د بېځایه شویو نړۍوال سازمان: د نیمروز په دښتو کې د ۱۹ افغانانو مړینه ستره غمیزه ده

د بېځایه شویو نړۍوال سازمان د نیمروز ولایت په دښتو کې د ۱۹ افغانانو پر مړینې خواشیني څرګنده کړې. د دغه سازمان په وینا؛ په افغانستان کې بېوزلي، بېکاري، ناامني د ښځو پر وړاندې محدودیتونه او د اقلیمي بدلون اغېزې هغه څه دي چې افغانان د خطرناکو لارو انتخابولو ته اړ باسي.
دغه سازمان د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې دغه غمیزه د افغانستان د خلکو د جبري بېځایه کېدو او د کډوالۍ د اصلي لاملونو څرګندونه کوي. د دغه سازمان په وینا؛ په افغانستان کې ځورونه، بېوزلي، بېکاري، ناامني، د ښځو پر وړاندې محدودیتونه، د اقلیمي بدلون اغېزې او د مشروع او ټولګډونه حکومت نشتوالی هغه لاملونه دي چې افغانان د خطرناکو لارو انتخابولو ته اړ باسي.
د یاد سازمان بنسټګر او مشر محمداشرف حیدري ویلي: «د افغانستان ګاونډي هېوادونه او نړۍواله ټولنه باید د سفر پرمهال د افغانانو خوندیتوب تضمین کړي، د قانوني او خوندي کډوالۍ لارې پراخې کړي او هغه شرایط لهمنځه یوسي چې خلک د مرګونو لارو انتخابولو ته اړ باسي. د هر افغان مړینه یوه ژوره او د مخنیوي وړ غمیزه ده».
یاد سازمان له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د افغان کډوالو د ساتنې او د خوندي تګراتګ لارو رامنځته کولو لپاره عملي اقدامات وکړي. وړاندې د نیمروز ولایت د چهاربرجک ولسوالۍ په «ګرد لالو» سیمه کې د یوشمېر هغه افغانانو مړي موندل شوي وو، چې ایران ته د ناقانونه تګ پرمهال لادرکه شوي وو.
