• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په بغلان کې د کرنیز سکتور د پیاوړتیا لپاره د ۲۵۰ شنو خونو د جوړېدو خبر ورکړی

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲ اګست ۲۰۲۶، ۱۱:۰۱ GMT+۱تازه شوی: ۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲ اګست ۲۰۲۶، ۱۲:۰۴ GMT+۱

د طالبانو د بغلان د کرنې ریاست وایي، د کرنیز سکتور د ودې، د سبزیجاتو د تولید زیاتوالي او د بزګرانو د مسلکي روزنې په موخه د همکارو موسسو په ملاتړ د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې ۲۵۰ شنې خونې جوړې شوې دي.

د طالبانو د بغلان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولانو ددې ډلې اړوند رسنیو ته ویلي، چې د دغو شنو خونو د جوړولو موخه د عصري کرنې دودول، د کرنیزو حاصلاتو زیاتوالی او د بزګرانو د ظرفیت لوړول دي.

دوی وایي، تمه لري چې دغه پروګرام به په نږدې راتلونکې کې د کرنې په سکټور کې د پام وړ مثبتې پایلې ولري.

بزګران د دغو شنو خونو له جوړېدو خوښي څرګندوي او وایي، چې که په هېواد کې ورته د کار او تولید داسې فرصتونه برابر شي، نو اړ نه دي چې د روزګار لپاره نورو هېوادونو ته کډه وکړي.

د یوې شنې خونې مسوول چې پر څلورو جریبو ځمکه یې ۱۲ ګلخانې جوړې کړې دي او هره ورځ ترې شاوخوا دوه نیم ټنه حاصلات ترلاسه کوي، ویلي، چې شنې خونې د حاصلاتو په زیاتوالي او د کورنیو عوایدو په لوړولو کې مهم رول لري.

د طالبانو د بغلان د کرنې ریاست وایي، د ورته پروژو پلي کول به د ولایت په کچه د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي، د بزګرانو د اقتصادي وضعیت د ښه والي او د عصري کرنې د پراختیا لپاره ګټور تمام شي.

بغلان د افغانستان له کرنیزو ولایتونو څخه ګڼل کېږي چې د خلکو ډېری برخه یې پر کرنه او مالدارۍ متکي ده.

ترویج لرونکی

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل
۱

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل

۲

د طالبانو د اړیکو کمیسیون افغانستان ته د دوو پخوانیو چارواکو د ستنېدو خبر ورکړی

۳

طالبان:نږدې پنځو کلونو کې ۶۵۰ زره کسانو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی

۴

متحده جبهه وايي چې د طالبانو پر ضد یې پوځي عملیات پیل کړي

۵

بخښنې نړیوال سازمان: د افغانستان او ایرلنډ سیالیو کې د اعتراضونو احتمال شته

•
•
•

نور کیسې

روسیه وايي د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان غړي هېوادونه له افغانستان سره اړیکې پراخوي

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲ اګست ۲۰۲۶، ۱۰:۵۷ GMT+۱
100%

مسکو وایي، د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان غړي هېوادونه او د منځنۍ اسیا نور ګاونډي هېوادونه د سیمې د ثبات د ټینګښت لپاره له افغانستان سره خپلې اړیکې پراخوي. په یاد سازمان کې د روسیې استازي ویکتور واسیلییف ویلي، د سیمې امنیتي وضعیت دوامداره څاري.

هغه د روسیې ریانووستي خبري اژانس ته ویلي: چې «د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان غړي هېوادونه او همدارنګه د منځنۍ اسیا هغه هېوادونه چې د دغه سازمان غړیتوب نه لري، له ګاونډي افغانستان سره خپلې اړیکې پراخوي».

هغه زیاته کړې چې د دغو اړیکو کچه او بڼه له یوه هېواد څخه تر بل پورې توپیر لري.

د واسیلییف په وینا، د افغانستان او دغو هېوادونو ترمنځ همکاري تر ډېره د ترهګرۍ او افراطیت پر ضد مبارزې پورې اړه لري.

نوموړي ویلي، «دواړه لوري د مخدره موادو د قاچاق د مخنیوي لپاره هم د ځانګړو عملیاتو او کاري ډلو له لارې منظمې ناستې او همغږي ترسره کوي».

د ۲۰۲۶ کال په مې میاشت کې د روسیې او طالبانو استازو د پوځي ـ تخنیکي همکاریو یو تړون هم لاسلیک کړی و.

وروسته، د جون په میاشت کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له اسلام‌اباد او کابل څخه وغوښتل چې پر دیورنډ کرښه وسله‌والې نښتې پای ته ورسوي.

طالبانو د کندهار په ولسوالیو کې هټیوالو ته د شپې له۱۱ بجو مخکې د هټیو د تړلو امر کړی

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲ اګست ۲۰۲۶، ۱۰:۴۱ GMT+۱
100%

د کندهار د یو شمېر ولسوالیو هټیوالو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو په شفاهي ډول ورته امر کړی چې باید د شپې تر ۱۱ بجو مخکې خپلې هټۍ وتړي. یاد هټیوال وايي، طالبانو د هټیو د تړلو په اړه هېڅ دلیل نه دی وړاندې کړی.

د کندهار له بېلابېلو ولسوالیو، په ځانګړې توګه ژیړۍ، میوند، ارغنداب او پنجوايي نه هټۍوالو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې ځايي طالب چارواکو دوه ورځې وړاندې ورته امر وکړ، چې د شپې له‌خوا تر ۱۱ بجو مخکې باید خپلې هټۍ وتړي.

دغه هټیوال وايي چې طالبانو تر ۱۱ بجو مخکې د هټیو د تړلو په تړاو کوم دلیل نه دی وړاندې کړی.

په ورته مهال د کندهارـ هرات پر عمومي لاره د ژیړۍ او میوند ولسوالیو هټیوال وايي، په دغو ولسوالیو کې ډېری هټۍ تر سهاره پرانېستې وي ځکه د هرات پر لاره د موټرو تګ راتګ ۲۴ ساعته وي او له همدې لارې عاید ترلاسه کوي.

یو هټیوال وویل:«موږ خو کلونه کلونه کېږي همدلته دوکانونه لرو، تر اوسه داسې امر هیچا نه و کړی. پر دغه لاره لوی موټرونه، مسافر وړونکي او کوچني موټرونه ۲۴ ساعته تګ راتګ کوي. موږ هم له دې کاره پیسې په لاس راوړو او هم یو ډول سهولت دی د سوداګرو لپاره».

د کندهار د ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې طالبانو د شپې له لوري د هټیو د تړلو له امر سره سم په ولسوالیو کې شپنۍ ګزمې هم زیاتې کړې دي او د پخوا په پرتله یې پلټنځایونه (چک پواینټونه) هم زیات کړي دي.

په کندهار کې د طالبانو سیمه‌ییزو مسوولانو په ولسوالیو کې پر هټیوالو د دغو نویو بندیزونو د پلي کولو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

طالبان وایي د سوري زړه ناروغیو په نوي روغتون کې به هرکال د ۲زره ناروغانو وړیا درملنه وشي

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲ اګست ۲۰۲۶، ۰۸:۵۷ GMT+۱
100%

د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې په کابل کې د سوري زړه ناروغیو د درملنې لپاره ځانګړی روغتون پرانیست. د یادې ټولنې په وینا؛ دغه روغتون د ۶.۵ مېلیون ډالرو په لګښت جوړ شوی او هرکال به د نړۍوالو معیارونو له مخې د شاوخوا ۲زره د سوري زړه ناروغانو وړیا درملنه وکړي.

د دغه روغتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مشر شهاب‌الدین دلاور ویلي، چې په دغه روغتون کې به ټول روغتیايي خدمتونه د نړۍوالو معیارونو او روغتیایي اصولو سره سم وړاندې کېږي.
نوموړي زیاته کړې، چې د روغتون لپاره د ۶ مېلیونه افغانیو په ارزښت پرمختللي روغتیایي تجهیزات هم اخیستل شوي دي. د افغاني سرې میاشتې ټولنې د معلوماتو له مخې؛ اوس مهال ۳۶زره د سوري زړه ناروغان ثبت شوي، چې له دې ډلې د شاوخوا ۱۵زره ناروغانو درملنه شوې ده.

په همدې مراسمو کې د طالبانو د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي ویلي، چې د تېرو څو لسیزو جګړو د نورو برخو ترڅنګ روغتیايي سکټور هم سخت اغېزمن کړی دی. د هغه په وینا؛ په دغه روغتون کې هغه ناروغانو ته وړیا درملنه وړاندې کېږي، چې په خصوصي روغتونونو کې د درملنې یا بهر ته د تګ مالي توان نه‌لري.

د یادونې ده، چې افغاني سرې میاشتې ټولنې تر دې وړاندې هم هرکال لسګونه د سوري زړه ناروغان د درملنې لپاره هند، ترکیې او ځینو نورو هېوادونو ته استول.

دینې مدرسې که د تبلیغ مرکزونه؛ د نجونو په مدرسو کې د ښځو ضد د طالبانو له تګلارو ستاینه

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲ اګست ۲۰۲۶، ۰۶:۲۶ GMT+۱
100%

د طالبانو تر واک لاندې د نجونو له ځینو دیني مدرسو سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، په دغه مدرسو کې د تدریس پرځای تر ډېره د ښځو پر وړاندې د طالبانو له سختو تګلارو ملاتړ او تبلیغ کېږي او زده‌کوونکې هڅول کېږي چې دغه قوانین سم او د منلو وړ وبولي.

د پکتیا ولایت د یوې ښځینه دارالعلوم یوشمېر زده‌کوونکې وایي، ښوونکې یې د تدریس پرځای ډېر وخت د طالبانو له‌خوا پر ښځو د لګېدلو محدودیتونو او قوانینو پر ستاینې تېروي او ورته وایي چې د طالبانو ټولې پرېکړې او تګلارې شرعي او د منلو وړ دي.

د دغه زده‌کوونکو په وینا؛ ښوونکې دوی د طالبي حجاب رعایتولو ته اړ باسي، ان تر دې چې پر سترګو هم د نقاب تورې پردې راټیټول لازمي ګڼي. دوی زیاته کړې، په دې وروستیو کې زده‌کوونکو ته خبرداری ورکول شوی که له دې امر سرغړونه وکړي نو د امربالمعروف محتسبین به یې ونیسي.

دغه زده‌کوونکو تر دې وړاندې هم افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې په مدرسو کې د ښځو اړوند ځینې موضوعات سانسور کېږي او ښوونکې یې ان له تدریس تېرېږي. د زده‌کوونکو په وینا؛ په ټولګیو کې د بحثونو پرمهال ښځه د نارینه پرتله ټیټه او بې‌وسې معرفي کېږي.

یوه زده‌کوونکې وایي، له هغې ورځې چې مدرسې ته ځي، له ژور خپګان او ذهني فشار سره مخ ده. هغې زیاته کړه: «کله چې په ځینو موضوعاتو له استادانو سره بحث کوو، که هر څومره منطقي او قانع کوونکي دلایل هم وړاندې کړو، هغوی په تونده لهجه او له تاوتریخوالي ډک چلند ځواب راکوي او خپله خبره پر موږ تحمیلوي».

دغه زده‌کوونکې همداراز ادعا کوي، چې د دوی ډېری ښوونکې مسلکي نه‌دي او د مضامینو د تدریس له مسوولیت څخه په سمه توګه نه‌شي وتلی. د هغوی په وینا؛ یوازې د ګوتو په شمېر داسې ښوونکې شته چې له دارالعلومونو فارغې شوې وي او پاتې نورې یوازې طالبانو ته د تبلیغ لپاره ګومارل شوې دي.
دوی وایي، دغه ښوونکې له خپلو شخصي معلوماتو زده‌کوونکو ته نوټونه برابروي او په ډېرو مضمونونو کې کوم مشخص درسي کتاب یا معیاري نصاب نه‌شته چې زده‌کوونکي ورته لاسرسی ولري.

یوشمېر زده‌کوونکو ویلي، د دې لپاره مدرسو ته تللي چې د نجونو لپاره له مدرسو پرته د زده‌کړو بل مرکز نه‌شته. د دوی په وینا؛ زده‌کوونکې د علمي سویې د ارزونې پر ځای یوازې د عمر له مخې په ټولګیو کې شاملېږي، چې له امله یې ډېری زده‌کوونکې د عربي ژبې او ځینو نورو مضامینو په زده‌کړه کې له ستونزو سره مخ دي.

دوی زیاتوي، چې ریاضي، ساینس او نور فرعي مضامین یوازې په سمبولیک ډول تدریسېږي او ډېره پاملرنه ورته نه‌کېږي. دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو مشر ملاهبت الله له لوري له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو د بندیز له امله اوس ډېری نجونو دیني مدرسو ته مخه کړې او د عصري علومو ځای اوس مدرسو نیولی دی. د راپورونو له مخې؛ افغانستان کې اوس‌مهال د نجونو مدرسې هم ډېرې شوې دي.

طالبانو ومنله چې د بدخشان په یفتل ولسوالۍ کې د یوې ښځې د تالاشۍ په غبرګون خلکو اعتراض کړی

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲ اګست ۲۰۲۶، ۰۵:۰۹ GMT+۱
100%

په بدخشان کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار منلې، چې د شنبې په ورځ (د زمري ۱۰مه) د کوز یفتل ولسوالۍ یوشمېر اوسېدونکو وروسته له هغې اعتراض وکړ چې طالب ځواکونو د یوې ښځې د بدني تالاشۍ هڅه وکړه.

کامګار ویلي، د سیمې خلکو د پېښې له اصلي جزییاتو پرته د طالبانو پر یوې امنیتي پوستې برید وکړ. د هغه په وینا؛ دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د طالبانو ځواکونو په یوې امنیتي پوسته کې د یوې ښځې په ګډون پر موټرسایکل سپاره دوه کسان د نشه‌يي توکو د لېږد په شک ودرول. نوموړي ادعا وکړه، کله چې د دوی ځواکونو غوښتل د هغوی سامانونه وپلټي؛ له یادې ښځې سره مل کس وتښتېد او خلکو ته یې وویل چې ښځه بدني تالاشي شوې ده.

د طالبانو ویاند زیاتوي، له دې وروسته یوشمېر خلکو پر امنیتي پوستې برید وکړ چې په پایله کې یې څو کسانو ته زیان ورسېد. هغه ځینې کسان د خلکو د احساساتو په پارولو او د امنیت د ګډوډولو په هڅه تورن کړل؛ خو د مرګ‌ژوبلې کره شمېر یې څرګند نه‌کړ.

خو ځايي سرچینې او د بدخشان روغتیايي سرچینې وایي، طالبانو د اعتراض کوونکو د خورولو په موخه ډزې کړې. د راپورونو له مخې؛ د طالبانو د ډزو په پایله کې لږترلږه یو اعتراض کوونکی وژل شوی او څو نور ټپیان دي.

د کوز یفتل ولسوالۍ اعتراض کوونکي وایي، د طالبانو له لوري د خلکو ځورول او ناوړه چلند د دوی د اعتراض اصلي لامل و. د دوی په وینا؛ خلک د طالبانو له ظلم او فشار څخه ستړي شوي دي.

په هغه ویډیوګانو کې چې له یفتل نه ترلاسه شوې، په‌کې د ډزو غږونه اورېدل کېږي او د ټپیانو د لېږد شېبې هم لیدل کېږي. ځايي اوسېدونکي وایي، د طالبانو له لوري پر خلکو روان ظلم او فشار د دغه اعتراضونو اصلي لامل دی.

په همدې حال کې طالبان په بدخشان کې د کورنیو اختلافونو او د داعش خراسان ډلې د بریدونو له ګواښ سره هم مخ دي. څو ورځې وړاندې (د زمري ۶مه) په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریس ذبیح‌الله امیري د بهارک ولسوالۍ په یوه وسله‌وال برید کې ووژل شو. وروسته داعش خراسان ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو د دغه برید مسوولیت پر غاړه واخیست.