• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ریچارډ بېنېټ د ایرلنډ له کرکټ بورډ نه د افغان ښځو د کرکټ لوبډلې د ملاتړ غوښتنه کړې

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲ اګست ۲۰۲۶، ۱۲:۴۱ GMT+۱تازه شوی: ۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲ اګست ۲۰۲۶، ۱۴:۳۳ GMT+۱

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د ایرلنډ له کرکټ بورډ نه غوښتي چې د افغانستان د ښځو د کرکټ لوبډله هم ور وغواړي او د ای سي سي له خوا د رسمیت پېژندنی ملاتړ یې وکړي.

نوموړي دغه ګام د افغان ښځینه ورزشکارانو د حقونو د خوندیتوب لپاره مهم بللی دی.

د روان کال په غويي میاشت کې د افغانستان د ښځینه کرکټ ملي لوبډلې جلاوطنه غړو د کرکټ له نړیوالې شورا غوښتي وو چې دوی د یوې رسمي ملي لوبډلې په توګه په رسمیت وپېژني.

ای بي سي نیوز په یوه راپور کې لیکلي وو، چې دغه غوښتنه تازه د افغان ښځینه کرکټ لوبډلې د غړو له لوري مطرح شوې ده.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، پر ښځو د پراخو محدودیتونو له امله هغوی د زده‌کړې، کار او ورزش له حقونو محرومې شوې دي.

طالبانو د هېواد ښځینه ملي لوبډلې منحل کړې او ویلي یې دي چې د ښځو لوبډلې په رسمیت نه پېژني.

د راپور له مخې، ډېری ښځینه لوبغاړې چې پخوا د افغانستان د ملي لوبډلو غړې وې، نورو هېوادونو ته کډوالې شوې دي.

په جلاوطنۍ کې د افغانستان د ښځینه کرکټ لوبډلې غړو په وروستیو میاشتو کې په روزنیزو کمپونو کې ګډون کړی او ټاکل شوې چې د سکاټلېنډ په اډینبرو ښار کې د کرکټ نړیوالې شورا په غونډه کې هم حضور ولري.

ترویج لرونکی

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل
۱

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل

۲

د طالبانو د اړیکو کمیسیون افغانستان ته د دوو پخوانیو چارواکو د ستنېدو خبر ورکړی

۳

طالبان:نږدې پنځو کلونو کې ۶۵۰ زره کسانو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی

۴

متحده جبهه وايي چې د طالبانو پر ضد یې پوځي عملیات پیل کړي

۵

بخښنې نړیوال سازمان: د افغانستان او ایرلنډ سیالیو کې د اعتراضونو احتمال شته

•
•
•

نور کیسې

طالبانو عراق ته د شیعه زیارت کوونکو د لېږد لپاره په اسلام کلا کې ګډه کمېټه جوړه کړې

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲ اګست ۲۰۲۶، ۱۲:۰۳ GMT+۱
100%

د طالبانو د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي، عراق ته د اسلام کلا پولې له لارې په عراق کې د امام حسین د څلوېښتي د زیارت کونکو د لېږد د همغږۍ لپاره یې ګډه کمېټه جوړه کړې ده. د طالبانو د چارواکو په وینا، سږ کال اټکل کېږي تر ۱۵ زرو زیارت کوونکي له همدې لارې کربلا ته لاړ شي.

د طالبانو یاد ریاست د ګرځندوی امر حافظ محمد قاسم اخوندزاده وایي چې دغه کمېټه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په مشرۍ په هرات کې د بهرنیو چارو وزارت د استازو، د ترانسپورټ ریاست، د عامې روغتیا ریاست، د اسلام کلا کمېسارۍ، د امنیه قوماندانۍ، د پاسپورټ امریت، د استخباراتو ادارې او د سیاحتي او زیارتي شرکتونو د استازو په ګډون جوړه شوې ده.

د هغه په وینا، د کمېټې غړو د اسلام کلا له پولې او د تګ راتګ له لارې لیدنه کړې، څو د لارې وضعیت وارزوي، شته امکانات وڅېړي او زیارت کونکو ته د اسانتیاوو د برابرولو لپاره لازم اقدامات وکړي.

اخوندزاده وایي، اټکل کېږي چې سږ کال به تر ۱۵ زرو پورې زیارت کونکې د اسلام کلا پولې له لارې عراق ته ولاړ شي، څو د کربلا په ښار کې د امام حسین د څلوېښتي په مراسمو کې ګډون وکړي.

د هرات د ترانسپورټ ریاست د زیارت کونکو د لېږد لپاره له دریو ترانسپورتي شرکتونو سره د قراردادونو خبر ور کړی دی.

د سفري شرکتونو د مسوولانو په وینا، که څه هم د عراق د ویزو ۱۵ زره تاییدۍ د مراسمو له پیلېدو یوازې دوه ورځې وړاندې ترلاسه شوې خو د ایران د ویزو په صادرولو کې ځنډ د دې لامل شوی چې ډېر زیارت کوونکي پر وخت د څلوېښتي مراسمو ته ونه رسیږي.

دغه مراسم سږ کال د سې‌شنبې په ورځ، د زمري په ۱۳مه ترسره کیږي.

حامد کرزي په پاکستان کې د افغان محصلانو پر ځورولو اندېښنه ښودلې

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲ اګست ۲۰۲۶، ۱۱:۵۲ GMT+۱
100%

پخواني ولسمشر حامد کرزي په پاکستان کې د افغان محصلانو د ځورولو او د هغوی د ویزو د نه غځولو په اړه خپاره شوي راپورونه د اندېښنې وړ بللي دي. کرزي دا وضعیت د خواشینۍ وړ بللی او له پاکستاني چارواکو یې غوښتي، چې د محصلانو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي.

حامد کرزي په خپل اېکس کې په خپاره شوي یادښت کې ټینګار کړی، چې د زده‌کړو مسایل باید له سیاسي مسایلو او اختلافونو څخه په بشپړه توګه جلا وساتل شي.

هغه زیاته کړې چې له افغان محصلانو سره باید د اکاډمیکو اصولو او نړیوالو معیارونو سره سم چلند وشي څو هغوی خپلې زده‌کړې په ارامه فضا کې بشپړې کړای شي.

دا څرګندونې داسې مهال دي، چې په پاکستان کې د افغان محصلانو ټولنې مشر صدیق شریعتي افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې نږدې یو کال کېږي افغان محصلانو په پاکستان کې د خپلو تحصیلي ویزو د غځولو غوښتنلیکونه سپارلي، خو تراوسه یې نه ویزې تمدید شوې او نه هم ورته کوم رسمي ځواب ورکړل شوی دی.

افغان محصلانو زیاته کړې، چې دوی د پاکستان په لیلیو کې د سیاسي بندیانو په څېر ژوند کوي.

متحده جبهه وايي چې په بادغیس کې یې د طالبانو دوه غړي وژلي

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲ اګست ۲۰۲۶، ۱۱:۱۲ GMT+۱
100%

د طالبانو مخالفې ډلې «متحدې جبهې» په بادغیس ولایت کې په خپل درېیم برید کې د طالبانو د دوو غړو د وژل کېدو خبر ور کړی. دې جبهې نن د زمري په ۱۱مه د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې وژل شوي طالبان د پخوانیو پوځیانو په شکنجه کولو کې ښکېل وو.

متحدې جبهې د خپل دغه برید د دقیق وخت او ځای په اړه نور جزییات نه دي ورکړي او نه هم طالبانو تر اوسه کوم غبرګون ښودلی دی.

تېره ورځ د جنرال سمیع سادات په مشرۍ د افغانستان متحدې جبهې په یوه اعلامیه کې د طالبانو پر ضد د پوځي عملیاتو د پیلولو اعلان کړی و.

دغه جبهه وایي، د طالبانو هغه مشران به یې اصلي هدف وي چې پر پخوانیو ځواکونو او ښځو یې ظلمونه کړي.

یادې جبهې ځان د هېواد د اساسي قانون او ملي بېرغ وارث بللی.

ددې جبهې له اعلان وروسته نن یکشنبه، د زمري پر ۱۱مه په کابل کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې خبري غونډې پرمهال په افغانستان کې د طالبانو د مخالفو ډلو حضور ومانه.

نوموړي ویلي، چې دغو ډلو له پخوا راهیسې حضور درلود او ریښې یې په بهر کې دي.

طالبانو په بغلان کې د کرنیز سکتور د پیاوړتیا لپاره د ۲۵۰ شنو خونو د جوړېدو خبر ورکړی

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲ اګست ۲۰۲۶، ۱۱:۰۱ GMT+۱
100%

د طالبانو د بغلان د کرنې ریاست وایي، د کرنیز سکتور د ودې، د سبزیجاتو د تولید زیاتوالي او د بزګرانو د مسلکي روزنې په موخه د همکارو موسسو په ملاتړ د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې ۲۵۰ شنې خونې جوړې شوې دي.

د طالبانو د بغلان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولانو ددې ډلې اړوند رسنیو ته ویلي، چې د دغو شنو خونو د جوړولو موخه د عصري کرنې دودول، د کرنیزو حاصلاتو زیاتوالی او د بزګرانو د ظرفیت لوړول دي.

دوی وایي، تمه لري چې دغه پروګرام به په نږدې راتلونکې کې د کرنې په سکټور کې د پام وړ مثبتې پایلې ولري.

بزګران د دغو شنو خونو له جوړېدو خوښي څرګندوي او وایي، چې که په هېواد کې ورته د کار او تولید داسې فرصتونه برابر شي، نو اړ نه دي چې د روزګار لپاره نورو هېوادونو ته کډه وکړي.

د یوې شنې خونې مسوول چې پر څلورو جریبو ځمکه یې ۱۲ ګلخانې جوړې کړې دي او هره ورځ ترې شاوخوا دوه نیم ټنه حاصلات ترلاسه کوي، ویلي، چې شنې خونې د حاصلاتو په زیاتوالي او د کورنیو عوایدو په لوړولو کې مهم رول لري.

د طالبانو د بغلان د کرنې ریاست وایي، د ورته پروژو پلي کول به د ولایت په کچه د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي، د بزګرانو د اقتصادي وضعیت د ښه والي او د عصري کرنې د پراختیا لپاره ګټور تمام شي.

بغلان د افغانستان له کرنیزو ولایتونو څخه ګڼل کېږي چې د خلکو ډېری برخه یې پر کرنه او مالدارۍ متکي ده.

روسیه وايي د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان غړي هېوادونه له افغانستان سره اړیکې پراخوي

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲ اګست ۲۰۲۶، ۱۰:۵۷ GMT+۱
100%

مسکو وایي، د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان غړي هېوادونه او د منځنۍ اسیا نور ګاونډي هېوادونه د سیمې د ثبات د ټینګښت لپاره له افغانستان سره خپلې اړیکې پراخوي. په یاد سازمان کې د روسیې استازي ویکتور واسیلییف ویلي، د سیمې امنیتي وضعیت دوامداره څاري.

هغه د روسیې ریانووستي خبري اژانس ته ویلي: چې «د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان غړي هېوادونه او همدارنګه د منځنۍ اسیا هغه هېوادونه چې د دغه سازمان غړیتوب نه لري، له ګاونډي افغانستان سره خپلې اړیکې پراخوي».

هغه زیاته کړې چې د دغو اړیکو کچه او بڼه له یوه هېواد څخه تر بل پورې توپیر لري.

د واسیلییف په وینا، د افغانستان او دغو هېوادونو ترمنځ همکاري تر ډېره د ترهګرۍ او افراطیت پر ضد مبارزې پورې اړه لري.

نوموړي ویلي، «دواړه لوري د مخدره موادو د قاچاق د مخنیوي لپاره هم د ځانګړو عملیاتو او کاري ډلو له لارې منظمې ناستې او همغږي ترسره کوي».

د ۲۰۲۶ کال په مې میاشت کې د روسیې او طالبانو استازو د پوځي ـ تخنیکي همکاریو یو تړون هم لاسلیک کړی و.

وروسته، د جون په میاشت کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له اسلام‌اباد او کابل څخه وغوښتل چې پر دیورنډ کرښه وسله‌والې نښتې پای ته ورسوي.