• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د نجونو له حضور پرته؛ د اوړي رخصتیو له پای وروسته سبا په سړو سیمو کې ښوونیز کال بیا پیلېږي

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۲۱:۰۲ GMT+۱تازه شوی: ۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۲۲:۳۹ GMT+۱

د طالبانو پوهنې وزارت وايي، چې نن (شنبه- زمري ۱۰مه) د سړو سیمو ښوونځیو د اوړي رخصتۍ پایته ورسېدې او سبا به (یکشنبه- زمري ۱۱مه) ښوونیز کال بیا پیل شي. د ښوونیز کال دوام په داسې مهال دی، چې لا هم د تېرو پنځو کلونو په څېر نجونې زده‌کوونکې له شپږم ټولګي پورته د زده‌کړو اجازه نه‌لري.

خبرپاڼه زیاتوي، چې سبا به په ټولو دولتي‌ او خصوصي ښوونځیو کې درسي بهیر په عادي ډول پیل شي. همدا راز ویل شوي، چې دیني مدرسو کې به هم سبا رخصتۍ پای ته ورسېږي او درسونه به یې پیل شي.

خبرپاڼه کې راغلي: «پوهنې وزارت، له ټولو ښوونیزو ادارو، مسوولینو، استادانو، ښوونکو، زده‌کوونکو او والدینو څخه په درناوي غوښتنه کوي، چې د ښوونیز کال د چارو د منظم پیل او اغېزناک دوام لپاره لازم چمتووالی ونیسي، د ښوونیز بهیر نظم، انضباط او کیفیت ته ځانګړی پام وکړي او د زده‌کوونکو د زده‌کړې لاپرمختګ لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي».

هم‌مهاله نیوکې دي، چې د طالبانو په تېره پنځه کلنه واکمنۍ کې د افغانستان درسي نظام هم له سختو ننګونو سره مخ دی او د درسي کیفیت کچه هم خورا ټیټه شوې ده.

خلک نیوکې کوي، چې د طالبانو د بندیزونو له کبله ښوونځیو ته د تګ لېوالتیا پیکه شوې ده. طالبانو په ښوونځیو کې خپل ځانګړي شرایط پلي کړي او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې باید زده کوونکي ښوونځي ته له لونګۍ او ځانګړو جامو سره ننوځي.

همدا راز طالبانو د مخکېني جمهوري نظام پر مهال پر دندو مقرر یو شمېر ښوونکي هم ګوښه کړي‌ او پر ځای یې د خپلې ډلې فکري‌ ملایان ګومارلي دي. اندېښنې دا دي‌، چې طالبانو د افغانستان د ښوونخیو درسي چاپیریال هم مدرسو ته ورته کړی او ډېری ملایان ان د مسلکي مضمونونو استادان ګومارل شوي چې پر کتابونو حاکمیت او پوهه نه‌لري.

طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې نجونې له ثانوي او لوړو زده کړو محرومې کړي او هېڅ نجلۍ د ښوونځي له دولسم ټولګي او پوهنتون څخه نه‌ده فارغه شوې.

ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې، چې د افغانستان دغه روان وضعیت به په راتلونکي کې ټولنه له سخت ناورین سره مخ کړي او د مسلکي کدرونو له جدي کمښت سره به مخ شي.

ترویج لرونکی

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل
۱

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل

۲
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د قدرت ۱۰۷ کلنه تراژیدي؛ له ماڼۍ تر وژل کېدو او تبعیده د افغانستان د واکمنو تکراري برخلیک

۳
ځانګړی

سراج الدین حقاني د روان وضعیت په تړاو په پکتیا کې له خپلو پلویانو سره پټه ناسته کړې

۴

د طالبانو د اړیکو کمیسیون افغانستان ته د دوو پخوانیو چارواکو د ستنېدو خبر ورکړی

۵

طالبانو په بلوچستان کې د ۳۴ کان کیندونکو پر مړینه خواشیني وښوده

•
•
•

نور کیسې

د ښځو د سیاسي مشارکت شبکه: طالبانو په پنځو کلونو کې ښځې ځپلي او له ټولنې یې حذف کړې دي

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۲۰:۰۰ GMT+۱
100%

د افغانستان د ښځو د سیاسي مشارکت شبکې د جمهوري نظام د رانسکورېدو او واک ته د طالبانو د بېرته رسېدو د پنځمې کلیزې په مناسبت خبرپاڼه کې ویلي، چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې د طالبانو د ځپنو سیاست دوام لري او همداراز له ټولنیز او سیاسي ژوند څخه د ښځو د اېستنې بهیر پراخ شوی دی.

د افغانستان د ښځو د سیاسي مشارکت شبکې د شنبې په ورځ (د زمري ۱۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ټینګار کړی، چې د افغانستان د خلکو د ازادۍ، عدالت او ولسواکۍ لپاره مبارزه به تر بشپړې بریا پورې روانه وي.

په دې خبرپاڼه کې، چې د «ازادۍ په نوم» تر سرلیک لاندې او د افغانستان د خلکو د مبارزو په ملاتړ خپره شوې راغلي، چې دا پنځه کاله د ازادیو له منځه وړل، پلان شوې ځپنه، د بشري حقونو پراخې سرغړونې، له لومړنیو بشري حقونو د ښځو محرومول او د بې‌وزلۍ، تبعیض او ناهیلۍ له زیاتېدو سره مل وو.

شبکې ټینګار کړی، چې دا پنځه کاله یوازې د یوه سیاسي نظام د سقوط کیسه نه‌ده، بلکې د هغو میلیونونو انسانانو د کړاوونو کیسه ده، چې د خپلې خوښې، زده‌کړو، کار، د بیان ازادۍ او د خپل برخلیک د ټاکلو له حقونو څخه بې‌برخې شوي دي.

د افغانستان د ښځو د سیاسي مشارکت شبکې په خپله خبرپاڼه کې ویلي، چې طالبانو په دې کلونو کې هڅه کړې د ځپنې، وېرې خپرولو او د ازادۍ غوښتونکو غږونو په چوپولو سره د افغانستان د خلکو اراده ماته کړي، ښځې له ټولنیز ډګر څخه وباسي، مدني فعالان او خبریالان تر فشار لاندې راولي، مذهبي او قومي لږکي له تبعیض او تاوتریخوالي سره مخ کړي او هر ډول مخالف غږ د نیولو، شکنجې او ځپنې له لارې خاموش کړي.

دې ښځینه بنسټ ټینګار کړی، چې تاریخ یو ځل بیا وښوده چې هېڅ حکومت نه‌شي کولای د تل لپاره د وېرې او محرومیت پر بنسټ واک وچلوي.

100%

په خبرپاڼه کې راغلي، چې نن د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د عامه نارضایتۍ زیاتوالی او د «استبداد» پر وړاندې د بېلابېلو ډولونو مقاومت رامنځته کېدل لیدل کېږي. د شبکې په وینا، د افغانستان خلک له کلونو محرومیت او فشارونو سره سره لا هم د ازادۍ، عدالت، انساني کرامت او د خپل هېواد د راتلونکي په ټاکلو کې د ګډون غوښتونکي دي.

د افغانستان د ښځو د سیاسي مشارکت شبکې، پر دې ټینګار سره چې د خلکو د ازادۍ مبارزه یوه مشروع مبارزه ده او د ملت له ارادې سرچینه اخلي، له هغو ټولو ښځو سره چې په مېړانه د تبعیض پر وړاندې ولاړې دي، له هغو ځوانانو سره چې د انساني کرامت لپاره هڅې کوي او له ټولو هغو هېوادوالو سره چې له بېلابېلو لارو د یوه ازاد، عادلانه او د بشري حقونو پر بنسټ راتلونکي لپاره کار کوي، خپل پیوستون اعلان کړی.

د خبرپاڼې په بله برخه کې ټینګار شوی، چې د افغانستان راتلونکی باید د بشري حقونو، د ښځو او نارینه‌وو د بشپړې برابرۍ، د ټولو وګړو د برابر ګډون، قومي، مذهبي او ژبني تنوع ته د درناوي، د قانون د واکمنۍ او ولسواکۍ پر بنسټ جوړ شي. د شبکې په باور، هر ډول سیاسي بدلون چې دا اصول تضمین نه‌کړي، د افغانستان د خلکو مشروع هیلو ته ځواب نه‌شي ویلای.

دې شبکې همدارنګه له نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له ټولو ملاتړو بنسټونو غوښتي چې د افغانستان د خلکو د کړاوونو پر وړاندې چوپ پاتې نه‌شي، د طالبانو ځپونکې تګلارې عادي نه‌کړي او د افغانستان د خلکو د ازادۍ، عدالت او ځواب‌ویونکي حکومت لپاره له مشروع غوښتنو ملاتړ وکړي.

د افغانستان د ښځو د سیاسي مشارکت شبکې د جمهوري نظام د سقوط د پنځمې کلیزې په درشل کې یو ځل بیا ټینګار کړی، چې ازادي د تل لپاره په بند کې نه‌شي ساتل کېدای، د افغانستان د خلکو غږ به چوپ نه‌شي او د یوه ازاد، عادلانه، ولسواک او د بشري حقونو پر بنسټ افغانستان د جوړولو هڅې به د ملت د مشروع غوښتنو تر بشپړ تحقق پورې دوام ولري.

د سپاهیان میهن جبهه: په بدخشان کې د طالبانو تاوتریخوالی به بې‌ځوابه پاتې نه‌شي

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۹:۱۸ GMT+۱
100%

د سپاهیان میهن جبهې په بدخشان کې د یفتل ولسوالۍ پر اعتراض کوونکو د طالبانو پر ډزو سختې نیوکې کړي او دا یې «غیرانساني» عمل بللی دی. دغې جبهې خبرداری ورکړی، چې د افغانستان د خلکو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی به بې‌ځوابه پاتې نه‌شي.

دې جبهې همدارنګه د بشري حقونو له نړیوالو بنسټونو غوښتي، چې دا پېښه په خپلواکه توګه وڅېړي.

د سپاهیان میهن جبهې د شنبې په ورځ (د زمري ۱۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې له اعتراض کوونکو سره د طالبانو تاوتریخجن چلند «د ټولنې له ټولو ارزښتونو سره په ټکر کې» دی.

اعتراضونه هغه مهال پیل شول چې د سیمې د اوسېدونکو په وینا، طالبانو د یوې ځايي ښځې بدني پلټنه وکړه. دې کار د یفتل پایین ولسوالۍ د یو شمېر اوسېدونکو جدي غبرګون او اعتراضونه راوپارول، خو طالبانو دغه اعتراضونه په کلکه وځپل.

د راپورونو له مخې، د طالبانو د ډزو له امله لږ تر لږه یو اعتراض کوونکی وژل شوی او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

د سپاهیان میهن جبهې په خپله خبرپاڼه کې ټینګار کړی، چې د ښځو بدني پلټنه، د خلکو د کورونو تلاشي او له خلکو سره ناسم چلند، د انساني کرامت او د خلکو له بنسټیزو حقونو ښکاره سرغړونه ده.

د طالبانو پر ضد دې نوي جوړې شوې جبهې خبرداری ورکړی، چې دا ډول کړنې به «بې‌ځوابه پرې نه‌ږدي».

په خبرپاڼه کې د بدخشان د وروستۍ نښتې له قربانیانو او د هغوی له کورنیو سره خواخوږي هم څرګنده شوې ده.

د سپاهیان میهن جبهه د طالبانو پر ضد له نویو جوړو شویو وسله‌والو ډلو څخه ده. دغې جبهې تر دې وړاندې په یوه ناڅاپي برید کې د څو ساعتونو لپاره د یفتل پایین ولسوالۍ تر خپل کنټرول لاندې راوستې وه او د طالبانو یو شمېر وسله‌وال یې هم بې‌وسلې کړي وو.

طالبانو په کابل کې د ۷ غلو د وژلو ادعا کړې

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۹:۱۵ GMT+۱
100%

د کابل ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې ۷ وسله‌وال غله په متقابلو ډزو کې وژل شوي دي. د نوموړي په وینا، په دې پېښه کې یو طالب هم ټپي شوی دی.

خالد ځدراڼ د شنبې شپې په ناوخته (د زمري ۱۰مه) په خپله اېکس‌پاڼه وویل، دغه پېښه نن شپه شاوخوا ۹ بجې د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند په ستانکزي بلاکونو سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې یادو وسله‌والو غلو پر طالبانو ډزې وکړې.

هغه زیاتوي: «نن شپه شاوخوا ۹ بجې د کابل ښار اتمې امنیتي حوزې اړوند د ستانکزي بلاکونو سره ۷ تنه مسلح غله د یادې حوزې له امنیتي ځواکونو سره په متقابلو ډزو کې ووژل شول».

هغه زیاته کړې، له یادو کسانو یو موټر او یو شمېر وسلې هم ترلاسه شوي دي.

د نوموړي په وینا، په دې نښته کې یو طالب سرتېری هم ټپي شوی دی.

په لوګر کې په پنځو ټرافیکي پېښو کې ۱۱ کسان ټپيان شوي

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۹:۱۳ GMT+۱
100%

په لوګر کې په بېلابېلو ټرافیکي پېښو کې ۱۱ کسان ټپيان شوي دي. د دغه ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، دغه پېښې د مرکز اړوند او خوښۍ ولسوالۍ د لارو په اوږدو کې رامنځته شوې دي.

د لوګر ولایت لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ د شنبې په ورځ (د زمري ۱۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه پنځه جلا ټرافیکې پیښې د لوګر د مرکز اړوند ګمبزې، نیازیو پوزه، دهنو، محمداغه کنجک او د لوګر په خوښۍ ولسوالۍ کې رامنځته شوې دي.

دغې قومندانۍ د یادو پېښو لامل د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي بللې او له ټولو موټرو چلوونکو یې غوښتي، چې د ورته ټرافیکي پېښو د مخنیوي لپاره ټرافیکي قوانین مراعات کړي او له ګړندي تګه ډډه وکړي.

ویل کېږي، ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي حالت یې هم د قناعت وړ ښودلی شوی دی.

د پاکستان له پنجاب ایالت څخه تر اوسه ۱۳۹ زره افغان کډوال اېستل شوي دي

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۸:۵۲ GMT+۱
100%

د پاکستان د پنجاب ايالت د کورنيو چارو وزارت ويلي، چې په دغه ایالت کې د ناقانونه بهرنیو اتباعو د نیولو او اېستنې پر دوام تر اوسه ۱۳۹ زره او ۹۰۲ ناقانونه افغان کډوال نیول شوي دي. د دغه وزارت په وینا، یاد افغانان له قانوني طی مراحل وروسته بېرته خپل هېواد ته استول شوي دي.

دغه وزارت د جمعې په ورځ (د زمري ۱۰مه) زیاته کړې، دمګړۍ په پنجاب ایالت کې د ناقانونه کډاولو د ساتنې په ۳۹ مرکزونو کې ۲۴۸ نور افغانان هم شته او د قانوني طی مراحل وروسته به د تورخم له لارې افغانستان ته واستول شي.

یاد وزارت د پنجاب له ټولو اوسېدونکو غوښتي، چې د ناقانونه کډوالو او همداراز د جعلي اسنادو د جوړولو په تړاو معلومات ورسره شریک کړي.

د ورکړل شویو معلوماتو له‌مخې، پاکستان له تېرو درېیو کلونو راهیسې شاوخوا ۲،۶۶ میلیونه ناقانونه افغان کډوال تر نیول کېدو وروسته بېرته خپل هېواد ته استولي دي.

پاکستان له تېرو ۲۱ ورځو راهیسې په دغه هېواد کې د ناقانونه افغان کډوالو د نیولو بهیر چټک کړی او دغه بهیر همداراز دوام لري.

په پاکستان کې مېشت افغانان بیا وايي، غواړي په دغه هېواد کې په قانوني بڼه ژوند وکړي، خو په وینا یې، د پاکستان حکومت د تېر کال له اګست میاشتې راهیسې د افغانانو د ویزو د تمدیدېدو بهیر په ټپه درولی دی.

دوی د پاکستان له حکومت څخه غواړي، چې افغانانو ته د ویزو د تمدیدولو بهیر بیا پیل کړي، څو په قانوني توګه دغه هېواد کې واوسېږي.