• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ذبیح‌الله مجاهد: تېرکال د کانونو په برخه کې تر ۱۰ مېلیارده افغانیو ډېره پانګونه شوې

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲ اګست ۲۰۲۶، ۰۷:۲۹ GMT+۱

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، چې تېرکال په افغانستان کې د کانونو پر لویو او کوچنیو پروژو تر ۱۰ مېلیارده افغانیو ډېره پانګونه شوې ده. د هغه په وینا؛ تېرکال د کانونو د قراردادونو له امله په مستقیم او غیرمستقیم ډول تر ۲۵۰زره ډېرو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

مجاهد دغه څرګندونې «حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې» تر سرلیک لاندې د طالبانو د اقتصاد، کانونو او پترولیم، مالیې، ترانسپورټ او هوایي چلند، صنعت او سوداګرۍ، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو، د معیار او کیفیت ادارې او د افغانستان بانک اړوند د تېرکال لاسته‌راوړنو او فعالیتونو په اړه په جوړې شوې غونډه کې کړې دي.
نوموړي غونډې ته د وینا پرمهال ویلي، د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت مسلکي ډلې د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې د کانونو ۴۵ نوې ساحې پېژندلې او ثبت کړې دي.
مجاهد زیاته کړې، چې د طالبانو اقتصاد وزارت د افغانستان پنځه کلنه پراختیايي ستراتېژي جوړه کړې او د اقتصادي کمېسیون تر تایید وروسته منظور شوې ده.هغه وایي، چې دغه وزارت په دغه موده کې د بهرنۍ پانګونې د جلب او جذب د اسانتیاوو د طرحې، د کوچنیو او منځنیو صنایعو د ودې چوکاټونو، د کورني ګرځندوی پراختیا، دوامدارې کرنې، د صنعتي سیمو جوړولو، اقتصادي ودې، صنعت او کرنې، د پانګونو راجلبولو، د کاري فرصتونو رامنځته کولو او د هېواد د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په برخو کې عملي ګامونه اخیستي دي.
هغه وړاندې د یادې ډلې د مالیې وزارت فعالیتونو په اړه ویلي، د سوداګرو لپاره د اسانتیاوو برابرولو او د ګمرکي لړۍ د ښه‌والي لپاره د مالیې وزارت د هېواد په ګمرکونو کې لسګونه پراختیایي پروژې پلي کړې دي. هغه وایي، تېرکال د هېواد لوی ګمرکي عملیات ۲۴ ساعته تنظیم شوي وو او په ټول هېواد کې د ګمرکونو څار په دوامداره توګه دوام لري.
د هغه په وینا؛ تېرکال کې په ۱۲زره او ۸۳۲ الوتنو کې ۱.۷۵ مېلیونه مساپر انتقال شوي، چې یوازې د کابل نړۍوال هوايي ډګر څخه ۲زره او ۸۶۵ کورنۍ الوتنې او ۴زره او ۵۹۶ نړۍوالې الوتنې ترسره شوې دي.

ترویج لرونکی

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل
۱

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل

۲
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د قدرت ۱۰۷ کلنه تراژیدي؛ له ماڼۍ تر وژل کېدو او تبعیده د افغانستان د واکمنو تکراري برخلیک

۳
ځانګړی

سراج الدین حقاني د روان وضعیت په تړاو په پکتیا کې له خپلو پلویانو سره پټه ناسته کړې

۴

د طالبانو د اړیکو کمیسیون افغانستان ته د دوو پخوانیو چارواکو د ستنېدو خبر ورکړی

۵

طالبانو په بلوچستان کې د ۳۴ کان کیندونکو پر مړینه خواشیني وښوده

•
•
•

نور کیسې

دینې مدرسې که د تبلیغ مرکزونه؛ د نجونو په مدرسو کې د ښځو ضد د طالبانو له تګلارو ستاینه

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲ اګست ۲۰۲۶، ۰۶:۲۶ GMT+۱
100%

د طالبانو تر واک لاندې د نجونو له ځینو دیني مدرسو سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، په دغه مدرسو کې د تدریس پرځای تر ډېره د ښځو پر وړاندې د طالبانو له سختو تګلارو ملاتړ او تبلیغ کېږي او زده‌کوونکې هڅول کېږي چې دغه قوانین سم او د منلو وړ وبولي.

د پکتیا ولایت د یوې ښځینه دارالعلوم یوشمېر زده‌کوونکې وایي، ښوونکې یې د تدریس پرځای ډېر وخت د طالبانو له‌خوا پر ښځو د لګېدلو محدودیتونو او قوانینو پر ستاینې تېروي او ورته وایي چې د طالبانو ټولې پرېکړې او تګلارې شرعي او د منلو وړ دي.

د دغه زده‌کوونکو په وینا؛ ښوونکې دوی د طالبي حجاب رعایتولو ته اړ باسي، ان تر دې چې پر سترګو هم د نقاب تورې پردې راټیټول لازمي ګڼي. دوی زیاته کړې، په دې وروستیو کې زده‌کوونکو ته خبرداری ورکول شوی که له دې امر سرغړونه وکړي نو د امربالمعروف محتسبین به یې ونیسي.

دغه زده‌کوونکو تر دې وړاندې هم افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې په مدرسو کې د ښځو اړوند ځینې موضوعات سانسور کېږي او ښوونکې یې ان له تدریس تېرېږي. د زده‌کوونکو په وینا؛ په ټولګیو کې د بحثونو پرمهال ښځه د نارینه پرتله ټیټه او بې‌وسې معرفي کېږي.

یوه زده‌کوونکې وایي، له هغې ورځې چې مدرسې ته ځي، له ژور خپګان او ذهني فشار سره مخ ده. هغې زیاته کړه: «کله چې په ځینو موضوعاتو له استادانو سره بحث کوو، که هر څومره منطقي او قانع کوونکي دلایل هم وړاندې کړو، هغوی په تونده لهجه او له تاوتریخوالي ډک چلند ځواب راکوي او خپله خبره پر موږ تحمیلوي».

دغه زده‌کوونکې همداراز ادعا کوي، چې د دوی ډېری ښوونکې مسلکي نه‌دي او د مضامینو د تدریس له مسوولیت څخه په سمه توګه نه‌شي وتلی. د هغوی په وینا؛ یوازې د ګوتو په شمېر داسې ښوونکې شته چې له دارالعلومونو فارغې شوې وي او پاتې نورې یوازې طالبانو ته د تبلیغ لپاره ګومارل شوې دي.
دوی وایي، دغه ښوونکې له خپلو شخصي معلوماتو زده‌کوونکو ته نوټونه برابروي او په ډېرو مضمونونو کې کوم مشخص درسي کتاب یا معیاري نصاب نه‌شته چې زده‌کوونکي ورته لاسرسی ولري.

یوشمېر زده‌کوونکو ویلي، د دې لپاره مدرسو ته تللي چې د نجونو لپاره له مدرسو پرته د زده‌کړو بل مرکز نه‌شته. د دوی په وینا؛ زده‌کوونکې د علمي سویې د ارزونې پر ځای یوازې د عمر له مخې په ټولګیو کې شاملېږي، چې له امله یې ډېری زده‌کوونکې د عربي ژبې او ځینو نورو مضامینو په زده‌کړه کې له ستونزو سره مخ دي.

دوی زیاتوي، چې ریاضي، ساینس او نور فرعي مضامین یوازې په سمبولیک ډول تدریسېږي او ډېره پاملرنه ورته نه‌کېږي. دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو مشر ملاهبت الله له لوري له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو د بندیز له امله اوس ډېری نجونو دیني مدرسو ته مخه کړې او د عصري علومو ځای اوس مدرسو نیولی دی. د راپورونو له مخې؛ افغانستان کې اوس‌مهال د نجونو مدرسې هم ډېرې شوې دي.

طالبانو ومنله چې د بدخشان په یفتل ولسوالۍ کې د یوې ښځې د تالاشۍ په غبرګون خلکو اعتراض کړی

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲ اګست ۲۰۲۶، ۰۵:۰۹ GMT+۱
100%

په بدخشان کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار منلې، چې د شنبې په ورځ (د زمري ۱۰مه) د کوز یفتل ولسوالۍ یوشمېر اوسېدونکو وروسته له هغې اعتراض وکړ چې طالب ځواکونو د یوې ښځې د بدني تالاشۍ هڅه وکړه.

کامګار ویلي، د سیمې خلکو د پېښې له اصلي جزییاتو پرته د طالبانو پر یوې امنیتي پوستې برید وکړ. د هغه په وینا؛ دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د طالبانو ځواکونو په یوې امنیتي پوسته کې د یوې ښځې په ګډون پر موټرسایکل سپاره دوه کسان د نشه‌يي توکو د لېږد په شک ودرول. نوموړي ادعا وکړه، کله چې د دوی ځواکونو غوښتل د هغوی سامانونه وپلټي؛ له یادې ښځې سره مل کس وتښتېد او خلکو ته یې وویل چې ښځه بدني تالاشي شوې ده.

د طالبانو ویاند زیاتوي، له دې وروسته یوشمېر خلکو پر امنیتي پوستې برید وکړ چې په پایله کې یې څو کسانو ته زیان ورسېد. هغه ځینې کسان د خلکو د احساساتو په پارولو او د امنیت د ګډوډولو په هڅه تورن کړل؛ خو د مرګ‌ژوبلې کره شمېر یې څرګند نه‌کړ.

خو ځايي سرچینې او د بدخشان روغتیايي سرچینې وایي، طالبانو د اعتراض کوونکو د خورولو په موخه ډزې کړې. د راپورونو له مخې؛ د طالبانو د ډزو په پایله کې لږترلږه یو اعتراض کوونکی وژل شوی او څو نور ټپیان دي.

د کوز یفتل ولسوالۍ اعتراض کوونکي وایي، د طالبانو له لوري د خلکو ځورول او ناوړه چلند د دوی د اعتراض اصلي لامل و. د دوی په وینا؛ خلک د طالبانو له ظلم او فشار څخه ستړي شوي دي.

په هغه ویډیوګانو کې چې له یفتل نه ترلاسه شوې، په‌کې د ډزو غږونه اورېدل کېږي او د ټپیانو د لېږد شېبې هم لیدل کېږي. ځايي اوسېدونکي وایي، د طالبانو له لوري پر خلکو روان ظلم او فشار د دغه اعتراضونو اصلي لامل دی.

په همدې حال کې طالبان په بدخشان کې د کورنیو اختلافونو او د داعش خراسان ډلې د بریدونو له ګواښ سره هم مخ دي. څو ورځې وړاندې (د زمري ۶مه) په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریس ذبیح‌الله امیري د بهارک ولسوالۍ په یوه وسله‌وال برید کې ووژل شو. وروسته داعش خراسان ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو د دغه برید مسوولیت پر غاړه واخیست.

جنرال سمیع‌ سادات: له امریکا، ناټو او نورو هېوادونو د «سیاسي» ملاتړ غوښتنه لرو

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲ اګست ۲۰۲۶، ۰۱:۳۵ GMT+۱
100%

په کندهار کې د وسله‌والو فعالیتونو په تړاو د متحدې جبهې د راپورونو له خپرېدو وروسته د دغې جبهې مشر جنرال سمیع‌ سادات له امریکا، ناټو او نورو هېوادونو د «سیاسي» ملاتړ غوښتنه کړې، ځکه په وینا یې، جبهه یې یوازې له طالبانو سره نه‌، بلکې له الـ.ـقاعده، داعـ.ـش او ټي‌ټي‌پي سره جنګېږي.

د جمهوري نظام د ملي اردو د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې ویلي، چې خپل وسله‌وال فعالیتونه یې له کندهاره پیل کړي او په یوې ویډیو کې ادعا کړې، چې د زمري پر ۸مه یې د کندهار- سپین بولدک ترمنځ د لارې په اوږدو کې پر طالبانو برید کړی دی.

د یادو فعالیتونو په تړاو د راپورونو له خپرېدو وروسته د متحدې جبهې مشر جنرال سمیع‌ سادات په یوه ۹ دقیقه‌يي ویډیويي پیغام کې چې د یکشنبې په سهار وختي (د زمري ۱۱مه) خپره شوې په ۲۰۰۱ کال کې له افغانستان څخه د ملاتړ له امله له امریکا، ناټو او نورو هېوادونو مننه کړې او یو ځل بیا یې ترې د «سیاسي» ملاتړ د غوښتنې په ترڅ کې ویلي: «موږ ستاسو سرتېري نه‌غواړو، موږ د خپل هېواد لپاره له تاسو څخه مرکزونه نه‌غواړو، موږ د طالبانو پر وړاندې د جګړې وس لرو، خو موږ په دې پړاو د تاسو سیاسي ملاتړ غواړو».

هغه څرګنده کړې: «موږ يوازې د طالبانو پر وړاندې نه، بلکې د القاعده، داعش، تحریک طالبان پاکستان او نورو ترهګرو ډلو پر ضد جنګېږو کومې چې په افغانستان کې موجودې دي. په دې وخت کې بايد له موږ څخه ملاتړ وشي».

سمیع‌ سادات څرګنده کړې، چې له طالبانو سره په جګړه کې به نړۍوال قوانین په پام کې نیسي او زیاته کړې یې ده: «موږ به په دې کار کې له کوم بل هېواد څخه اجازه هم وانه‌خلو، موږ يوازې خپله ازادي غواړو، موږ له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه کوو چې د تاریخ له سم اړخ سره ودريږي».

سادات په ټینګار سره ویلي، چې له طالبانو سره د خبرو اترو هڅو ته باید د پای ټکی کېښودل شي او په باور یې دا «پروسه باید ناکامه بهیر وبلل شي» او زیاتوي: «زموږ جګړه د ازادۍ لپاره ده، افغانان ازادي خوښوونکي خلک دي».

د متحدې جبهې مشر په دې ویډیويي پیغام کې روان بهیر ننګونکی او له قربانیو سره مل وباله او همداراز یې وویل: «زه په هېواد کې دننه او په نړۍ کې پر مېشتو افغانانو غږ کوم چې له موږ سره ملګري شئ، د افغانستان د راتلونکې لپاره په جګړه کې برخه واخلئ، راځئ چې ازادي ترلاسه کړو او د درې رنګه بېرغ لاندې متحد شو».

جنرال سمیع سادات د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته په خپل پیغام کې وویل: «موږ افغانستان د طالبانو له رژيم څخه ازادول غواړو... موږ نه‌غواړو چې خپلو ګاونډيو ته کومه ستونزه جوړه کړو، موږ خپل راتلونکی له تاسو سره يو ځای ګورو، موږ ستاسو پر ضد نه يو، دا طالبان دي چې ستاسو پر ضد دي».

هغه افغانانو ته په خطاب سره وويل: «موږ ستاسو تکليف وينو، موږ د تاسو لپاره بېرته راځو او موږ به د تاسو په نوم جنګېږو، تاسو له جګړې مه ويرېږئ دا د طالبانو پر ضد ده، موږ به تاسو خوندي ساتو».

د متحدې جبهې مشر د افغانستان د راتلونکې په اړه یې وويل: «چې افغانستان ازاد کړو، لويه جرګه به راوغواړو پلان مو دا دی چې واک نارینه او ښځو مشرانو ته وسپارو چې هغوی د نوي افغان حکومت لپاره پاليسي جوړه کړي، موږ به یې ملاتړ کوو او ټول افغانان لوی او واړه، ښځې او نارینه به په دې پروسه کې شامل وي».

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان متحده جبهه د جنرال سمیع‌ سادات په مشرۍ د ۱۴۰۲ کال د تلې په میاشت کې په امریکا کې جوړه شوې او تر اوسه یې ډېری سیاسي فعالیتونه کول، خو دا لومړی ځل دی چې د یادې جبهې سرچینې پر طالبانو د وسله‌وال برید خبر ور کوي.

د طالبانو د واکمنۍ پنځه کاله د پوره کېدو په درشل کې دي او د طالبانو یوې بلې مخالفې ډلې ازادۍ جبهې په بدخشان او یو شمیر نورو ولایتونو کې خپل بریدونه زیات کړي دي.

تر اوسه طالبانو د متحدې جبهې د برید او څرګندونو په اړه څه غبرګون نه‌دی ښودلی.

جرمني د یوه بل داسې افغان د اېستلو تابیا کړې چې هېڅ جرمي مخینه نه‌لري

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲ اګست ۲۰۲۶، ۰۰:۳۷ GMT+۱
100%

جرمني د فریدون توفان په نوم یو افغان کډوال نیولی چې هېڅ جرمي مخینه نه‌لري او افغانستان ته د هغه د اېستل کېدو چارې روانې دي. ډویچه‌ویله‌ په یوه راپور کې ویلي، د دې ۴۶ کلن افغان دوسیه د دغه هېواد د بشري حقونو او کډوالۍ د تګلارو په اړه له ډېرو لانجمنو او د بحث وړ هغو څخه ګرځېدلې ده.

فریدون توفان نږدې څلور کاله وړاندې، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، جرمني ته پناه یوړه. نوموړي په دې موده کې کار کړی، د جرمني ژبه یې هم زده کړې ده، خو د پناه غوښتنې د دوسیې له وروستي رد وروسته، اوس افغانستان ته د اېستلو له جدي ګواښ سره مخ دی.

د راپورونو له مخې، توفان د روان زېږیز کال د اپرېل میاشتې په منځنیو ورځو کې، ایټالیا ته د لنډ سفر پر مهال، د سرحدي پلټنې په ترڅ کې تر نیول کېدو وروسته نېغ په نېغه د مونیخ ښار د اېستلو ځانګړي توقیف‌ځای ته ولېږدول شو. د جرمني چارواکو ویلي، هغه ځکه نیول شوی چې له جرمني څخه یې د وتلو قانوني اجازه نه‌لرله. نوموړي یوازې د لنډ مهالي استوګنې اجازه لرله، چې د اېستلو د پرېکړې د پلي کېدو مخه نه‌شي نیولای.

هغه څه چې د فریدون توفان دوسیه یې ځانګړې کړې دا ده، چې نه کومه جنايي مخینه لري او نه هم امنیتي ادارو د امنیتي ګواښ په توګه پېژندلی دی. سره له دې، د جولای په میاشت کې د استېناف غوښتنې تر وروستي رد وروسته، د هغه د اېستلو بهیر عملي پړاو ته داخل شوی دی.

بل لور ته، د فریدون توفان مېرمن او شپږ اولادونه یې لا هم په کابل کې ژوند کوي. د هغه د پناه‌غوښتنې دوسیې ته نږدې سرچینې وایي، د طالبانو غړي په دې وروستیو کې د دغې کورنۍ کور ته هم ورغلي دي. د راپورونو له‌مخې، له هغه وخت راهیسې د کورنۍ غړي یې په وېره او اندېښنه کې ژوند کوي او د کورنۍ هلکان د احتمالي پایلو له وېرې نور ښوونځي ته د تګ جرئت نه‌لري.

د بشري حقونو کارپوهان وایي، دا بدلونونه وروسته له هغه رامنځته شول چې فریدون توفان په جرمني کې د افغانستان کونسلي استازولیو ته مراجعه وکړه؛ هغه استازولۍ چې اوس د طالبانو تر ولکې لاندې ده. همدې موضوع د حکومت د مخالفو ګوندونو او د بشري حقونو د ملاتړو بنسټونو سختې نیوکې راپارولي دي. دوی باور لري، چې د طالبانو تر واک لاندې ادارو سره هر ډول اداري همکاري د دغې ډلې د دریځ د پیاوړتیا لامل کېدای شي.

د جرمني حکومت په ځواب کې ټینګار کړی، چې د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌ پېژني او اوسنۍ اړیکې یوازې په «تخنیکي» کچه د کونسلي او اداري چارو د ترسره کولو لپاره دي.

د فریدون توفان دوسیه په داسې وخت کې نوي اړخونه خپل کړي، چې جرمني تېره اونۍ کابل ته یو داسې افغان کډوال شړلی چې هېڅ ډول جرمي او جنایي مخینه یې نه‌درلوده. دغه افغان وګړی له یوې دېرش کسیزې ډلې سره چې پر جرمونو ککړ وو، د لایپزیګ/هاله له هوايي ډګر څخه د یوې الوتنې په وسیله کابل ته ولېږدول شو.

دا د لومړي ځل لپاره ده، چې جرمني یو افغان پناه‌غوښتونکی له جنايي مخینې پرته اېستلی او همدې چارې په دغه هېواد کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د دغې الوتنې پر مهال، د بشري حقونو سلګونه فعالانو او د نژادپالنې ضد ډلو د لایپزیګ هوايي ډګر ته نږدې اعتراضي غونډه وکړه. اعتراض کوونکو د جرمني د حکومت پر نوې تګلارې نیوکه وکړه او خبرداری یې ورکړ، چې افغانستان ته د خلکو بېرته لېږل، د طالبانو تر واک لاندې د بشري حقونو او امنیتي وضعیت له امله، د هغوی ژوند له جدي ګواښ سره مخ کېدای شي.

د بشري حقونو بنسټونو یو ځل بیا د جرمني له حکومته وغوښتل چې د افغان وګړو، په ځانګړي ډول د هغو کسانو چې جنايي مخینه نه‌لري، د اېستلو بهیر ودروي او د پناه غوښتونکو د دوسیو د ارزونې پر مهال د افغانستان امنیتي او بشري وضعیت ته لا ډېره پاملرنه وکړي.

د فریدون توفان دوسیه اوس د جرمني د کډوالۍ د تګلارو، د دغه هېواد د بشري حقونو د ژمنو او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د پناه غوښتونکو د بېرته لېږلو د پایلو په اړه د روانو بحثونو پر یوه مهم سمبول بدله شوې ده.

نور رحمان اخلاقي: د بدخشان اوسېدونکي د‌ ظلم پر وړاندې ودرېدل

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۲۲:۳۳ GMT+۱
100%

د تېر جمهوري نظام د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر نور رحمان اخلاقي په بدخشان کې د طالبانو له‌خوا د لاریونوالو په نښه کول په کلکه غندلي دي. نوموړي زیاته کړې، چې د بدخشان خلک نن د خپلو حقونو او انساني کرامت د دفاع لپاره ودرېدل.

نور رحمان اخلاقي د شنبې په ورځ (د زمري ۱۰مه) په خپله اېکس‌پاڼه ویلي، چې د «ظالم او جاهل رژیم» په توګه د طالبانو واکمني له بل هر وخت څخه زیاته شیندل شوې او د هغوی د «زوال» فصل پیل شوی دی.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو دغه پخواني وزير همداراز ادعا کړې، چې د طالبانو د واکمنۍ بنسټونه تر پخوا ډېر کمزوري شوي او دغه ډله د زوال پړاو ته ننوتې ده. هغه زياته کړې، چې د ځپنې او ظلم دوام د هېڅ حکومت د بقا ضمانت نه‌شي کولای او طالبان به په راتلونکي کې د تاريخ په پاڼو کې د «ناپوه او ظالم رژيم» په توګه ثبت شي.

د شنبې په ورځ د زمري ۱۰مه طالبانو د بدخشان په یفتل پایین ولسوالۍ کې پر ځایي لاریونوالو ډزې وکړې چې له امله یو ملکي وګړی ووژل شو او څو نور ټپیان شول. د معلوماتو له مخې، ځایي اوسېدونکي د غیر بومي طالبانو د ناسمو کړنو او په ځانګړې توګه د طالبانو له لوري د یوې ښځې د بدني تلاشۍ په غبرګون کې راوتلي وو.

دا څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې طالبانو تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه په رسمي توګه څه سپیناوی نه‌دی کړی.