• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سومالیا پخوانی ولسمشر: سیاسي اختلافونه سومالیا د افغانستان په څېر سقوط کولی شي

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۶:۴۴ GMT+۱

د سومالیا پخواني ولسمشر شریف شیخ احمد خبرداری ورکړی، چې که په سومالیا کې سیاسي اختلافات او د حکومتولۍ کمزورۍ دوام وکړي، دغه هېواد ښايي په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان د سقوط په څېر وضعیت سره مخ شي. نوموړي ویلي، چې افغان دولت د سیاسي توافق د نشتوالي او فساد له امله سقوط وکړ.

شریف چې د سومالیا راتلونکې شورا مشر دی، ویلي چې د افریقايي اتحادیې د سوله ساتو ځواکونو له وتلو وروسته د سومالیا د بشپړ امنیتي مسوولیت اخیستو وړتیا باید په جدي توګه وارزول شي.

هغه ویلي: «افغانستان د سیاسي توافق د نشتوالي او فساد له امله سقوط وکړ او له بده مرغه سومالیا هم له ورته خطرونو سره مخ ده، ان په ځینو برخو کې د فساد ستونزه لا زیاته ده».

د سومالیا پخواني ولسمشر خبرداری ورکړی، چې سیاسي بې‌اتفاقي او فساد د هېواد د ادارو او پوځ د کمزوري کېدو لامل کېدای شي او که دا ستونزې حل نه شي، الشباب ډله کولای شي د هېواد کنټرول ترلاسه کړي.

شریف همداراز پر حکومت نیوکه کړې چې امنیتي ځواکونه د الشباب پر وړاندې د مبارزې پر ځای د کورنیو سیاسي شخړو د حل لپاره کاروي، چې د پوځ وړتیا کمزورې کوي.

په ورته وخت کې د سومالیا د پارلمان غړي او د مخالفینو مشر عبدالرحمن عبدالشکور هم خبرداری ورکړی، چې که بهرني ځواکونه د سومالیا د امنیتي ادارو له بشپړ چمتووالي وړاندې ووځي، الشباب ډله ښايي د هېواد واک تر لاسه کړي.

عبدالشکور ویلي، د الشباب د بیا پیاوړتیا لامل د حکومت ناسم مدیریت، ناسم لومړیتوبونه او د حکومت او خلکو ترمنځ د باور کمېدل دي.

دا اندېښنې په داسې مهال مطرح کېږي چې په سومالیا کې د افریقايي اتحادیې د ملاتړ او ثبات ماموریت (AUSSOM) له مالي ستونزو سره مخ دی. د جولای په ۳۱مه د اوګانډا په پلازمېنه کې د مشرانو په غونډه کې پرېکړه شوې چې دغه ماموریت به له ۱۸ تر ۲۴ میاشتو پورې نور هم دوام وکړي او بیا به د ځواکونو د وتلو بهیر په تدریجي ډول ترسره کېږي.

راپورونه وايي، الشباب لا هم د سومالیا شاوخوا ۳۰ سلنه خاوره تر خپل کنټرول لاندې لري.

که څه هم د سومالیا حکومت دغه خبرداری د مخالفینو سیاسي څرګندونې بللې، خو شنونکي وايي اصلي خطر دا نه دی چې هېواد به ناڅاپه سقوط وکړي، بلکې دا دی چې کمزورې ادارې، کمېدونکی باور او سیاسي اختلافات په تدریجي ډول د دولت بنسټونه کمزوري کوي.

ترویج لرونکی

د قدرت ۱۰۷ کلنه تراژیدي؛ له ماڼۍ تر وژل کېدو او تبعیده د افغانستان د واکمنو تکراري برخلیک
۱
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د قدرت ۱۰۷ کلنه تراژیدي؛ له ماڼۍ تر وژل کېدو او تبعیده د افغانستان د واکمنو تکراري برخلیک

۲
ځانګړی

سراج الدین حقاني د روان وضعیت په تړاو په پکتیا کې له خپلو پلویانو سره پټه ناسته کړې

۳

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل

۴

طالبانو په بلوچستان کې د ۳۴ کان کیندونکو پر مړینه خواشیني وښوده

۵

ملګرو ملتونو د طالبانو د پنځو جګپوړو چارواکو د پاسپورټونو او هویت اړوند معلومات نوي کړل

•
•
•

نور کیسې

ازبکستان د بلخ ابوعلي سینا روغتون ته د ۲۰۰ زره ډالرو په ارزښت تجهیزات ورکړل

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۶:۲۶ GMT+۱
100%

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي، چې د بلخ ولایت د ابوعلي سینا بلخي سیمه ییز روغتون ته د ۲۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت طبي او غیرطبي تجهیزات ورکړل شول. دا مرسته د ازبکستان هېواد د فرغانه ولایت له لوري شوې ده.

په دې مرسته کې د بستري ناروغانو بېډونه، ویلچرونه، د هوا سړولو (اې سي) دستګاوې، یخچالونه او یو شمېر نور اړین طبي او غیرطبي وسایل شامل دي.

دغه وسایل د روغتون بېلابېلو څانګو ته سپارل شوي چې د ناروغانو د درملنې په بهیر کې ترې ګټه واخیستل شي.

د طالبانو د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولانو د دغې مرستې د ترلاسه کولو پر مهال وویل، چې له یادو تجهیزاتو څخه به د روغتیايي خدمتونو د ښه والي او ناروغانو ته د لا غوره اسانتیاوو د برابرولو په موخه کار واخیستل شي.

هغوی زیاته کړې چې دغه وسایل د روغتون د اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته کوي.

یاد تجهیزات د بلخ ولایت د ابوعلي سینا بلخي سیمه ییز روغتون ته داسې مهال سپارل کېږي چې د هېواد په ډېری روغتونونو کې د طبي وسایلو او امکاناتو د کمښت له امله ناروغان له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

په افغانستان کې د برېښنا پرچاوۍ له امله ډېرو خلکو لمریزې انرژۍ ته مخه کړې

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۶:۰۱ GMT+۱
100%

د برېښنا د پرله‌پسې پرچاوۍ له امله په افغانستان کې د سولري انرژۍ کارول د کورنیو، سوداګرو او کروندګرو ترمنځ ورځ تر بلې زیاتېږي. په ګڼو سیو کې بزګران په سولري پمپونو کروندې خړوبوي، خو د اوبو د برخې کارپوهان اندېښنه ښيي، چې دا به د اوبو سطح نوره هم ټیټه کړي.

د کابل په یوه بوخت سولري بازار کې خلک له یوه مارکیټ څخه بل ته ځي، سولري تختې، بټرۍ او وسایل ګوري، بیې پرتله کوي او د خپلو کورونو او کروندو لپاره د وړ سیستمونو په اړه مشورې اخلي.

په افغانستان کې د برېښنا د پرله‌پسې پرچاوۍ له امله د سولري انرژۍ کارول ورځ تر بلې زیاتېږي او کورنۍ، سوداګر او کروندګر هڅه کوي د برېښنا د ستونزې لپاره له دې لارې ګټه واخلي.

د سولري وسایلو یوه پلورونکي قاري ګل عالم صمیم ویلي، چې په افغانستان کې شته ډېری سولري توکي له چین څخه واردېږي.

نوموړي زیاته کړې، چې په وروستیو کلونو کې د دغو وسایلو پېرودونکي زیات شوي، ځکه خلک د سولري ټکنالوژۍ له کارولو سره ډېر بلد شوي دي.

هغه ویلي، پخوا به ډېرو پېرودونکو د سولري سیستمونو د نصب لپاره تخنیکي کسانو ته اړتیا لرله، خو اوس ګڼ خلک د دې وسایلو د کارولو په اړه پوهه لري او له پېرلو وروسته د نصب ډېره برخه خپله ترسره کولای شي.

د سولري انرژۍ بازار یوازې په کورونو پورې محدود نه دی. هټیوال یې د سوداګرۍ د دوام لپاره، فابریکې د ثابتې برېښنا لپاره او کروندګر د اوبو د پمپونو د چلولو لپاره کاروي.

د کابل اوسېدونکي نصرت الله محمدخېل شینهوا اژانس ته ویلي، د برېښنا د پرله‌پسې پرې کېدو له امله یې په خپل کور کې سولري سیستم لګولی دی.

هغه ویلي: «په ژمي کې د برېښنا پرې کېدل ډېر وي او په اوړي کې هم برېښنا د ورځنیو اړتیاوو لپاره کافي نه وي، له همدې امله مو سولري سیستم ولګاوه».

نوموړي زیاته کړې، چې دغه سیستم په ښه ډول کار کوي او که بټرۍ په سمه توګه وکارول شي، کلونه دوام کولای شي.

یو بل سوداګر حاجي قاري ویلي، چې د سولري وسایلو سوداګري ډېری د مارچ او جولای میاشتو ترمنځ ډېره وده کوي، ځکه په دې موده کې په ټول هېواد کې د دغو توکو غوښتنه لوړېږي.

د هغه په وینا، په دې موسم کې سلګونه کانتینره سولري توکي افغانستان ته راځي او ډېری کورنۍ ۶۰۰ او ۷۰۰ واټه سولري سیستمونه غواړي.

سوداګر وايي، له ښاري سیمو بهر هم د سولري انرژۍ کارول زیات شوي. په ګڼو سیو کې بزګران له سولري پمپونو څخه د اوبو راایستلو او د ځمکو خړوبولو لپاره کار اخلي او له دې چارې خوښ دي.

خو کارپوهان او د چاپېریال اړوند سازمانونه وايي، چې په افغانستان کې د ځمکې لاندې اوبو کچه په وروستیو کلونو کې د وچکالۍ، اقلیمي بدلونونو او د اوبو د بې‌نظمې کارونې له امله ټیټه شوې ده.

دوی اندېښنه ښيي چې د سولري پمپونو پراخ استعمال ښايي د ځمکې لاندې اوبو د لا کمېدو لامل شي، ځکه بزګران په دوامداره توګه له ژورو څاګانو اوبه راوباسي.

کارپوهان ټینګار کوي چې د اوبو د سرچینو د ساتنې لپاره د اوبو ایستلو کچه باید له طبیعي بیا ډکېدو سره برابره وساتل شي.

ټي ټي پي په جولای میاشت کې په ټول پاکستان کې د ۳۱۵ بریدونو خبر ورکړی

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۵:۳۹ GMT+۱
100%

تحریک طالبان پاکستان ادعا کړې چې د جولای په میاشت کې یې په ټول پاکستان کې ۳۱۵ وسله وال بریدونه کړي دي. د دغې ډلې په وینا، په دغو بریدونو کې تر ۳۰۰ ډېر پاکستاني امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د جولای په میاشت کې یې په ټول هیواد کې ۳۱۵ بریدونه کړي او له ۳۰۰ ډېر پاکستاني پوځیان او امنیتي سرتېري یې وژلي دي.

ډیری بریدونه د خیبر پښتونخوا په جنوبي ولسوالیو کې شوي، چې ۱۸۱ ته یې شمېر رسیږي.

د ټي ټي پي رسمي عمر میډیا د شنبې په ورځ په یوه خپره خبرپاڼه کې ویلي چې تر ټولو ډیر بریدونه په شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان کې شوي، چې په ترتیب سره ۸۶او ۶۴دي، په داسې حال کې چې ۱۶بریدونه په ټانک او ۱۵ په ډیره اسماعیل خان ولسوالیو کې شوي دي.

د ټي ټي پي په وینا،« ۲۴بریدونه په پیښور ولسوالۍ کې، ۱۹په باجوړ، ۱۲په کویټه او برنول ولایتونو کې، ۱۱په کورمه ولسوالۍ کې، ۱۰په لکي مروت کې او نهه په بنو، خیبر او اورکزۍ ولسوالیو کې شوي دي».

د ټي ټي پي په وینا، په جولای کې درې بریدونه په جنوبي پنجاب او یو په کراچۍ کې شوي دي.

د پاکستاني طالبانو په وینا، په دغو بریدونو کې ټولټال ۷۸۱کسان وژل شوي او ټپیان شوي، په داسې حال کې چې ۶۸کسان نیول شوي دي.

په تیرو څو اونیو کې په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې د پاکستان پر امنیتي منسوبینو بریدونه زیات شوي دي.

د پاکستان د پوځ ویاند پرون په یوه خبري غونډه کې تایید کړه چې سږکال په وسله والو او ځانمرګو بریدونو کې زیاتوالی راغلی دی.

متحده جبهه وايي چې د طالبانو پر ضد یې پوځي عملیات پیل کړي

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۴:۵۳ GMT+۱
100%

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ د افغانستان متحدې جبهې په یوه اعلامیه کې د طالبانو پر ضد د نظامي عملیاتو د پیلولو اعلان وکړ. دغه جبهه وایي، د طالبانو هغه مشران به یې اصلي هدف وي چې پر پخوانیو ځواکونو او ښځو یې ظلمونه کړي. جبهې ځان د هېواد د اساسي قانون او ملي بیرغ وارث بللی.

د افغانستان متحدې جبهې د زمري په ۱۰مه په یوه اعلامیه کې وویل، چې د جبهې مشر ډګر جنرال سمیع سادات خپلو ځواکونو ته د جګړې د پیل امر کړی دی.

په اعلامیه کې راغلي چې د دې جبهې پوځي کمیسیون د افغانستان د ازادۍ او خلکو ته د واک د بېرته سپارلو لپاره د عملیاتو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

د جبهې په وینا، د طالبانو هغه مشران او غړي چې په تېرو پنځو کلونو کې یې پر پخوانیو امنیتي ځواکونو، افغان ښځو، نجونو او ځوانانو ظلم کړی او هغوی یې وژلي، د دوی د بریدونو اصلي هدفونه دي.

د افغانستان متحدې جبهې ټینګار کړی چې ځان د هېواد د اساسي قانون، درې رنګه ملي بیرغ او ملي ارزښتونو وارث بولي او د خلکو د ارادې او عدالت لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

دغه راز په اعلامیه کې ویل شوي چې د دوی ځواکونه به د جګړې د فقهي اصولو او نړیوالو بشردوستانه قوانینو په رڼا کې عملیات کوي او د ملکي وګړو د سر او مال ساتنه به وکړي.

یادې جبهې د افغانستان له ټولو وګړو، په ځانګړې توګه له ځوانانو غوښتي چې په دې مبارزه کې ورسره ملګري شي او د افراطیت د ریښو په ایستلو کې برخه واخلي.

دغه راز په اعلامیه کې ژمنه شوې چې د قانون د واکمنۍ له بېرته ټینګښت وروسته به افغانستان د ټولو افغانانو لپاره خوندي کور وي او هېڅ ترهګرې ډلې ته به په هېواد کې د فعالیت اجازه ورنه کړل شي.

د پخوانۍ ملي اردو د جنرال سمیع سادات په مشرۍ د دغې جبهې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې دغې جبهې د طالبانو پر ضد خپل وسله وال فعالیتونه له کندهار ولایت څخه چې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده د واکمنۍ اصلي مرکز بلل کېږي، پیل کړي دي.

ایران د هرات ـ مزارشریف اوسپنې پټلۍ په محوریت د ختیځ ـ لویدیځ دهلېز سند طرحه تصویب کړې

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۳:۳۴ GMT+۱
100%

د ایران د ولسمشر د لومړي مرستیال په مشرۍ ددغه هېواد د ملي دهلېزونو د کمېټې په غونډه کې د ختیځ ـ لویدیځ دهلېز د سند عمومي طرحه، چې د هرات ـ مزارشریف د اوسپنې پټلۍ پروژې په محوریت ولاړه ده، تصویب شوې ده.

د ایران د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې، محمدرضا عارف په دې غونډه کې د ترانسپورتي دهلېزونو پراختیا د خپل حکومت له مهمو ستراتیژیکو لومړیتوبونو وبلله او ویې ویل، چې د دهلېزونو ظرفیت لوړول او د خلیج ترڅنګ د وچو او شمالي بندرونو پراختیا به په سیمه‌ییز ترانزیټ کې د ایران رول پیاوړی کړي.

عارف ویلي، چې حکومت یې په تېرو دوو کلونو کې د ترانسپورتي دهلېزونو د پراختیا په برخه کې اغیزناک ګامونه اخیستي او د ترانزیټي لارو پراخول یې اصلي لومړیتوبونه دي.

د نوموړي په وینا، د هرات ـ مزارشریف د اوسپنې پټلۍ په محور د ختیځ ـ لویدیځ دهلېز د سند تصویبولو هدف د نړیوال ترانزیټ په بازار کې د ایران ونډه زیاتول، جیو اقتصادي موقعیت پیاوړی کول، د سیمه‌ییزې اقتصادي همکارۍ او پانګونې پراخول، له افغانستان او د لارې له نورو هېوادونو سره اقتصادي اړیکې پیاوړې کول او د ستراتیژیکو پروژو لپاره د نویو مالي سرچینو موندل دي.

په دې غونډه کې د ګمرکي چارو د اسانتیا، د توکو د مستقیم لېږد، د خالي کانتینرونو د بېرته ستنولو او موقتي داخلېدو، د ایران سویلي بندرونو د بدیلې استفادې او له ګاونډیو هېوادونو سره د ګډو پولو له لارې د ترانزیټ په اړه هم یو شمېر طرحې تصویب شوې دي.

د ایران د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر ویلي، چې د ختیځ ـ لویدیځ دهلېز پراخېدل به له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو په پیاوړتیا او د سیمې په سوداګریزو اړیکو کې مهم رول ولري.