ذبیحالله مجاهد په افغانستان کې د طالبانو د مخالفو ډلو حضور تایید کړ

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یکشنبې په ورځ د یوې خبري غونډې پرمهال په افغانستان کې د طالبانو د مخالفو ډلو حضور منلی. نوموړي ویلي، چې دغه ډلو له پخوا راهیسې حضور لاره. د هغه په وینا؛ د طالبانو د مخالفو جبهو ریښې په بهر کې دي.
مجاهد دغه څرګندونې د یکشنبې په ورځ د زمري ۱۱مه «حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې» تر سرلیک لاندې یوې غونډه کې د وینا برمهال کړې دي. نوموړي په دغه غونډه کې د افغان پوځ د ځانګړو ځواکونو د پخواني قوماندان سمیع سادات په مشرۍ د متحده جبهې د پوځي عملیاتو د پیل په اړه غبرګون وښود.
ښاغلي مجاهد د دغه ډلو حضور منلی او ویلي یې دي، چې د طالبانو د مخالفو جبهو ریښې په بهر کې دي او تور يې ولګاوه چې په تېرو وختونو کې له بهرنیو استخباراتو سره په تماس کې وو. مجاهد وويل، دوی د یادو ډلو له حضوره خبر دي؛ خو د لا ډېر فعالیت اجازه به ورنهکړي. ذبیحالله مجاهد په دغه غونډه کې وویل، چې هغه د طالبانو په وړاندې د مخالفو جبهو حضور نه ردوي.
نوموړي وویل: «موږ دغه خبره نهشو ردولی؛ ځکه دوی له پخوا راهیسې حضور لري. په تېرو وختونو کې دوی د تنظیمونو په بڼه حضور لاره. یو وخت دوی د لویو ډلو په بڼه هم حضور لاره او په بېلابېلو نومونو یې ډلې جوړې کړې وې».
د طالبانو ویاند دارنګه د یادې ډلې مخالفینو فعالیت تر خواله رسنیو محدود وباله. هغه زیاته کړه: «دا هماغه خلک دي چې بهر ته تښتېدلي او په نویو نومونو یې ډلې جوړې کړې دي او غواړي افغانستان ناامنه کړي او یا یې ناامنه ښکاره کړي».
وړاندې د جنرال سمیع سادات په مشرۍ د افغانستان متحدې جبهې په یوه اعلامیه کې د طالبانو پر ضد د پوځي عملیاتو د پیلولو اعلان کړی و. دغه جبهه وایي، د طالبانو هغه مشران به یې اصلي هدف وي چې پر پخوانیو ځواکونو او ښځو یې ظلمونه کړي. یادې جبهې ځان د هېواد د اساسي قانون او ملي بېرغ وارث بللی.
