• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران جګړه سره سمندر او خزر ته وغځېده؛ امریکا د بریدونو له پراخولو شاته شوه

۴ زمری ۱۴۰۵ - ۲۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۴۵ GMT+۱

د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې له پراخېدو سره، د شنبې په ورځ د نښتو لمن د سره سمندر او خزر سمندر تر سیمو وغځېده، خو په ورته وخت کې د امریکا د هوايي بریدونو د موقتي درولو له امله د خلیج په سیمه کې نسبي ارامي لیدل شوې ده.

د یمن ایران‌پلوه حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي عربستان د دولتي نفت‌شرکت «ارامکو» تاسیسات یې په جازان او ینبع کې په توغندیو ویشتلي دي. د رویټرز له‌خوا تایید شوې ویډیوګانو کې د جازان د ارامکو تصفیه‌خونو له سیمې لیدل شوي.

د یونان امنیتي سرچینو ویلي، دوه بالستیک توغندي چې په ینبع کې د نفتو تاسیساتو پر لور توغول شوي وو، د سعودي عربستان د امریکايي «پېټریوټ» دفاعي سیستم له‌خوا شنډ شوي دي.

د سعودي عربستان په مشرۍ ګډو ځواکونو هم په یمن کې د حوثیانو پر پوځي مواضعو او د وسلو پر زېرمتونونو هوايي بریدونه کړي دي. یمني چارواکو ویلي، د کورنۍ جګړې دواړه لوري په لومړۍ کرښه کې د خپلو ځواکونو په راټولولو بوخت دي.

حوثیانو تېره اوونۍ پر سعودي عربستان سمندري بندیز اعلان کړی و او د دې ډلې مشر عبدالملک الحوثي ګواښ کړی و چې د سعودي ټول نفتې تاسیسات د دوی د بریدونو هدف کېدای شي. دغه ډلې د پنجشنبې په ورځ په سره سمندر کې دوه سعودي نفت‌وړونکي ټانکرونه هم په نښه کړي وو.

په ورته وخت کې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت پر اوکراین تور لګولی چې په خزر سمندر کې یې د ایران یوه سوداګریزه بېړۍ په نښه کړې ده. د ایران د وزارت په وینا، په پېښه کې یو سمندري کارکوونکی وژل شوی او بل ټپي شوی دی.

ایران په تهران کې د اوکراین د سفارت شارژدافیر احضار کړی او دغه برید یې «دښمنانه او جنایتکارانه» بللی دی. اوکراین تر اوسه په رسمي ډول د ایران د ادعا په اړه څرګندونې نه دي کړي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي تر دې مخکې په خزر سمندر کې د «لرې واټن بریدونو» پایلې ستایلې وې او ویلي یې وو چې روسیه ایران ته د سپوږمکۍ له لارې استخباراتي معلومات ورکوي، څو په منځني ختیځ کې د بریدونو د هدفونو په ټاکلو کې ورسره مرسته وکړي.

بل لور ته، د امریکا پوځ ویلي چې پر ایران سمندري بندیز «په بشپړ ډول نافذ» دی. د امریکا مرکزي قوماندانۍ هم ویلي چې د عمان په خلیج کې یې هغه بېړۍ بې‌وسه کړې چې د پرله‌پسې خبرداریو سربېره یې هڅه کوله دغه بندیز مات کړي.

د «نیویارک ټایمز» د راپور له مخې، ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر اوسه د ایران پر ضد د بریدونو د لا پراخولو له یوه پخواني پلان څخه شاتګ کړی دی. د راپور په وینا، ټرمپ او سلاکاران یې د جګړې د پراخېدو، د دفاعي زېرمو د کمېدو، د خلیجي متحدانو د لرې کېدو او پر نړیوالې انرژۍ او اقتصاد د احتمالي اغېزو په اړه اندېښمن دي.

ډېر لیدل شوي

افغانستان ته د ایران صادرات لږ تر لږه ۲۵ سلنه کم شوي
۱

افغانستان ته د ایران صادرات لږ تر لږه ۲۵ سلنه کم شوي

۲

جګپوړی امریکایي ډېپلوماټ: موږ فکر نه کاوه چې ۲۰ کاله به په افغانستان کې پاتې شو

۳
معلومات او ټېکنالوژي

د ایفون ۱۸ماډلونه؛ اپل د پاسپورټ په څېر خپل لومړنی تاوېدنکی ایفون هم معرفي کړ

۴

فرمان یوسفزی رانا ثناالله ته؛ د بل کور ته د ډبرو غورځوونکي باید د ګلونو تمه ونه لري

۵

هرات کې د یوه ځوان وژنه؛‌د طالبانو د امنیت امر وايي هر ږیره‌ور او لونګۍ والا طالب ‌نه‌دی

•
•
•

نور خبرونه

د متقابلو بریدونو درېدل؛ د وروستۍ شېبې ډیپلوماسي پر ایران د امریکا «لوی برید» وځنډاوه

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۱۶ GMT+۱
100%

د اسراییل رسنیو د شنبې په ورځ، د زمري په درېیمه، راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران د پراخو عملیاتو د پیل امر ونه کړ. دا په داسې حال کې ده چې اسراییل اټکل کړی و، ښايي امریکا د جمعې په شپه یا د شنبې په ورځ هغه لوی برید پیل کړي چې ټرمپ یې ژمنه کړې وه.

اسراییلي ورځپاڼې وای نیټ په یوه راپور کې لیکلي، «تل ابیب اټکل کړی و، چې پر ایران د امریکا لوی برید به د جمعې ماښام یا د شنبې په سهار پیل شي».

همدې ارزونې اسراییل دې ته اړ کړ چې پراخې او د پام وړ پوځي تیارۍ ونیسي، خو د ساعتونو له تېرېدو وروسته په بیت‌المقدس کې چارواکي دې پایلې ته ورسېدل چې ټرمپ پرېکړه کړې ده چې د اوس لپاره لاس ونیسي او تهران ته یو بل فرصت ورکړي.

د دې ورځپاڼې په لیکنه کې راغلي چې د پردې تر شا قطر او عمان پر ایران د پام وړ فشار راوړی، څو خپل دریځ نرم کړي او د امریکا د پراخو عملیاتو مخه ونیول شي.

د اټکلونو خلاف، امریکا نه یوازې دا چې پر ایران خپل لوی برید پیل نه کړ، بلکې د جمعې په ماښام یې له دوو اونیو څخه په ډېره موده کې د لومړي ځل لپاره هېڅ نوی برید هم ونه کړ.

له دیارلسو ورځو جګړې وروسته د متقابلو بریدونو درېدل ښايي د ډیپلوماسۍ د بیا راګرځېدو بله نښه وي.

د امریکا پوځ د جمعې په ورځ د عمان په سمندر کې پر یوې سوداګریزې کښتۍ ډزې وکړې چې هڅه یې کوله د ایران د بندرونو محاصره ماته کړي.

سپاه پاسداران هم د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې ځواکونو یې په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې څلور هغه کښتۍ درولې دي چې غوښتل یې د هرمز له تنګي تېرې شي.

سپاه په یوه اعلامیه کې چې د ایران له دولتي تلویزیون څخه خپره شوه، ویلي: «څلور کښتۍ چې غوښتل یې په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې د هرمز تنګي له جنوبي برخې او له یوې غیرقانوني او ناامنې لارې تېرې شي، د سپاه د سمندري ځواکونو له ډزو وروسته ودرول شوې.»

د کړکېچ له زیاتېدو وروسته په هرمز تنګي کې د کښتیو تګ راتګ په ورځ کې درېیو کښتیو ته راکم شوی

لنډمهاله وقفه که ډیپلوماسۍ ته بېرته ستنېدل؟

اسراییل ټایمز ورځپاڼه وايي، لا څرګنده نه ده چې د بریدونو درېدل د ډیپلوماسۍ لارې ته د بېرته ستنېدو نښه ده او که یوازې د جګړې له بیا پیل مخکې یوه لنډمهاله وقفه ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ وویل چې لا یې پرېکړه نه ده کړې چې د ایران پر ضد نوي پراخ بریدونه وکړي که نه، خو زیاته یې کړه چې تهران اوس له واشنګټن سره په خبرو کې «جدي‌» شوی دی.

د ټرمپ دغه څرګندونې وروسته له هغو راپورونو وشوې چې ویل یې، نوموړی په زیاتېدونکي ډول له اوسني وضعیت څخه ناهیلی شوی او له خپلو لوړپوړو سلاکارانو سره یې پر ایران د پراخو پوځي عملیاتو د پیل په اړه خبرې کړې دي.

کله چې له ټرمپ څخه په بیضوي دفتر کې خبریالانو وپوښتل چې ایا خپله پرېکړه یې کړې ده که نه، هغه وویل: «نه، لا مې نه ده کړې.»

هغه زیاته کړه: «وګورئ، موږ همدا اوس له هغوی سره خبرې کوو. زه فکر کوم څومره چې ورځې تېرېږي، هغوی لا جدي کېږي؛ ښايي د یوه څرګند دلیل له امله.»

ټرمپ وویل، د ایران حکومت باید د یوې هوکړې یا د بریدونو له «ډېرې لوړې کچې» سره د مخامخ کېدو ترمنځ یو انتخاب وکړي.

هغه زیاته کړه: «موږ په بشپړه توګه چمتو او وسله‌وال یو او د اقدام لپاره چمتووالی لرو. خو موږ له هغوی سره خبرې کوو، نو تر هغه چې خبرې کوو، ګورو چې څه کېږي. زه باور لرم... هغوی ډېر جدي دي. باید هم جدي وي.»

وای‌نت په خپل راپور کې لیکلي چې که څه هم قطر او عمان پر تهران د جوړجاړي لپاره فشار راوړی، خو اسراییلي چارواکي د ډیپلوماسۍ د بلې لارې له رامنځته کېدو او د بنیامین نتنیاهو د واشنګټن د سفر په درشل کې لا هم د یوې دوامدارې هوکړې چانس کم بولي.

د دې ورځپاڼې په وینا، د اسراییل له نظره دا وقفه تر ډېره د مذاکراتو په اړه د عمومي ارزونې د بنسټیز بدلون پر ځای د ایران حکومت لپاره یو لنډمهاله او حیاتي فرصت دی.

اسراییلي چارواکي باور لري چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د تفاهم یادښت په عملي توګه مړ شوی او د داسې دایمي هوکړې د ترلاسه کېدو نږدې هېڅ تمه نشته چې اسلامي جمهوریت اړ کړي د امریکا غوښتنو ته غاړه کېږدي.

وای‌نت لیکلي، حتا که ټرمپ د ایران حکومت ته یو بل فرصت ورکړی وي، اسراییل تمه نه لري چې دا بهیر به د یوې دوامدارې هوکړې سبب شي. خو تهران ښايي بریالی شوی وي چې د ځان لپاره نور وخت واخلي، که څه هم اسراییلي چارواکي باور لري چې دا مهلت ښايي لنډ وي.

ټاکل شوې ده چې بنیامین نتنیاهو د دوشنبې په ورځ واشنګټن ته ولاړ شي او د زمري په شپږمه، د سې شنبې په ورځ، په سپینه ماڼۍ کې له ټرمپ سره وګوري. همدارنګه تمه ده چې هغه د سناتور لینډسي ګراهام په جنازه کې هم ګډون وکړي چې د روانې میاشتې په لومړیو کې مړ شوی دی.

د سعودي عربستان او حوثیانو ترمنځ د جګړې زیاتېدل

په داسې حال کې چې ایران له دیارلسو شپو وروسته یوه ارامه شپه تېره کړه، په سیمه کې جګړه د سعودي عربستان او د اسلامي جمهوریت له ملاتړ څخه برخمنو حوثیانو ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدو سره روانه وه.

سعودي عربستان یو بندر په نښه کړ او حوثیانو هم د سعودي د تېلو تاسیساتو پر لور توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې وتوغولې.

حوثیانو په روانه اونۍ کې د سره سمندرګي په اوبو کې د سعودي عربستان دوه د تېلو ټانکرونه په نښه کړي وو. دې کار اندېښنې زیاتې کړې چې ښايي دغه ډله یو ځل بیا هڅه وکړي چې په سره سمندرګي کې د کښتیو د تګ راتګ لاره وتړي.

په غبرګون کې، په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف اعلان وکړ چې سعودي ځواکونو د شنبې په سهار د یمن بندري ښار حدیده په نښه کړی دی.

په همدې وخت کې، د یونان امنیتي سرچینو رویټرز ته ویلي چې د سعودي عربستان هوايي دفاعي سیستمونو د شنبې په ورځ دوه بالستیک توغندي شنډ کړي دي. دغه توغندي له یمن څخه توغول شوي وو او د سره سمندرګي پر ساحل د ینبع د تېلو تصفیه‌خانو په لور روان وو.

د سعودي ملکي دفاع ادارې د ینبع لپاره څو ځله خبرداری ورکړ او وروسته یې اعلان وکړ چې خطر له منځه تللی دی.

د یمن پولې ته نږدې بندري ښار جیزان لپاره هم خبرداری ورکړل شو. په لومړي سر کې د زیانونو په اړه کوم رسمي راپور خپور نه شو، خو په جیزان کې خپرو شوو انځورونو کې تور لوګي لیدل کېدل چې ویل کېږي د سعودي د ارامکو له تصفیه‌خونې څخه پورته شوي وو.

اسراییل ټایمز د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د سعودي عربستان هوايي دفاعي سیستم د یوناني ځواکونو له خوا چلول کېده.

یونان له دوه زره یوویشتم کال راهیسې، د یوه تړون له مخې چې موخه یې د سعودي عربستان د انرژۍ د زېربناوو ساتنه ده، په دغه هېواد کې د امریکا جوړ یو دفاعي سیستم ځای پر ځای کړی دی.

وروسته د شنبې په ورځ، د یونان امنیتي سرچینو وویل چې همدې دفاعي سیستم د ینبع په سیمه کې له یمن څخه توغول شوې یوه بې‌پیلوټه الوتکه هم را نسکوره کړې ده.

د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د شنبې په ورځ د یمن د جګړې په زیاتېدو کې د تهران هر ډول رول رد کړ او د خبرو غوښتنه یې وکړه. هغه وویل: «موږ باور لرو چې د یمن، باب‌المندب او نورو سیمه‌ییزو مسالو لپاره پوځي حل لاره نشته.»

عراقچي وویل چې د یمن وضعیت «ایران ته نه شي منسوبېدای» او د باب‌المندب تنګي شاوخوا پېښې «د یمن، سعودي عربستان او د سیمې د هېوادونو ترمنځ په پخوانیو اختلافاتو او ستونزو کې ریښې لري.»

خو رویټرز تر دې مخکې راپور ورکړی و چې اسلامي جمهوریت له حوثیانو غوښتي وو، چې که د امریکا له خوا د ایران د انرژۍ مرکزونه په نښه شي، باب‌المندب وتړي.

رویټرز همدارنګه حوثیانو ته د سپاه پاسداران د یو شمېر افسرانو او د توغندیزو او پوځي تجهیزاتو د استولو راپور ورکړی و.

وروسته له هغې چې حوثیانو د سعودي عربستان د بندرونو د محاصرې اعلان وکړ او د تېلو پر ټانکرونو یې د برید ادعا وکړه، د هغوی او سعودي عربستان ترمنځ جګړه یو ځل بیا شدیده شوه.

د دواړو لورو ترمنځ جګړه په دوه زره دوه ویشتم کال کې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د اوربند له رامنځته کېدو وروسته تر ډېره درېدلې وه.

دغه محاصره د سعودي عربستان وړتیا ګواښي چې نړۍوالو بازارونو ته توکي او تېل ولېږدوي؛ په ځانګړي ډول وروسته له دې چې اسلامي جمهوریت هم‌مهاله د سعودي عربستان بله یوازینۍ سمندري لار، د هرمز تنګی، تړلی دی.

د حوثیانو ویاند د جمعې په ورځ وویل چې دې ډلې د باب‌المندب له تنګي څخه د کښتیو تګ راتګ نه دی تړلی او سمندري محاصره «یوازې پر سعودي لوري اغېز کوي».

بښنې نړیوال سازمان: له جرمني څخه د جرمي سابقې نه لرونکي افغان د ایستلو پرېکړه ګواښونکې ده

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۴۲ GMT+۱
100%

د بښنې نړیوال سازمان ویلي، جرمني د لومړي ځل لپاره غواړي یو افغان وګړی، چې هېڅ جرمي سابقه نه لري، له دغه هېواده وباسي. دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د ایستلو په بهیر کې له طالبانو سره همکاري به جرمني د دې ډلې د سیاسي او ډیپلوماتیکو غوښتنو پر وړاندې زیانمن کړي.

د بښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی چې بشري حقونه باید له طالبانو سره د «راکړې ورکړې وسیله» ونه ګرځول شي.

دغه سازمان د فریدون توفان دوسیې ته اشاره کړې، هغه افغان چې څو اوونۍ وړاندې په جرمني کې د طالبانو استازي ته د هویت د تثبیت لپاره ورپېژندل شوی و او اوس د ایستل کېدو له ګواښ سره مخ دی.

شپږ افغانان د ایستل کېدو له ګواښ سره مخ دي

په همدې حال کې، جرمني رسنیو راپور ورکړی چې حکومت غواړي د افغان وګړو د ایستلو لړۍ پراخه کړي. د جرمني ملي راډیو راپور ورکړی چې لږ تر لږه شپږ افغانان، چې جرمي سابقه نه لري، د ایستل کېدو له خطر سره مخ دي.

د راپور له مخې، د بښنې نړیوال سازمان ویلي، لږ تر لږه یو افغان چې په ۲۰۲۴ کال کې له جرمني څخه افغانستان ته ایستل شوی و، تر بېرته ستنېدو وروسته وژل شوی دی.

ورځپاڼې برلینر څایتونګ هم راپور ورکړی چې طالبانو مخکې د ډیپلوماتیکو امتیازونو، لکه جرمني ته د نورو ډیپلوماتانو د لېږلو، د ترلاسه کولو لپاره د افغانانو د ایستلو یوه الوتنه درولې وه. دغې ورځپاڼې له طالبانو سره د برلین همکاري حساسه او جنجالي موضوع بللې ده.

د ایستلو پالیسۍ پراخېدل

د جرمني د حکومت د نوې تګلارې له مخې، د افغانستان د وګړو ایستل به نور یوازې په هغو کسانو پورې محدود نه وي چې جرمي محکومیت یا امنیتي ګواښ لري.

د جرمني فدرالي پولیسو د هسن ایالت کورنیو چارو وزارت ته هم خبر ورکړی چې د افغان وګړو د ایستلو لپاره د هغوی د معرفي کولو پخوانی محدودیت لرې شوی دی.

دا نوې پالیسي د سیاسي ګوندونو او د پناه غوښتونکو د حقونو د ملاتړو بنسټونو له سختو نیوکو سره مخ شوې ده.

د چپ ګوند د کورنیو چارو ویاندې، کلارا بونګر، ویلي چې افغانستان ته ایستل په تدریج سره په یوه عادي بهیر بدلېږي او دا چاره د جرمني له بشري حقونو ژمنو سره په ټکر کې ده.

د هسن ایالت د کډوالو شورا مشر، ټیمو شرنبرګ، هم د محدودیتونو لرې کول «غیرمسوولانه» بللي او ویلي یې دي چې موخه یې په جرمني کې د مېشتو افغانانو اندېښمنول او پرې فشار زیاتول دي.

د ځینو ایالتونو ملاتړ

له بلې خوا، د جرمني د یو شمېر ایالتونو چارواکو د حکومت له نوې تګلارې ملاتړ کړی دی.

د تورینګن ایالت د عدلیې او کډوالۍ وزیرې بېاته مایسنر، ویلي چې هغه مجرد افغان نارینه باید وایستل شي چې د جرمني د پرېښودو وروستۍ قانوني پرېکړه یې شوې وي. هغې زیاته کړې، هغه کسان چې کار کوي او د خپل ژوند لګښتونه خپله برابروي، باید ونه ایستل شي، مګر که یې د ایستلو له پرېکړې وروسته کار پیل کړی وي.

د تورینګن د کډوالۍ وزارت د شمېرو له مخې، د جون تر ۳۰مې پورې ۵۲۳ افغان وګړو په دغه ایالت کې د جرمني د پرېښودو وروستۍ قانوني پرېکړه لرله، چې د ۴۰۸ کسانو ایستل یې په موقتي ډول ځنډول شوي وو.

مایسنر ویلي، اداري محکمو په ډېرو دوسیو کې تایید کړې چې د ایستلو پر وړاندې کوم قانوني خنډ نشته او د ایستلو د ځنډ دوام نور د توجیه وړ نه دی.

د براندنبورګ ایالت د ټولنیزو چارو وزیر، رینه ویلکه، هم ویلي چې ایالت به د مجرمانو تر څنګ هغه کسان هم وباسي چې «په جرمني کې د پاتې کېدو هېڅ راتلونکی نه لري.»

په زاکسن ایالت کې د کورنیو چارو وزیر آرمین شوستر، د ایستلو د لړۍ پراخول «سمه لاره» بللې او ویلي یې دي چې دا پالیسي به هغه کسان هم رانغاړي چې د ټولنې د ادغام لپاره یې هڅه نه ده کړې، پر ټولنیزو مرستو ژوند کوي او یا هم د خپل هویت په تثبیت کې همکاري نه کوي.

همداراز د زاکسن ـ انهالت ایالت د کورنیو چارو وزیر اعلان کړی چې د ایستلو د لړۍ د پراخولو لپاره چمتووالی پیل شوی او تمرکز به یې پر هغو ځوانو او مجردو افغان نارینه وو وي چې د جرمني د پرېښودو وروستۍ قانوني پرېکړه لري او د ټولنیزو مرستو له لارې ژوند کوي.

امریکا او سعودي عربستان د اټومي همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک کړ

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۵۷ GMT+۱
100%

امریکا او سعودي عربستان د چهارشنبې په ورځ د «۱۲۳ هوکړې» په نوم د اټومي همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک کړ. دغه هوکړه کولای شي د سعودي عربستان د ملکي اټومي پروګرام په چوکاټ کې په دغه هېواد کې د یورانیمو غني کولو تاسیساتو د جوړېدو لپاره لاره هواره کړي.

د امریکا د انرژۍ وزیر کرېس رایټ او د سعودي عربستان د انرژۍ وزیر عبدالعزیز بن سلمان دغه هوکړه د یوې «دوه‌اړخیزې محافظتي تړون» سره یو ځای لاسلیک کړه. د دوو باخبره سرچینو په وینا؛ دغه چوکاټ به د یوې ګډې تخنیکي ارزونې له بشپړېدو وروسته په سعودي عربستان کې د یورانیمو غني کولو تاسیساتو د جوړېدو زمینه برابره کړي.

د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې؛ کرېس رایټ په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه هوکړې د دواړو هېوادونو د ګډې ژمنې څرګندونه کوي چې سوداګریزې اړیکې پراخې، اقتصادي هوساینه پیاوړې او د خپلو متحدانو امنیت پراخ کړي. هغه ټینګار وکړ، چې دغه همکاري د اټومي خوندیتوب او د اټومي وسلو د خپرېدو د مخنیوي د لوړو نړۍوالو معیارونو پر بنسټ ترسره کېږي.

خو په دغه هوکړه‌لیک کې د اټومي انرژۍ د نړۍوالې ادارې «الحاقي پروتوکول» نه‌دی شامل؛ هغه پروتوکول چې د اټومي فعالیتونو د پراخو پلټنو او څار زمینه برابروي. د دغه مېکانیزم نشتوالي د ځینو کارپوهانو اندېښنې راپارولې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د نیوکو په ځواب کې وویل: «امریکا به له هېڅ داسې هېواد سره هوکړه ونه کړي، چې د اټومي وسلو د خپرېدو ګواښ رامنځته کړي». د یادې هوکړې له مخې؛ امریکايي شرکتونه به د سعودي عربستان د اټومي پروګرام په پراختیا کې ونډه ولري.
دغه هوکړه به د ارزونې لپاره د امریکا کانګرس ته واستول شي او ښايي د ځینو قانون جوړونکو له مخالفت سره مخ شي.

په منځني ختیځ کې د اټومي سیالۍ اندېښنې

د یادې هوکړې اعلان په داسې مهال شوی، چې امریکا او اسراییل له ایران سره په جګړه بوخت دي؛ هغه جګړه چې د اعلان شویو موخو له ډلې یې یوه دا وه، چې د تهران د اټومي وسلو د جوړولو وړتیا له‌منځه یوسي. ایران تل ټینګار کړی، چې د یورانیمو غني کولو پروګرام یې سوله‌ییزې موخې لري.

په لندن کې د نړۍوالو ستراتیژیکو مطالعاتو د انسټیټیوټ د اټومي چارو کارپوه الکساندر بولفراس دغه هوکړه د اټومي وسلو د خپرېدو د مخنیوي په تګلاره کې «یو بنسټیز بدلون» وباله.

هغه اسوشیټېډ پرېس ته وویل، امریکا د خپلې پخوانۍ تګلارې خلاف چمتو شوې چې سعودي عربستان ته ډېره حساسه اټومي ټېکنالوژي ورکړي پرته له دې چې دغه هېواد د نړۍوالې اټومي څار تر ټولو سختو معیارونو ته ژمن کړي.

کارپوهان خبرداری ورکوي، چې د یورانیمو غني کولو وړتیا که څه هم په خپله د اټومي وسلې د جوړولو معنا نه‌لري؛ خو د اټومي وسلو د تولید پر لور د تګ لپاره اړین تخنیکي بنسټ برابرولای شي.

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان تر دې مخکې ویلي و، که ایران اټومي وسلې ترلاسه کړي سعودي عربستان به هم همدا لاره خپله کړي. متحده عربي اماراتو هم تر دې مخکې د براکه اټومي برېښناکوټ د جوړولو لپاره له امریکا سره د «۱۲۳ هوکړه» لاسلیک کړې وه؛ خو د سعودي عربستان برعکس یې د یورانیمو غني کولو له حقه تېر شوی و. د اټومي وسلو د خپرېدو د مخنیوي کارپوهان دغه اقدام د ملکي اټومي همکاریو په برخه کې «طلایي معیار» ګڼي.

د امریکا د جګړې وزیر: د ایران په اړه زموږ تګلاره د افغانستان له احمقانه جګړې سره توپیر لري

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۳۹ GMT+۱
100%

د امریکا د جګړې وزیر پیټ هېګسېت وایي، واشنګټن نه غواړي د ایران جګړه د پخوا په څېر د «افغانستان او عراق د احمقانه جګړو» په بڼه پر مخ یوسي. هېګسېت وویل، تراوسه په ایران کې جګړې امریکا ته تر ۳۷ مېلیارد ډالرو ډېر لګښت اړولی.

د نوموړي‌ په خبره؛ د پوځي عملیاتو د دوام لپاره به ۷۰ مېلیارد ډالره نورې اضافي بودجې ته هم اړتیا وي. د امریکا د جګړې وزیر دغه څرګندونې هغو نیوکو ته په ځواب کې وکړې، چې ګواکې امریکا ښايي د افغانستان او عراق د جګړو په څېر یوې اوږدمهاله جګړې ته ننوځي.

هغه وویل، د امریکا موخه له دې جګړې څخه په ایران کې د ټولنې جوړول یا د نظام بدلول نه‌دي؛ بلکې تمرکز یې د تهران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو پر مخنیوي دی. ښاغلي هېګسېت وویل: «زموږ نسل ولیدل، چې دواړه ګوندونو هڅه وکړه په افغانستان او عراق کې دغه ټولنې د امریکايي بېلګې له مخې ورغوي او بدلې کړي؛ خو دغه کار د زرګونه کسانو د ژوند په بیه ډېر دروند تاوان درلود».

د امریکا د جګړې وزیر زیاته کړه، چې په عراق او افغانستان کې زرګونه نارینه او ښځې ووژل شوې او د قربانیانو شمېر لسګونه زرو ته ورسېد. پیټ هېګسېت وویل: «ولسمشر ټرمپ ویلي و، چې موږ به بیا هېڅکله داسې احمقانه جګړو ته داخل نه‌شو او تراوسه یې هم همداسې کړي دي».

هغه ټینګار وکړ، چې واشنګټن د ایراني ټولنې د بیا جوړولو هڅه نه‌کوي؛ بلکې غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې ایران هیڅکله د اټومي وسلې جوړولو لاره ونه مومي. ښاغلي هېګسېت په غونډه کې د خپلو خبرو پر دوام وویل، تراوسه د ایران جګړې امریکا ته تر ۳۷ مېلیارد ډالرو ډېر لګښت اړولی او حکومت له کانګرس نه د پوځي عملیاتو د دوام او د پوځ د اړتیاوو پوره کولو لپاره د شاوخوا ۷۰ مېلیارد ډالرو اضافي بودجې غوښتنه کړې ده.

د امریکا د جګړې وزیر دغه مالي غوښتنه د پنټاګون د بېړنیو اړتیاوو یوه برخه وبلله او ویې ویل، که دغه مالي سرچینې برابرې نه‌شي د امریکا پوځ به د تجهیزاتو او پوځي عملیاتو په برخه کې له جدي کمښت سره مخ شي.

هغه زیاته کړه، چې دغه بودجه د ډونالډ ټرمپ د ۱.۵ ټرېلیون ډالرو د دفاعي بودجې له وړاندیز سره یوځای د امریکا د پوځ لپاره یوه اوږدمهاله پانګونه ګڼل کېږي.
د ډیموکراټ ګوند سناتوره او د سنا د بودجې د تخصیص کمېټې مخکښې غړې پیټي موري وویل، چې د ایران جګړه «یو ځل بیا له کنټروله د وتلو په حال کې ده». هغې وپوښتل په داسې حال کې چې ولسمشر ټرمپ مخکې ویلي و، هوکړه نږدې ده او جګړه به ژر پای ته ورسېږي اوس ولې حکومت د ۷۰ مېلیارد ډالرو اضافي بودجې غوښتنه کوي؟
د جمهوري غوښتونکو د بودجې د وړاندیز ډېره برخه د جګړې اړوندو لګښتونو ته ځانګړې شوې او ټاکل شوې، چې د «بودجوي مصالحې» په نوم د یوه ځانګړي بهیر له لارې تصویب شي. جمهوري غوښتونکو پخوا د ډونالډ ټرمپ د مالیې کمولو او ځینې دفاعي لګښتونو د تصویب لپاره ورته پروسه کارولې ده.

ځینو محافظه کاره جمهوري غوښتونکو هم غوښتنه کړې، چې د جګړې نوي لګښتونه دې د حکومت په نورو برخو کې د کمښت له لارې جبران شي.

په هند کې د ازموینو پر سر اعتراضونه پراخ شوي او اپوزیسیون د پوهنې وزیر د استعفا غوښتنه کوي

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۰۱ GMT+۱
100%

د هند د اپوزیسیون ګوندونو د چارشنبې په ورځ د پوهنې وزیر د استعفا غوښتنه وکړه. د اپوزیسیون غړو د محصلانو د اعتراضونو ملاتړ اعلان کړی او د پارلمان تالار ته له ننوتلو وروسته یې د ازموینو د پوښتنو د افشا کېدو او د محصلانو پر وړاندې د پولیسو د چلند په اړه د بحث غوښتنه وکړه.

دغه اعتراضونه، چې تېره میاشت د طبي پوهنځیو د داخلې ازموینې د پوښتنو د افشا کېدو له امله پیل شوي، د روانې اوونۍ په ترڅ کې د لومړي وزیر نریندرا مودي پر وړاندې د ځوانانو تر ټولو لوی اعتراض بلل کېږي. ویل کېږي، د دغې ازموینې د پوښتنو افشا کېدو نږدې دوه میلیونه زده‌کوونکي اغېزمن کړي دي.

د دوشنبې په ورځ لسګونه زره ځوان معترضان د نوي ډیلي واټونو ته راووتل او له پولیسو سره ونښتل. پولیسو د اعتراض کوونکو د تیتولو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز او لښتې وکارولې.

د چهارشنبې په ورځ د راهول ګاندي په مشرۍ د اپوزیسیون غړو د نوي ډیلي د پارلمان مخې ته اعتراض وکړ. ډېری یې تورې جامې اغوستې وې او داسې شعارونه یې لېږدول چې د پوهنې وزیر دهرمېندرا پردان د استعفا غوښتنه یې کوله.

په دغو پلاکارډونو کې لیکل شوي وو: «زموږ د ځوانانو راتلونکی د پلور لپاره نه دی» او «ژوندونه وژغورئ». دغه شعارونه د طبي پوهنځیو د داخلې ملي ازموینې ته اشاره کوي.

اعتراض کوونکو د لومړي وزیر نریندرا مودي او د پوهنې وزیر پر ضد هم شعارونه ورکړل.

د پارلمان تر تالارونو له ننوتلو وروسته، د اپوزیسیون غړو د محصلانو پر معترضانو د پولیسو د ادعا شوې زورزیاتي او د ازموینې د پوښتنو د افشا کېدو په اړه د بحث غوښتنه وکړه، چې له امله یې د پارلمان غونډې په موقت ډول وځنډېدې.

مودي او د پوهنې وزیر ویلي، دوی چمتو دي چې د ازموینې د لانجې او د پوهنې د پراخو اصلاحاتو په اړه په پارلمان کې بحث وکړي.

د سې‌شنبې په ورځ د راهول ګاندي په مشرۍ د کانګرس ګوند د مودي د استوګنځي مخې ته پرلت پیل کړ. پولیسو راهول ګاندي، د هغه خور پریانکا وادرا او د اپوزیسیون یو شمېر نور لوړپوړي مشران د اعتراض له پای ته رسولو د انکار له امله ونیول، خو د سې‌شنبې ناوخته یې خوشې کړل.

اعتراضونه د نوي ډیلي تر څنګ ممبۍ، بنګلور، کلکته، ګوا، ګواهاتي، ترواننتاپورام، جمو او احمداباد ښارونو ته هم غځېدلي دي.

د ډیلي مېټرو ادارې د امنیتي اندېښنو له امله د ښار په مرکزي سیمو کې ۱۶ تمځي تر بلې خبرتیا پورې تړلي دي.

د پوهنې وزیر دهرمېندرا پردان د سې‌شنبې په ورځ، له هغې وروسته چې د استعفا غوښتنې راپورته شوې، د لومړي ځل لپاره غبرګون وښود او ویې ویل، حکومت د اعتراض کوونکو ځوانانو د اندېښنو د حل او د ازموینو د اصلاحاتو لپاره ژمن دی.

هغه په اېکس کې لیکلي: «زموږ حکومت په بشپړ ډول ژمن دی چې د ازموینې او د ځوانانو د هرې واقعي اندېښنې په اړه په پارلمان کې بحث وکړي.»

پردان د راهول ګاندي اعتراض ته په اشارې ویلي، د هند زده‌کوونکي د دې مستحق دي چې د سیاسي کمپاینونو د وسیلې په توګه ونه کارول شي.

د ۵۷ کلن دهرمېندرا پردان نوم د مودي د بهارتیا جنتا ګوند له مخکښو څېرو څخه ګڼل کېږي. نوموړی له ۲۰۱۴ کال راهیسې وزیر دی او د پټرولیم او طبیعي ګاز، فولادو، مهارتونو پراختیا او پوهنې وزارتونه یې اداره کړي دي. هغه په ۲۰۲۱ کال کې د پوهنې وزیر شو.

مودي او د بهارتیا جنتا ګوند تر اوسه د هغه د استعفا غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی. شنونکي وايي، دا چاره په ګوند کې د هغه مهم ځای ته اشاره کوي.

شنونکي په دې باور دي چې د زده‌کوونکو په مشرۍ اعتراضونه ښايي د مودي حکومت لپاره پر یوې پراخې سیاسي او ټولنیزې ننګونې بدل شي، ځکه د کارموندنې د کمښت او د ازموینو د پوښتنو د تکراري افشا کېدو موضوع د هند د ځوانانو جدي اندېښنې راپارولې دي.