• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

د پهلوانۍ غوره لیګ؛ قوشتېپې او اخوت لوبډلو د سیالیو پایلوبې ته لار ومونده

۵ زمری ۱۴۰۵ - ۲۷ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۵۰ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ادارې ویلي، د افغانستان د پهلوانۍ د لومړي پړاو غوره لیګ سیالیو په دوام د سیالیو په اوومه ورځ د قوشتېپې او ستاره‌ها او همدارنګه د اخوت او فتح لوبډلو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې.

د یادې ادارې په وینا، په دغو سیالیو کې د څلورو لوبډلو ۴۰پهلوانانو برخه اخیستې وه چې په هره لوبډله کې لس تنه وو او د شلو جوړو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې.

د سیالیو د پایلو له مخې، قوشتېپې او اخوت لوبډلو پایلوبې (فاینل) ته لار پیدا کړې او ټاکل شوې چې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د اتلولۍ لپاره له یو بل سره مخامخ شي.

بلخوا، د نن ورځې بایلونکو لوبډلو، فتح او ستاره‌ها، ترمنځ به د درېیم مقام د ګټلو لپاره سیالي د چهارشنبې په ورځ ترسره شي.

ترویج لرونکی

ازادۍ جبهه طالبانو ته: پوهېږو چې ځانمرګي بریدونه کوئ، دا ګز او دا میدان
۱

ازادۍ جبهه طالبانو ته: پوهېږو چې ځانمرګي بریدونه کوئ، دا ګز او دا میدان

۲
چاپیریال

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په شپږو ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی

۳
د افراسیاب خټک لیکنه

د هند او پاکستان د اوبو لانجه؛ د هند پرېکړې پاکستان اندېښمن کړی

۴

د اسلام‌اباد، کابل او نوي ډیلي ترمنځ د بې‌باورۍ سیوری؛ افغانستان د نوو اړیکو پر لور

۵

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر وايي د دې ډلې پر وړاندې د جګړې انګېزه نه‌شته

•
•
•

نور کیسې

د کاناډا په ټورنټو کې د امریکا پر کونسلګرۍ ډزې شوې دي

۵ زمری ۱۴۰۵ - ۲۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۵۹ GMT+۱
100%

د کاناډا سي‌بي‌سي شبکې راپور ورکړی چې د ټورنټو ښار په مرکز کې د امریکا کونسلګرۍ د دوشنبې په سهار د ډزو هدف ګرځېدلې ده. راپور زیاتوي چې دا په روان کال کې دویم ځل دی چې په ټورنټو کې د امریکا په کونسلګرۍ ډزې کېږي.

د ټورنټو پولیسو ویلي، د پېښې په تړاو د سپین رنګ هونډا اکارډ موټر لټه کوي چې نمبر پلېټ نه لري. پولیسو زیاته کړې چې په دې پېښه کې هېڅوک نه دي ټپیان شوي او د برید د عامل یا عاملانو انګېزه لا هم نه ده روښانه شوې.

د ټورنټو ښاروال دغه پېښه «یو زړور برید» بللی او ویلي یې دي چې د کاناډا د عامه امنیت له وزیر سره یې د ډزو د پېښو د مخنیوي او ښار ته د ناقانونه وسلو د ننوتلو د مخنیوي په اړه خبرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا کونسلګرۍ په ټورنټو کې سږ کال د دویم ځل لپاره د ډزو له برید سره مخ کېږي، خو چارواکو تر اوسه د دواړو پېښو ترمنځ د احتمالي تړاو په اړه څه نه دي ویلي.

افغان کرکټ ملي لوبډله د ایرلنډ پر وړاندې سیالیو ته د چمتووالي لپاره انګلستان ته رسېدلې

۴ زمری ۱۴۰۵ - ۲۶ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۵۰ GMT+۱
100%

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې د کرکټ ملي لوبډله د ایرلنډ پر وړاندې د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو د لړۍ لپاره د ښه چمتووالي په موخه د انګلستان برمنګهم ښار ته رسېدلې ده.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، افغان لوبغاړي به د اګست تر لومړۍ نېټې پورې په برمنګهم کې د تمریناتو او چمتووالي کمپ ته دوام ورکړي، څو له بشپړ چمتووالي سره ایرلنډ ته ولاړ شي.

د کرکټ بورډ په وینا، ملي لوبډله به د تمریناتي کمپ تر پای وروسته ایرلنډ ته سفر وکړي او د پنځو یو ورځنیو نړیوالو سیالیو د لړۍ لومړۍ لوبه به د اګست په پنځمه د بریډي په لوبغالي کې د کوربه هېواد ایرلنډ پر وړاندې ترسره کړي.

دغه سیالۍ د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د راتلونکو نړیوالو سیالیو لپاره د چمتووالي د پروګرام مهمه برخه بلل کېږي.

په عیدګاه د لوبغالي د بدلېدو له امله د هلمند ولایتي کرېکټ سیالۍ په کندهار کې پیل شوې

۴ زمری ۱۴۰۵ - ۲۶ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۴۳ GMT+۱
100%

په هلمند کې د کرېکټ د معیاري لوبغالي د نشتوالي له امله د دغه ولایت د کلبونو په کچه د کرېکټ سیالۍ سږکال په کندهار کې پیل شوې. د هلمند د کرېکټ معیاري لوبغالی څو میاشتې وړاندې د جومات ودانولو لپاره د هبت الله په امر ویجاړ شو.

د افغانستان د کرېکټ بورډ د کورني کرېکټ څانګې ویلي، چې د ۲۰۲۶ کال د کلبونو کچې سیالیو په لړ کې د هلمند ولایت د کلبونو سیالۍ تېره ورځ په کندهار کې پیل شوې.

په دغو سیالیو کې ۱۶ لوبډلې ګډون لري چې ترمنځ به یې د درې اونیو په موده کې ۴۰ لوبې وشي او هره لوبډله به ۵ لوبې کوي.

خو د هلمند د کرېکټ لوبغاړي وايي چې دا ځل دا سیالۍ د لوبغالي د نشتوالي له امله د هلمند پر ځای په کندهار کې کېږي.

دوی وايي، اړ دي چې په کندهار کې د اوسېدو او ترانسپورټ ټول لګښتونه خپله پرغاړه واخلي.

په ورته مهال یو شمېر کلبونو د هلمند او کندهار ترمنځ د لرې واټن او هلته د اوسېدو لپاره د بودیجې نشتوالي له امله په دغو سیالیو کې ګډون نه دی کړی.

د کلبونو په کچه سیالۍ هر کال په هر ولایت کې کېږي او په یادو لوبو کې ځلیدونکي لوبغاړي بیا ګريډ ۲ او همدارنګه د نور پرمختګ لپاره ټاکل کېږي.

یادې سیالۍ ځکه په کندهار کې کېږي، چې په هلمند کې د کرېکټ لپاره رغول شوی معیاري لوبغالی څه موده وړاندې د طالبانو د مشر هبت الله په امر ویجاړ شو او پر ځای یې د عیدګاه جومات د جوړولو چارې پیل شوې.

په کابل کې د ۱۲۰ لوبغاړو په ګډون د سوک‌وهنې سیالۍ ترسره شوې

۴ زمری ۱۴۰۵ - ۲۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۲۶ GMT+۱
100%

د طالبانو تر کنټرول لاندې د سوک‌وهنې فدراسیون د سیالیو په تالار کې د شنبې په ورځ (د زمري ۳مه) د کابل د څلورو زونونو د ۱۲۰ لوبغاړو په ګډون د سوک‌وهنې سیالۍ ترسره شوې. دغه سیالۍ د افغانستان د سوک‌وهنې د درې‌ستوريز او مرحوم روزونکي عبدالحی عزیزپور د یاد په ویاړ جوړې شوې وې.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د سوک‌وهنې فدراسیون ویلي، د دغو سیالیو موخه د سوک‌وهنې د ودې او پرمختګ په برخه کې د عبدالحی عزیزپور د تلپاتې خدمتونو او هڅو ستاینه او درناوی دی.

په دغو سیالیو کې ګډونوالو لوبغاړو په لسو بېلابېلو وزني کټګوریو کې له یو بل سره سیالۍ وکړې.

د سوک‌وهنې فدراسیون مسوولان وایي، مرحوم عبدالحی عزیزپور د هېواد د سوک‌وهنې د داورۍ په برخه کې هم ارزښتناک او تلپاتې خدمتونه ترسره کړي دي.

د سالمې سیالۍ لپاره د مناسبې فضا رامنځته کول، د وړ او استعداد لرونکو لوبغاړو پېژندل او د سوک‌وهونکو ترمنځ د ورزشي روحیې پیاوړتیا د دغو سیالیو له مهمو موخو څخه په ګوته شوي دي.

د افغانستان د ۱۷ کلنو کم‌عمره فوټبال لیګ سیالۍ په کابل کې پیل شوې

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۳۲ GMT+۱
100%

د افغانستان د ۱۷ کلنو کم‌عمره فوټبال لیګ سیالۍ، د ۱۰ لوبډلو په ګډون، نن (شنبه د زمري ۳مه) په کابل ښار کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې پیل شوې.

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ادارې د شنبې په ورځ (د زمري ۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغو سیالیو په لومړۍ ورځ دوه لوبې ترسره شوې. په لومړۍ لوبه کې د فراه ابومسلم او د فاریاب خراسان لوبډلو یو ـ یو مساوي پایله خپله کړه.

په دویمه لوبه کې د کندهار اتفاق خان‌زاده لوبډلې د کابل د ځوانان پیروزي لوبډلې ته ۲ د یو پر وړاندې پایلې سره ماتې ورکړه.

د فراه ابومسلم او فاریاب خراسان تر منځ د لوبې له پای ته رسېدو وروسته، د ابومسلم لوبډلې لوبغاړی طالب حسین رحیمي د لوبې د غوره لوبغاړي په توګه وټاکل شو او همدارنګه، د کندهار د اتفاق خان‌زاده لوبډلې لوبغاړي نبي‌الله خوشحال هم د کابل د ځوانان پیروزي پر وړاندې لوبه کې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

د سږني لیګ په سیالیو کې د فراه ابومسلم، د فاریاب خراسان، د کندهار اتفاق خان‌زاده، د کابل ځوانان پیروزي، ارمان اېف‌سي، د کندهار عینو مېنې، د فاریاب سرسبز یاشلر، د هرات طوفان هریرود، د کابل استقلال او د هرات سرخ‌پوشان خوافي لوبډلې برخه لري.