• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ستاسو روایت

له پېښوره کابل ته روانه نجلۍ: «هلته خو مکتبونه بند دي، زه به څه کوم؟»

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۵۲ GMT+۱

په پېښور کې یوه کډواله کورنۍ چې افغانستان ته یې کډه بار کړې او غواړي هېواد ته ستانه شي، د ډیوې په نوم یوې ۱۲ کلنې نجلۍ له خپل پلاره پوښتلي چې «افغانستان کې خو ښوونځي تړلي دي، نو دا به څه کوي». پلار یې افغانستان انټرنشنل – پښتو ته استولي پېغام کې ویلي چې لور ته بې ځوابه دی.

دغه کس چې نه یو غوښتل هویت یې په ډاګه شي، له خپلې کورنۍ سره تورخم ته روان شوی او له هغې ځایه به بیا کابل کې یوه کرایه کور ته ځي. لور یې ډیوه په پاکستان کې زېږېدلې او هلته یې ښوونځی لوست، خو د پاکستان پولیسو نوره اجازه نه ورکوله چې دغه هېواد کې پاتې شي.

د ډیوې پلار افغانستان انټرنشنل – پښتو ته‌ په راستولي پېغام کې زیاتوي: «زه هم ټېنشن کې یم چې زما د لور به څه کېږي، سکول یې په ډېر په شوق ویلو او ما به ورته چې غټه ډاکټره به درنه جوړه شي». په تېر څه باندې یو کال کې نږدې ۲میلیونه افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي چې د ډیوې په څېر ډېرې نجونې د طالبانو د بندیزونو له کبله په خپل هېواد کې د ښوونځیو او پوهنتونونو له زده کړو بې برخې شوې دي.

د دغو بېرته ستنېدونکو کورنیو نجونې او ښځې په افغانستان کې د طالبانو د سختو بندیزونو او محدودیتونو برخه ګرځېدلي دي. د ملګرو ملتونو سازمان هم اندېښنه ښوولې چې د بېرته ستنېدونکو کورنیو ښځینه او نجونې له کار، زده کړو او د ژوند له امکاناتو څخه محرومې شوې دي.

ترویج لرونکی

د طالبانو پخواني چارواکي د ملي بیرغ په ورځ د درې‌رنګه بیرغ ستاینه کړې
۱

د طالبانو پخواني چارواکي د ملي بیرغ په ورځ د درې‌رنګه بیرغ ستاینه کړې

۲

پاکستان د ۱۶۰۰۰ افغان کډوالو د استوګنې موده وغځوله

۳

طالبانو: د غوري سمنټو فابریکه هره ورځ ۷۰۰ ټنه سمنټ تولیدوي

۴

طالبي ګومارنې؛ ملاهبت الله د طالبانو د استخباراتو یو کارکوونکی د پکتیکا پوهنتون رییس ټاکلی

۵

پاکستان د افغانستان امنیتي وضعیت ارزونې لپاره خپل سفیر اسلام‌اباد ته وربللی

•
•
•

نور کیسې

ستاسو روایت؛ یلدا بازوان وایي زده‌کړه امتیاز نه بلکې د افغان نجونو بنسټیز بشري حق دی

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۳۲ GMT+۱
100%

د بشر حقونو فعاله او د ټولنیزو رسنیو کاروونکې یلدا بازوان وايي، افغان نجونې له ۱۷۷۶ ورځو راهیسې له ښوونځیو محرومې دي. نوموړې ټینګار کوي چې زده‌کړه امتیاز نه، بلکې د نجونو بنسټیز بشري حق دی او له زده‌کړو د هغوی د محرومیت هره ورځ د فرصتونو او راتلونکی د له لاسه ورکولو په معنا ده.

بازوان پر فیسبوک په یوه خپاره کړي پوسټ کې ویلي: «د ۱۷۷۶ ورځې وشوې چې افغان نجونې خپلو ټولګیو ته له تګ منعه شوي. او له خپل حق څخه محرومې شوي دي.»

نوموړې زیاتوي چې له زده‌کړو پرته تېرېدونکې هره ورځ د فرصتونو د له لاسه ورکولو، د غږونو د چوپېدو او د راتلونکو نسلونو د راتلونکې د ضایع کېدو په معنا ده.

د بازوان په وینا، افغان نجونې له دې ټولو محدودیتونو سره سره لا هم «د پام وړ زړورتیا، مقاومت او هیله» څرګندوي.

هغې ټینګار کړی چې زده‌کړه امتیاز نه، بلکې د هر انسان بنسټیز حق دی او باید تر هغه د افغان نجونو د زده‌کړې غوښتنه روانه وساتل شي، څو ټولې افغان نجونې بېرته ښوونځیو ته ستنې شي، په ازاد ډول زده‌کړه وکړي او خپله راتلونکې پخپله جوړ کړي.

بازوان په خپل پوسټ کې ویلي: «د هغوی خوبونه مهم دي، د هغوی غږونه مهم دي او د هغوی زده‌کړه مهمه ده.»

هغې د افغان نجونو د زده‌کړې د حق د ملاتړ لپاره د «Let Afghan Girls Learn» او «Education Is a Right» په څېر هشتګونه هم کارولي دي.

نیمروز کې د پولیسو یو پخوانی افسر: د سختې بې‌وزلۍ له امله چمتو یم خپل پښتورګی وپلورم

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۵:۳۷ GMT+۱
100%

په نیمروز کې د پولیسو یو پخواني افسر افغانستان انټرنشنل ته په لېږلي پیغام کې ویلي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوی. د هغه په خبره؛ د کورنۍ د اقتصادي ستونزو له کبله چمتو دی خپل پښتورګی وپلوري.

دغه پخوانی افسر زیاتوي، چې په نیمروز کې د مرستندویه ادارو له‌خوا د مرستو د وېش پرمهال هم ورته پاملرنه نه‌کېږي او دوی ترې بې‌برخې دي. د هغه په خبره؛ طالبان ورته بېلابېل پېغورونه ورکوي.

هغه زیاتوي: «د مرستندویه موسسو مرستې هم موږ ته نه رسېږي؛ ځکه زه د جمهوریت پرمهال پولیس وم. ماته وايي ږېره دې پر سنت او شریعت برابره کړه. هیڅ پام نه راته کېږي».

دغه د پولیسو پخوانی افسر ټینګار کوي، مالي او اقتصادي ستونزې یې تر دې کچې زیاتې شوې دي چې د خپلې کورنۍ د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره چمتو دی خپل پښتورګی وپلوري.

خو د هغه په خبره؛ طالبانو پر دې چارې هم بندیز لګولی. نوموړی وایي، د ایران د لارو بندېدو له کبله نه‌شي کولی د کار لپاره دغه هېواد ته ولاړ شي. هغه زیاتوي: «اخر موږ څه وکړو؟»

ترکیې ته پر قاچاقي لارو تللي افغانان: ترکي پوله ساتو ځواکونو سخت وهلي یو

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۵:۲۶ GMT+۱
100%

یوشمېر افغان ځوانان چې پر قاچاقي لارو یې ترکیې ته د تګ هڅه کوله وایي، د ترکي پوله ساتو ځواکونو له لوري سخت وهل شوي او د بدن پر بېلابېلو برخو یې ژور ټپونه جوړ شوي دي. د دوی په خبره؛ ترکي پوله ساتو ځواکونو په لرګیو، اوسپنیزو میلو او نورو وسایلو وهلي دي.

دغه افغانانو افغانستان انټرنشنل ته په لېږلې ویډیو کې ویلي: «شاوخوا ۲۰ کسان وو، چې ترکیې ته د تګ پرمهال د دغه هېواد د پوله ساتو ځواکونو له سخت تاوتریخوالي سره مخ شو». یادو افغانانو په دغه ویډيو کې د خپلو ټپونو نښې ښودلې او زیاته کړې یې ده: « که د بې‌وزلۍ، بې‌کارۍ او د هېواد د خرابه شرایطو له امله اړ نه وای؛ نو هېڅکله به مو خپل هېواد نه پرېښوده او د قاچاقي او خطرناکو لارو سفر ته به مو مخه نه کوله».

دوی له نړۍوالو سازمانونو غوښتي، چې د دوی وضعیت ته رسېدنه وکړي. د افغانستان انټرنشنل هغه څېړنیز راپور چې د ۱۴۰۴کال په غويي میاشت کې خپور شوی ښيي، چې افغان کډوال د ایران او ترکیې پر پوله له شکنجې، برمته کېدو او مرګوني تاوتریخوالي سره مخ دي.

په همدې حال کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند راپورونه «بې‌بنسټه» بللي او ویلي یې دي، چې دغه راپورونه د ناقانونه کډوالۍ پر وړاندې د ترکیې پر بریالیو هڅو په ناعادلانه ډول سیوری غوړوي.

خو د بشري حقونو څار سازمان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په یوه راپور کې ویلي و، ترکي چارواکي هغه افغان کډوال چې له ایران نه ترکیې ته ننوځي د هغوی د پناه غوښتنې د وضعیت له ارزولو پرته په چټکۍ بېرته ایران ته ستنوي چې دا چاره د نړۍوالو قوانینو خلاف ده.

د بشري حقونو څار سازمان د کړکېچونو او شخړو مشرې څېړونکې بلقیس ویله ویلي: «ترکي چارواکي د هغه افغانانو حق تر پښو لاندې کوي، چې غواړي له ګواښه وتښتي او خوندي ځای ته ورسېږي او د پناه غوښتنه وکړي. همدارنګه ترکي سرتېري د هغوی د ناقانونه بېرته ستنولو پرمهال له افغانانو سره ډېر تاوتریخجن چلند کوي».

رییس احمدزی: ماشومان د خیرات نه بلکې د زده کړو، فرصت او روښانه راتلونکي حق لري

۷ زمری ۱۴۰۵ - ۲۹ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۰۷ GMT+۱
100%

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي او د ۱۹ کلنو څخه د کم عمره ملي لوبډلې مشر روزونکي رییس احمدزي د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د سیند پر غاړه د خیرات غوښتونکو بې‌وزله ماشومانو پر سخت وضعیت او د هغوی پر راتلونکي جدي اندېښنه ښودلې ده.

نوموړي پر ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي: «د دغو معصومو ماشومانو د ژوند سخت حالت د هر انسان زړه دردوي».

ښاغلي احمدزي د ننګرهار د بهسودو د سیند پر غاړه د ماشومانو د وضعیت په اړه لیکلي، کله چې انسان دغه ځای ته مازیګر ورشي، واړه ماشومان په شعرونو د خلکو هرکلی کوي. هغه زیاته کړې: «د دغو ماشومانو معصوم غږونه او د هغوی د ژوند ناوړه شرایط د هر لیدونکي زړه خفه کوي».

د کرېکټ دغه پخواني ستوري پوښتنه مطرح کړې ده چې که نن د دغو بې‌وزلو ماشومانو لاس‌نیوی ونه شي، نو په راتلونکي کې به د هغوی برخلیک څه وي. هغه په خپل دغه پیغام کې ټینګار کړی چې دا ماشومان د خیرات غوښتلو نه، بلکې د زده کړو، ښو فرصتونو او د یوې روښانه راتلونکې حق لري.

رییس احمدزي د ټولنې پر غړو او اړوندو بنسټونو غږ کړی چې د دغو بې‌وزلو ماشومانو لاس‌نیوی وکړي او هغوی ته د زده کړو زمینه برابره کړي. د هغه په وینا، ماشومانو ته د زده کړې د فرصتونو برابرول د هغوی د ژوند د ښه کېدو او د ټولنې د روښانه راتلونکي یوازینۍ لاره ده.

د طالبانو په واکمن کېدو سره په هېواد کې لوږه او بشري ناورین خپل اوج ته رسېدلی چې له امله یې ان کورنیو خپل ماشومان هم پلورلي دي.

یو طالب جنګیالی: د جګړې د ډګر جنګیالي اوس یا اوزګار دي او یا هم په کمو پیسو عسکري‌ کوي

۶ زمری ۱۴۰۵ - ۲۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۳۰ GMT+۱
100%

د طالبانو یوه جنګیالي په خپله فېسبوک پاڼه د طالبانو د دوو جنګیالیو د انځورنو په خپرولو سره پر خپلو مشرانو سختې نیوکې کړې او وایي، هغه کسان چې د تېر جمهوري نظام او بهرنیو ځواکونو پر وړاندې جنګېدلي وو، اوس بې‌برخلیکه پاتې دي.


دغه جنګیالي د خپلې ډلې دوو پخوانیو جنګېدونکو غړو انځورونه خپاره کړي او لیکلي یې دي: «داسې ځوانان چې د جګړې په لومړیو کرښو کې وو، اوس یا وزګار دي او یا هم په ډېرو لږو پیسو د عسکرو په توګه دندې ترسره کوي».

دغه معترض طالب جنګیالي لیکلي، د هغو سرتېرو پر ځای چې د مخکېني نظام پر ضد یې سختې جګړې کړې وې، اوس د طالب چارواکو نازولي خپلوان او له پاکستانه راغلي کسان پر لوړو دولتي چوکیو ګومارل شوي دي. د هغه په وینا، دغه کسان اوس د ریاست، امریت، مدیریت او معینیت پر چوکیو ناست دي او د پخوانیو جنګیالیو قربانۍ یې هېرې کړې دي.

دغه طالب جنګیالي په خپلو نیوکو کې زیاته کړې: «هغه کسان چې له پاکستانه راغلي او په لوړو چوکیو ګمارل شوي، په تورو ښیښو لرونکو هیلکس، فرونر او لنډکروز موټرو کې ګرځي او مجلل ژوند لري». هغه په طنزي ډول لیکلي چې دغه نوي چارواکي اوس ارام ژوند لري، چاغ شوي او سور او سپین اوړي.

دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو په لیکو کې د نابرابرۍ او د مشرانو د خپلوانو د ګومارلو په تړاو شکایتونه راپورته کېږي. تر دې وړاندې هم په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو د ځینو سرتېرو لخوا ورته نیوکې شوې وې، چې په اداره کې یې د واسطو، خپل‌ولۍ او د هغو کسانو پر ګمارلو اعتراض کاوه چې په سختو شرایطو کې یې په جګړو کې برخه نه وه اخیستې.