ایران: د هرمز تنګي کنټرول لا هم زموږ په لاس کې دی

ایران د امریکا د بریدونو له درېدو وروسته د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې لا هم د هرمز تنګي کنټرول په لاس کې لري او له امریکا سره د سولې د خبرو د بیا پیل غوښتنه نه کوي.

ایران د امریکا د بریدونو له درېدو وروسته د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې لا هم د هرمز تنګي کنټرول په لاس کې لري او له امریکا سره د سولې د خبرو د بیا پیل غوښتنه نه کوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي په یوه خبري غونډه کې ویلي، تهران له واشنګټن څخه د سولې د خبرو د بیا پیل غوښتنه نه ده کړې. نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغې کړې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران پر ضد د شاوخوا دوو اوونیو هوايي بریدونو کمپاین وځنډاوه. ایران ویلي، تر هغه چې امریکا خپل هوايي بریدونه ولاړ وي، تهران به هم خپل بریدونه وځنډوي. د رویټرز د راپور له مخې، ټرمپ د خپلو لوړپوړو پوځي چارواکو په سپارښتنه د بریدونو د کمپاین د درولو پرېکړه کړې ده. یوه امریکايي چارواکي رویټرز ته ویلي، پوځي قوماندانانو ولسمشر ته ویلي وو چې د برید لپاره ټاکل شوي هدفونه مخ په ختمېدو دي. د امریکا د لوی درستیزانو د ګډې کمېټې مشر جنرال ډان کېن هم د سیمې د امریکايي اډو د دفاع لپاره د هوايي دفاعي وسلو د زېرمو د کمېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.
نیویارک ټایمز، سياېناېن، اکسیوس او نورو امریکايي رسنیو هم راپور ورکړی چې د ټرمپ ملکي او پوځي سلاکارانو هغه ته د بریدونو د درولو سپارښتنه کړې وه.په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر مایک والټز ویلي، ټرمپ د دې لپاره بریدونه ځنډولي چې د ډیپلوماسۍ او احتمالي مذاکراتو لپاره زمینه برابره شي. د امریکا د بریدونو له درېدو وروسته د نفتو نړیوالو بیو هم ښکته تګ کړی دی. د برېنټ خامو تېلو بیه، چې تېره اوونۍ د مې میاشتې راهیسې د لومړي ځل لپاره له ۱۰۰ ډالرو لوړه شوې وه، د دوشنبې تر سهاره شاوخوا ۷.۸ سلنه راټیټه شوه او تر ۹۰ ډالرو لاندې ورسېده.
ایران، چې غواړي وښيي د امریکا بریدونه خپل هدف ته نه دي رسېدلي، ټینګار کړی چې د نړۍ د انرژۍ د تر ټولو مهمې سمندري لارې، د هرمز تنګي، کنټرول لا هم په لاس کې لري. د ایران څو دولتي رسنیو د یوه «باخبره سرچینې» له قوله راپور ورکړی چې ایراني ځواکونو د دوشنبې په سهار شپږ هغه بېړۍ بېرته ستنې کړې چې د دوی په وینا، له اجازې پرته یې د هرمز تنګي د تېرېدو هڅه کړې وه. د راپورونو له مخې، له دغو بېړیو څخه یوه له پېښې سره هم مخ شوې ده.د ایران دولتي رسنیو د همدې سرچینې له قوله ویلي: «لکه مخکې چې اعلان شوی و، د هرمز تنګي د تګ راتګ رسمي لاره هغه ده چې ایران ټاکلې ده، او نورې لارې ککړې دي او د تېرېدو امکان نه لري.» امریکا د ایران پر ضد خپل نوي بریدونه وروسته له هغې پیل کړل چې تهران پر هغو بېړیو بریدونه وکړل چې د هرمز تنګي له هغې لارې تېرېدې چې واشنګټن یې ملاتړ کوي او بېړیو ته یې سپارښتنه کړې وه د عمان ساحل ته نږدې حرکت وکړي.ایران وايي، بېړۍ یوازې له هغه کانال څخه تېرېدای شي چې د ایران ساحل ته نږدې دی، د تهران تر کنټرول لاندې دی او ایران غواړي د تېرېدو فیس هم ترې واخلي.