• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په لوګر کې په پنځو ټرافیکي پېښو کې ۱۱ کسان ټپيان شوي

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۹:۱۳ GMT+۱

په لوګر کې په بېلابېلو ټرافیکي پېښو کې ۱۱ کسان ټپيان شوي دي. د دغه ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، دغه پېښې د مرکز اړوند او خوښۍ ولسوالۍ د لارو په اوږدو کې رامنځته شوې دي.

د لوګر ولایت لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ د شنبې په ورځ (د زمري ۱۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه پنځه جلا ټرافیکې پیښې د لوګر د مرکز اړوند ګمبزې، نیازیو پوزه، دهنو، محمداغه کنجک او د لوګر په خوښۍ ولسوالۍ کې رامنځته شوې دي.

دغې قومندانۍ د یادو پېښو لامل د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي بللې او له ټولو موټرو چلوونکو یې غوښتي، چې د ورته ټرافیکي پېښو د مخنیوي لپاره ټرافیکي قوانین مراعات کړي او له ګړندي تګه ډډه وکړي.

ویل کېږي، ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي حالت یې هم د قناعت وړ ښودلی شوی دی.

ترویج لرونکی

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل
۱

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل

۲
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د قدرت ۱۰۷ کلنه تراژیدي؛ له ماڼۍ تر وژل کېدو او تبعیده د افغانستان د واکمنو تکراري برخلیک

۳
ځانګړی

سراج الدین حقاني د روان وضعیت په تړاو په پکتیا کې له خپلو پلویانو سره پټه ناسته کړې

۴

د طالبانو د اړیکو کمیسیون افغانستان ته د دوو پخوانیو چارواکو د ستنېدو خبر ورکړی

۵

طالبانو په بلوچستان کې د ۳۴ کان کیندونکو پر مړینه خواشیني وښوده

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان له پنجاب ایالت څخه تر اوسه ۱۳۹ زره افغان کډوال اېستل شوي دي

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۸:۵۲ GMT+۱
100%

د پاکستان د پنجاب ايالت د کورنيو چارو وزارت ويلي، چې په دغه ایالت کې د ناقانونه بهرنیو اتباعو د نیولو او اېستنې پر دوام تر اوسه ۱۳۹ زره او ۹۰۲ ناقانونه افغان کډوال نیول شوي دي. د دغه وزارت په وینا، یاد افغانان له قانوني طی مراحل وروسته بېرته خپل هېواد ته استول شوي دي.

دغه وزارت د جمعې په ورځ (د زمري ۱۰مه) زیاته کړې، دمګړۍ په پنجاب ایالت کې د ناقانونه کډاولو د ساتنې په ۳۹ مرکزونو کې ۲۴۸ نور افغانان هم شته او د قانوني طی مراحل وروسته به د تورخم له لارې افغانستان ته واستول شي.

یاد وزارت د پنجاب له ټولو اوسېدونکو غوښتي، چې د ناقانونه کډوالو او همداراز د جعلي اسنادو د جوړولو په تړاو معلومات ورسره شریک کړي.

د ورکړل شویو معلوماتو له‌مخې، پاکستان له تېرو درېیو کلونو راهیسې شاوخوا ۲،۶۶ میلیونه ناقانونه افغان کډوال تر نیول کېدو وروسته بېرته خپل هېواد ته استولي دي.

پاکستان له تېرو ۲۱ ورځو راهیسې په دغه هېواد کې د ناقانونه افغان کډوالو د نیولو بهیر چټک کړی او دغه بهیر همداراز دوام لري.

په پاکستان کې مېشت افغانان بیا وايي، غواړي په دغه هېواد کې په قانوني بڼه ژوند وکړي، خو په وینا یې، د پاکستان حکومت د تېر کال له اګست میاشتې راهیسې د افغانانو د ویزو د تمدیدېدو بهیر په ټپه درولی دی.

دوی د پاکستان له حکومت څخه غواړي، چې افغانانو ته د ویزو د تمدیدولو بهیر بیا پیل کړي، څو په قانوني توګه دغه هېواد کې واوسېږي.

اصف دُرانی: د افغانستان د تېرو لسیزو د ناکامۍ پړه پر پاکستان اچول له فکري پلوه ناسم کار دی

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۸:۳۰ GMT+۱
100%

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دُراني ویلي، چې د افغانستان د تېرو دوو لسیزو د ناکامۍ او اوسنۍ غمیزې پړه پر پاکستان اچول له فکري پلوه ناسم کار دی. هغه زیاته کړې چې د کابل سقوط او د دغه هېواد اوسنی وضعیت ډېر بېلابېل عاملین لري.

اصف دراني په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې افغانستان د طالبانو له خوا د کابل له نیولو وروسته په جنت بدل نه شو او نه هم له ۲۰۲۱ کال مخکې کوم بریالی هېواد و. د هغه په وینا، د دغه هېواد میلیونونه وګړي لا هم له بېوزلۍ، محدودو ازادیو او له یوه ناڅرګند برخلیک سره لاس او ګرېوان دي.

د پاکستان دغه پخواني ډیپلومات د افغانستان پر سیاسي مشرانو، جنګسالارانو او د هغوی پر بهرنیو ملاتړو سختې نیوکې کړې دي. هغه ټینګار کړی چې دغو ډلو د افغانستان په وضعیت کې لویه برخه مسوولیت درلود او باید خپل رول ومني.

دراني همداراز زیاته کړې چې په تېرو دوو لسیزو کې د بې‌ساري نړیوال ملاتړ سربېره، په افغانستان کې د پیاوړو بنسټونو او د یو باثباته سیاسي نظام په رامنځته کولو کې پاتې راغلي دي. هغه وویل چې د افغانستان غمیزه یوازې پر یوه لوري یا قرباني کولو باندې نشي خلاصه کېدای او د هرې ناکامۍ پړه پر پاکستان اچول ناسم دي.
خو برعکس د تاریخ لیکوالان او مستند راپورونه څرګندوي چې پاکستان په تېرو پنځو لسیزو کې د افغانستان دننه د نارامۍ لپاره کار کړی او د بېلابېلو حکومتونو پر ضد یې نیابتي افغان جنګي ډلې روزلي دي. څرګندې بېلګې یې افغانستان د خلق ډیموکراټیک ګونډ د حکومت پر وړاندې د مجاهدینو ملاتړ او هغوی ته وسلې ورکول، بیا د مجاهدینو پر وړاندې د طالبانو رامنځته کول او بیا د افغانستان په مخکني جمهوري نظام په خلاف هم د طالبانو روزل او ساتل د پاکستان د پالیسو څرګندې بېلګې دي.
تاریخ پوهان باور لري چې پاکستان په تېرو پنځو لسیزو کې د ټولو حکومتونو پر ضد یاغي ډلې جوړې کړي‌ او په بېلابېلو بڼو یې په پلازمېنه کابل کې د حکومتونو په نسکورولو کې رول لوبولی دی.

جمعیت اسلامي طالبان په بدخشان کې له ملکي کسانو سره په ناوړه چلند تورن کړي

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۷:۱۹ GMT+۱
100%

جمعیت اسلامي ګوند په یوه اعلامیه کې طالبان په بدخشان ولایت کې له خلکو سره په ناوړه چلند او تاوتریخوالي تورن کړي دي. دغه ګوند ویلي، چې طالبانو د بدخشان په یفتل ولسوالۍ کې پر لاریونوالو ډزې کړې او یو شمېر کسان یې مړه او ټپیان کړي دي.

یاد ګوند نن د شنیې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې طالبانو د بدخشان په یفتل پایین ولسوالۍ کې د خلکو د عادلانه غوښتنو او غبرګونونو په ځواب کې یو ځل بیا له تاوتریخوالي کار اخیستی او یو شمېر لاریونوال یې مړه او ژوبل کړي دي.

د صلاح الدین رباني په مشرۍ جمعیت اسلامي زیاته کړې چې طالبان د خلکو اساسي حقونو، کلتوري تنوع او منل شویو دودونو ته هېڅ درناوی نه کوي او دا چلند دوی له ټولنې نور هم پردي کوي.

دغه ګوند د طالبانو د چلند پر وړاندې د بدخشان د اوسېدونکو او د هېواد د نورو وګړو پر یووالي او پیوستون ټینګار کړی دی.

جمعیت اسلامي ویلي چې د بدخشان خلک د حق غوښتنې او له ظلم سره د مبارزې په برخه کې تاریخي مخینه لري او هېڅکله به په زور سر ټیټ نه کړي.

دغه ګوند ډاډ څرګند کړی چې «د طالبانو ډله به د خلکو د ګډې ارادې او غوښتنو پر وړاندې له یوې عبرت ناکې ماتې سره مخ شي».

بل خوا ځايي سرچینو راپور ورکړی چې په کوز یفتل ولسوالۍ کې پر لاریونوالو د طالبانو په ډزو کې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سیمې له خلکو څخه په ترلاسه شویو ویډیوګانو کې د ډزو غږونه اورېدل کېږي او د ټپیانو د لېږدولو صحنې لیدل کېږي.

ریچارډ بېنېټ د افغانانو د خطرناکې کډوالۍ د لاملونو د څیړلو غوښتنه کړې

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۶:۵۵ GMT+۱
100%

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بېنټ ایران ته د قاچاقي سفر پر مهال د یو شمېر افغانانو مړینه «بوږنوونکې» پېښه بللې او ټینګار یې کړی چې باید د افغانانو د خطرناکو کډوالیو اصلي لاملونه وڅېړل شي.

بېنټ د شنبې په ورځ په اېکس ټولنیزه شبکه کې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې او لیکلي یې دي، چې باید هغه عوامل په جدي ډول وڅېړل شي چې افغانان داسې له ناچارۍ ډک او خطرناک سفر ته اړباسي.

افغانستان انټرنشنل د جمعې په ورځ راپور ورکړی و، چې ایران ته د تلونکو ۱۴ هغو افغانانو جسدونه موندل شوي چې د نیمروز په دښتو کې ورک شوي وو. د دغو کسانو جسدونه د نیمروز ولایت د چهاربرجک ولسوالۍ په «ګرد لالوي» سیمه کې موندل شوي دي.

د راپورونو له مخې، د ۱۹ افغانانو یوه ډله چې غوښتل یې له غیر قانوني لارې ایران ته واوړي، د نیمروز په دښتو کې ورکه شوې وه.

د کډوالۍ نړیوال سازمان هم د شنبې په ورځ د نیمروز په دښتو کې د لږ تر لږه ۱۹ افغانانو د مړینې له امله خواشیني ښودلې او دا پېښه یې «لویه غمیزه» بللې ده.

په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو زیاتوالی، پراخ فقر، بې‌کاري، محدودیتونه او د کاري فرصتونو کمښت د کډوالۍ لړۍ زیاته کړې ده.

ایران او ترکیې پر خپلو پولو کنټرول او د کډوالو او پناه غوښتونکو د اوښتلو د مخنیوي هڅې ډېرې کړې او اروپايي ټولنې هم په دې وروستیو کې د کډوالۍ په برخه کې خپل قوانین سخت کړي دي.

د سومالیا پخوانی ولسمشر: سیاسي اختلافونه سومالیا د افغانستان په څېر سقوط کولی شي

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۶:۴۴ GMT+۱
100%

د سومالیا پخواني ولسمشر شریف شیخ احمد خبرداری ورکړی، چې که په سومالیا کې سیاسي اختلافات او د حکومتولۍ کمزورۍ دوام وکړي، دغه هېواد ښايي په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان د سقوط په څېر وضعیت سره مخ شي. نوموړي ویلي، چې افغان دولت د سیاسي توافق د نشتوالي او فساد له امله سقوط وکړ.

شریف چې د سومالیا راتلونکې شورا مشر دی، ویلي چې د افریقايي اتحادیې د سوله ساتو ځواکونو له وتلو وروسته د سومالیا د بشپړ امنیتي مسوولیت اخیستو وړتیا باید په جدي توګه وارزول شي.

هغه ویلي: «افغانستان د سیاسي توافق د نشتوالي او فساد له امله سقوط وکړ او له بده مرغه سومالیا هم له ورته خطرونو سره مخ ده، ان په ځینو برخو کې د فساد ستونزه لا زیاته ده».

د سومالیا پخواني ولسمشر خبرداری ورکړی، چې سیاسي بې‌اتفاقي او فساد د هېواد د ادارو او پوځ د کمزوري کېدو لامل کېدای شي او که دا ستونزې حل نه شي، الشباب ډله کولای شي د هېواد کنټرول ترلاسه کړي.

شریف همداراز پر حکومت نیوکه کړې چې امنیتي ځواکونه د الشباب پر وړاندې د مبارزې پر ځای د کورنیو سیاسي شخړو د حل لپاره کاروي، چې د پوځ وړتیا کمزورې کوي.

په ورته وخت کې د سومالیا د پارلمان غړي او د مخالفینو مشر عبدالرحمن عبدالشکور هم خبرداری ورکړی، چې که بهرني ځواکونه د سومالیا د امنیتي ادارو له بشپړ چمتووالي وړاندې ووځي، الشباب ډله ښايي د هېواد واک تر لاسه کړي.

عبدالشکور ویلي، د الشباب د بیا پیاوړتیا لامل د حکومت ناسم مدیریت، ناسم لومړیتوبونه او د حکومت او خلکو ترمنځ د باور کمېدل دي.

دا اندېښنې په داسې مهال مطرح کېږي چې په سومالیا کې د افریقايي اتحادیې د ملاتړ او ثبات ماموریت (AUSSOM) له مالي ستونزو سره مخ دی. د جولای په ۳۱مه د اوګانډا په پلازمېنه کې د مشرانو په غونډه کې پرېکړه شوې چې دغه ماموریت به له ۱۸ تر ۲۴ میاشتو پورې نور هم دوام وکړي او بیا به د ځواکونو د وتلو بهیر په تدریجي ډول ترسره کېږي.

راپورونه وايي، الشباب لا هم د سومالیا شاوخوا ۳۰ سلنه خاوره تر خپل کنټرول لاندې لري.

که څه هم د سومالیا حکومت دغه خبرداری د مخالفینو سیاسي څرګندونې بللې، خو شنونکي وايي اصلي خطر دا نه دی چې هېواد به ناڅاپه سقوط وکړي، بلکې دا دی چې کمزورې ادارې، کمېدونکی باور او سیاسي اختلافات په تدریجي ډول د دولت بنسټونه کمزوري کوي.