• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: افغانستان کې د بشري او اقتصادي بحران له امله د انساني قاچاق ګواښ زیات شوی

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲ اګست ۲۰۲۶، ۱۹:۵۸ GMT+۱

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر (یو‌اېن‌او‌سي‌ډي) ویلي، په هېواد کې د بشري او اقتصادي بحران له ژورېدو سره د انساني قاچاق ګواښ هم زیات شوی دی.

دغه دفتر د یکشنبې په ورځ، د زمري ۱۱مه، په اېکس خواله رسنۍ کې په خپور کړي پیغام کې ویلي، چې د ټولنیزو او اقتصادي فشارونو له امله خلک د انساني قاچاق، استثمار او جبري کار پر وړاندې ډېر زیانمن شوي دي.

دیادې ادارې په وینا، د څه باندې شپږو میلیونو افغانانو بېرته ستنېدل، د بدیلو معیشتي فرصتونو له برابرېدو پرته د کوکنارو د کښت له منځه وړل او د ښځو پر حقونو سخت محدودیتونه، هغه مهم عوامل دي چې په افغانستان کې یې د انساني قاچاق ګواښ زیات کړی دی.

یاد بنسټ ټینګار کړی، چې د دغو ستونزو د حل لپاره باید د خلکو د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو، د کارموندنې د فرصتونو د رامنځته کولو او د زیانمنو قشرونو د ملاتړ لپاره عملي ګامونه واخیستل شي.

له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان(ای‌او‌اېم) هم په افغانستان کې د انساني قاچاق د زیاتېدونکي ګواښ په اړه خبرداری ورکړی وو.

د دغه سازمان په وینا، له ایران او پاکستان څخه میلیونونه راستنېدونکي افغانان د بې‌وزلۍ، د کار د فرصتونو د کمښت او د بنسټیزو خدمتونو د نشتوالي له امله د انساني قاچاق، استثمار او نورو ناوړه ګټه اخیستونکو له جدي ګواښ سره مخ دي.

ترویج لرونکی

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل
۱

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل

۲

د طالبانو د اړیکو کمیسیون افغانستان ته د دوو پخوانیو چارواکو د ستنېدو خبر ورکړی

۳

طالبان:نږدې پنځو کلونو کې ۶۵۰ زره کسانو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی

۴

متحده جبهه وايي چې د طالبانو پر ضد یې پوځي عملیات پیل کړي

۵

بخښنې نړیوال سازمان: د افغانستان او ایرلنډ سیالیو کې د اعتراضونو احتمال شته

•
•
•

نور کیسې

متحده جبهه: په غور کې مو د پخوانۍ پولیس افسرې یو قاتل ووژاه

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲ اګست ۲۰۲۶، ۱۹:۲۰ GMT+۱
100%

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحده جبهه وايي، د غور مرکز کې یې د ملي پولیسو پخوانۍ افسرې «نګار» یو قاتل وژلی دی. دغه پولیس افسره شاوخوا ۴ کاله وړاندې په فیروز کوه ښار کې په خپل کور کې د خپلې کورنۍ د غړو په مخکې په ډزو وژل شوې وه. ویل کېږي دغه ښځه د وژل کېدو پر مهال امیندواره هم وه.

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ملي پولیسو پخوانۍ افسره نګار د ۱۴۰۰ کال د وږي پر ۱۳مه د غور په مرکز کې په خپل کور کې د خپلې کورنۍ د غړو په مخکې په داسې حال کې چې امیندواره وه په ډزو سره ووژل شوه. په هغه وخت کې د دغې افسرې زوی ویلي وو، چې یادو درېیو بریدګرو له پېښې وروسته ورته ویلي وو: «موږ مجاهدین (طالبان) یو».

خو په هغه وخت کې طالبانو چې له واکمنۍ یې نږدې یوه میاشت تېره شوې وه، د یادې پېښې په تړاو هېڅ وضاحت ورنه‌کړ.

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې د یکشنبې په ماښام (د زمري ۱۱مه) په خپله اېکس‌پاڼه وویل: «د افغانستان د ملي پولیسو د پخوانۍ افسرې نګار چې د طالبانو د وحشي ډلې د کسانو له لوري په خپل کور کې په داسې حال کې چې امیندواره وه، د خپلې کورنۍ د غړو پر وړاندې په شهادت رسولې وه، یو قاتل یې د متحدې جبهې د ځواکونو له لوري په غور ولایت کې د خپلو اعمالو په سزا ورسول شو».

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د «عمومي بښنې» اعلان وکړ، خو په تېرو پنځو کلونو کې په مرموز ډول د تېر نظام د نظامیانو د وژنې سلګونه راپورنه ورکړل شوي او دغو راپورونو ته هم نړۍوالو بنسټونو او په ځانګړې توګه د بشري حقونو اړوندو سازمانونو اندېښنه ښودلې ده.

د جمهوري نظام د ملي اردو د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې د لومړي ځل لپاره ۴ ورځې مخکې (د زمري ۸مه) په افغانستان کې خپل وسله‌وال فعالیتونه هغه هم له کندهاره پیل کړل.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان متحده جبهه د ۱۴۰۲ کال د تلې په میاشت کې په امریکا کې جوړه شوې او تر دې مخکې یې ډېری سیاسي فعالیتونه کول، خو دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې یې خپل وسله‌وال فعالیتونه پیل کړي دي.

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام لومړۍ سیالي ټایلنډ ته وبایلله

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲ اګست ۲۰۲۶، ۱۹:۱۳ GMT+۱
100%

د طالبانو تر کنټرول لاندې د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست ویلي، د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام سیالیو په لومړۍ لوبه کېله کوربه ټایلنډ څخه د ۶-۱ ګولونو په توپیر ماتې وخوړه.

د یاد ریاست په وینا، د افغانستان لپاره په دې لوبه کې یوازینی ګول محمد مرادي ترسره کړ.

ټاکل شوې چې د افغانستان ملي لوبډله خپله دویمه سیالي د دوشنبې په ورځ د کابل پر وخت د ماښام په ۶بجو د ویتنام پر وړاندې ترسره کړي.

د کانټنینټال جام سیالۍ د اګسټ په لومړۍ نېټه پیل شوې او د اګسټ تر شپږمې به دوام وکړي.

په دغو سیالیو کې د کوربه ټایلنډ او افغانستان ترڅنګ د روسیې، ویتنام او نیوزیلنډ د فوټسال ملي لوبډلې هم ګډون لري.

د طالبانو د هواپوهنې اداره: د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو اټکل شوی

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲ اګست ۲۰۲۶، ۱۸:۳۸ GMT+۱
100%

د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هواپوهنې ادارې ویلي، د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د سختو بارانونو، تالندې برېښنا، زورورو بادونو او احتمالي سېلابونو د رامنځته کېدو اټکل شوی دی.

یادې ادارې د یکشنبې په ورځ، د زمري ۱۱مه، په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه وضعیت د دوشنبې لپاره د نورستان، کونړ، لغمان، پنجشېر، کاپیسا، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني او بدخشان ولایتونو کې اټکل شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې، په دغو ولایتونو کې د باران کچه د سیمو له مخې د ۱۰ تر ۴۰ میلی‌مترو پورې اټکل شوې ده.

د هواپوهنې ادارې همداراز ویلي، په مرکزي، ختیځو، سوېل ختیځو، سوېلي، لوېدیځو او شمالي ولایتونو کې د دوړو له طوفانونو سره د تندو بادونو د لګېدو احتمال هم شته.

د خبرپاڼې له مخې، د دغو بادونو چټکتیا به په بېلابېلو سیمو کې په ساعت کې د ۵۰ څخه تر ۹۵ کیلومترو پورې وي.

چارواکو له خلکو غوښتي چې د احتمالي سېلابونو، تندو بادونو او نورو ناوړه هوايي پېښو پر مهال لازم احتیاطي تدابیر ونیسي.

طالبان وايي په هلمند کې یې څه باندې ۲۵ ټُنه قاچاقي توکي ترلاسه کړي دي

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲ اګست ۲۰۲۶، ۱۸:۳۲ GMT+۱
100%

په هلمند کې د طالبانو رسنیز دفتر ویلي، د دغه ولایت په فرعي ګمرکونو کې یې ۲۵۳۰۹ کیلو ګرامه خوراکي، غیر خوراکي او صادراتي قاچاقي توکي ترلاسه کړي دي. د دغه دفتر په وینا، دغه قاچاقي مواد په تېره یوه اونۍ کې ترلاسه شوي او د لېږد په تړاو یې ۲۰ کسان هم نیول شوي دي.

د هلمند د رسنیو دفتر د یکشنبې په ورځ (د زمري ۱۱) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دغو قاچاقي توکو کې انساني، حیواني او کرنیز درمل، نشه‌يي مواد، رخت، شاپینګ، پرزه‌جات، تېزاب، رنګ، تمباکو، پلاستیک، وریجې، د مخ کریمونه، پلستران، امبار، ټایرونه او همداراز ۱۰،۵۳۲ کیلوګرامه صادراتي مس او زړه اوسپنه شامل دي.

خبرپاڼه زیاتوي، په دې لړ کې یوه ثقیله وسله، ۲ میل کارملیان، ۵۴۵ د کارملیان مرمۍ، ۳ شاجورونه، ۳ د ثقیلې وسلې شریډونه او ۸ راکټ پټاسونه هم ترلاسه او ضبط شوي دي.

د خبرپاڼې پر بنسټ، دغه ناقانونه وارداتي او صادراتي توکي په تېره یوه اونۍ کې د لښکرګاه ښار، د ګرمسېر ولسوالۍ د رېګ سیمې، د بهرامچې ولسوالۍ د رباط رېګ سیمې او د ډیورند اړوند لارو کې ترلاسه شوي او په ناقانونه توګه یې د انتقال مخه نیول شوې ده.

د خبرپاڼې له‌مخې، د دغو موادو د قاچاق په تړاو ۲۰ کسان له ۱۵ موټرو سره یو ځای نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې د یادو توکو د مبدا یا صادروونکي هېواد د نوم په اړه څه نه‌دي ویل شوي، خو تر دې مخکې دغه ډول مواد د بهرامچې له لارې پاکستان او افغانستان ته انتقال کېدل.

له شاوخوا لسو میاشتو راهیسې د افغانستان او پاکستان تر منځ هر ډول سوداګري په ټپه درول شوې او اوس یو شمېر کسان هڅې کوي په قاچاقي توګه دواړو خواو ته د اړتیا وړ مواد ولېږدوي.

په یونان کې یو افغان د یوې برېتانیایۍ ښځې د وژنې په تړاو نیول شوی

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲ اګست ۲۰۲۶، ۱۶:۱۷ GMT+۱
100%

د یونان پولیس وايي، یو ۲۶ کلن افغان یې د یوې ۳۸ کلنې برېتانیایۍ ښځې د وژنې په تړاو نیولی دی. د پولیسو په وینا، نیول شوي کس اعتراف کړی چې د ښځې تر وژلو وروسته یې د هغې له موبایل او بانکي کارتونو هم استفاده کړې ده.

د یونان پولیسو ویلي، د ۳۸ کلنې برېتانیایۍ ښځې الیزابت جېن راس چې «لېزا» هم بلل کېده مړی د جولای په ۱۸مه د اتن ښار د کیپسیلي په سیمه کې د یوې پرېښودل شوې ودانۍ دننه په یوه بکس کې موندل شوی و.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، نوموړې د جون په وروستیو کې یونان ته تللې وه او په څو ځایونو کې تر اوسېدو وروسته یې د اېکسارخیا په سیمه کې یو اپارتمان په کرایه نیولی و.

څېړنو ښودلې چې یو ۲۶ کلن افغان د هغې اپارتمان ته لاسرسی درلود.

پولیس وایي، د امنیتي کامرو او د موبایل د معلوماتو له ارزونې وروسته لیدل شوي چې شکمن کس د جولای د ۱۶مې په شپه یو لوی بکس له اپارتمان څخه هغې ودانۍ ته لېږدولی چې وروسته پکې د ښځې مړی وموندل شو.

پولیسو ویلي شکمن کس په لومړیو کې ادعا کړې وه چې ښځه یې په اپارتمان کې مړه موندلې او وروسته یې مړی په بکس کې ایښی و خو وروسته یې دا هم منلې چې د قرباني له موبایل څخه یې د هغې په نوم کورنۍ او ملګرو ته پیغامونه استولي او د هغې له بانکي کارتونو یې پیسې ایستلې دي.

د اګست په لومړۍ نېټه د شکمن کس په استوګنځي کې د پلټنې پر مهال یوه تقلبي ګلاک ډوله تومانچه او یوه پوځي ډوله چاړه هم موندل شوې چې له همدې امله د وسلو اړوند نور تورونه هم پرې لګېدلي دي.

پولیس وایي، د عدلي متخصصانو په مرسته د قرباني د ګوتو نښې ترلاسه شوې او د انټرپول په همکارۍ یې هویت تثبیت شوی. تورن کس عدلي ارګانونو ته سپارل شوی او د قضیې څېړنې روانې دي.