د جمهوري نظام د ملي اردو د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې ویلي، چې خپل وسلهوال فعالیتونه یې له کندهاره پیل کړي او په یوې ویډیو کې ادعا کړې، چې د زمري پر ۸مه یې د کندهار- سپین بولدک ترمنځ د لارې په اوږدو کې پر طالبانو برید کړی دی.
د یادو فعالیتونو په تړاو د راپورونو له خپرېدو وروسته د متحدې جبهې مشر جنرال سمیع سادات په یوه ۹ دقیقهيي ویډیويي پیغام کې چې د یکشنبې په سهار وختي (د زمري ۱۱مه) خپره شوې په ۲۰۰۱ کال کې له افغانستان څخه د ملاتړ له امله له امریکا، ناټو او نورو هېوادونو مننه کړې او یو ځل بیا یې ترې د «سیاسي» ملاتړ د غوښتنې په ترڅ کې ویلي: «موږ ستاسو سرتېري نهغواړو، موږ د خپل هېواد لپاره له تاسو څخه مرکزونه نهغواړو، موږ د طالبانو پر وړاندې د جګړې وس لرو، خو موږ په دې پړاو د تاسو سیاسي ملاتړ غواړو».
هغه څرګنده کړې: «موږ يوازې د طالبانو پر وړاندې نه، بلکې د القاعده، داعش، تحریک طالبان پاکستان او نورو ترهګرو ډلو پر ضد جنګېږو کومې چې په افغانستان کې موجودې دي. په دې وخت کې بايد له موږ څخه ملاتړ وشي».
سمیع سادات څرګنده کړې، چې له طالبانو سره په جګړه کې به نړۍوال قوانین په پام کې نیسي او زیاته کړې یې ده: «موږ به په دې کار کې له کوم بل هېواد څخه اجازه هم وانهخلو، موږ يوازې خپله ازادي غواړو، موږ له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه کوو چې د تاریخ له سم اړخ سره ودريږي».
سادات په ټینګار سره ویلي، چې له طالبانو سره د خبرو اترو هڅو ته باید د پای ټکی کېښودل شي او په باور یې دا «پروسه باید ناکامه بهیر وبلل شي» او زیاتوي: «زموږ جګړه د ازادۍ لپاره ده، افغانان ازادي خوښوونکي خلک دي».
د متحدې جبهې مشر په دې ویډیويي پیغام کې روان بهیر ننګونکی او له قربانیو سره مل وباله او همداراز یې وویل: «زه په هېواد کې دننه او په نړۍ کې پر مېشتو افغانانو غږ کوم چې له موږ سره ملګري شئ، د افغانستان د راتلونکې لپاره په جګړه کې برخه واخلئ، راځئ چې ازادي ترلاسه کړو او د درې رنګه بېرغ لاندې متحد شو».
جنرال سمیع سادات د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته په خپل پیغام کې وویل: «موږ افغانستان د طالبانو له رژيم څخه ازادول غواړو... موږ نهغواړو چې خپلو ګاونډيو ته کومه ستونزه جوړه کړو، موږ خپل راتلونکی له تاسو سره يو ځای ګورو، موږ ستاسو پر ضد نه يو، دا طالبان دي چې ستاسو پر ضد دي».
هغه افغانانو ته په خطاب سره وويل: «موږ ستاسو تکليف وينو، موږ د تاسو لپاره بېرته راځو او موږ به د تاسو په نوم جنګېږو، تاسو له جګړې مه ويرېږئ دا د طالبانو پر ضد ده، موږ به تاسو خوندي ساتو».
د متحدې جبهې مشر د افغانستان د راتلونکې په اړه یې وويل: «چې افغانستان ازاد کړو، لويه جرګه به راوغواړو پلان مو دا دی چې واک نارینه او ښځو مشرانو ته وسپارو چې هغوی د نوي افغان حکومت لپاره پاليسي جوړه کړي، موږ به یې ملاتړ کوو او ټول افغانان لوی او واړه، ښځې او نارینه به په دې پروسه کې شامل وي».
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان متحده جبهه د جنرال سمیع سادات په مشرۍ د ۱۴۰۲ کال د تلې په میاشت کې په امریکا کې جوړه شوې او تر اوسه یې ډېری سیاسي فعالیتونه کول، خو دا لومړی ځل دی چې د یادې جبهې سرچینې پر طالبانو د وسلهوال برید خبر ور کوي.
د طالبانو د واکمنۍ پنځه کاله د پوره کېدو په درشل کې دي او د طالبانو یوې بلې مخالفې ډلې ازادۍ جبهې په بدخشان او یو شمیر نورو ولایتونو کې خپل بریدونه زیات کړي دي.
تر اوسه طالبانو د متحدې جبهې د برید او څرګندونو په اړه څه غبرګون نهدی ښودلی.