• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په هند کې د ازموینو پر سر اعتراضونه پراخ شوي او اپوزیسیون د پوهنې وزیر د استعفا غوښتنه کوي

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۰۱ GMT+۱تازه شوی: ۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۰۹ GMT+۱

د هند د اپوزیسیون ګوندونو د چارشنبې په ورځ د پوهنې وزیر د استعفا غوښتنه وکړه. د اپوزیسیون غړو د محصلانو د اعتراضونو ملاتړ اعلان کړی او د پارلمان تالار ته له ننوتلو وروسته یې د ازموینو د پوښتنو د افشا کېدو او د محصلانو پر وړاندې د پولیسو د چلند په اړه د بحث غوښتنه وکړه.

دغه اعتراضونه، چې تېره میاشت د طبي پوهنځیو د داخلې ازموینې د پوښتنو د افشا کېدو له امله پیل شوي، د روانې اوونۍ په ترڅ کې د لومړي وزیر نریندرا مودي پر وړاندې د ځوانانو تر ټولو لوی اعتراض بلل کېږي. ویل کېږي، د دغې ازموینې د پوښتنو افشا کېدو نږدې دوه میلیونه زده‌کوونکي اغېزمن کړي دي.

د دوشنبې په ورځ لسګونه زره ځوان معترضان د نوي ډیلي واټونو ته راووتل او له پولیسو سره ونښتل. پولیسو د اعتراض کوونکو د تیتولو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز او لښتې وکارولې.

د چهارشنبې په ورځ د راهول ګاندي په مشرۍ د اپوزیسیون غړو د نوي ډیلي د پارلمان مخې ته اعتراض وکړ. ډېری یې تورې جامې اغوستې وې او داسې شعارونه یې لېږدول چې د پوهنې وزیر دهرمېندرا پردان د استعفا غوښتنه یې کوله.

په دغو پلاکارډونو کې لیکل شوي وو: «زموږ د ځوانانو راتلونکی د پلور لپاره نه دی» او «ژوندونه وژغورئ». دغه شعارونه د طبي پوهنځیو د داخلې ملي ازموینې ته اشاره کوي.

اعتراض کوونکو د لومړي وزیر نریندرا مودي او د پوهنې وزیر پر ضد هم شعارونه ورکړل.

د پارلمان تر تالارونو له ننوتلو وروسته، د اپوزیسیون غړو د محصلانو پر معترضانو د پولیسو د ادعا شوې زورزیاتي او د ازموینې د پوښتنو د افشا کېدو په اړه د بحث غوښتنه وکړه، چې له امله یې د پارلمان غونډې په موقت ډول وځنډېدې.

مودي او د پوهنې وزیر ویلي، دوی چمتو دي چې د ازموینې د لانجې او د پوهنې د پراخو اصلاحاتو په اړه په پارلمان کې بحث وکړي.

د سې‌شنبې په ورځ د راهول ګاندي په مشرۍ د کانګرس ګوند د مودي د استوګنځي مخې ته پرلت پیل کړ. پولیسو راهول ګاندي، د هغه خور پریانکا وادرا او د اپوزیسیون یو شمېر نور لوړپوړي مشران د اعتراض له پای ته رسولو د انکار له امله ونیول، خو د سې‌شنبې ناوخته یې خوشې کړل.

اعتراضونه د نوي ډیلي تر څنګ ممبۍ، بنګلور، کلکته، ګوا، ګواهاتي، ترواننتاپورام، جمو او احمداباد ښارونو ته هم غځېدلي دي.

د ډیلي مېټرو ادارې د امنیتي اندېښنو له امله د ښار په مرکزي سیمو کې ۱۶ تمځي تر بلې خبرتیا پورې تړلي دي.

د پوهنې وزیر دهرمېندرا پردان د سې‌شنبې په ورځ، له هغې وروسته چې د استعفا غوښتنې راپورته شوې، د لومړي ځل لپاره غبرګون وښود او ویې ویل، حکومت د اعتراض کوونکو ځوانانو د اندېښنو د حل او د ازموینو د اصلاحاتو لپاره ژمن دی.

هغه په اېکس کې لیکلي: «زموږ حکومت په بشپړ ډول ژمن دی چې د ازموینې او د ځوانانو د هرې واقعي اندېښنې په اړه په پارلمان کې بحث وکړي.»

پردان د راهول ګاندي اعتراض ته په اشارې ویلي، د هند زده‌کوونکي د دې مستحق دي چې د سیاسي کمپاینونو د وسیلې په توګه ونه کارول شي.

د ۵۷ کلن دهرمېندرا پردان نوم د مودي د بهارتیا جنتا ګوند له مخکښو څېرو څخه ګڼل کېږي. نوموړی له ۲۰۱۴ کال راهیسې وزیر دی او د پټرولیم او طبیعي ګاز، فولادو، مهارتونو پراختیا او پوهنې وزارتونه یې اداره کړي دي. هغه په ۲۰۲۱ کال کې د پوهنې وزیر شو.

مودي او د بهارتیا جنتا ګوند تر اوسه د هغه د استعفا غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی. شنونکي وايي، دا چاره په ګوند کې د هغه مهم ځای ته اشاره کوي.

شنونکي په دې باور دي چې د زده‌کوونکو په مشرۍ اعتراضونه ښايي د مودي حکومت لپاره پر یوې پراخې سیاسي او ټولنیزې ننګونې بدل شي، ځکه د کارموندنې د کمښت او د ازموینو د پوښتنو د تکراري افشا کېدو موضوع د هند د ځوانانو جدي اندېښنې راپارولې دي.

ډېر لیدل شوي

په کابل کې یوې نجلۍ د ټرانسپورټي ټکټونو د پلورنې انلاین سیستم جوړ کړی
۱

په کابل کې یوې نجلۍ د ټرانسپورټي ټکټونو د پلورنې انلاین سیستم جوړ کړی

۲

سرچینې: په سمنګان کې د یوه قومي مشر په وژنه تورن طالب له زندان څخه ازاد شوی

۳

ایران په تېرو درېیو کلونو کې نږدې ۱۹۰ افغانان اعدام کړي دي

۴

د خلکو شکایت: د کندهار په ځینو سیمو کې د اوبو سطحه تر شاوخوا «۲۰۰» مترو ښکته شوې

۵

یوې افغانې انجنیرې له دندې نه تر ګوښه کېدو وروسته د روب جوړولو کاروبار پیل کړی

•
•
•

نور خبرونه

پاکستان له امریکا نه د ۱۰ مېلیارد ډالرو مرستې غوښتنه کړې

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۷:۱۲ GMT+۱
100%

رویټرز خبري اژانس د یوې باخبره سرچینې په حواله راپور ورکړی، چې پاکستان د خپلو بهرنیو اسعارو د زېرمو پیاوړتیا او پر خپل اقتصاد د فشار د کمښت لپاره له امریکا نه د ۱۰ مېلیارد ډالرو مالي مرستې غوښتنه کړې ده.

د ایران د جګړې اړوند خبرو اترو کې د اسلام‌اباد منځګړیتوب له واشنګټن نه د اقتصادي ملاتړ ترلاسه کولو په برخه کې د دغه هېواد هیلې زیاتې کړې دي. دغه غوښتنه داسې مهال شوې، چې پاکستان هڅه کوي د څو کلونو اقتصادي کړکېچ، د بهرنیو اسعارو د زېرمو د کمښت او پر بهرنیو مرستو د تکیې له دورې وروسته خپل اقتصاد باثباته کړي.

د اسلام‌اباد په غوښتنه کې د امریکا او پاکستان د حکومتونو ترمنځ «د اسعارو د تبادلې بیې د ثبات ملاتړ لپاره د دوه‌اړخیزو اسانتیاوو» په نوم د ۱۰ مېلیارد ډالرو مالي مېکانیزم جوړول شامل دي، چې د بېرته ورکړې موده یې تر پنځو کلونو پورې غځېدای شي.

دغه غوښتنه وروسته له هغې مطرح شوې، چې پاکستان د ایران د جګړې په تړاو د خبرو اترو په منځګړیتوب کې ونډه واخیسته. د شنونکو په وینا؛ دغه رول د اسلام‌اباد ډیپلوماتیک دریځ پیاوړی کړی او د امریکا او نورو نړۍوالو شریکانو څخه د اقتصادي ملاتړ د ترلاسه کولو هیلې یې زیاتې کړې دي.

که امریکا له دې غوښتنې سره هوکړه وکړي، نو دغه مالي مېکانیزم به د پاکستان د بهرنیو اسعارو د زېرمو په زیاتېدو، پر پاکستاني روپۍ د فشار په کمښت او د څو اړخیزو پورونو پر وړاندې د دغه هېواد د اړتیا په راکمېدو کې مرسته وکړي.

خو له دې سره، سره پاکستان لاهم د نړۍوال وجهي صندوق (IMF) د ۷ مېلیارد ډالرو د مالي پروګرام تر چتر لاندې دی. د دغه پروګرام د پلي کېدو لپاره د مالیاتو لوړول، د دولتي لګښتونو کمښت او سخت اقتصادي اصلاحات شرط ګرځول شوي دي.

د امریکا خزانې وزارت د پاکستان د یادې غوښتنې په اړه څه نه‌دي ویلي او د پاکستان د مالیې وزارت هم تر اوسه د دغه راپور په اړه رسمي غبرګون نه‌دی ښودلی. د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګزېب د سې‌شنبې په ورځ په واشنګټن کې د امریکا د خزانې له وزیر سکاټ بېسنټ سره په لیدنه کې وویل، دواړه خواوو د سیمې د جیوپولیټیکي بدلونونو پر وړاندې د پاکستان د اقتصاد زیان‌منېدو، نړۍوالو بازارونو ته د پاکستان د لاسرسي زیاتېدو، د بهرنیو اسعارو د زېرمو پیاوړتیا او د دغه هېواد د اعتبار درجې د ښه کولو په اړه خبرې کړې دي.

پاکستان په وروستیو کلونو کې څو ځلې د بهرنیو اسعارو له ناورین او د خپلو بهرنیو پورونو د بېرته ورکولو له ستونزو سره مخ شوی دی.

دغه هېواد په ۲۰۲۳کال کې د نړۍوال وجهي صندوق له ۳ مېلیارد ډالرو بېړنۍ مالي کڅوړې په ترلاسه کولو سره د پورونو د نه ورکړې له ګواښه وژغورل شو او وروسته یې له همدې صندوق څخه د ۷ مېلیارد ډالرو بل مالي پروګرام هم ترلاسه کړ.

له دې مرستو سره، سره د پاکستان د بهرنیو اسعارو زېرمې لاهم پر بهرني ملاتړ، د پورونو پر تمدید او د چین او سعودي عربستان په څېر د متحدو هېوادونو پر زېرمو او مالي مرستو تکیه لري.

دغه تکیه د اپرېل په میاشت کې هغه وخت څرګنده شوه، کله چې پاکستان متحده عربي اماراتو ته شاوخوا ۳.۵ مېلیارد ډالر بېرته ورکړل او په همدې مهال سعودي عربستان د ۳ مېلیارد ډالرو نوې مالي مرسته وړاندې کړه.

پاکستان هیله لري، تر ۲۰۲۶کال پورې به دومره د بهرنیو اسعارو زېرمې ولري چې د ۲۰۲۱کال پرتله باثباته مالي وضعیت ته بېرته ور وګرځي او د اسعارو د ناورین او د بهرنیو پیسو د کمښت په اړه اندېښنې یې کمې شي.

د کاناډا او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان پر وضعیت او امنیتي ګواښونو غږېدلي

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۲۶ GMT+۱
100%

د کاناډا او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په اسلام‌اباد کې د افغانستان د وضعیت، له افغانستان څخه د راپورته کېدونکو ترهګریزو ګواښونو، امنیتي همکاریو او د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په یوه ګډه خبرپاڼه کې ویلي، د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې انیتا اناند او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د ترهګرۍ او له کرښې هاخوا د سازمان‌یافته جرمونو پر ضد د امنیتي همکاریو پر پراخولو هوکړه کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لورو د افغانستان وروستي وضعیت او د هغو امنیتي اندېښنو په اړه هم خبرې کړې چې د ترهګرو ډلو له فعالیتونو سره تړاو لري، خو د دغو خبرو نور جزییات نه دي خپاره شوي.

پاکستان په وروستیو کلونو کې څو ځله طالبان تورن کړي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسله‌وال د افغانستان له خاورې په پاکستان کې د بریدونو د تنظیم لپاره کار اخلي. طالبانو بیا دا ادعاوې رد کړې دي.

انیتا اناند د خپل یو ورځني سفر پر مهال د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف، د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د پوځ له لوی درستیز عاصم منیر سره هم لیدلي دي.

د پاکستان پوځ ویلي، اناند او عاصم منیر په راولپنډۍ کې د پوځ په عمومي قوماندانۍ کې د دفاعي همکاریو، د ترهګرۍ ضد مبارزې او د سیمې د وروستیو تحولاتو په اړه خبرې کړې او د امنیتي او دفاعي همکاریو پر پراخولو یې ټینګار کړی دی.

اقتصادي او سوداګریزې اړیکې هم د دواړو هېوادونو د خبرو مهمه برخه وه. د شهباز شریف په حضور کې کاناډا او پاکستان له کاناډا څخه پاکستان ته د کنولا د صادراتو تړون لاسلیک کړ.

دواړو لورو همدارنګه د بهرنیو پانګونو د ملاتړ د هوکړې د وروستي کولو پر اړتیا ټینګار وکړ. د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې وویل، تېر کال پاکستان ته د کاناډا صادرات ۶۵سلنه زیات شوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت ۱.۲میلیارد ډالرو ته رسېدلی دی.

اناند زیاته کړه، کاناډا په پاکستان کې د کرنې، کانونو، انرژۍ، معلوماتي ټکنالوژۍ او موټرو جوړونې په برخو کې د پانګونې له پراخولو سره لېوالتیا لري.

نوموړې په اېکس خواله رسنۍ کې هم لیکلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ نږدې ولسي اړیکې د همکاریو له مهمو بنسټونو څخه دي. د هغې په وینا، په کاناډا کې له ۳۰۰زرو ډېر پاکستاني الاصله کاناډایان ژوند کوي او کولای شي د اقتصادي همکاریو او دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.

دا نږدې په تېرو شلو کلونو کې پاکستان ته د کاناډا د بهرنیو چارو د وزیر لومړنی سفر بلل کېږي. دواړو هېوادونو هوکړه کړې چې د امنیتي، سیاسي او اقتصادي همکاریو د تعقیب لپاره به هر کال منظمې مشورتي غونډې ترسره کوي.

له جرمني د افغان محکومانو ایستل؛ د قربانیانو کورنۍ له بند مخکې شړل د عدالت نیمګړتیا بولي

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۹ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۰۳ GMT+۱
100%

د هغو دوو افغان کورنیو غړي چې خپلوان یې په جرمني کې د افغان وګړو له خوا په قتل رسېدلي، وایي د محکومو افغانانو د بند د سزا تر بشپړېدو مخکې افغانستان ته لېږدول، په عمل کې د هغوی د وخت نه مخکې خوشې کېدو معنا لري او د عدالت پر پلي کېدو جدي پوښتنې راپورته کوي.

دغو کورنیو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، که څه هم د سزا تر بشپړېدو وروسته د محکومانو له ایستلو سره مخالفت نه لري، خو اندېښنه لري چې که مجرمان د بند له مودې مخکې افغانستان ته ولېږل شي، د پاتې سزا د عملي کېدو لپاره هېڅ تضمین نه شته.

د یوه ۲۱ کلن افغان ځوان کورنۍ، چې زوی یې دوه کاله وړاندې د جرمني په یوه ښار کې د یوه افغان له خوا وژل شوی، ویلي د زوی قاتل ښايي د افغان مجرمانو د ایستلو په لړۍ کې تر بشپړې سزا مخکې افغانستان ته واستول شي.

د کورنۍ په وینا، د جرمني او طالبانو ترمنځ هېڅ داسې حقوقي هوکړه نشته چې طالبان د جرمني د محکمو د صادره شوو بند سزاوو د دوام پلي کولو ته مکلف کړي.

ورته اندېښنه د یوه ۱۷ کلن افغان هلک کورنۍ هم لري چې د جرمني په شمال کې د یوه افغان له خوا وژل شوی و. د دوی په باور، د محکمې صادر شوی حکم هغه وخت خپل ارزښت لري چې محکوم یې بشپړه موده په زندان کې تېره کړي، که نه نو عدالت نیمګړی پاتې کېږي.

د جرمني د جزایي اجراآتو د قانون د ۴۵۶ الف مادې له مخې، څارنوالۍ کولای شي د یوه بهرني محکوم د ایستلو پر مهال د هغه د بند د پاتې مودې اجرا وځنډوي.

د جرمني حکومت ویلي، د دې پرېکړې پر مهال د جرم ډول، د محکوم د بند تېر شوی وخت، پاتې موده او د عامه ګټو موضوع ارزول کېږي. په ځینو ایالتونو کې د داخلي لارښوونو له مخې، محکومان معمولاً د بند د مودې له نیمایي تېرولو وروسته ایستل کېږي.

خو برلین ټینګار کړی چې د سزا د اجرا درول د بښنې یا د محکومیت د لغوه کېدو معنا نه لري. که چیرې محکوم بېرته جرمني ته داخل شي، د بند پاتې موده بیا عملي کېدای شي.

له طالبانو سره د بندیانو د لېږد هوکړه نشته

د جرمني حکومت منلې چې له طالبانو سره د بندیانو د لېږد یا د جرمني د محکمو د بند د حکمونو د عملي کولو په اړه هېڅ دوه اړخیزه هوکړه نه لري.

د برلین په وینا، طالبانو هم هېڅ تضمین نه دی ورکړی چې ایستل شوي کسان به افغانستان ته تر رسېدو وروسته زنداني کړي. جرمني هم د دغو کسانو د سپارلو وروسته د هغوی وضعیت نه تعقیبوي، ځکه د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او په افغانستان کې د دې کار لپاره رسمي ډیپلوماتیک حضور نه لري.

طالبان ایستل شوي کسان خوشې کوي

جرمني د ۱۴۰۳ کال د وږي په نهمه، د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته، د لومړي ځل لپاره ۲۸ افغان محکومان کابل ته واستول. له هغه وروسته دا بهیر دوام موندلی او پراخ شوی دی.

د راپورونو له مخې، طالبانو دغه کسان د کورنیو له لیکلي تعهد اخیستو وروسته خوشې کړي دي. د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین مخکې ویلي وو چې د دوسیو تر ارزونې وروسته دغه کسان ازاد شوي دي.

افغان حقوق‌پوه او د پوهنتون پخوانی استاد احمد رفیع نادري وایي، جرمني باید د محکومانو تر ایستلو مخکې له طالبانو سره د «محکومو کسانو د لېږد» رسمي هوکړه لاسلیک کړي.

هغه وايي، یوازې د «مجرمانو ایستل» طالبان دې ته نه مکلفوي چې د جرمني د محکمو صادر شوي حکمونه عملي کړي، ځکه طالبان دغه کسان د ایستل شویو کډوالو په توګه تسلیموي، نه د هغو بندیانو په توګه چې باید د بند پاتې موده تېره کړي.

د نادري په وینا، د داسې هوکړې په صورت کې طالبان به مکلف وي چې یا هم د جرمني صادر شوی حکم هماغسې عملي کړي او یا یې د خپلو قوانینو له مخې د اجرا وړ حکم ته واړوي، او هغه موده چې محکوم په جرمني کې تېره کړې هم باید حساب شي.

بل لورته د اروپا د پارلمان جرمنۍ غړې هانا نیومن هم د افغان محکومانو پر ایستلو نیوکه کړې ده.

هغې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، محکومان باید خپله سزا د جرمني په زندانونو کې بشپړه کړي، ځکه طالبان به هغوی زنداني نه کړي.

نیومن خبرداری ورکړی چې د جنسي جرمونو په ګډون د خطرناکو مجرمانو ایستل، ښايي په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي خطر لا زیات کړي.

د افغانستان انټرنشنل د معلوماتو له مخې، یوازې په ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو کې لږ تر لږه شپږ افغانان په جرمني کې د نورو افغانانو له خوا وژل شوي دي.

په دغو پېښو کې د شوورین، برلین، ګوسترو، هسیش‌لیشتناو او هرشینګ ښارونو وژنې شاملې دي چې په جرمنیو رسنیو کې یې پراخ انعکاس درلود.

کارپوهان وایي، د دغو پېښو له زیاتېدو سره د افغان محکومانو د ایستلو موضوع یوازې د کډوالۍ مسله نه ده پاتې شوې، بلکې د عدالت، د قربانیانو د حقونو او د نړیوالو حقوقي مکلفیتونو له پلوه هم یوه مهمه او جنجالي موضوع ګرځېدلې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان: په نړۍ کې ۵۷ میلیونه کسان په عقلي زوال (ډیمنشیا) اخته دي

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۹ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۲۸ GMT+۱
100%

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، دا مهال په ټوله نړۍ کې له ۵۷ میلیونو ډېر کسان د عقل زوال یا «ډیمنشیا» له ناروغۍ سره ژوند کوي او ددغه ناروغۍ هر کال نږدې ۱۰ میلیونه نوې پېښې ثبتېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان د ډیمنشیا د مخنیوي لپاره نوې نړیوالې لارښوونې خپرې کړې دي.

دغه سازمان وایي، که څه هم د دې ناروغۍ بشپړه درملنه لا هم نه شته، خو تازه علمي څېړنې ښيي چې د ژوند د طرز په بدلون سره د ډېرو کسانو د ناروغېدو خطر کمېدلی شي.
د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، اوس مهال له ۵۷ میلیونو زیات کسان په نړۍ کې له ډیمنشیا سره ژوند کوي او هر کال نږدې ۱۰ میلیونه نور کسان پرې اخته کېږي. د دغې ناروغۍ تر ټولو عام ډول الزایمر دی چې د ډیمنشیا له ټولو پېښو څخه شاوخوا ۶۰ تر ۷۰ سلنه جوړوي.
ډیمنشیا د ماغزو یو ډول ناروغي ده چې د انسان حافظه، فکر، د پرېکړې کولو وړتیا او د ورځنیو چارو د ترسره کولو توان اغېزمنوي. په پرمختللو پړاوونو کې ناروغان د خپلو نږدې خپلوانو په پېژندلو، خبرو کولو او حتی د ورځنیو ساده کارونو په ترسره کولو کې هم له ستونزو سره مخ کېږي.
د روغتیا نړیوال سازمان وایي، د منظم بدني فعالیت، د مخدره توکو د استعمال کمول او د سالمو خوړو خوړل د دې ناروغۍ د خطر په کمولو کې مهم رول لري.
سازمان همدارنګه سپارښتنه کړې چې خلک باید ذهني فعالیتونه زیات کړي، ټولنیزو اړیکې وپالي او د وینې لوړ فشار، شکر او لوړ کولېسټرول په څېر مزمنې ناروغۍ په سمه توګه کنټرول کړي، ځکه دا ټول د ډیمنشیا له خطر سره تړاو لري.
د لومړي ځل لپاره، د روغتیا نړیوال سازمان د هوا د ککړتیا کمول هم د ډیمنشیا د مخنیوي د تګلارې برخه بللې ده. د سازمان په وینا، په ځینو کسانو کې د اورېدو د ستونزو درملنه او هغوی ته د غوږیو کارول هم د دې ناروغۍ د خطر په کمولو کې مرسته کولی شي.
د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، ډیمنشیا یوازې د حافظې ناروغي نه ده، بلکې د ناروغانو خپلواکي، د ژوند کیفیت او خوندیتوب هم اغېزمنوي او پر کورنیو او پالونکو یې دروند رواني او اقتصادي بار اچوي.
د دغه سازمان د اټکل له مخې، ډیمنشیا هر کال نړیوال اقتصاد ته شاوخوا ۱،۳ ټریلیون ډالره زیان رسوي چې نږدې نیمايي یې د هغو کورنیو او خپلوانو د کار له له لاسه ورکول دي چې د ناروغانو ساتنه کوي.
د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کوي چې که د ډیمنشیا مخنیوی د غیرساري ناروغیو، رواني روغتیا او د ماغزو د روغتیا له پروګرامونو سره یوځای شي، د دې ناروغۍ نړیوال بار به راکم شي او ډېر خلک به اوږد، سالم او خپلواک ژوند ولري.

د جګړې مطالعاتو انسټیټیوټ: د ایران توغندي د امریکا دفاعي سیستمونه ننګوي

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۹ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۵۲ GMT+۱
100%

د جګړې د مطالعاتو انسټیټیوټ وايي، ایران په سیمه کې د امریکا پر اډو د بریدونو لپاره د لوړ سرعت او مسیر بدلولو وړتیا لرونکي توغندي کاروي. د دغه بنسټ په باور د ایران د بالستیک توغندیو د پروګرام د پراختیا له امله د امریکا ملي امنیتي ګټو ته مخ پر زیاتېدونکی ګواښ رامنځته کوي.

دغه امریکایي انسټیټیوټ د جولای پر ۱۸مه د ایران د وضعیت په اړه په ځانګړي راپور کې ویلي، تهران هڅه کوي د امریکا دفاعي سیستمونو ته په کتو خپل توغندیز بریدونه عیار کړي. د راپور له مخې، د ایران مشران لږ تر لږه د ۲۰۲۴ کال په اپرېل او اکتوبر کې پر اسراییلو له توغندیزو بریدونو راهیسې د داسې «مانورکوونکو بیا ننوتونکو وسایطو» د کارولو لېوالتیا ښودلې چې د ایراني توغندیو نسبتا ټیټه دقت‌کچه ښه کړي.

د راپور له مخې، د جولای پر ۱۷مه د اردن په یوه اډه د ایران په توغندیز برید کې دوه امریکايي پوځیان ووژل شول. لوېدیځو رسنیو ته امریکايي چارواکو ویلي چې برید د اردن د ازرق ښار په موافق السالتي هوايي اډه شوی دی.

دغه امریکايي څېړنیز بنسټ وايي، چین او روسیه ښايي په سیمه کې د امریکا د اډو د په نښه کولو لپاره د ایران له هڅو ملاتړ وکړي. د «وال سټریټ ژورنال» په حواله، امریکايي چارواکو د جولای پر ۱۸مه ویلي چې دوی اندېښمن دي چې چین او روسیه د امریکا د سیمه‌ییزو شتمنیو د ایران د وروستیو هڅو ملاتړ کوي.

د راپور له مخې، د ایران ستر رهبر مجتبی خامنه‌يي او یو شمېر نورو لوړپوړو ایراني چارواکو، چې د خبرو اترو د پلاوي غړي هم پکې شامل دي، په ښکاره ویلي چې د ایران او امریکا ترمنځ د تفاهم یادداشت نور اعتبار نه لري.

د جګړې د مطالعاتو انسټیټیوټ وايي، د دغه هوکړه لیک د پنځمې مادې، چې د هرمز تنګي په اړه وه، د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ د پام وړ توپیر موجود و او همدې اختلاف د هوکړه لیک په له منځه تلو کې مهم رول درلود.

د راپور له مخې، ایران د جولای پر ۱۸مه په کویټ کې د برېښنا تولید او د اوبو د خوږولو پر یوه مرکز برید کړی دی. د دې څېړنیز بنسټ په باور، دغه برید ښايي د جولای پر ۱۷مه د هرمزګان ولایت د جاسک ښار ته څېرمه د ایران پر یوه د اوبو د خوږولو مرکز د ادعا شوي امریکايي برید په غبرګون کې ترسره شوی وي.

ایران همداراز په سعودي عربستان کې د امریکا پر یوې اډې بالستیک توغندی توغولی؛ دا په نږدې درېیو میاشتو کې د سعودي پر خاوره د ایران لومړی برید بلل شوی دی. د راپور له مخې، ایران د جولای پر ۱۷مه او ۱۸مه په بحرین او اردن کې د امریکا اړوند تاسیسات هم په نښه کړي دي.

په ورته وخت کې، متحده ایالاتو د هرمزګان ولایت د بندرعباس ښار شاوخوا د نورو پلونو او سړکونو پر ضد هم بریدونه کړي دي. د جګړې د مطالعاتو انسټیټیوټ وايي، دغه بریدونه د جولای پر ۱۷مه د ختیځې امریکا د وخت له مخې د ماسپښین له دوو بجو وروسته ترسره شوي دي.