د افغانستان د ښځو د سیاسي مشارکت شبکې د شنبې په ورځ (د زمري ۱۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ټینګار کړی، چې د افغانستان د خلکو د ازادۍ، عدالت او ولسواکۍ لپاره مبارزه به تر بشپړې بریا پورې روانه وي.
په دې خبرپاڼه کې، چې د «ازادۍ په نوم» تر سرلیک لاندې او د افغانستان د خلکو د مبارزو په ملاتړ خپره شوې راغلي، چې دا پنځه کاله د ازادیو له منځه وړل، پلان شوې ځپنه، د بشري حقونو پراخې سرغړونې، له لومړنیو بشري حقونو د ښځو محرومول او د بېوزلۍ، تبعیض او ناهیلۍ له زیاتېدو سره مل وو.
شبکې ټینګار کړی، چې دا پنځه کاله یوازې د یوه سیاسي نظام د سقوط کیسه نهده، بلکې د هغو میلیونونو انسانانو د کړاوونو کیسه ده، چې د خپلې خوښې، زدهکړو، کار، د بیان ازادۍ او د خپل برخلیک د ټاکلو له حقونو څخه بېبرخې شوي دي.
د افغانستان د ښځو د سیاسي مشارکت شبکې په خپله خبرپاڼه کې ویلي، چې طالبانو په دې کلونو کې هڅه کړې د ځپنې، وېرې خپرولو او د ازادۍ غوښتونکو غږونو په چوپولو سره د افغانستان د خلکو اراده ماته کړي، ښځې له ټولنیز ډګر څخه وباسي، مدني فعالان او خبریالان تر فشار لاندې راولي، مذهبي او قومي لږکي له تبعیض او تاوتریخوالي سره مخ کړي او هر ډول مخالف غږ د نیولو، شکنجې او ځپنې له لارې خاموش کړي.
دې ښځینه بنسټ ټینګار کړی، چې تاریخ یو ځل بیا وښوده چې هېڅ حکومت نهشي کولای د تل لپاره د وېرې او محرومیت پر بنسټ واک وچلوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې نن د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د عامه نارضایتۍ زیاتوالی او د «استبداد» پر وړاندې د بېلابېلو ډولونو مقاومت رامنځته کېدل لیدل کېږي. د شبکې په وینا، د افغانستان خلک له کلونو محرومیت او فشارونو سره سره لا هم د ازادۍ، عدالت، انساني کرامت او د خپل هېواد د راتلونکي په ټاکلو کې د ګډون غوښتونکي دي.
د افغانستان د ښځو د سیاسي مشارکت شبکې، پر دې ټینګار سره چې د خلکو د ازادۍ مبارزه یوه مشروع مبارزه ده او د ملت له ارادې سرچینه اخلي، له هغو ټولو ښځو سره چې په مېړانه د تبعیض پر وړاندې ولاړې دي، له هغو ځوانانو سره چې د انساني کرامت لپاره هڅې کوي او له ټولو هغو هېوادوالو سره چې له بېلابېلو لارو د یوه ازاد، عادلانه او د بشري حقونو پر بنسټ راتلونکي لپاره کار کوي، خپل پیوستون اعلان کړی.
د خبرپاڼې په بله برخه کې ټینګار شوی، چې د افغانستان راتلونکی باید د بشري حقونو، د ښځو او نارینهوو د بشپړې برابرۍ، د ټولو وګړو د برابر ګډون، قومي، مذهبي او ژبني تنوع ته د درناوي، د قانون د واکمنۍ او ولسواکۍ پر بنسټ جوړ شي. د شبکې په باور، هر ډول سیاسي بدلون چې دا اصول تضمین نهکړي، د افغانستان د خلکو مشروع هیلو ته ځواب نهشي ویلای.
دې شبکې همدارنګه له نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له ټولو ملاتړو بنسټونو غوښتي چې د افغانستان د خلکو د کړاوونو پر وړاندې چوپ پاتې نهشي، د طالبانو ځپونکې تګلارې عادي نهکړي او د افغانستان د خلکو د ازادۍ، عدالت او ځوابویونکي حکومت لپاره له مشروع غوښتنو ملاتړ وکړي.
د افغانستان د ښځو د سیاسي مشارکت شبکې د جمهوري نظام د سقوط د پنځمې کلیزې په درشل کې یو ځل بیا ټینګار کړی، چې ازادي د تل لپاره په بند کې نهشي ساتل کېدای، د افغانستان د خلکو غږ به چوپ نهشي او د یوه ازاد، عادلانه، ولسواک او د بشري حقونو پر بنسټ افغانستان د جوړولو هڅې به د ملت د مشروع غوښتنو تر بشپړ تحقق پورې دوام ولري.