• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچینې: طالبانو په کابل کې د «امید سبز» ښارګوټي اوسېدونکو ته د کورونو د تخلیې امر کړی

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲ اګست ۲۰۲۶، ۲۱:۵۱ GMT+۱

ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د طالبانو د عدلیې وزارت د کابل په لوېدیځ کې د «امید سبز» په نوم ښارګوټي اوسېدونکو ته د زمري تر ۱۵مې، د پنجشنبې ورځې پورې، وخت ورکړی چې خپل کورونه تخلیه کړي.

د سرچینو په وینا، دغه پرېکړه د یکشنبې په ورځ د ښارګوټي د ګذر وکیلانو او د معاملاتو د لارښود دفترونو له مسؤلینو سره په یوې غونډه کې ابلاغ شوې ده.

سرچینې زیاتوي چې طالبانو د «امید سبز» ښارګوټي د معاملاتو د لارښود دفترونه هم مهر او تړلي دي.

د هغې خبرتیا له مخې چې یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړې، د زمري له ۱۱مې نېټې وروسته د ښارګوټي هېڅ اوسېدونکی حق نه لري چې خپل کور په کرایه ورکړي یا له کرایه‌دارانو څخه کرایه واخلي.

په خبرتیا کې راغلي چې د زمري ۱۵مه د کورونو د تخلیې او د ښارګوټي د پرېښودو وروستۍ نېټه ټاکل شوې ده.

دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو یوې ځانګړې محکمې د روان کال د غويي میاشتې په پیل کې د «امید سبز» ښارګوټي څه باندې ۱۵۰۰جریبه ځمکه دولتي اعلان کړې وه.

طالبانو د ۱۴۰۴ کال د وري میاشتې پر مهال د دغو ځمکو د ملکیت د ارزونې بهیر پیل کړی و. دا اقدام وروسته له هغه وشو چې د طالبانو د ځمکو د غصب د مخنیوي کمیسیون اعلان وکړ، د «امید سبز» ښارګوټي د ځینو ځمکو ملکیت دولت پورې اړه لري.

ترویج لرونکی

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل
۱

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل

۲

د طالبانو د اړیکو کمیسیون افغانستان ته د دوو پخوانیو چارواکو د ستنېدو خبر ورکړی

۳

طالبان:نږدې پنځو کلونو کې ۶۵۰ زره کسانو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی

۴

متحده جبهه وايي چې د طالبانو پر ضد یې پوځي عملیات پیل کړي

۵

بخښنې نړیوال سازمان: د افغانستان او ایرلنډ سیالیو کې د اعتراضونو احتمال شته

•
•
•

نور کیسې

شاه محمود میاخېل د طالبانو د امربالمعروف محتسبین «مُرده شویان» بللي دي

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲ اګست ۲۰۲۶، ۲۱:۴۶ GMT+۱
100%

د تېر جمهوري نظام د ملي دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل د طالبانو «شرطه» او «سپین کمیسي» (د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر محتسبین) «مرده‌ شویان» وبلل. میاخېل زیاته کړه، د دوی مشر نه‌ښکاري، «خو د اسلام، انسانیت او افغانیت پر ضد فرمانونه صادروي» او ورسره یې اسلام «بدنام» کړی دی.

شاه محمود میاخېل د یکشنبې په ورځ (د زمري ۱۱مه) په ایکس خواله رسنۍ کې د یوې لیکنې په خپرولو سره ویلي، طالبان له پنځو کلونو راهیسې د «جمهوریت» او «لنډغرو» پر ضد شعارونه ورکوي او ټوله ملامتیا پر «لنډغرو» او «جمهوریت» اچوي، خو میاخېل د «لنډغرو» د تعریف په تړاو نور جزییات نه‌دي ورکړي.

میاخېل زیاته کړه: «هو! جمهوریت او لنډغر ځکه ملامته دي چې د طالبانو راتګ ته یې زمینه مساعده کړله. طالبان ولس ته همدا وایي چې دوی د جمهوریت او لنډغرو نه ښه دي او خلک په دې وېروي چې ګوندې که دوی له منځه ځي، نو پخواني لنډغر او فاسد جمهورتیان به بیا راځي».

د دغه پخواني چارواکي په باور، طالبانو د خپلې لومړۍ «ناکامې دورې» د کړنو پر بنسټ، د دوی په اصطلاح پخوانیو «لنډغرو» بیا راتګ ته زمینه مساعده کړله او زیاتوی: «طالبان د خپل اوسني حاکمیت خپله لنډغري او د حکومتولۍ تګلاره نه ګوري چې شرطه او سپین کمیسي مرده شویان یي څه نه کوي؟ افغانستان چا د انزوا حالت سره مخامخ کړی دی؟ د لنډغرو د بیا راتګ لپاره زمینه څوک مساعدوي»؟

طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د جمهوري نظام پر مهال د ښځو چارو وزارت د امربالمعروف، نهې عن‌المنکر او د شکایتونو اورېدو پر وزارت بدل کړ او کارکوونکي یې «محتسبین» وبلل. دغې ډلې بیا محتسبینو ته د ډاکټرانو په څېر سپینې چپنې د یونیفورم په توګه وټاکه.

100%
د طالبانو محتسبین

شاه محمود میاخېل زیاته کړې: «د مشر یې [ملا هبت‌الله] درک نه‌ښکاري، خو د اسلام، انسانیت او افغانیت په ضد فرمانونه صادروي. هم یې اسلام بدنام کړ، هم افغانیت او هم انسانیت».

د ملي دفاع وزارت دغه پخواني سرپرست په ډاګه کړې، چې د وقفه‌يي جګړو پر مهال د پاکستان ضد تبلیغاتو د یو څو ورځو لپاره طالبانو ته «ساه» ورکړه، خو په وینا یې، هغه تبلیغ نور بازار نه‌لري ځکه ولس د دوی پر مذهب نه پوهیږي، چې دوی له پاکستان سره «زرګري» اختلاف لري که اساسي اختلاف؟ او په باور یې: «که اساسي اختلاف یې درلودلې نو باید د ولس حمایت لپاره یې مراجعه کړې وه او زمینه یې د یوه قانونمند، مشروع او ولسواکه نظام د جوړیدو لپاره مساعده کړې وه».

د هغه په باور: «یوازې په خپلو شرطه او سپین چپنو مرده شویانو د پاکستان په وړاندې دفاع هېڅکله نه‌شي کولای».

نوموړي څرګنده کړې: «د طالبانو دا روایتونه نور بازار نه لري. دیګ بخار شپیلقونه په چغارو راغلي او دیګ بخار خامخا انفجار کوي. د دیګ بخار سړول هم اسانه نه‌دي، ځکه د دیګ بخار لاندې اور زیات شوی او ګاونډیانو د سوي ګیس والونه بیرته کړي دي».

هغه په ټینګار سره ویلي، چې جګړه د مسایلو د حل لاره نه‌ده، خو په باور یې «دا په دې معنی نه‌ده چې د طالبانو تګلاره سمه ده. په کراتو مو ویلي، چې د طالبانو موجوده تګلاره په‌خپله راروانو جنګونو او د ګاونډیانو مداخلو ته زمینه مساعدوي او مسوولیت یې هم د دوی پر غاړه دی».

د نوموړي په اند، ډیرې افغانان د جنګ پلوي نه‌دي، خو چې څوک تنګ شي، خامخا به جنګ کوي او ویلي یې دي: «موږ به د جنګ برخه نه اوسو خو د جنګ د سون مواد په افغانستان کې کمبود نه‌لري».

ملګري ملتونه: افغانستان کې د بشري او اقتصادي بحران له امله د انساني قاچاق ګواښ زیات شوی

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲ اګست ۲۰۲۶، ۱۹:۵۸ GMT+۱
100%

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر (یو‌اېن‌او‌سي‌ډي) ویلي، په هېواد کې د بشري او اقتصادي بحران له ژورېدو سره د انساني قاچاق ګواښ هم زیات شوی دی.

دغه دفتر د یکشنبې په ورځ، د زمري ۱۱مه، په اېکس خواله رسنۍ کې په خپور کړي پیغام کې ویلي، چې د ټولنیزو او اقتصادي فشارونو له امله خلک د انساني قاچاق، استثمار او جبري کار پر وړاندې ډېر زیانمن شوي دي.

دیادې ادارې په وینا، د څه باندې شپږو میلیونو افغانانو بېرته ستنېدل، د بدیلو معیشتي فرصتونو له برابرېدو پرته د کوکنارو د کښت له منځه وړل او د ښځو پر حقونو سخت محدودیتونه، هغه مهم عوامل دي چې په افغانستان کې یې د انساني قاچاق ګواښ زیات کړی دی.

یاد بنسټ ټینګار کړی، چې د دغو ستونزو د حل لپاره باید د خلکو د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو، د کارموندنې د فرصتونو د رامنځته کولو او د زیانمنو قشرونو د ملاتړ لپاره عملي ګامونه واخیستل شي.

له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان(ای‌او‌اېم) هم په افغانستان کې د انساني قاچاق د زیاتېدونکي ګواښ په اړه خبرداری ورکړی وو.

د دغه سازمان په وینا، له ایران او پاکستان څخه میلیونونه راستنېدونکي افغانان د بې‌وزلۍ، د کار د فرصتونو د کمښت او د بنسټیزو خدمتونو د نشتوالي له امله د انساني قاچاق، استثمار او نورو ناوړه ګټه اخیستونکو له جدي ګواښ سره مخ دي.

په لغمان کې د وریجو د پروسس او بسته بندۍ د یوې کارخونې د جوړېدو چارې پیل شوې

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲ اګست ۲۰۲۶، ۱۹:۵۱ GMT+۱
100%

د لغمان ولایت لپاره د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ ریاست وايي، په دغه ولایت کې د ۱۶۲ میلیونه افغانیو په لګښټ د وریجو د پروسس او بسته‌بندۍ د یوې کارخونې د جوړېدو چارې پیل شوې. دغه کارخونه د قرغیو ولسوالۍ په چهار باغ سیمه کې جوړېږي.

د لغمان ولایت لپاره د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ رييس سلامت‌ خان بلال د یکشنبې په ورځ (د زمري ۱‍۱مه) وویل، د دغې کارخونې د جوړېدو چارې به تر راتلونکو دوو میاشتو بشپړې شي.

د سلامت خان په وینا، په دغې کارخونه کې به په مستقیم ډول شاوخوا سلو کسانو ته د کار زمینه برابره شي او همداراز له ۴۰۰ تر ۶۰۰ نور کسان به په غیرې مستقیم ډول ورسره په کار بوخت شي.

له دې سره سم، د یادې کارخونې څښتن حاجي سلیم وايي، دغه کارخونه به په ۲۴ ساعتونو کې ۴۰ زره کیلو ګرامه وریجې پروسس کړي او په وینا یې، له لغمان سربیره به د ننګرهار، بغلان او کندوز ولایتونو د وریجو پروسس چارې هم په همدې کارخونه کې ترسره شي.

هغه زیاتوي، پروسس شوې او بسته بندي شوې وریجې به بیرته ننګرهار، کونړ، نورستان، کابل، پکتیا او خوست ولایتونو ته ولېږدول شي.

د دغې کارخونې د جوړېدو چارې په داسې حال کې دي، چې په افغانستان کې صنعتګر د کارخونو د جوړولو لپاره د مناسب ځای او ځمکو له نشتوالي او همداراز د برېښنا له کمښته شکایت لري او د صنعتګرو په وینا، طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې د کارخونو د جوړولو لپاره د ځمکو او همداراز د برېښنا برابرولو په برخو کې یوازې ژمنې کړي او د عمل په میدان کې هېڅ هم نه‌لیدل کېږي.

متحده جبهه: په غور کې مو د پخوانۍ پولیس افسرې یو قاتل ووژاه

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲ اګست ۲۰۲۶، ۱۹:۲۰ GMT+۱
100%

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحده جبهه وايي، د غور مرکز کې یې د ملي پولیسو پخوانۍ افسرې «نګار» یو قاتل وژلی دی. دغه پولیس افسره شاوخوا ۴ کاله وړاندې په فیروز کوه ښار کې په خپل کور کې د خپلې کورنۍ د غړو په مخکې په ډزو وژل شوې وه. ویل کېږي دغه ښځه د وژل کېدو پر مهال امیندواره هم وه.

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ملي پولیسو پخوانۍ افسره نګار د ۱۴۰۰ کال د وږي پر ۱۳مه د غور په مرکز کې په خپل کور کې د خپلې کورنۍ د غړو په مخکې په داسې حال کې چې امیندواره وه په ډزو سره ووژل شوه. په هغه وخت کې د دغې افسرې زوی ویلي وو، چې یادو درېیو بریدګرو له پېښې وروسته ورته ویلي وو: «موږ مجاهدین (طالبان) یو».

خو په هغه وخت کې طالبانو چې له واکمنۍ یې نږدې یوه میاشت تېره شوې وه، د یادې پېښې په تړاو هېڅ وضاحت ورنه‌کړ.

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې د یکشنبې په ماښام (د زمري ۱۱مه) په خپله اېکس‌پاڼه وویل: «د افغانستان د ملي پولیسو د پخوانۍ افسرې نګار چې د طالبانو د وحشي ډلې د کسانو له لوري په خپل کور کې په داسې حال کې چې امیندواره وه، د خپلې کورنۍ د غړو پر وړاندې په شهادت رسولې وه، یو قاتل یې د متحدې جبهې د ځواکونو له لوري په غور ولایت کې د خپلو اعمالو په سزا ورسول شو».

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د «عمومي بښنې» اعلان وکړ، خو په تېرو پنځو کلونو کې په مرموز ډول د تېر نظام د نظامیانو د وژنې سلګونه راپورنه ورکړل شوي او دغو راپورونو ته هم نړۍوالو بنسټونو او په ځانګړې توګه د بشري حقونو اړوندو سازمانونو اندېښنه ښودلې ده.

د جمهوري نظام د ملي اردو د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې د لومړي ځل لپاره ۴ ورځې مخکې (د زمري ۸مه) په افغانستان کې خپل وسله‌وال فعالیتونه هغه هم له کندهاره پیل کړل.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان متحده جبهه د ۱۴۰۲ کال د تلې په میاشت کې په امریکا کې جوړه شوې او تر دې مخکې یې ډېری سیاسي فعالیتونه کول، خو دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې یې خپل وسله‌وال فعالیتونه پیل کړي دي.

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام لومړۍ سیالي ټایلنډ ته وبایلله

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲ اګست ۲۰۲۶، ۱۹:۱۳ GMT+۱
100%

د طالبانو تر کنټرول لاندې د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست ویلي، د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام سیالیو په لومړۍ لوبه کېله کوربه ټایلنډ څخه د ۶-۱ ګولونو په توپیر ماتې وخوړه.

د یاد ریاست په وینا، د افغانستان لپاره په دې لوبه کې یوازینی ګول محمد مرادي ترسره کړ.

ټاکل شوې چې د افغانستان ملي لوبډله خپله دویمه سیالي د دوشنبې په ورځ د کابل پر وخت د ماښام په ۶بجو د ویتنام پر وړاندې ترسره کړي.

د کانټنینټال جام سیالۍ د اګسټ په لومړۍ نېټه پیل شوې او د اګسټ تر شپږمې به دوام وکړي.

په دغو سیالیو کې د کوربه ټایلنډ او افغانستان ترڅنګ د روسیې، ویتنام او نیوزیلنډ د فوټسال ملي لوبډلې هم ګډون لري.