د کابل په یوه بوخت سولري بازار کې خلک له یوه مارکیټ څخه بل ته ځي، سولري تختې، بټرۍ او وسایل ګوري، بیې پرتله کوي او د خپلو کورونو او کروندو لپاره د وړ سیستمونو په اړه مشورې اخلي.
په افغانستان کې د برېښنا د پرلهپسې پرچاوۍ له امله د سولري انرژۍ کارول ورځ تر بلې زیاتېږي او کورنۍ، سوداګر او کروندګر هڅه کوي د برېښنا د ستونزې لپاره له دې لارې ګټه واخلي.
د سولري وسایلو یوه پلورونکي قاري ګل عالم صمیم ویلي، چې په افغانستان کې شته ډېری سولري توکي له چین څخه واردېږي.
نوموړي زیاته کړې، چې په وروستیو کلونو کې د دغو وسایلو پېرودونکي زیات شوي، ځکه خلک د سولري ټکنالوژۍ له کارولو سره ډېر بلد شوي دي.
هغه ویلي، پخوا به ډېرو پېرودونکو د سولري سیستمونو د نصب لپاره تخنیکي کسانو ته اړتیا لرله، خو اوس ګڼ خلک د دې وسایلو د کارولو په اړه پوهه لري او له پېرلو وروسته د نصب ډېره برخه خپله ترسره کولای شي.
د سولري انرژۍ بازار یوازې په کورونو پورې محدود نه دی. هټیوال یې د سوداګرۍ د دوام لپاره، فابریکې د ثابتې برېښنا لپاره او کروندګر د اوبو د پمپونو د چلولو لپاره کاروي.
د کابل اوسېدونکي نصرت الله محمدخېل شینهوا اژانس ته ویلي، د برېښنا د پرلهپسې پرې کېدو له امله یې په خپل کور کې سولري سیستم لګولی دی.
هغه ویلي: «په ژمي کې د برېښنا پرې کېدل ډېر وي او په اوړي کې هم برېښنا د ورځنیو اړتیاوو لپاره کافي نه وي، له همدې امله مو سولري سیستم ولګاوه».
نوموړي زیاته کړې، چې دغه سیستم په ښه ډول کار کوي او که بټرۍ په سمه توګه وکارول شي، کلونه دوام کولای شي.
یو بل سوداګر حاجي قاري ویلي، چې د سولري وسایلو سوداګري ډېری د مارچ او جولای میاشتو ترمنځ ډېره وده کوي، ځکه په دې موده کې په ټول هېواد کې د دغو توکو غوښتنه لوړېږي.
د هغه په وینا، په دې موسم کې سلګونه کانتینره سولري توکي افغانستان ته راځي او ډېری کورنۍ ۶۰۰ او ۷۰۰ واټه سولري سیستمونه غواړي.
سوداګر وايي، له ښاري سیمو بهر هم د سولري انرژۍ کارول زیات شوي. په ګڼو سیو کې بزګران له سولري پمپونو څخه د اوبو راایستلو او د ځمکو خړوبولو لپاره کار اخلي او له دې چارې خوښ دي.
خو کارپوهان او د چاپېریال اړوند سازمانونه وايي، چې په افغانستان کې د ځمکې لاندې اوبو کچه په وروستیو کلونو کې د وچکالۍ، اقلیمي بدلونونو او د اوبو د بېنظمې کارونې له امله ټیټه شوې ده.
دوی اندېښنه ښيي چې د سولري پمپونو پراخ استعمال ښايي د ځمکې لاندې اوبو د لا کمېدو لامل شي، ځکه بزګران په دوامداره توګه له ژورو څاګانو اوبه راوباسي.
کارپوهان ټینګار کوي چې د اوبو د سرچینو د ساتنې لپاره د اوبو ایستلو کچه باید له طبیعي بیا ډکېدو سره برابره وساتل شي.