• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ستاسو روایت

د هرات اوسېدونکی: طالبانو په هرات کې د قول اردو د پخوانيو کارکوونکو کورونه غصب کړي

۶ زمری ۱۴۰۵ - ۲۸ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۳۵ GMT+۱

د هرات یوه اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، د دغه ولایت ۸مې ناحیې اړوند د پخوانۍ قول اردو په سیمه کې هغه کورنۍ چې شاوخوا ۲۵ کاله وړاندې یې په ویجاړو او شاړو ځمکو کې په خپل شخصي لګښت ساده کورونه جوړ کړي وو؛ اوس طالبان دوی له خپلو کورونو باسي او ځمکې یې غصبوي.

نوموړي ویلي، دغه کورنۍ د هرات د پخوانۍ قول اردو کارکوونکي وو او کلونه یې د هېواد د دفاع او د امنیت د ساتنې په برخه کې دنده ترسره کړې ده. هغه زیاته کړې، چې دغه کارکوونکو د خپلو کمو تنخواوو پرمټ د استوګنې لپاره کورونه جوړ کړي وو.

د هرات دغه اوسېدونکی وړاندې وایي، طالبان د دغه کورنیو یوشمېر غړي په زور له خپلو کورونو اېستلي او د هغوی کورونه او شتمنۍ یې نیولې دي. نوموړي همداراز ویلي، هغه کورنۍ چې لاهم په خپلو کورونو کې پاتې دي له ګواښونو او د خپلو اولادونو د نیولو له فشار سره مخ دي؛ څو خپل کورونه پرېږدي.

د هرات دغه اوسېدونکي طالبان تورن کړي، چې د کمزورو او بې‌وسه کورنیو پر وړاندې له زور کار اخلي. د هغه په وینا؛ یادې کورنۍ نه په فساد، نه په غلا او نه هم په سیاسي فعالیتونو کې ښکېلې وې، بلکې عادي دولتي کارکوونکي وو چې د خپلو کورنیو د ښه ژوند او د وطن د دفاع لپاره یې دندې ترسره کولې.

د هرات ښار دغه اوسېدونکی همداراز وایي، طالبان د دې پر ځای چې د خلکو له حقونو ساتنه وکړي له هغې سرغړونه کوي او د عدالت پرځای ظلم کوي. هغه د طالبانو د ورته کړنو پر وړاندې چوپ پاتې کېدل غندي.

ترویج لرونکی

د طالبانو پخواني چارواکي د ملي بیرغ په ورځ د درې‌رنګه بیرغ ستاینه کړې
۱

د طالبانو پخواني چارواکي د ملي بیرغ په ورځ د درې‌رنګه بیرغ ستاینه کړې

۲

پاکستان د ۱۶۰۰۰ افغان کډوالو د استوګنې موده وغځوله

۳

طالبانو: د غوري سمنټو فابریکه هره ورځ ۷۰۰ ټنه سمنټ تولیدوي

۴

طالبي ګومارنې؛ ملاهبت الله د طالبانو د استخباراتو یو کارکوونکی د پکتیکا پوهنتون رییس ټاکلی

۵

پاکستان د افغانستان امنیتي وضعیت ارزونې لپاره خپل سفیر اسلام‌اباد ته وربللی

•
•
•

نور کیسې

ستاسو روایت: د طالبانو په ادارو کې خلک د اسنادو د سمون لپاره له ستونزو سره مخ دي

۵ زمری ۱۴۰۵ - ۲۷ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۲۲ GMT+۱
100%

یو افغان وګړي احرار افغان د سرای شمالي د کاغذي تذکرو د وېش په مرکز کې د نومونو د ناسم ثبت شکایت کړی او خبرداری یې ورکړی چې د اسنادو په لیکلو کې تېروتنې کولای شي خلک له جدي ستونزو او بیا بیا سرګردانۍ سره مخ کړي.

دغه اوسېدونکي په ایکس خواله رسنۍ کې په خپل پیغام کې لیکلي، چې سرای شمالي ته د خپلې کورنۍ د یوه غړي د کاغذي تذکرې جوړولو لپاره تللی و، خو د نوم ثبتولو پر مهال له ستونزې سره مخ شو.

هغه ادعا کړې چې یوه کارکوونکي د «حسین شاه» نوم په ناسم ډول «محسن شاه» ثبت کړ او د سمون غوښتنه یې وروسته له ډېرو هڅو ومنل شوه.

نوموړي زیاته کړې: «ما ورته وویل مه یې غلطوه، سم یې ولیکه، په ډېر تکلیف مې پرې بېرته بدل کړ.»

د هغه په وینا، د نوم د وروستۍ برخې د لیکلو پر مهال هم ستونزه رامنځته شوه او کارکوونکي «شاه» په ناسم شکل ولیکه. نوموړي ویلي، وروسته له اعتراضه یې بیا هم د لیک بڼه په سمه توګه اصلاح نه شوه.

احرار افغان ادعا کړې چې په دغه مرکز کې یې د نورو کسانو په تذکرو کې هم ورته تېروتنې لیدلې دي او لیکلي یې دي چې ځینې کارکوونکي خپلې تېروتنې نه مني.

هغه له اړوندو ادارو غوښتي چې د تذکرو د ثبت پروسې ته جدي پاملرنه وکړي، ځکه د ده په باور، که ستونزې حل نه شي، خلک به د خپلو اسنادو د سمون لپاره له دوامدارو ستونزو او سرګردانۍ سره مخ وي.

د کونړ یو شمېر اوسېدونکي: له پاکستان نه راکډه شوو خو په خپل هېواد کې سرپناه نه لرو

۵ زمری ۱۴۰۵ - ۲۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۴۶ GMT+۱
100%

د کونړ یو شمېر اوسېدونکي چې تازه پاکستان څخه راستانه شوي، افغانستان انټرنشنل ته په رالېږلي پیغام کې ویلي، په خپل هېواد کې د سرپناه نه لري او طالبان دې ژر تر ژره دوی ته ځمکې ووېشي.

یادو کسانو افغانستان انترنشنل ته په رالیږل شویو پیغامونو کې ویلي چې د نورګل ولسوالۍ د راستنېدونکو په غونډه کې د دوی د ستونزو د حل، د ځمکو د وېش او د سرپناه د برابرولو ژمنې شوې وې، خو تر اوسه یې د عملي کېدو په برخه کې کوم څرګند پرمختګ نه دی شوی.

دوی ویلي، ډېری راستنې شوې کورنۍ شخصي کورونه نه لري او د اوسېدو لپاره مناسب ځای نه مومي، له همدې امله د سرپناه نشتون له ستونزو سره مخ دي.

دوی وايي چې په ځینو نورو ولایتونو کې د کډوالو لپاره د ځمکو د وېش بهیر پیل شوی، خو د کونړ د نورګل ولسوالۍ کډوال لا هم په دې برخه کې له رسمي معلوماتو او عملي اقداماتو بې برخې دي.

یادو کډوالو له طالبانو غوښتي چې د ځمکو د وېش بهیر ژر تر ژره پیل، د ځنډ لاملونه روښانه، د سرپناه ستونزې ته عملي حل ومومي او د دې بهیر لپاره مشخص مهالوېش هم اعلان کړي.
د یادونې وړ ده چې دا یوازې د څو تازه رستنو شویو کډوال روایت دی.

د یوه ښوونکي شکایت: « معاش مې ۷ زره افغانۍ دی خو د کور ۸ زره افغانۍ کرایه ور کوم»

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۲۳ GMT+۱
100%

یوه ښوونکي افغانستان انټرنشنل پښتو ته په رالیږلي پیغام کې ویلي، چې د ټیټ معاش او د کور د لوړې کرایې له امله له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی او نور له دې وضعیته «لېونی» کیږي. دغه نوی راستون شوی افغان ښوونکی وايي، چې معاش یې۷ زره افغانۍ دی خو د کور ۸ زره افغانۍ کرایه ور کوي.

دغه ښوونکي ویلي، چې میاشتنی معاش یې اووه زره افغانۍ دی، خو یوازې د کور کرایه اته زره افغانۍ ورکوي. د هغه په وینا، له خپلې کورنۍ سره تازه له مهاجرته افغانستان ته راستون شوی او د ژوند لګښتونه یې تر اوسه ډېر لوړ دي.

نوموړي په خپل پیغام کې ویلي: «زه یو ښوونکی یم، اووه زره افغانۍ معاش لرم او د کور اته زره افغانۍ کرایه ورکوم. موږ نوي مهاجر راغلي یو. نور لیوني کېږو، د کور کرایه ورکړو که اولاد ته نفقه پیدا کړو».

دغه ښوونکي له طالب چارواکو غوښتي چې د ښوونکو او نورو ټیټ معاش لرونکو کارکوونکو اقتصادي ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي او د معاشونو او د ژوند د لګښتونو ترمنځ د موجود واټن د کمولو لپاره عملي ګامونه واخلي.

د یادونې وړ ده چې دا یوازې د یوه ښوونکي روایت دی.

کاپیسا کې یوه ښوونکې: طالبان هره میاشت د کډوالو او طبیعي پېښو په نوم له موږ پیسې ټولوي

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۱۸ GMT+۱
100%

د کاپیسا ولایت د نجونو له یوه ښوونځي یوې ښوونکې افغانستان انټرنشنل ته په رالېږلي پیغام کې ویلي، چې نږدې یو کال کېږي هره میاشت د یاد ولایت د ټولو ښوونکو له تنخوا له ایران او پاکستان نه د ستنو شویو کډوالو په نوم ۱۰۰ افغانۍ ګرځول کېږي.

هغې ویلي، چې دغه پیسې په جبري توګه ټولېږي او هېڅ ښوونکې د انکار حق نه‌لري. د هغې په وینا؛ د ښوونځیو مدیرانو ته خبرداری ورکړل شوی که له ښوونکو پیسې ټولې نه‌کړي، نو د ټولو ښوونکو پیسې به خپله مدیران ورکوي.

د نوموړې په خبره؛ د دغه میاشتني کسر ترڅنګ، وخت ناوخت د بېلابېلو پېښو په نوم لکه د هرات زلزله ځپلو، د کونړ زلزله‌ځپلو او کله هم د غزې او منځني ختیځ له خلکو سره د مرستې په نوم له ښوونکو پیسې ټولېږي.

هغې ویلي: «زه خپله کور نه‌لرم او شاوخوا لس کاله کېږي، چې له خپل اصلي استوګنځي بې‌ځایه شوې یم. په ۷زره افغانۍ تنخوا د نهو اولادونو لګښتونه مې تر غاړې دي او د دې وس نه‌لرم، چې له نورو سره مرسته وکړم. نه پوهېږم د خپلو ماشومانو لپاره ډوډۍ برابره کړم که کډوالو او نورو سره مرسته وکړم».

د هغې په وینا؛ اوسنی وضعیت بې‌ساری دی او د پخوانیو حکومتونو سره د پرتلې وړ نه‌دی. دغې ښوونکې زیاته کړې، چې د خپلې دندې له لاسه ورکولو له وېرې هیڅ څوک نه‌شي کولی په ښکاره اعتراض وکړي.
د هغې په خبره؛ که څوک خپل غږ پورته کړي، د دندې ګوښه کېدو او د همدې لږې تنخوا له لاسه ورکولو له ګواښ سره مخ کېږي. هغې په پای کې ویلي، له ټولو ستونزو سره، سره لاهم د خدای پر عدالت باور لري او هیله لري چې یوه ورځ به دغه وضعیت ته د پای ټکی کېښودل شي.

د میدان وردګو یو شمېر اوسېدونکي: د طالبانو ځواکونه د ټوپ دښتې د شخصي ځمکو نیولو هڅې کوي

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۵:۵۲ GMT+۱
100%

د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ د ټوپ دښتې یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل پښتو ته په پیغامونو کې ادعا کړې چې د ټوپ دښتې بازار او پوهنتون ته مخامخ ځمکه د ۵۲ کسانو شخصي ملکیت دی، خو په وروستیو ورځو کې طالب ځواکونه هڅه کوي دغه ځمکه تر خپل واک لاندې راولي.

د دغو اوسېدونکو په وینا، د یادې ځمکې ټول مالکان د ملکیت رسمي قبالې او نور قانوني اسناد لري او ټینګار کوي چې د ځمکې د نیولو هڅې د دوی له رضایت او د قانوني پرېکړې پرته کېږي.

د ځمکو خاوندان ادعا کوي چې د همدې قضیې په تړاو تر اوسه څلور کسان هم نیول شوي دي. د دوی د کورنیو په وینا، د نیول شویو کسانو د نیولو دقیق علت او قانوني بنسټ تر اوسه نه دی روښانه شوی.

د سیمې اوسېدونکي همداراز وایي چې د طالبانو امنیتي ځواکونه نږدې هره ورځ د ټوپ دښتې سیمې ته ورځي، چې له امله یې د نورو کسانو د احتمالي نیولو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

دوی له مسولو ادارو غواړي چې د ځمکو د ملکیت اسناد په شفاف او قانوني ډول وڅېړي، د قضیې په اړه عادلانه او بې‌طرفه پلټنه وکړي او د نیول شویو کسانو د نیولو قانوني دلیلونه روښانه کړي او د هغوی قانوني حقوق خوندي وساتي.

د یادونې وړ ده چې دا یوازې د میدان وردګو د سیداباد د یو شمېر اوسېدونکو روایت دی، افغانستان انټرنشنل په خپلواکه توګه تایید نه کړای شو.