د کابل په سروبي کې د یوې کورنۍ شکایت: له دوو ورځو راهیسې په ناحقه له برېښنا بېبرخې یو

د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ د کڅ میرخېل سیمې یوې کورنۍ افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته په استولي پیغام کې ادعا کړې چې د برېښنا د ټولو بیلونو له پر وخت تادیه کولو سره سره، د دوی د کور برېښنا له تېرو دوو ورځو راهیسې په ناحقه پرې شوې ده.
