نیمروز کې د پولیسو یو پخوانی افسر: د سختې بېوزلۍ له امله چمتو یم خپل پښتورګی وپلورم

په نیمروز کې د پولیسو یو پخواني افسر افغانستان انټرنشنل ته په لېږلي پیغام کې ویلي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوی. د هغه په خبره؛ د کورنۍ د اقتصادي ستونزو له کبله چمتو دی خپل پښتورګی وپلوري.
