د افغانستان د مویتای غوره لوبغاړو د ټاکنې سیالۍ په بلخ کې ترسره شوې

د افغانستان د مویتای غوره لوبغاړو د ټاکنې سیالۍ د هېواد د ۱۵ ولایتونو د ۲۴۵ ورزشکارانو په ګډون د بلخ ولایت د احمدي په ورزشي لوبغالي کې ترسره شوې.

د افغانستان د مویتای غوره لوبغاړو د ټاکنې سیالۍ د هېواد د ۱۵ ولایتونو د ۲۴۵ ورزشکارانو په ګډون د بلخ ولایت د احمدي په ورزشي لوبغالي کې ترسره شوې.
دغه درې ورځنۍ سیالۍ د اتلولۍ د خپلولو او هغو نړیوالو مویتای سیالیو ته د لارموندنې لپاره جوړې شوې وې، چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې په کابل کې ترسره شي.
په دغو سیالیو کې د کابل، بلخ، نیمروز، هرات، بامیان، فاریاب، هلمند، پکتیا، پکتیکا، لغمان، کندز، بغلان، غور، سمنګان او دایکندي ولایتونو ورزشکارانو برخه اخیستې وه.
د سیالیو په پایله کې د نیمروز لوبډلې لومړی مقام خپل کړ، د بلخ لوبډله دویمه شوه، د کابل مویتای لوبغاړو درېیم مقام ترلاسه کړ او د هرات لوبډله په څلورم ځای کې ودرېده. د افغانستان د مویتای فدراسیون د راپور له مخې، د روسیې د WBC مویتای فدراسیون مشر او د ازبکستان یو شمېر نړیوالو مویتای لوبڅارانو هم په دغو سیالیو کې ګډون کړی و.
د سیالیو په پای کې، د بېلابېلو وزني کټګوریو ۶۳ غوره ورزشکاران د افغانستان د مویتای ملي ټاکل شوې لوبډلې ته وټاکل شول او په کابل کې د ترسره کېدونکو نړیوالو سیالیو د ګډون جواز یې ترلاسه کړ.