنې سیالۍ ترسره شوې

۴ زمری ۱۴۰۵ - ۲۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۲۶ GMT+۱تازه شوی: ۴ زمری ۱۴۰۵ - ۲۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۲:۳۲ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې د سوک‌وهنې فدراسیون د سیالیو په تالار کې د شنبې په ورځ (د زمري ۳مه) د کابل د څلورو زونونو د ۱۲۰ لوبغاړو په ګډون د سوک‌وهنې سیالۍ ترسره شوې. دغه سیالۍ د افغانستان د سوک‌وهنې د درې‌ستوريز او مرحوم روزونکي عبدالحی عزیزپور د یاد په ویاړ جوړې شوې وې.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د سوک‌وهنې فدراسیون ویلي، د دغو سیالیو موخه د سوک‌وهنې د ودې او پرمختګ په برخه کې د عبدالحی عزیزپور د تلپاتې خدمتونو او هڅو ستاینه او درناوی دی.

په دغو سیالیو کې ګډونوالو لوبغاړو په لسو بېلابېلو وزني کټګوریو کې له یو بل سره سیالۍ وکړې.

د سوک‌وهنې فدراسیون مسوولان وایي، مرحوم عبدالحی عزیزپور د هېواد د سوک‌وهنې د داورۍ په برخه کې هم ارزښتناک او تلپاتې خدمتونه ترسره کړي دي.

د سالمې سیالۍ لپاره د مناسبې فضا رامنځته کول، د وړ او استعداد لرونکو لوبغاړو پېژندل او د سوک‌وهونکو ترمنځ د ورزشي روحیې پیاوړتیا د دغو سیالیو له مهمو موخو څخه په ګوته شوي دي.

ترویج لرونکی

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو
۱

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو

۲

طالبانو کابل ښار کې څه باندې ۲۵ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه

۳

د ښځو حقونو د پراخو محدودیتونو تر څنګ؛ طالبان په یوه میاشت کې د ۳۸۸ قضیو د حل ادعا کوي

۴

سرچینې: بدخشان کې د طالبانو د تازه دمو ځواکونو لېږدونکې چورلکې د راکټي برید موخه ګرځېدلي

۵

واشنګټن پوسټ: د امریکا د بیا مېشتېدو ادارې له ۸۰۰ افغانانو سره د مرکو طرحه ترلاسه کړې ده

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان د ۱۷ کلنو کم‌عمره فوټبال لیګ سیالۍ په کابل کې پیل شوې

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۳۲ GMT+۱
100%

د افغانستان د ۱۷ کلنو کم‌عمره فوټبال لیګ سیالۍ، د ۱۰ لوبډلو په ګډون، نن (شنبه د زمري ۳مه) په کابل ښار کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې پیل شوې.

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ادارې د شنبې په ورځ (د زمري ۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغو سیالیو په لومړۍ ورځ دوه لوبې ترسره شوې. په لومړۍ لوبه کې د فراه ابومسلم او د فاریاب خراسان لوبډلو یو ـ یو مساوي پایله خپله کړه.

په دویمه لوبه کې د کندهار اتفاق خان‌زاده لوبډلې د کابل د ځوانان پیروزي لوبډلې ته ۲ د یو پر وړاندې پایلې سره ماتې ورکړه.

د فراه ابومسلم او فاریاب خراسان تر منځ د لوبې له پای ته رسېدو وروسته، د ابومسلم لوبډلې لوبغاړی طالب حسین رحیمي د لوبې د غوره لوبغاړي په توګه وټاکل شو او همدارنګه، د کندهار د اتفاق خان‌زاده لوبډلې لوبغاړي نبي‌الله خوشحال هم د کابل د ځوانان پیروزي پر وړاندې لوبه کې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

د سږني لیګ په سیالیو کې د فراه ابومسلم، د فاریاب خراسان، د کندهار اتفاق خان‌زاده، د کابل ځوانان پیروزي، ارمان اېف‌سي، د کندهار عینو مېنې، د فاریاب سرسبز یاشلر، د هرات طوفان هریرود، د کابل استقلال او د هرات سرخ‌پوشان خوافي لوبډلې برخه لري.

د فیفا په مرسته د هرات په فوټبال لوبغالي کې د مصنوعي چمن چارې پایته ورسېدې

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۰۸ GMT+۱
100%

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ادارې رییس احمدالله وثیق وايي، د فوټبال فدراسیون په هڅو او د فیفا په مالي مرسته د هرات فوټبال لوبغالي د مصنوعي چمن د پروژې چارې پایته ورسېدې. د نوموړي په وینا، په دغه لوبغالي کې نن (جمعه د زمري ۲مه) په رسمي ډول لوبې هم پیل شوې.

احمدالله وثيق د جمعې په ورځ (د زمري ۲مه) په خپله اېکس‌پاڼه د یاد مصنوعي چمن د مالي لګښت په تړاو له وضاحت ورکړې پرته ویلي، په نږدې راتلونکې به په غزني، لوګر او ځینو نورو ولایتونو کې د فوټبال لوبغالو د مصنوعي چمنونو د رغولو چارې بشپړې او ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.

په افغانستان کې د فوټبال لوبغالي په داسې وخت کې د لوبو لپاره چمتو کيږي، چې د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) د ۲۰۲۶م نړیوال جام د جولای په ۱۹مه پای ته رسېدلی او فيفا بيا د نړۍ د ۲۱۰ فوټبال ملي لوبډلو نوې درجه بندي خپره کړې ده.

د یادې درجه بندۍ له مخې د اسپانیې ملي لوبډله، چې د ۲۰۲۶م نړیوال جام یې ګټلی، لومړي مقام ته پورته شوې، او په دغه نوملړ کې افغانستان په ۱۷۱م او پاکستان په ۱۹۸م ځای کې قرار لري.

د ایرلنډ پر وړاندې د پنځو یو ورځنیو سیالیو لپاره افغان لوبډله اعلان شوه

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۰۴ GMT+۱
100%

د افغانستان کرېکټ بورډ له ایرلنډ سره د پنځو یو ورځنیو نړیوالو سیالیو لپاره د رحمت شاه په لوبډلمشرۍ ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه. په لوبډله کې رحمت شاه لوبډلمشر او رحمان‌الله ګربز مرستیال لوبډلمشر ټاکل شوي دي.

په اعلان شوې لوبډله کې رحمت شاه، رحمان‌الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، صدیق‌الله اتل، حشمت‌الله شهیدي، دروېش رسولي، عظمت‌الله عمرزی، اکرام علي‌خېل، ننګیال خروټی، راشد خان، غضنفر، یمین احمدزی، سلیم ساپی، فضل‌الحق فاروقي او ضیاالرحمن شریفي شامل دي.

قیس احمد، فرید ملک، بلال سمیع او بشیر احمد د احتیاطي لوبغاړو په توګه غوره شوي دي.

دا لوبلړۍ به د اګست په پنځمه په بریډي کې پیل شي او دویمه لوبه به د اګست په اوومه هم په همدې ښار کې وشي. پاتې درې لوبې به د اګست په ۱۰مه، ۱۲مه او ۱۵مه په بلفاسټ کې وشي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د چنګاښ په ۳۱مه د حشمت الله شهیدي له استعفا وروسته رحمت شاه د یو ورځنیو او ټېسټ لوبو د لوبډلمشر او رحمن الله ګربز د مرستیال لوبډلمشر په توګه وټاکه.

افغان کرېکت بورډ رحمت شاه د یو ورځنیو او ټېسټ لوبو د لوبډلمشر په توګه وټاکه

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۰۴ GMT+۱
100%

د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي چې د حشمت الله شهیدي له استعفا وروسته یې رحمت شاه د یو ورځنیو او ټېسټ لوبو د لوبډلمشر او رحمن الله ګربز یې د مرستیال لوبډلمشر په توګه ټاکلي دي.

د یو ورځینو او ټېسټ لوبو پخواني لوبډلمشر حشمت الله شهیدي تېره ورځ له لوبډلمشرۍ څخه خپله استعفا اعلان کړه.

یوه ورځ وروسته کرېکټ بورډ د شهیدي پر ځای رحمت شاه د یو ورځنیو او ټېسټ لوبو د لوبډلمشر او رحمن الله ګربز یې د مرستیال لوبډلمشر په توګه اعلان کړه.

حشمت الله شهیدي د خپلې لوبډلمشرۍ په موده کې په ۵۵ سیالیو کې لوبډلمشرې کړې، چې له دې ډلې یې ۲۷ سیالۍ ګټلي دي.

افغانستان د فیفا په نړیواله درجه‌بندۍ کې ۱۷۱ او پاکستان ۱۹۸م ځای خپل کړی

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۱۹ GMT+۱
100%

د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) د ۲۰۲۶م کال نړیوال جام له پای ته رسېدو وروسته د نړۍ د ۲۱۰ فوټبال ملي لوبډلو نوې درجه بندي خپره کړې ده، چې له مخې یې د هسپانیې ملي لوبډله لومړي مقام ته پورته شوې، افغانستان په ۱۷۱م او پاکستان په ۱۹۸م ځای کې قرار لري.

فیفا دغه درجه بندي د سه شنبې په ورځ خپره کړه. د ۲۰۲۶م نړیوال جام سیالۍ د جولای په ۱۹مه پای ته ورسېدې، چې په پایلوبه کې هسپانیې د ارجنټاین لوبډلې ته ماتې ورکړه او د نړیوال جام اتلولي یې وګټله. له همدې امله هسپانیه په نوې درجه بندۍ کې له دویم ځای څخه لومړي ځای ته لوړه شوې ده.

ارجنټاین، چې د ۲۰۲۲م نړیوال جام اتله او د ۲۰۲۶م نړیوال جام پایلوبې ته رسېدلې لوبډله وه، اوس په دویم مقام کې ده. فرانسه درېیم، انګلستان څلورم او برازیل پنځم ځای لري.

د مراکش ملي لوبډله په شپږم مقام کې ده، پرتګال د دوو ځایونو له ښکته کېدو وروسته اووم مقام ته تللی دی. بلجیم اتم، هالنډ نهم او مکسیکو لسم ځای خپل کړی دی.

د سیمې په کچه، ایران په ۲۲م، هند په ۱۳۸م او افغانستان په ۱۷۱م مقام کې دی. پاکستان د ۲۱۰ هېوادونو په نوملړ کې په ۱۹۸م ځای کې قرار لري، په داسې حال کې چې سان مارینو د دې درجه بندۍ وروستی هېواد دی.