طالبانو په کابل کې د ۷ غلو د وژلو ادعا کړې

د کابل ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې ۷ وسلهوال غله په متقابلو ډزو کې وژل شوي دي. د نوموړي په وینا، په دې پېښه کې یو طالب هم ټپي شوی دی.
