ضیا سراج نن یکشنبه د زمري پر ۱۱مه په اېکس کې لیکلي چې د جبهه ازادي، سپاهیان میهن او جبهه متحد وروستي تحرکات د طالبانو د دوهم استبدادي دورې د پای بهیر پیلېدل ښيي.
ده ویلي چې تر ټولو مهم فکتور د ولس بېساری ویښتیا ده.
سراج ټینګار کړی چې طالبان له ملي او نړیوال مشروعیته بېبرخې دي او هره ورځ هېواد تیارو ته بیایي.
هغه زیاتوي که وسلوال مخالفت هم نه وي، د طالبانو اوسني کورني او بهرني سیاستونه به یې زوال سبب شي.
سراج له افغانانو د یووالي او د تفرقې د مخنیوي غوښتنه کړې ده.
سراج وایي چې د طالبانو پرېکړو او کړنو د هغوی اصلي څېره خلکو ته ښکاره کړې ده.
هغه زیاته کړې چې دغه ډله هېواد د تیارې لور ته بیايي او د بقا چانس نه لري.
د نوموړي په وینا، حتی د وسله والو مخالفینو پرته به هم د طالبانو رژیم د خپلو ناسمو کورنیو او بهرنیو سیاستونو له امله له سقوط سره مخ شي.
ضیا سراج ویلي، چې د طالبانو فرمانونو او پرېکړو د دې ډلې اصلي څېره خلکو ته ښکاره کړې ده. هغه زیاته کړې چې په تېر نظام کې د طالبانو د راتګ د پایلو په اړه خبرداري مبالغه ګڼل کېدل، خو اوس حقایق ټولو ته روښانه شوي دي.
د سراج په وینا، د طالبانو پنځه کلنې واکمنۍ وښوده چې دا ډله هېواد د تیارو لور ته بیايي.
هغه ټینګار کړی چې د طالبانو اداره کورنی او نړیوال مشروعیت نه لري او د خلکو هیلې یې له منځه وړي دي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې د طالبانو پرضد د جګړې راپورونه زیات شوي دي.