د هرات اوسېدونکې: په خپلو سترګو مې ولیدل چې محتسبینو دوه حجاب لرونکې نجونې موټر ته وخېژولې

د هرات یوې اوسېدونکې افغانستان انټرنشنل ته په رالېږلي پیغام کې ویلي، ښار ته پر لاره یې د امر بالمعروف یو موټر لیدلی چې دوه نجونې یې موټر ته خېژولې. د نوموړې په وینا؛ دغه نجونو حجاب هم لاره.
د نوموړې په وینا؛ په موټر کې دوه نورې ښځې هم ناستې و، چې ځانونه یې په تورو حجابونو پوښلي وو او د طالبانو ملتیا یې کوله. هغه وایي، دغه پېښه هغه مهال شوې چې نوموړې له خپلې لور سره په رېکشا کې د ښار خوا ته روانه وه. هغه وایي، لایې هم دغه بوږنوونکې شېبه له ذهنه نهده وتلې.
هغه زیاتوي، کله چې یې موټر ته وکتل په موټر کې ناست د امر بالمعروف محتسبینو د هغې او لور خوا ته په وېروونکي نظر کتل. هغه وایي، ۱۴ کلنه لور یې هم ورسره وه؛ خو ټیکری یې پر سر وو. د نوموړې په وینا؛ دغه شېبې پرې دومره اغېز کړی، چې تراوسه یې د یادولو پرمهال د وېرې احساس کوي.
نوموړې اندېښنه څرګنده کړې، چې خلک به تر کومه د داسې وېرې او رواني فشار تر سیوري لاندې ژوند کوي. دا په داسې حال کې ده، چې له څو میاشتو راهیسې په هرات کې طالبان د «بېحجابۍ» په تور له واټونو او بازارونو ښځې نیسي.
تېره اوونۍ هم افغانستان انټرنشنل ته عینې شاهدانو ویلي و، چې طالبانو پنځه ښځې د یادې ډلې د تایید وړ حجاب نه مراعتولو په تور نیولې وې.
