• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو له رسنیو غوښتي چې د خپلې واکمنۍ د پنځو کلونو لاسته راوړنو په اړه خپرونې چمتو کړي

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲ اګست ۲۰۲۶، ۱۴:۵۲ GMT+۱تازه شوی: ۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲ اګست ۲۰۲۶، ۱۷:۱۶ GMT+۱

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي له رسنیو غوښټي چې د زمري ۲۴مې مراسمو ته پراخ رسنیز پوښښ ورکړي او د دې ډلې د پنځه کلنې واکمنۍ په اړه بېلابېلې خپرونې چمتو کړي.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزرات د خپرونو چارو معین فراهي په کابل کې د رسنیو له استازو سره د هغږۍ ناسته کړې.

نوموړي ویلي ،د زمري ۲۴مې د نمانځلو لپاره د هېواد په کچه په بېلابېلو برخو کې پراخ چمتوالی نیول شوی او له رسنیو یې غوښتي چې د دغې ورځې مراسمو پراخ پوښښ ورکړي.

فراهي زیاته کړې:« رسنۍ باید د زمري ۲۴مې د نمانځلو پر مهال د تېرو پنځو کلونو لاسته راوړنو او د تېر شل کلن اشغال په اړه بېلابېلې خپرونې جوړې کړي، څو هېوادوال او نړیوال د یادو موضوعاتو په اړه معلومات ترلاسه کړي تر څو راتلونکې ځوان نسل ته د تیر ظلمونو په اړه معلومات وشي».

همدارنګه فراهی زیاته کړې چې رسنۍ دې د پاکستان د پوځ «ناوړه عملونه» هم په ښه توګه رسنیز کړي.

په یاده خبرې ناسته کې د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رییس مولوي نعیم الحق حقاني او د ورزش او بدني روزنې عمومي رییس احمدالله وثیق هم د رسنیو مسولینو او خبریالانو ته سپارښتنې کړې دي.

دوی ویلي،د نظام او عامه افکارو ساتنه د ټولو ګډ مسولیت دی او رسنۍ دې د یادې ډلې د پرمختګونو او مهمو موضوعاتو په اړه بېلابېلې خپرونې جوړې او خپرې کړي.

د زمري ۲۴مه د طالبانو له لوري د یادې ډلې د بیا واکمنېدو د کلیزې په توګه نمانځل کېږي. طالبان وایي، له دې وروسته یې په هېواد کې امنیت او د بیارغونې چارې پیاوړې کړې دي، خو د دې ورځې په اړه د افغانستان دننه او بهر بېلابېل نظرونه شتون لري.

ترویج لرونکی

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل
۱

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل

۲

د طالبانو د اړیکو کمیسیون افغانستان ته د دوو پخوانیو چارواکو د ستنېدو خبر ورکړی

۳

طالبان:نږدې پنځو کلونو کې ۶۵۰ زره کسانو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی

۴

متحده جبهه وايي چې د طالبانو پر ضد یې پوځي عملیات پیل کړي

۵

بخښنې نړیوال سازمان: د افغانستان او ایرلنډ سیالیو کې د اعتراضونو احتمال شته

•
•
•

نور کیسې

پاکستاني اړخ پر تورخم یوې افغانې مور او د هغې ناروغ ماشوم ته د اوښتلو اجازه ورکړې

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲ اګست ۲۰۲۶، ۱۴:۱۵ GMT+۱
100%

د پاکستان سرحدي ځواکونو د دغه هېواد د بشري حقونو سازمان په غوښتنه پر تورخم یوې افغانې مور او د هغې ناروغ ماشوم ته له ویزې پرته د اوښتلو اجازه ور کړې ده. دا په تېرو شاوخوا ۱۱ میاشتو کې لومړی ځل دی چې پاکستانی اړخ یو افغان ماشوم او د هغه مور ته پر تورخم د اوښتلو اجازه ور کوي.

په تورخم کې پاکستاني اړخ یوه ناروغ ماشوم او د هغه مور ته اجازه ورکړې چې د تورخم له لارې له ویزې پرته واوړي.

ماشوم د درملنې لپاره د خیبر ولسوالۍ لپاره د پاکستان د بشري حقونو سازمان استازي اسلام بادشاه ته سپارل شوی.

اسلام بادشاه افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د ماشوم مور او پلار له څو ورځو راهیسې له هغه سره په تماس کې وو او په مکرر ډول یې د ماشوم د درملنې غوښتنه کوله.

هغه وویل چې له پاکستاني او افغان چارواکو سره یې خبرې وکړې او د هیچا له خوا هیڅ اعتراض نه دی شوی او په دې توګه ماشوم او د هغه مور ته اجازه ورکړل شوې چې د تورخم له لارې له ویزې پرته خیبر پښتونخوا ته لاړ شي.

د دوی په وینا، ماشوم د حیات آباد ایف سي روغتون ته داخل شوی چیرې چې د هغه د وړیا درملنې امرونه صادر شوي دي.

دا باید په یاد ولرئ چې پاکستان د تیر کال په اکتوبر کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د نښتو وروسته خپلې ټولې پولې وتړلې. په دې توګه، ټولې سوداګریزې لارې هم د یوولسو میاشتو لپاره تړل شوې دي.

پرون، ۱۱۰ پاکستاني زده کونکي چې په افغانستان کې زده کړې کوي هم د تورخم له لارې پاکستان ته ورسیدل.

طالبانو او ازبکستاني سوداګرو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او پانګونې خبرې وکړې

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲ اګست ۲۰۲۶، ۱۳:۵۹ GMT+۱
100%

د طالبانو د ننګرهار مرستیال والي او ازبکستاني سوداګرو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه د صادراتو او وارداتو د زیاتوالي، د کرنیزو محصولاتو لپاره د بازارموندنې، د پانګونې فرصتونو او سوداګرو ته د لا ډېرو اسانتیاوو پر برابرولو خبرې کړې دي.

د طالبانو د ننګرهار ولایت د مقام د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې د سوداګریزې همکارۍ د پیاوړتیا، د کرنیزو محصولاتو او نورو سوداګریزو توکو د صادراتو او وارداتو د پراختیا، د سوداګرۍ په برخه کې د اسانتیاوو، د پانګونې د فرصتونو او د سوداګرو ترمنځ د متقابلو همکاریو په اړه خبرې شوې دي.

د ننګرهار مرستیال والي ازبکستاني سوداګرو ته ډاډ ورکړی چې د ټاکل شویو قوانینو او سوداګریزو مقرراتو په چوکاټ کې به د صادراتو او وارداتو بهیر ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي او د سوداګرۍ د پراختیا لپاره به اړینه همغږي وکړي.

د ازبکستان د سوداګرو په استازیتوب د بخارا شرکت مسوولینو ژمنه کړې چې له ننګرهار سره به سوداګریزې اړیکې پراخې کړي، د کرنیزو او نورو کورنیو تولیداتو د بازارموندنې په برخه کې به همکاري وکړي او د ننګرهار سوداګرو ته به په ازبکستان کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

ضیا سراج: د طالبانو د واکمنۍ پای نږدې دی

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲ اګست ۲۰۲۶، ۱۳:۳۵ GMT+۱
100%

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس ضیا سراج په خپلو نویو څرګندونو کې ویلي، چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بېلابېلو جبهو وروستي تحرکات د طالبانو د دویمې دورې د استبداد د پای پیل دی. هغه زیاته کړې چې «د خلکو بیداري به دا تیاره دوره پای ته ورسوي».

ضیا سراج نن یکشنبه د زمري پر ۱۱مه په اېکس کې لیکلي چې د جبهه ازادي، سپاهیان میهن او جبهه متحد وروستي تحرکات د طالبانو د دوهم استبدادي دورې د پای بهیر پیلېدل ښيي.

ده ویلي چې تر ټولو مهم فکتور د ولس بېساری ویښتیا ده.

سراج ټینګار کړی چې طالبان له ملي او نړیوال مشروعیته بې‌برخې دي او هره ورځ هېواد تیارو ته بیایي.

هغه زیاتوي که وسلوال مخالفت هم نه وي، د طالبانو اوسني کورني او بهرني سیاستونه به یې زوال سبب شي.

سراج له افغانانو د یووالي او د تفرقې د مخنیوي غوښتنه کړې ده.

سراج وایي چې د طالبانو پرېکړو او کړنو د هغوی اصلي څېره خلکو ته ښکاره کړې ده.

هغه زیاته کړې چې دغه ډله هېواد د تیارې لور ته بیايي او د بقا چانس نه لري.

د نوموړي په وینا، حتی د وسله والو مخالفینو پرته به هم د طالبانو رژیم د خپلو ناسمو کورنیو او بهرنیو سیاستونو له امله له سقوط سره مخ شي.

ضیا سراج ویلي، چې د طالبانو فرمانونو او پرېکړو د دې ډلې اصلي څېره خلکو ته ښکاره کړې ده. هغه زیاته کړې چې په تېر نظام کې د طالبانو د راتګ د پایلو په اړه خبرداري مبالغه ګڼل کېدل، خو اوس حقایق ټولو ته روښانه شوي دي.

د سراج په وینا، د طالبانو پنځه کلنې واکمنۍ وښوده چې دا ډله هېواد د تیارو لور ته بیايي.

هغه ټینګار کړی چې د طالبانو اداره کورنی او نړیوال مشروعیت نه لري او د خلکو هیلې یې له منځه وړي دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې د طالبانو پرضد د جګړې راپورونه زیات شوي دي.

طالب چارواکی: افغانستان ته د پاکستان له قاچاقي لارو واردېدونکي درمل زهر دي

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲ اګست ۲۰۲۶، ۱۳:۲۲ GMT+۱
100%

د طالبانو د اصلاحي کمېسیون مشر محمد قاسم خالد وایي، افغانستان متخصص ډاکټران لري، خو قاچاقي او بې کیفیته درمل د ناروغانو د نه رغېدو اصلي لامل دي. د هغه په وینا، افغانستان ته د پاکستان له قاچاقي لارو واردېدونکي درمل «زهر» دي.

دغه طالب چارواکي، چې په کابل کې د سوري زړه ناروغانو د درملنې روغتون په پرانېستغونډه کې خبرې کولې، وویل، «اصلي ستونزه د متخصصو ډاکټرانو کمښت نه، بلکې د معیاري او باکیفیته درملو نشتوالی دی».

د نوموړي په وینا، هغه قاچاقي درمل چې افغانستان ته له پاکستان نه راوړل کیږي، په میاشتو میاشتو په سرحدي سیمو کې تر لمر لاندې پاتې کېږي، کیفیت یې له منځه ځي او وروسته بازار ته وړاندې کېږي.

هغه زیاته کړې چې که یو ناروغ د بې کیفیته درملو له امله له روغتیايي ستونزو سره مخ شي، یا خپل ژوند له لاسه ورکړي، مسوولیت یې د هغو سوداګرو او درمل پلورونکو پر غاړه دی چې دغه ډول درمل واردوي او پلوري.

د طالبانو د اصلاحي کمېسیون مشر ویلي، چې افغانستان د درملو په برخه کې پر ځان بسیا نه دی او اړتیا ده چې د معیاري درملو د تولید لپاره عملي اقدامات وشي.

هغه پر سوداګرو او درمل پلورونکو غږ وکړ چې د بې کیفیته درملو له واردولو او پلورلو ډډه وکړي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سیاسي کړکېچ او د سرحدي لارو له بندېدو وروسته، طالبانو د پاکستان د درملو پر وارداتو محدودیتونه لګولي او د قاچاقي درملو د مخنیوي خبره یې هم کړې ده. خو وخت ناوخت له پاکستان څخه له قاچاقي لارو د بې کیفیته درملو د نیولو او ضبط خبرونه هم خپرېږي.

ذبیح الله مجاهد: د کابل او اسلام اباد ترمنځ کړکېچ د هیڅ لوري په ګټه نه دی

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲ اګست ۲۰۲۶، ۱۲:۵۵ GMT+۱
100%

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د کابل او اسلام اباد ترمنځ روان کړکېچ د هېڅ لوري په ګټه نه دی او دوی هڅه کوي، چې د دواړو لوریو ترمنځ روان کړکېچ په اساسي ډول حل شي.

ذبیح الله مجاهد نن د یکشنبې په ورځ، د زمري ۱۱مه د یوه خبرې کنفرانس پرمهال ویلي چې د یادې ډلې تر واک لاندې افغانستان له هیڅ هېواد سره کړکېچ نه غواړي.

نوموړي زیاته کړې چې د افغانستان په اړه د پاکستان پالیسیو کې بدلون راغلی چې له امله یې له دغه هېواد سره د تګ راتګ او سوداګرۍ ټولې لارې تړل شوې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې:«د پاکستان پالیسۍ داسې دي چې غوښتل یې باید لارې او سوداګرې بنده شي او سوداګرو ته ستونزې پیدا شي. همدا خپله د کړکېچ لامل شوې دي».

مجاهد وویل:«موږ د دې کړکېچ د حل غوښتونکي یو. د دوام غوښتونکي یې نه یو او دوام یې د هېڅ لوري په ګټه نه دی. زموږ له‌خوا نهايي هڅې کېږي چې ګټور ګامونه پورته شي څو دا ستونزې حل شي».

نوموړي دا څرګندونې پرداسې مهال کړې چې دمګړی د طالبانو او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ د حل لپاره ټولې هڅې درول شوې دي.

تر دې وړاندې، ترکیې،‌ سعودي عربستان، قطر او چین څو ځله هڅه وکړه چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ را ولاړه شوې لانجه حل کړي خو تردې مهاله ټولې هڅې بې پایلې وي.